• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: تېر کال د افغانستان ملي موزیم ته له ۶،۷۰۰ ډېر نوي تاریخي توکي ور زیات شوي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۴۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۴۲ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وايي، تېر کال ۶۷۵۲ لرغوني اثار چې د برونزو له دورې تر اسلامي پېر پورې تړاو لري، له بېلابېلو سیمو راټول او د هېواد ملي موزیم ته سپارل شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان دولتي راډیو تلویزیون د ملي موزیم د مرستیال یحیی محب‌زاده له قوله راپور ورکړی چې دغه اثار د افغانستان د تاریخ له بېلابېلو دورو لکه د کوشاني سلطنت، یوناني، بودایي، هخامنشي، هلنیستي او اسلامي پېرونو سره تړاو لري.

طالب چارواکي وایي، دا نوي موندل شوي اثار به نه یوازې د افغانستان فرهنګي خزانه نوره هم بډایه کړي، بلکې د ملي هویت د خوندي ساتلو او تاریخي ارزښتونو د معرفي کولو په برخه کې به مهم رول ولوبوي.

د افغانستان ملي موزیم اوس مهال له ۶۰ زرو څخه ډېر تاریخي اثار لري، چې د هېواد د لرغوني او پراخ تمدن ښکارندویي کوي.

طالبانو په خپله تېره دوره کې د بامیان د مجسمو په ګډون ګڼ تاریخي اثاره او مجسمې له منځه یووړې، چې په ملي او نړیواله کچه وغندل شول.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

په اوکراین کې نیول شوی طالب قوماندان به د امریکا د یوې ښځینه قاضۍ له خوا محاکمه شي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۴۶ GMT+۱
•
پویا هاشمي

یو طالب قوماندان چې شاوخوا پنځه کاله وړاندې په اوکراین کې ونیول شو او اوس مهال د امریکا په نیویارک ښار کې د یوې ښځینه قاضۍ له خوا محاکمه کېږي، په نېږدې وخت کې به یې د سزا پرېکړه وشي.

حاجي نجیب‌الله چې له شاوخوا پنځو کلونو راهیسې د نیویارک په یوه زندان کې بندي دی، د برمته کولو او ترهګرۍ د مالي ملاتړ په تور تورن دی. هغه تازه په خپل اصلي تور اعتراف کړی دی.

دغه پخوانی طالب قوماندان د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر میاشت کې په نیویارک کې د درېیو امریکايي سرتېرو د وژنې تورونه رد کړل او ځان یې بې‌ګناه وباله. هغه په تېرو کلونو کې تل د محکمې پر وړاندې مقاومت کړی او پر ځان یې لګېدلي تورونه رد کړي وو؛ خو اوس چې یې اعتراف کړی، ښایي په عمري بند محکوم شي.

100%

د حاجي نجیب محاکمه په امریکا کې څو اونۍ وروسته له هغه پیل شوه چې طالبان بېرته واک ته ورستانه شول.

حاجي نجیب یو کال تر دې مخکې چې طالبان واک ته ورسېږي، د لوېدیځې اروپا د پناه غوښتنې په هیله اوکراین ته تللی و.

د نیویارک فېدرالي محکمې ویلي چې د هغه د سزا پرېکړې غونډه د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر ۲۳مې لپاره پلان شوې ده.

حاجي نجیب‌الله څوک دی؟

حاجي نجیب د طالبانو له هغو قوماندانانو څخه دی چې له ۲۰۰۷ کال راهیسې یې د زابل، غزني، میدان وردګو، لوګر او پکتیا په ولایتونو کې د افغان دولت او ناټو ځواکونو پر ضد جګړه کړې ده. هغه د "النصر" په نوم د یوې جګړه‌ییزې ډلې مشري پر غاړه لرله.

د زابل یو طالب چارواکي، چې نه‌غواړي نوم یې واخیستل شي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې حاجي نجیب د زابل ولایت اوسېدونکی دی او د کورنۍ یو غړی یې د طالبانو د غزني ښاروالۍ کارکوونکی دی.

په هغه دوسیه کې چې د نیویارک په محکمه کې د هغه پر ضد یې ثبت شوې، نوموړی د طالبانو لوړپوړی قوماندان بلل شوی چې تر زرو د ډېرو جنګیاليو یې مشري کړې ده.

د حاجي نجیب وکیل ویلي، نوموړی د بروکلین په زندان کې د لمر له رڼا بې‌برخې دی.

100%

په لومړني دعوه کې، چې د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر کې وړاندې شوی و، راغلي چې د حاجي نجیب‌الله تر قوماندې لاندې کسانو د ۲۰۰۸ کال کې د امریکا پر یوه نظامي کاروان برید وکړ، چې په نتیجه کې یې درې امریکايي افسران ـ متیو هیلتن، جوزف مک‌کي او مارک پالمیتیر ـ او یو افغان ژباړن ووژل شول. د ژباړن نوم نه‌دی اعلان شوی.

هغه په دغه محاکمه کې تورونه رد کړي وو او ادعا یې کړې وه چې د ده د نیولو تر شا نور اهداف هم شته.

اوس، د جرم د منلو له سند سره سم چې نوموړي لاسلیک کړی، منلې یې ده چې د طالبانو د یوه قوماندان په توګه یې د میدان وردګو په ولایت کې فعالیت درلود او په افغانستان او پاکستان کې یې ترهګرو ته مالي ملاتړ برابر کړی دی.

