ایراني رسنۍ: ایران له اسراییل سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې پرمهال ۷۰۰ کسان د جاسوسۍ په تور نیولي

د ایران سپاه پاسداران اړوند فارس خبري اژانس ویلي، چې ایران له اسراییل سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې پرمهال ۷۰۰ تنه د جاسوسۍ په تور نیولي دي. په نیول شویو کسانو تور دی، چې د اسراییل له جاسوسو شبکو سره یې په بېلابېلو بڼو اړیکې لرلې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، نیول شوي کسان د کرمانشاه، اصفهان، خوزستان، فارس او لرستان په ولایتوینو کې نیول شوي؛ خو په تهران کې بیا په دې تړاو د نیول شویو کسانو د شمېرو په اړه کره معلومات نشته.