مکرون له نتنیاهو سره په خبرو کې د اسراییل او ایران ترمنځ د اوربند پر مراعات ټینګار کړی

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په ټلیفوني خبرو کې د اسراییل او ایران ترمنځ د اوربند پر مراعات ټینګار وکړ. هغه په خپل اېکس کې لیکلي، چې ټولې خواوې دا ګډه موخه لري ترڅو ایران اټومي وسله ترلاسه نه کړي.

هغه زیاته کړه: «د دې موخې د اوږدمهال تضمین لپاره مې پر دې ټینګار وکړ چې د اټومي او توغندیزو پروګرامونو په اړه باید بېرته د خبرو مېز ته وګرځو. دا مسله د اسراییل او د سیمې د ټولو خلکو امنیت پورې اړه لري.»
د فرانسې ولسمشر په دې خبرو کې نتنیاهو ته د دې یادونه هم کړې، چې په غزه کې د اوربند رامنځته کول یو بشپړ اړین اقدام دی او دغه راز یې زیاته کړې: «د ټولو یرغمل شویو خوشې کول، غزې ته پراخ او بېړني بشري مرستو ته لاسرسی او د دوو دولتونو پر بنسټ د یوه سیاسي حل لپاره هڅې، لا هم زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.»