• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند فلمي ستورې شیفالي جړیوالا د زړه د حملې له امله مړه شوه

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۵۹ GMT+۱

د هندي فلمي نړۍ پېژندل شوې څېره، مشهوره نڅاګره او د "کانټا لګا" سندرې ویډیو ستورې شیفالي جړیوالا تېره شپه د زړه له ناڅاپي حملې وروسته د ۴۲ کلنۍ په عمر مړه شوه.

د کورنۍ د نږدې سرچینو او امنیتي ادارو د معلوماتو له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې په شیفالي ناڅاپه د زړه حمله راغله، خو تر روغتون رسېدو مخکې یې ساه ورکړه. د هغې ناڅاپي مړینې نه یوازې د فلمي نړۍ خلک، بلکې زرګونه مینوال هم ژور خفګان کې واچول.

په وروستیو شپو ورځو کې د ژوند نښې

د شیفالي د استوګنې د ټولنې یو امنیتي ګارډ چې د پېښې پر مهال په دنده و، رسنیو ته ویلي دي: «د پېښې له شپې وړاندې ماښام شیفالي او مېړه‌یې پیراغ تیاګي د خپل سپي سره چکر ته راوتلي وو. خو د شنبې شپه شاوخوا لس نیمې بجې، هغوی په بېړه روغتون ته ولاړل، ما خپله ورته دروازه خلاصه کړه.»

نوموړی ګارډ زیاتوي، کله چې شیفالي روغتون ته یوړل شوه، سمدلاسه پولیس د پېښې ځای ته ورسېدل او هماغه شپه یې د کور تر څنګ دوه تخنیکي موټرې ځای پر ځای کړې.

یوه بل کس چې ویل کېږي د شیفالي نږدې ملګری و، سوسایټي ته په موټرسايکل راغی او نورو ته یې خبر ورکړ: «شیفالي اوس ژوندۍ نه ده.»

دې خبر ډېر خلک حیران کړل، ځکه چې هغوی شیفالي یوازې یوه ورځ مخکې هم لیدلې وه.

پخوانۍ ناروغي او روغتیایي ستونزې

شیفالي په یوې مرکه کې ویلي و، چې د ۱۵ کلنۍ په عمر یې د ذهني فشار له امله د ایپیلېپسي (ایپیلېپسي (Epilepsy) یوه د مغز د فعالیت اختلال دی، چې پکې د مغز حجرې ناڅاپي او بې‌نظمه برېښنايي فعالیتونه کوي، چې له امله یې انسان ته دوه یا ډېر ځلې د تشنج یا مرګ حملې راځي.) حمله تجربه کړې وه. له هغه راهیسې، دا یوه دوامداره روغتیایي ستونزه وه، خو هغې د خپل هنر او عزم له لارې له دې سره ژوند ته دوام ورکړی و.

له شهرته تر افسوسه – د شیفالي پېژندنه

شیفالي جړیوالا په ۲۰۰۲ کال کې د "کانټا لګا" سندرې ویډیو له لارې ډېر ژر مشهوره شوه.

د هغې ځانګړې نڅا او سټایل هغه له فلمي ستورې څخه د ریالېټي ټلوېزیوني ستورې مقام ته ورسوله.

هغه د هند د مشهورو شوګانو لکه "نچ بلیه" او "بګ باس ۱۳" ګډونواله هم پاتې شوې او تل‌ یې د ښځو د حقونو لپاره غږ پورته کړی و.

د فلمي نړۍ غبرګون

د هغې مړینه د فلمي صنعت لپاره یوه ستره ضایعه بلل شوې ده. ګڼ شمېر فلمي شخصیتونو، همکارانو او مینوالو د ټولنیزو شبکو له لارې د خواشینۍ څرګندونې کړي او د هغې د روح د ارامۍ دعاوې یې کړې دي.

شیفالي جړیوالا یوه داسې هنرمنده وه، چې نه یوازې یې نڅا، بلکې د خپل ژوند اراده او زړورتیا یې هم نورو ته الهام بخښلی وو. د شفالي مینه وال د هغې ناڅاپې مرګ د یو نسل د یادونو یوه برخه ګڼي، خو د هغې هنر او میراث به تل ژوندی وي.

