له ایران نه د افغانانو جبري ایستل؛ ملګري ملتونه په افغانستان کې بېثباتۍ ته اندېښمن دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ وايي چې له ایران نه په سختو شرایطو کې هېواد ته د راستنېدونکو افغانانو شمېر لوړ شوی دی. نوموړي سازمان خبرداری ورکړی چې د افغانانو ډلهییز ستنېدل کولای شي د افغانستان نازک وضعیت نور هم بېثباته کړي.





