دوه امریکایان له ایران نه د وتلو پرمهال ونیول شول

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د داخلي ټېلیګراف له مخې، په تېره اوونۍ کې سلګونه امریکایان د ځمکې له لارې له ایران نه وتلي دي. په ټېلیګراف کې د یوې بې ناڅرګنده کورنۍ په حواله ویل شوي چې دوه امریکایان له دغه هېواد نه د وتلو پرمهال د ایراني ځواکونو لهخوا نیول شوي دي.
رویټرز خبري اژانس چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټېلیګرافیې لیدلی، لیکلي چې «یو لوی شمېر» امریکایان د ایران له ځکمنیو لارو نه د وتلو پرمهال د ایراني امنیتي ځواکونو لهخوا ځورول شوي دي.
ورته مهال، راپور وايي چې ځینې امریکایان د ایران پر ځمکنیو پولو له کومې ستونزې پرته وتلي دي.
د امریکا داخلي ټېلیګراف له ایران نه د خوندي وتلو په موخه د امریکایي وګړو پر خوندیتوب او همکارۍ ټینګار کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د دې ټیلېګراف په اړه رسنیو ته وضاحت نه دی ورکړی. ایراني سرچینو هم تر اوسه د دوو امریکایانو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.