ترویج لرونکی

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت
۱

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۲

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۳

سرچینې: د طالبانو استخباراتو د طلوع‌نیوز یو خبریال نیولی دی

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

کابل کې د ناپېژاندو الوتکو له الوتنې وروسته د درنو وسلو غږونه اورېدل شوي

•
•
•

نور کیسې

د هنر له لارې مبارزه؛ افغان مېرمنې د خاموش مقاومت په لیکو کې

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۲۰ GMT+۱

فرانسوي خبري اژانس «فرانس ۲۴» په راپور کې وایي، سره له دې چې په افغانستان کې د ښځو مدني، ټولنیز او تعلیمي فعالیتونه د طالبانو له دوامدارو محدودیتونو سره مخ دي، خو ځینې مېرمنې د هنر له لارې خپل غږ پورته کوي، او دغه هنر د هغوی لپاره د مقاومت، اظهار او هیلو وسیله ګرځېدلې.

له هغه راهیسې چې طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې یو ځل بیا په افغانستان واکمن شول، د ښځو او نجونو اساسي حقونه د دغه سخت دریځې ډلې لخوا د سختو محدودیتونو سره مخ شوي دي.

د زده کړو د ملاتړ نړیوالو ادارو د شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲.۲میلیونه نجونې له زده‌کړو بې‌برخې شوي او نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري. همداراز، ښځې په ډېرو دولتي او خصوصي برخو کې له کار کولو هم منع شوي دي.

د فرانس ۲۴ خبري اژانس په کابل کې د یوې افغانې نجلۍ سره خبرې کړي، هغې چې د رسامۍ پر سپين کاغذ یې د ښوونځي انځور جوړ کړی، وایي، « کله چې طالبان راغلل زمونږ ښوونځي یې راوتړل، ډیره خفه وم، ځکه چې هیلې مې له خاورو سره خاورې شوې، اوس غواړم چې انځورګري زده کړم او له دې لارې خپل ټپي شوی غږ تر نړیوالو ورسوم».

په راپور کې راغلي، دغه ښځې، چې ځینې یې پټې او ځینې یې ښکاره هنري فعالیتونه کوي، د لیک، انځورګرۍ، فوټوګرافي او نورو تخلیقي لارو هڅه کوي د خپل موجودیت، درد، او هیلو کیسې نړۍ ته ورسوي. یو شمېر یې ان د کورونو دننه سټوډیوګانې جوړې کړي، له نړیوالو هنرمندانو سره مجازي همکارۍ کوي، او خپل اثار د ټولنیزو رسنیو له لارې خپروي.

یوه بله افغانه مېرمن « یلدا » چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سختو تګلارو له امله ترې لوړې زده کړې پاتې شوي وایي، «هنر نه یوازې د بیان وسیله ده، بلکې د بقا، پېوستون، او هیلو یوه لاره هم ده».

سره له دې چې سانسور، امنیتي ګواښونه او ټولنیز بندیزونه زیات شوي، دغو مېرمنو ژمنه کړې چې خپل هنري کار ته دوام ورکوي او د هنر په ژبه به د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي.

په داسې یو چاپېریال کې چې د خاموشۍ او حذف سیاست حاکم دی، افغان ښځې هنر ته د مقاومت د یوه عمل په سترګه ګوري، یو داسې عمل چې نه یوازې د دوی هویت ژوندی ساتي، بلکې د زرګونو نورو خاموشو غږونو نمایندګي هم کوي.

طالبان په ننګرهار کې تاریخي ډبرلیک ترمیموي، خو د بامیانو یاد لا هم تازه دی

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۰۷ GMT+۱

د طالبانو د حکومت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې په ننګرهار کې به د ۱۷۱ کلن تاریخي ډبرلیک ترمیم وکړي او نړیوالو ته به یې معرفي کړي، خو پر دغه ډله انتقاد کوونکي د طالبانو پخوانی چلند د افغانستان له فرهنګي میراث سره د باور وړ نه ګڼي.

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د پنجشنبه په ورځ (د چنګاښ ۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په خوږياڼو ولسوالۍ کې د وزیرو تنګي کې دغه ۱۷۱ کلن تاريخي ډبرلیک د امیر حبیب الله خان له دورې پاتې یادګار دی.

