پښتونخوا؛ بنو کې د ځکمې پر سر د وسلهوالې شخړې له امله پنځه کسان وژل شوي

د خېبرپښتونخوا ایالت د بنو ولسوالۍ د کېنټ پولیسو مرکز اړوند سیمه کې د ځمکې پر سر د شخړې په ترڅ کې پنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د خېبرپښتونخوا ایالت د بنو ولسوالۍ د کېنټ پولیسو مرکز اړوند سیمه کې د ځمکې پر سر د شخړې په ترڅ کې پنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د سیمهییزو پاکستاني پولیسود معلوماتو لهمخې، په دې شخړه کې له یوې خوا ۳ او له بلې خوا ۲ کسان وژل شوي دي. د وژل شویو د هویت په تړاو څه نه دي ویل شوي.
د یادونې ده چې د خېبرپښتونخوا بېلابېلې سیمې وخت ناوخت د ځمکو پر سر د وسلهوالو شخړو شاهدانې وي.

په کویټه کې د عثمان خان کاکړ په تلین کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر خوشحال خان کاکړ د پاکستان پر چارواکو غږ وکړ، چې د ډيورنډ کرښې سره تړلې لارې دې د افغانستان پر لور خلاصې کړي.
نوموړي وویل، چې د تګ راتګ بندېدل د پښتنو د اقتصاد لپاره لوی زیان دی او پښتانه د ترهګرۍ او اقتصادي ستونزو له سختو ګواښونو سره مخ دي.
د عثمان خان کاکړ د تلین په مناسبت ولسي غونډه وشوه، چې پکې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر خوشحال خان کاکړ ګډون او وینا وکړه.
نوموړي وویل: «عثمان خان کاکړ د نه ستړي کېدونکي مبارز په توګه، د محکومو قومونو د ازادۍ او حقوقو لپاره ټول عمر مبارزه وکړه. د هغه ژوند مزاحمت و او د هغه مبارزه د ظالم پر ضد وه.»
خوشحال خان د پاکستان پر سیاسي نظام او ادارو سختې نیوکې وکړې.
هغه زیاته کړه: «عثمان خان کاکړ هڅه وکړه چې په پاکستان کې قانون حاکم شي، خو تر مرګ وروسته یې هم دلته قانون نه شته. نظام یوازې د پوځیانو له خوا پر مخ وړل کېږي.»
کاکړ په پاکستان سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې د پاکستان ریاست په پښتنو سیمو کې امنیتي ځواکونه منظم فعال ساتي او کار ترې اخلي، خو دوی تعلیمي نظام فعال نه غواړي او پښتانه بې تعلیمه، غلام او د ځان څوکیدار ساتل غواړي.
د نوموړي په وینا، پاکستانۍ رسنۍ د پښتنو د بدنامۍ لپاره کاروي او هڅه کوي، چې پښتانه بې تعلیمه، غلامان او یوازې د ځان لپاره ساتونکي وساتي.
د ډیورند کرښې تړلې لارې
د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته د تګ راتګ د بندیزونو له امله د پښتنو اقتصاد زیانمن شوی، خو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر خوشحال خان کاکړ وايي، که پاکستان دا لارې بېرته پرانیزي، نه یوازې به میلیونونه ډالر وګټي، بلکې پښتانه به هم اباد شي.
خوشحال خان کاکړ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ لارو په تړاو وویل: «پاکستان باید د ډیورند کرښې لارې پرانیزي. که دا لارې خلاصې شي، پاکستان به میلیونه ډالر لاسته راوړي او پښتانه به اقتصادي وده وکړي. خو پاکستان نه غواړي چې پښتانه اباد شي.»
د عثمان خان کاکړ ژوند او مبارزه
عثمان خان کاکړ د ۱۹۶۱ کال د جون په ۲۳مه د بلوچستان په قلعه سیف الله کې زېږېدلی و. هغه خپلې لوړې زدهکړې د کوټې له پوهنتونه تر حقوقو پورې بشپړې کړې. له ۱۹۸۷ راهیسې یې سیاسي مبارزه د پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن له لارې پیل کړه او وروسته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یوه مهمه څېره شوه.
په ۲۰۱۵ کې د پاکستان سنا ته ولاړ او د جنوبي پښتونخوا د خلکو غږ وګرځېد.
هغه به پر پوځ نیوکې کولې، د جمهوریت، مدني ادارو او د قانون د واکمنۍ پلوی و.
نوموړي د افغانستان په اړه د پاکستان او امریکا پر سیاست سخت انتقادونه درلودل.
مرګ او تورونه
عثمان خان کاکړ د ۲۰۲۱ کال د جون پر ۱۷مه د مغزي ټپي کېدو له امله بېهوښه شو او څلور ورځې وروسته ومړ.
کورنۍ یې پاکستاني استخباراتي ادارې د هغه په وژنه تورنوي، خو تر اوسه د هغه د مرګ په اړه شفاف عدلي څېړنې نه دي ترسره شوي.
ټولنیز غبرګون
د هغه له مړینې وروسته، عثمان کاکړ د پښتنو د مبارزې یو سمبول وګرځېد.
د هغه پر لومړي تلین کې یوازې پښتنو نه، بلکې بلوڅو، هزاره ګانو او نورو قومونو په ګڼ شمېر کې ګډون کړی و.
د دې تر څنګ په ټولنیزو رسنیو کې خلکو هغه ته د "ولس جانان" لقب ورکړ.
د پاکستاني طالبانو تحریک د شنبې په ورځ د (غبرګولي ۳۱مه) په یوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د دوی یو مخکښ قومندان بخت غفور چې په ابوجندل مشهور د پاکستاني پوځیانو په زندان کې د سختو شکنجو او ربړونو له امله مړ شوی.
