• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د کډوالو بحراني وضعیت ته د رسېدنې په موخه د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۰۹ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې سرپرست شهاب‌الدین دلاور د نړۍوال فډراسیون له مشرانو سره د راستنېدونکو کډوالو لپاره د بېړنیو او دوامدارو مرستو د جذب په موخه وکتل.

نوموړي د ملي ټولنو د نړۍوال فډراسیون د اسیا پاسېفېک حوزې له مشر الکساندر متيو او په افغانستان کې د دغه نړۍوال فډراسیون له مسوول سامي الفخوري سره په کتنه کې راستنېدونکو کډوالو ته د ‎بېړنیو او اوږدمهاله مرستو غوښتنه وکړه.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست یاد پلاوي ته له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو کډوالو د يو دمي راتګ او رامنځته شوي ناورين په اړه له معلوماتو ورکړې سربېره وویل، په تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو حالت نسبتا مخ په ښه کېدو دی او د کډوالو د راتلو لړۍ هم ورو شوې ده.
هغه دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي دي، چې ټاکل شوې تر راتلونکو دوو ورځو له پاکستانه هم د افغان کډوالو د اېستنې بل پړاو هم پیل شي او په دې سره به د کډوالو روان ناورین تر دې هم کړکېچن شي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست په وینا، که چېرې د ورته خدماتو لړۍ په هرات او نیمروز ولایتونو کې هم پیل شي، کولی شي د کډوالو ستونزې تر یوې اندازې حل او راکمې کړي.
شهاب الدین دلاور زیاته کړې: «ټول هغه امکانات چې د افغاني سرې میاشتې په وس کې وي، راستنېدونکو کډوالو ته له ځنډ پرته رسول کېږي، خو ترڅنګ یې په دې بحراني حالت کې د کاري شریکانو ملاتړ او ښکېلیتا ته لازمه اړتیا ده.»
د نړۍوال فډراسیون د اسیا پاسېفېک حوزې مشر په هرات او نیمروز ولایتونو کې راستنېدونکو کډوالو ته د بېړنیو مرستو برابرول مهم وبلل.
الکساندر متيو زیاته کړه: «موږ هڅه کوو، چې له نورو کاري شریکانو سره کډوالو ته د لازمو مرستو برابرولو په موخه د همغږۍ بحثونه ولرو، څو د کډوالو ستونزې راکمې او بیرته عادي ژوند ته را وګرځي.»
د دغې کتنې په ترڅ کې دواړو لورو کډوالو ته د اوږدمهاله مرستو د برابرولو او ستونزو د راکمېدو په اړه د همکارۍ او همغږۍ کچې لوړولو ډاډ څرګند کړ.
له ایرانه د افغان کډوالو د اېستنې په پرېکړې سره په افغانستان کې د کډوالو او انساني ناورین لاپسې تشدید شوی دی.
د اسراییل او ایران تر منځ له جګړې وروسته له ایرانه د افغان کډوالو د اېستنې بهیر چټک شوی او یوازې په تېره یوه اونۍ کې څه باندې ۱۰۰ زره افغان کډوال اېستل شوي او دغه بهیر همداراز دوام لري.
د ویلو ده، چې په دې ګرمۍ کې په اسلام کلا بندر کې د را اېستل شویو افغانانو ګڼه ګوڼه ډېره ده؛ خو د اسانتیاو او په ځانګړې توګه د ټرانسپورټ او روغتیايي خدماتو د کمښت له امله را اېستل شوې کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ترویج لرونکی

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت
۱

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۲

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۳

سرچینې: د طالبانو استخباراتو د طلوع‌نیوز یو خبریال نیولی دی

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

کابل کې د ناپېژاندو الوتکو له الوتنې وروسته د درنو وسلو غږونه اورېدل شوي

•
•
•

نور کیسې

د سي ای اې پخوانۍ ماموره: د داعش، ټي ټي پي او القاعدې لوړپوړي غړي په افغانستان کې دي

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۰۱ GMT+۱

د امریکا د استخباراتو مخکېنۍ مامورې سارا اډمز د داعش، القاعدې او د ټي ټي پي د لوړپوړو غړو یو توملړ خپور کړی او ادعا یې کړې، چې هغوی دا مهال په افغانستان کې حضور لري. نوموړې ویلي، چې د تحریک طالبان پاکستان مشر په کابل کې دی او د اسامه بن لادن زوی سعد بن لادن لا هم ژوندی دی.

د مېرمن اډمز په خبره، په افغانستان کې په دغو ډلو کې د تحریک طالبان پاکستان مشر نور ولي محسود هم شامل دی.

هغې زياته کړې: «هغه په ارامۍ په کابل کې ژوند کوي او د حقاني شبکې په یوه مېلمستون کې مېشت دی.»

سارا اډمز ادعا کوي، چې د امریکا د ادعاوو برعکس د اسامه بن لادن زوی سعد بن لادن لا هم ژوندی دی او په افغانستان کې دی.