د طالبانو د دغه ادارې رییس ذبیح الله نوراني زياتوي: «دا ډبرلیک د افغانستان ګډ فرهنګي میراث دی او ژر به یې ترمیم، رسمي ثبت او نړیوالو ادارو ته معرفي کړي.»

دغه سیمه له جلال اباد څخه شاوخوا ۵۰ کیلومتره ليرې ده او د طالبانو په خبره ګڼ سېلانیان یې لیدو ته ورځي.

د تېرو جنګونو پر مهال د افغانستان ډېری تاريخي اثار او سيمې زيانمنې شوي او ان ډېری یې د ورکېدو په حال کې دي.

د جنګونو پر مهال ډېر وخت پر طالبانو نیوکه کېده، چې په قصدي ډول تاريخي سيمې او اثار زیانمنوي او بریدونه پر کوي.

طالبانو که څه هم اوس د تاریخي اثارو د ترمیم او نندارې ادعاوې کوي، خو د دې ډلې سابقه د نړیوالو فرهنګي ارزښتونو په وړاندې له تاوتریخوالي ډکه ده.

په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د طالبانو له خوا د بامیانو د بودا دوه تاریخي مجسمې له‌منځه وړل، چې د نړۍ له مهمو فرهنګي میراثونو شمېرل کېدې، د نړیوالو له سختو غبرګونونو سره مخ شوې. د یونسکو په ګډون ګڼو نړیوالو بنسټونو دا چاره د «فرهنګي نسل‌کُشي» بېلګه وبلله.

تر دې ورهاخوا، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د تاریخي اثارو پراخ قاچاق، غلا، تخریب او پاملرنې نشتوالی مستند شوی. د افغانستان د پخوانیو حکومتونو د فرهنګي چارو کارپوهانو پر طالبانو تور لګولی چې له جګړو، واکمنۍ او له دولتونو سره د اړیکو په جریان کې یې تاریخي سیمې یا ویجاړې کړي، یا پرې سترګې پټې کړې.

د نړۍوال سکون ورځ؛ د نړۍ بې سکونه چاپېریال او روانه درنه جګړه

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۸ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۱۷ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب

هر کال د جون ۱۸مه په یو غیر رسمي او طنزي نوم د نړۍوالې وېرې ورځ "International Panic Day" نمانځل کیږي، چې موخه یې د وېرې هېرول او خلک دې هڅول دي چې له اضطراب سره مقابله وکړي، هېر یې کړي او خپل ټول دردونه عادي وګڼي. دا ورځ د سکون د ورځ په نوم هم یادیږي؛ ایا نړۍ د سکون ساه اخلي؟

د دې ورځې موخه دا ده چې خلکو ته وریاد کړي، که وېرې لرئ، اضطراب مو ډېر شوی، یا د ذهني فشار لاندې یاست، نو تم شئ، ژوره ساه واخلئ، ځان ته وخت ورکړئ او دا ومنئ چې اضطراب یوه طبیعي انساني تجربه ده. دا ورځ باید د سکون د پیدا کولو فرصت واوسي؛ یوه ورځ چې انسان په کې ځان ته رجوع کوي او له وېرې سره د مقابلې لارې لټوي.

خو د ۲۰۲۵ کال د جون ۱۸مه، د نړۍ د امنیت او ثبات له پلوه، تر بل هر وخت ډېره د وېرې ورځ ښکاري. دا ورځ د ارامتیا پر ځای، د بشري اضطراب او ګډوډۍ یو خشن تصویر وړاندې کوي، چې میلیونونه انسانان د مرګ او ژوند تر منځ په یو نازک تار ژوند کوي.

له ایرانه نیولې تر اسراییل او منځني ختیځ، له روسیې نیولې تر اوکراین او ان تر کشمیر او افغانستان د یو مشترک اضطراب لومې غځېدلي دي.