خبرپاڼه زیاتوي، د دوی یاد قومندان له تېرو دولس کلونو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو استخباراتي زندانونو کې بند تېر کړی. ټي ټي پي خپل دغه غړی د لومړۍ کرښې له مهمو قومندانانو څخه یاد کړی دی. لا تر اوسه د پاکستان پوځ او حکومت د دې ادعا په تړاو څه نه دي ویلي.
له دې ور اخوا د افغانستان انټرنشنل موندنو ښوولې چې افغان طالبانو هم د اسلام اباد په غوښتنه خپل یو شمېر هغه غړياو قومندانان نیولي چې د «ټي ټي پي» لپاره یې جلب و جذب کاوه یا یې ورسره اړیکې لرلې. د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ د اختلاف او کشکمشونو تر ټولو مهم ټکی هم پاکستاني طالبان بلل شوي دي.
پاکستان ادعا لري چې ګني پر کابل واکمنو «ټي ټي پي» ته خوندي پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه د دوی په خاوره کې بریدونه پلانوي، خو افغان طالبانو په وار وار دغه ادعاوې رد کړي دي. کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار تر وروستي سفر اوس اسلام اباد د «ټي ټي پي» پر ضد د افغان طالبانو اقداماتو ته خوشاله دی. پاکستاني رسنیو راپورونه ورکړي چې د اسحاق ډار د سفر پر مهال طالبانو پاکستان سره پر خپلو هغو ژمنو ټینګار کړی چې «ټي ټي پي» به ځپي.
د خېبرپښتونخوا د مردان ولسوالۍ اړوند په غرنۍ «کاټلنګ بابوزي» سیمه کې د ناڅرګندو وسلهوالو د ډزو په پایله کې څلور کسان وژل شوي دي.
د روغتیايي سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، په وژل شویو کې درې دولتي کارکوونکي او یو یې ځايي اوسېدونکی ښودل شوي. د دې کسانو مړي روغتون ته لېږدول شوي دي.
پولیسو او امنیتي ځواکونو تر پېښې وروسته سیمه کلابنده کړې او د برید د عاملانو د پېژندلو او نیولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي. تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې یا کس د پېښې مسوولیت نه دی منلی.
د بریدګرو هویت او د برید انګېزه لا تر اوسه څرګنده نه ده او په دې اړه د پولیسو څېړنې روانې دي.
د طالبانو مخالف وسلهوال خوڅښت، ازادۍ جبهې ادعا کړې چې په کابل کې یې دوه طالبانو وژلي دي. په خپاره شوي بیان کې کې راغلي چې یو بل طالب ټپي شوی دی.
یادې جبهې شنبه (غبرګولي ۳۰مه) په خپله اېکسپاڼه کې زیاته کړې چې دا برید د کابل ښار سرای شمالي سیمې ته نږدې د «زور اباد» په څلورلارې کې د طالبانو پر یوې پوسته شوی دی.
د ازادۍ په نوم د طالبانو دې مخالفې ډلې د خپلو وسله والو د مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي. همداراز طالبانو هم د نوموړې جبهې د کړې ادعا په تړاو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.
د یادونې ده چې څو ورځې مخکې هم د ازادۍ جبهې په کابل ښار کې د طالبانو پر یوې پوستې د برید مسوولیت منلی و.
اېنډيپېنډېنټ ورځپاڼه د یوې لویې نړۍوالې مرسته رسوونکې ادارې او د طالبانو د یوه چارواکی په حواله وايي چې هره ورځ زرګونه افغانان له ایران نه افغانستان ته ستنېږي. جبري شړل، امنیتي ستونزې او د ایران او اسراییل ترمنځ جګړه د ستنېدو لاملونه ښوول شوي.
یادې رسنۍ د ورلډ ویژن نړۍوال بنسټ له قوله زیاته کړې چې هره ورځ شاوخوا پنځه زره افغانان د اسلام کلا له لارې هرات ولایت ته دننه کېږي. ډېری یې له ایران نه په جبري ډول ایستل شوي او دا مهال په سختو شرایطو کې ژوند کوي.
د نوموړي سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې شاوخوا ۵زرو ډېر افغانان په جبري ډول له ایران نه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.ډېری یې خواړه، سرپناه، جامې او د بېرته ستنېدو پرمهال کې له خپلو کورنیو سره اړیکه نهلري او بېړنیو مرستې ته اړتیا لري.
یادبنسټ وايي چې په افغانستان کې عامه وضعیت هم نازک دی، د روغتیا او زده کړو په څېر بسنټیز خدمتونه په جدي توګه کم شوي دي.له افغانستان سره د نړۍوالو مرستو کچه ټيټه شوې او سلګونه روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.
ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د جون تر نیمایي پورې، له افغان ولس سره د مرستې لپاره د اړتیا وړ بسپنې یوازې ۱۸ سلنه چمتو شوې دي. د مرستو دې کمښت پر مېلیونونو ښځو، ماشومانو، کډوالو، بېځایه شویو او اړمنو خلکو منفي اغېزه کړې ده.
ورته مهال، په هرات کې د طالبانو د کډوالو ادارې مشر احمدالله متقي ویلي چې د جون تر۱۳مې مخکې، هره ورځ له درې زره ۵۰۰څخه تر څلور زرو پورې بې اسناده افغانان له ایران نه افغانستان ته دننه کېدل، خو د ایران او اسراییل ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې دا شمېر دوه برابره لوړ شوی دی.
مرسته رسوونکو ادارو خبرداری ورکړی چې که نړۍوال دغه ناورین ته پاملرنه ونه کړي، د خلکو اړتیاوې به ډېرې او وضعیت به نور هم ناوړه شي.