هغې وويل: «هغه اوس اوږده ږيره لري، نږدې د خپلې مېرمنې د ورور سراج‌الدین حقاني په څېر توره ږېره لري.»

د هغې په وینا، د مرکزي اسیا لپاره د داعش د عملیاتو مشر ګل مراد خلیم اف اوس په تخار کې پټ دی او د القاعدې د ملکي کمېسیون غړی امین الحق چې تېر کال د پاکستان له زندانه خوشې شو دا مهال د تورې بورې په غرونو کې ژوند کوي.

د سارا اډمز په خبره، د القاعده شبکې یو لوړپوړی غړی عبدالعزیز المصري په پکتیا کې دی چې د دې شبکې د کيمياوي، بیولوژيکي، راديولوژيکي او اټومي وسلو د جوړولو پلانونه اداره کوي او سلیمان الزواي د خپل ورور سره یو ځای په افغانستان کې د القاعدې او داعش لپاره د استخدام او روزنې چارې مخ ته وړي.

د سي ای اې پخوانۍ مامورې زياته کړه، چې د القاعدې لوړپوړي غړي عادل رادي، مصطفی عادل، ابو الاخلاص المصري، اسلم کشمیري، عبدالرحمان المغربي او یزید صفات په دغه هېواد کې ژوند کوي.

هغې دا ادعا هم وکړه، چې د جماعت انصارالله تاجکستان ډلې قوماندان مهدي ارسلان اوس مهال په بدخشان ولایت کې فعالیت کوي.

سارا اډمز ویلي، حمزه الدرنوي چې د ۲۰۱۲ کال د بنغازي (لیبیا) د برید عامل و، اوس په کندهار کې دی او د کندهار د طالبانو د والي ملا شیرین تر ساتنې لاندې دی.

د هغې په خبره، د داعش یو لوړپوړی غړی اکرام افريدي په ننګرهار کې فعاليت لري او د دې ډلې پخوانی مشر اسلم فاروقي لا هم ژوندی دی، چې د افغانستان او پاکستان تر قبايلي سيمو تګ راتګ کوي.

له دې وړاندې د روسيې امنيتي چارواکو هم په افغانستان کې د شاوخوا ۲۰ ترهګرو ډلو د شتون خبر ورکړی و او اندېښنه یې څرګنده کړې وه.

د روسيې د دفاع وزير اندري بلوسوفمخکې د ګډ امنيت تړون سازمان د دفاع وزيرانو په ناسته کې خبرداری ورکړی و، چې د ګاونډيو هېوادونو او سيمو ته د سخت دريځو ډلو د ننوتلو احتمال شته.

د هغه په ​​وینا، له ۲۰څخه ډېرې سخت دریځې ډلې چې له ۱۵ زره څخه ډېر جنګيالي لري په افغانستان کې موجود دي.

په ورته وخت کې د روسیې د امنیت شورا مرستیال سکرتر یوري کوکوف په دې وروستیو کې خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې د داعش «مخ په زیاتیدونکي» نفوذ د منځنۍ اسیا او حتی د روسیې خاورې ثبات ته جدي ګواښ دی.

طالبانو بیا په وار-وار ټینګار کړی، چې ترهګرې ډلې په ځانګړې توګه داعش په افغانستان کې ځپل شوي او د هیواد خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.

کندهار کې یو ځوان د وزګارۍ او ستونزو له امله فېسبوک کې تر خدای پامانۍ وروسته ځان وژنه کړې

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۰۸ GMT+۱

د فدا محمد اڅکزي په نوم یوه کندهاري ځوان د وزګارۍ او کورنۍ ستونزو له امله په فېسبوک کې تر خدای پامانۍ وروسته ځان وژنه وکړه. نوموړي له ځان وژنې څو شېبې وړاندې پر خپلې فېسبوک پاڼې یو وروستی پیغام خپور کړ: «بخښه به سره کوو، د الله په امان.»

د دغه پیغام له خپرېدو وروسته د هغه د ځان وژنې خبر خپور شو.

نوموړي تر ځان وژنې څو شېبې وړاندې خپل وروستی انځور هم د یادګار په توګه شریک کړی دی او لیکلي یې دي: «اخري تصویر»

دې پوسټ ډېر ژر د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پام ځان ته راواړولو، خو د څو شېبو په تېرېدو سره د فدامحمد د ځان وژنې په اړه خبرونه خپاره شول.

د فدا محمد وروستي پوسټ ته د ټولنیزو رسنیو کاروونکو بېلابېل غبرګونونه ښودلي او داسې ښکاري، چې نوموړي د اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې ده.

د ټولنیزو رسنیو کارکوونکو د فدامحمد اڅکزي د ځان وژنې پړه پر طالبانو اچولې، د دوی په خبره حکومت د بېغورۍ له امله ځوانان ځان وژنه کوي.