۱. د ایران او اسراییل ترمنځ جګړه – د منځني ختیځ د امنیت خرابېدل

په وروستیو میاشتو کې د ایران او اسراییل ترمنځ تاوتریخوالی د مخامخ جنګ بڼه غوره کړې ده، له دواړو خواوو نېږدې ۳۰۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

اسراییل پر ایران برید وکړ او د جېټ الوتکو او یو لویو توغندیو په وسیله یې د ایران یو شمېر ښارونه بمبار کړل، چې لا هم دا جګړه روانه ده.

بل خوا ایران پر اسراییلي اهدافو د بالستیک توغندیو بریدونه کړي، د هایپرسونیک توغندي یې استفاده کړي دي او د اسراییل بېلابېلې سیمې یې ویشتې دي.

دا جنګ یوازې د دوو هېوادونو ترمنځ نه دی، بلکې د ټول منځني ختیځ ثبات یې له خطر سره مخ کړی.

په ورته وخت کې امریکا هم په غیرمستقیم ډول په دغه جګړه کې دخیله ده او روسیې هم په وار - وار پر ایران د اسراییل برید غندلی دی.

د روانې جګړې له امله نېږدې ۸۵ میلیونه ایرانیان، ۹ میلیونه اسراییلیان، په لبنا، سوریه، عراق او غزه کې لږ تر لږه ۷۰ میلیونه انسانان له وېرې او ډار سره ژوند کوي.

سلګونه زره انسانان جبري بې ځایه شوي، میلیونونه نور د ژوند لومړنیو اړتیاو ته لاسرسی نه لري، په ګڼو سیمو انټرنیټ، برېښنا او نور خدمات تړل شوي.

100%

۲. روسیه او اوکراین – دوامداره جګړه، له ۵۰۰,۰۰۰ زیات قربانیان

د ۲۰۲۲ کال د فېبرورۍ راهیسې د روسیې او اوکراین تر منځ جګړه روانه ده. دغې جګړې یوازې د دواړو هېوادونو خلک نه، بلکې ټوله اروپا، نړۍوال اقتصاد او د نړۍ سیاستونه اغېزمن کړي دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د جګړې له پیل راهیسې نږدې ۱۴ میلیونه اوکراینیان بې‌ځایه شوي دي. تر ۵۰۰,۰۰۰ ډېر کسان (عسکر او ولسي خلک) وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

دا مهال په اوکراین کې نېږدې ۳۷ میلیونه خلک د جګړې له امله په ویره او اضطراب کې ژوند کوي، چې په ځینو سیمو کې یو شمېر اوکراینیان د ژوندانه لومړنیو اسانتیاو ته اړتیا لري.

همداراز په روسیه کې ۱۴۰ میلیونه انسانان د روانې جګړې له امله په یو نه یو ډول اغېزمن شوي دي. ګڼ یې اجباري عسکرۍ ته اړ شوي، بندیزونه پرې لګېدلي او ځینې یې له داخلي فشار سره مخ شوي دي.

100%

۳. غزه، لبنان او سوریه – د فلسطینیانو انساني ناورین

د غزې محاصره او پر فلسطینیانو بریدونه له ۲۰۲۳ کال راهیسې پراخ شوي دي. د اسراییلي بمبارۍ له امله، غزه نږدې د ژوند له امکان څخه وتلې سیمه ده.

د ۲۰۲۳ د اکټوبر له جګړې راپه دېخوا نږدې ۵۵,۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي چې نیمایي یې ښځې او ماشومان دي .

همدا راز له ۲ میلیونه زیات وګړي د اوبو، برېښنا، خوړواو درملو له کمي سره مخ دي.

ورته حال په لبنان او د سوریې په ځینو سیمو کې هم دی چې خلک لومړنیو بشري مرستو ته شدیده اړتیا لري.

دا مهال په غزه کې ۲.۳ میلیونه وګړي له سختې وېرې سره ژوند کوي. د لبنان په جنوبي سرحدي سیمو کې نېږدې ۴ میلیونه وګړي او په سوریه کې ۱۸ میلیونه وګړي له سخت کړاو څخه تېریږي.

100%

۴. هند او پاکستان – پوله تل د جګړې له سیوري لاندې

هند او پاکستان چې دواړه اټومي وسلې لري، په کشمیر، سیرکریک او نورو برخو کې وخت په وخت پر یو بل د مداخلې تورونه لګوي. د دواړو هېوادونو تر منځ پوله "LoC" یا د کنټرول کرښه، یوه ناارامه سیمه ده چې هلته د جګړې نغارې هر وخت اورېدل کېږي.

