د اټومي تاسیساتو پر ضد د بمبارۍ په غبرګون کې د ایران له لوري پر امریکا د برید ګواښ شوی

"اېن، بي، سي" شبکې د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د ایران حکومت څو ورځې مخکې د امریکا ولسمشر ته پیغام ورکړی وو، چې که د ایران پر اټومي تاسیساتو برید وشي؛ نو ښايي خپل ویده سلولونه د امریکا پر خاورې د برید لپاره فعال کړي.
د راپور له مخې، دغه پیغام په کاناډا کې د جي۷ ډلې هېوادونو د غونډې په درشل کې ډونالډ ټرمپ ته لېږدول شوی دی. د امریکا ولسمشر بیا د ایران د بحران له امله یاده غونډه له ټاکل شوې مودې مخکې پرېښې او بېرته خپل هېواد ته ستون شوی وو.
له هغې وروسته امریکايي جنګي الوتکو بیا د شنبې په ماښام په ایران کې د اټومي تاسیساتو ځينې برخې بمبار کړې.
"اېن،بي،سي" شبکه کاږي، د دغه خبر د کره والي په موخه سپینې ماڼۍ او په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازولۍ د دوی پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی؛ دغې شبکې بیا خپل یاد راپور د دوو امریکايي چارواکو او د یوه باخبره کس له قوله خپور کړی دی.
د امریکا د ولسمشر مرستیال "جي، ډي ونس" هم د "ان،بي،سي" شبکې له "مېت د پرس" خپرونې سره په مرکه کې په ټينګار سره ویلي، د امریکا دولت، په "پوره ځيرتیا" سره د امریکا پر خاورې د برید د ګواښونو پر ارزونې بوخت دی.
له دې سره سم، یوه اروپايي ډيپلوماټ هم "ان، بي، سي" ته ویلي، امریکا او متحدین یې پر دې باور دي، چې د ایران حکومت "د امریکا له خاورې او منځني ختیځ ور هاخوا" هم پر امریکايي او اروپايي وګړو د برید ځواک لري.