خامنه‌يي: د هر ډول تېري ځواب ورکوو

د ایران د دولت مشر علي خامنه‌يي له هغه وروسته چې ایران په قطر کې د امریکا پر پوځي اډې برید وکړ، ویلي چې ایران د هېچا زورواکي نه مني.

خامنه‌يي په خپله رسمي اېکس پاڼه کې لیکلي: «موږ دا شخړه نه ده پیل کړې، خو د هېچا له لوري د ګواښ یا برید منلو ته چمتو نه یو. موږ به هېڅکله د چا زورواکي و نه منو، دا د ایران د ملت منطق دی.»
د ایران مشر ټینګار کړی، چې هېواد به یې د هر ډول تېري پر وړاندې بې‌ځوابه پاتې نه شي.