د دواړو خواوو څخه نېږدې ۲۰۰ ملکیان او نظامیان وژل او ټپیان شوي دي.

دا مهال د کشمیر دواړو خواوو شا او خوا ۲۰ میلیونه وګړي له وېرې او اضطراب سره ژوند کوي چې له اقتصادي اړخه کمزوري او بشري مرستو ته اړتیا لري.

همدا راز د پاکستان او هند پر پوله په پرتو صوبو کې نېږدې ۴۰ میلیونه نور خلک له تاوتریخوالي سره یو ځای ژوند کوي.

۵. نړۍ واله ویره، رواني فشار او بې‌ثباتي

د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، د اقلیم بدلون، ټولنیز ناورینونه، بې‌کاري، مهاجرت او د خوراکي توکو کموالی د نړۍ نږدې ۱ میلیارد وګړي له ذهني، فزیکي او اقتصادي فشار سره مخ کړي.

له افغانستان، سوډان، یمن، کانګو، ایتوپیا، میانمار او نورو ناورین‌ځپلو سیمو هم باید سترګې پټې نه کړو.

دا سیمې هم له سخت بشري کړکېچ، داخلي ګډوډۍ، دېکتاتورۍ او مرګ ژوبلو شاهده ده.

پر نړۍ اقتصادي اغېزې:

  • له ۲۰۲۱ کال را په دېخوا په نړۍ کې د انرژۍ بازارونه بې ثباته شوي، په بیو کې لوړوالی راغلی، د یو شمېر سوداګریزو وچو او بهري لارو امنیت خراب شوی چې له امله یې د نړۍ د انرژۍ بازار له بې ثباتۍ سره مخ کړی دی.
  • د سوداګرۍ او پانګوونې نږدې تعطیلات هم د امریکا او اروپا بازارونو کې هم احساس شوي چې یو لوی لامل یې د امریکا په اقتصادي پالیسۍ کې بدلون په ګوته شوی دی.

رواني اغېزې:

راپورونه ښيي چې اضطراب، ذهني فشار او رواني بې ثباتي د بشر په زیاتو برخو کې خپره شوې، چې رامنځته شوی رواني چاپېریال د شلمې پېړۍ له اواخرو سره جوت توپیر لري.

د نړۍوال اقتصادي فورم د راپور پر بنسټ په نړۍ کې شا او خوا ۵۷ سلینه خلک په جنګ کې د نه ښکېلو سیمو کې د اوسېدو سربېره له جګړې او د جګړې له پایلو وېره او اضطراب تجربه کوي.

د سکون ساه که پر نړۍ د ډار خپور شوی څادر؟

په داسې یوه ورځ چې نړۍ باید ژوره ساه واخلي، ارامه شي، انسانان یې خپل ځان ته وخت ورکړي او د خپل ټول کال یوه ورځ سکون احساس کړي، خلک د بمونو، توغندیو، وېرې، بې‌وسۍ، بې‌کورۍ او مرګ له وېرې د بې وسۍ ساندې کوي.

د نړۍوال سکون ورځ موږ ته دا رایادوي چې سوله او سکون یوه تفریح نه، بلکې د انسان لومړنی حق دی.

رواني ارامتیا له جګړو، فقر او وېرې سره نه، بلکې له عدالت، انصاف او بشري درناوي سره راځي، چې له بده مرغه په نړۍ کې له منځه تللی.

د نړۍ رهبران باید دا درک کړي چې هره جګړه د میلیونونو انسانانو ارامتیا له منځه وړي؛ نو پس نن د سکون ورځ نه ده؛ بلکې د بشري وجدان د بېدارۍ ورځ ده.

طالبان: تېر کال د افغانستان ملي موزیم ته له ۶،۷۰۰ ډېر نوي تاریخي توکي ور زیات شوي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۴۶ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وايي، تېر کال ۶۷۵۲ لرغوني اثار چې د برونزو له دورې تر اسلامي پېر پورې تړاو لري، له بېلابېلو سیمو راټول او د هېواد ملي موزیم ته سپارل شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان دولتي راډیو تلویزیون د ملي موزیم د مرستیال یحیی محب‌زاده له قوله راپور ورکړی چې دغه اثار د افغانستان د تاریخ له بېلابېلو دورو لکه د کوشاني سلطنت، یوناني، بودایي، هخامنشي، هلنیستي او اسلامي پېرونو سره تړاو لري.