د فدامحمد کورنۍ او خپلوانو یې تر اوسه د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

طالبان وایي د تېرې میاشتې په پرتله صادراتو کې ۱۷ سلنه زیاتوالی راغلی

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۵۸ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د احصايي او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې له افغانستان څخه بهر هېوادونو ته د ۱۰۲،۷ مېلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي او د یو میلیارد او ۲۴۴ میلیون ډالرو په ارزښت افغانستان ته واردات شوي دي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې یاد صادرات د غویي په میاشت کې له افغانستان څخه پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته ترسره شوي دي.

د طالبانو له لورې د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په غويي میاشت کې له افغانستان نه د صادراتو کچه ۱۷ سلنه زیاته شوي.

د احصايي او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې په وري میاشت کې بهر ته یوازې د ۸۵ مېلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي و.

طالبانو دا هم ویلي، چې په غويي میاشت کې د ایران، پاکستان او چین په ګډون افغانستان ته د یو میلیارډ او ۲۴۴ میلیون ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.

د دغه ادارې د ارزونې له مخې، د وري میاشت په پرتله په غويي میاشت کې افغانستان ته د وارداتو کچه ۴۰۱،۲ میلیونه ډالر زیاته شوې ده.

د احصايي او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې په غويي میاشت کې تر ټلو ډېر صادارات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي او تر ټولو ډیر واردات له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه وو.

طالبان: د امریکا د سوداګرۍ خونه د بانکي اړیکو د پراختیا لپاره کنفرانس جوړوي

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۰۷ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د مرکزي بانک مرستیال صدیق الله خالد د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د ګډې خونې له مشر جیفري ګریکو سره په لیدنه کې د بانکي اړیکو د پراخولو په اړه خبرې کړي. طالبانو د ګریکو په حواله د بانکي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د یوه کنفرانس خبر ورکړ.

ویل شوي چې دغه کنفرانس به د اګسټ په میاشت کې ترسره شي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د مرکزي بانک د خبرپاڼې له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې، د افغانستان بانکي سکتور په دوه اړخیزو بانکي اړیکو کې د پام وړ پرمختګ کړی او خلکو ته د مالي تمویالاتو د ورکړې په برخه کې د تېر کال په اندازه ۷۱ سلنه زیاته شوې ده.

د افغانستان د مرکزي بانک مرستیال دا ادعا هم وکړه چې یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې، بانکي سکتور کې د امانتونو کچه شاوخوا ۸ میلیارده افغانۍ زیاته شوې.

طالبانو د جیفري ګریکو په حواله وویل چې د افغانستان د مرکزي بانک څخه یو پلاوی هم د اګست میاشت کې کېدونکي کنفرانس ته بلل شوی دی.

مخکې له دې، د ۱۴۰۲ کال د وږي په میاشت کې د امریکا او افغانستان د سوداګرۍ خونې په کابل کې "د افغانستان د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو" تر سرلیک لاندې یو کنفرانس جوړ کړ.

جیفري ګریکو د وږي په پنځمه نېټه د طالبانو له خوا د افغانستان د کنټرول له ترلاسه کولو وروسته د لومړي ځل لپاره کابل ته سفر کړی او په کابل کې یې له ملا عبدالغني برادر او د خصوصي سکتور له یو شمېر استازو سره لیدلي.

طالبان وايي په تېر کال کې له کورنۍ بودیجې څخه یو زرو او ۲۴۳ بېلابېلې پروژې پلې شوي

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۲۶ GMT+۱

د طالبانو اقتصاد وزارت ویاند وايي، په تېر کال کې له کورنۍ بودیجې څخه یو زر او ۲۴۳ بېلابېلې پروژې پلې شوي دي. عبدالرحمان حبیب وايي چې په دې پروژو کې ۳۷۰ اساسي پروژې او ۸۳۷ فرعي پروژې شاملي دي او همدرنګه تېر کال کورني ناخلص تولید ۲ اعشاریه ۷ سلنه وده درلوده.

د طالبانو د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب د دې ډلې تر واک لاندې ملي تلویزیون ته ویلي، چې د بشري ملاتړ په موخه، په تېر کال کې له بهرنیو همکارو موسسو سره په ګډه د بشري مرستو او اقلیمي بدلون له اغېزو ځپلو خلکو سره شاوخوا ۶۳۱ پروژې پلي شوې دي.

نوموړی زیاتوي چې تېر کال کورنیو موسسو او بنسټونو یو زرو ۱۷ پروژې عملي کړې دي.

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وايي چې دا ډول پروژې د اقتصاد او کرنې برخې ته زیات ګټورې دي او دا باید ادامه پیدا کړي.

د یادونې وړ ده، که څه هم طالبان ادعا کوي چې زرګونو کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې خو په دې وروستیو کې د افغانانو نیوکې دا دي، چې اقلیمي بدلونونو او د کار نشتوالي یې ژوند سخت کړی دی.