طالب چارواکي وایي، دا نوي موندل شوي اثار به نه یوازې د افغانستان فرهنګي خزانه نوره هم بډایه کړي، بلکې د ملي هویت د خوندي ساتلو او تاریخي ارزښتونو د معرفي کولو په برخه کې به مهم رول ولوبوي.

د افغانستان ملي موزیم اوس مهال له ۶۰ زرو څخه ډېر تاریخي اثار لري، چې د هېواد د لرغوني او پراخ تمدن ښکارندویي کوي.

طالبانو په خپله تېره دوره کې د بامیان د مجسمو په ګډون ګڼ تاریخي اثاره او مجسمې له منځه یووړې، چې په ملي او نړیواله کچه وغندل شول.

په ملي ټلوېزیون کې د موسیقۍ او اختریزو پروګرامونو ځای د طالبانو ویناوو او ترانو نیولی

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۸ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۲۲ GMT+۱

په تېر جمهوري حکومت کې چې ملي ټلوېزیون د افغانانو د خوښۍ، ملي یووالي او کلتوري بډایتوب یو روښانه انعکاس و، نن دا بنسټ یوازې د طالباني ویناوو او رسمي غونډو پرده ګرځېدلې ده.

د جمهوري حکومت په وخت کې ملي ټلوېزیون د موسیقۍ، هنر، ښځو، شاعرانو او د قومونو د یووالي ځانګړو پروګرامونو کوربه و، په ځانګړې توګه د اخترونو په ورځو کې یې ځانګړي او په زړه پورې خپرونې افغانانو ته د یووالي او خوښۍ احساس ورکولو. دغه پروګرامونه نه یوازې د کلتوري تنوع بډایه انځور وړاندې کاوه، بلکې د ټولو قومونو او ټولنیزو ډلو د درناوي څرګندونه یې هم کوله.

خو له هغه راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، د ملي ټلوېزیون پر پردې بدلون راغلی او اوس خپرونې تر ډېره د طالباني ویناوو، رسمي غونډو او اعلامیو پورې محدودې دي.

د موسیقۍ غږ، د ښځو حضور، هنري فعالیتونه او د عامو خلکو ژوند ته د دې رسنۍ پام خورا کم شوی، چې دا حالت د ملي یووالي او کلتوري تنوع پر وړاندې لوی خنډ ګرځېدلی دی.

کورنۍ او رسنيز شنونکي د دې بدلون په اړه اندېښنې څرګندوي.

هغوی وايي، چې د ملي ټلوېزیون اوسني پروګرامونه د خلکو د مختلفو کلتوري او ټولنیزو اړتیاوو انعکاس نه کوي او زیاتره د طالبانو رسمي پیغامونه خپروي، چې د خلکو په ذهنونو کې د بېلابېلو ټولنیزو او قومي ګروپونو ترمنځ واټن زیاتوي.

د ځوانانو او کلتوري فعالانو په وینا، ملي ټلوېزیون چې مخکې یې د موسیقۍ او هنر په برخه کې د خلکو زړونه ګټل، اوس د دې برخې په بشپړ ډول نه شتون ځوان نسل اړ کړی چې د نورو رسنیو او انلاین چینلونو لور ته توجه وکړي.

طالبان د خپلې ډلې ځانګړی فکر او لید لوری لري، چې د دوی رسمي اعلامیې او خپرونې ورڅخه سرچینه اخلي.

دغه خپرونې تر ډېره د دغه ډلې رسمي دریځونه وړاندې کوي او د ټولنې پراخ فرهنګي او ملي تنوع په انعکاس کې محدود پاتې کېږي، په ځانګړې توګه د ځوان نسل په روزنه کې د هنر، کلتور او ملي یووالي برخې ته پاملرنه کمه شوې، چې دا موضوع د ټولنیز یووالي لپاره ننګونې رامنځته کوي.