د نیویارک د محکمې اسناد ښيي چې د نوموړي نوم د بدرالدین حقاني ـ د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني ورور ـ تر څنګ درج شوی دی.

۴۸ کلن حاجي نجیب‌الله په دوو جنايي قضیو او له ترهګریزو ډلو سره د همکارۍ په تور د امریکا متحده ایالاتو له خوا تورن دی.

لومړۍ قضیه یې د ۲۰۱۴ کال پورې اړه لري. هغه تورن دی چې د نیویارک ټایمز پخوانی خبریال دیوېډ رود او دوه محلي همکاران یې په ۲۰۰۸ کال کې په لوګر کې برمته کړي او شمالي وزیرستان کې یې د حقاني شبکې ته سپارلي دي.

د نیویارک د محکمې د څارنوالۍ په دعوه کې، چې افغانستان انټرنشنل ته سپارل شوې، راغلي چې حاجي نجیب‌الله او همکاران یې د امریکايي وګړو د وژنې په هڅې، تښتونې او له ترهګریزو ډلو سره د همکارۍ په تور تورن دي.

100%

نیول په اوکراین، محاکمه په نیویارک کې

حاجي نجیب‌الله د ۲۰۲۰ کال په اکټوبر کې په اوکراین کې ونیول شو او څو ورځې وروسته امریکا ته ولېږدول شو. هغه د ۲۰۲۱ کال په اکټوبر کې د خپلې لومړۍ د محاکمې په غونډه کې د طالبانو غړیتوب رد کړ او ځان یې د دوبۍ یو سوداګر معرفي کړ.

د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي چې حاجي نجیب‌الله د اوکراین وېزه په ۲۰۲۰ کال کې کابل کې ترلاسه کړې او له اسلام‌اباده اوکراین ته تللی و.

د افغانستان انټرنشنل سرچینو له مخې، نوموړي غوښتل چې له اوکراین څخه لویدیځو اروپایي هېوادونو ته کډوال شي؛ خو د اوکراین پولیسو هغه او ملګري یې د ژیتومیر په ښار کې ونیول.

د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان د چارو یوې ادارې یوه سرچینه، چې نه‌غواړي نوم یې افشا شي، وايي چې حاجي نجیب‌الله، چې د "قوماندان لښکري" په مستعار نوم هم پېژندل کېږي، د هغو ۱۰۲ طالب زندانیانو په فهرست کې شامل دی چې په بهرنیو هېوادونو کې بندیان دي.

افغانستان انټرنشنل هڅه وکړه چې له دیوید رود او د هغه له افغان همکار طاهر لودین سره اړیکه ونیسي ترڅو د حاجي نجیب‌الله په اړه وپوښتي، خو له دوی څخه هیڅ غبرګون تر لاسه نه‌شو.

ډېویډ رود، چې پخوا د نیویارک ټایمز خبریال و، د حاجي نجیب‌الله د اعتراف د غونډې ګډونوال و او له غونډې وروسته یې په خپله اعلامیه کې د نوموړي د اعتراف له امله خوښي څرګنده کړه.

وکیل: نجیب‌الله یو جنګي اسیر دی

اندرو دالاک، چې د دې طالب قوماندان مدافع وکیل دی، هڅه کوي چې خپل موکل د عمر بند له سزا وژغوري.
هغه استدلال کوي چې پر نجیب‌الله لګول شوي تورونه د امریکا بهر پېښ شوي او د امریکا محکمو ته د هغوی د څېړلو صلاحیت نشته.

د هغه د مدافع وکیلانو یوه غړي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، دا تورونه باید د عادي جنایي جرمونو په توګه ونه ارزول شي، بلکې د وسله‌والو شخړو په چوکاټ کې او په یوه نظامي محکمه کې وڅېړل شي.

یو بل تور چې پر حاجي نجیب‌الله لګېدلی، دا دی چې د امریکايي پوځیانو پر کاروان یې برید کړی او هغوی یې وژلي دي.

د دعوې له مخې، د ۱۳۸۷ کال د سرطان په ۶مه، د نجیب‌الله تر قوماندې لاندې طالبانو د میدان وردګو ولایت د سیداباد کې د امریکایي پوځیانو پر یوه کاروان برید کړی، چې په ترڅ کې یې درې امریکايي پوځیان او یو ژباړن وژل شوي دي.

د وکیلانو استدلال دا هم دی چې نجیب‌الله باید د جنګي اسیر په توګه د جینوا د کنوانسیونونو لاندې مصونیت ولري.

هغوی دا ادعا هم کړې چې د ۲۰۰۸ کال د پېښې پر مهال، طالبان ځان د افغانستان مشروع حکومت باله او له امریکا سره په یوه نړۍواله وسله‌واله شخړه کې ښکېل وو.

ښځینه قاضۍ

د حاجي نجیب‌الله دوسیه د نیویارک د فېدرالي محکمې له خوا څېړل کېږي او دا محکمه یوه ښځه قاضۍ کترین فیلا پر مخ وړي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان له ښځو سره هیڅ رسمي مقام، په ځانګړې توګه د قضا مقام نه مني.

100%

قاضي فیلا د وکیلانو دا استدلال رد کړی چې ګواکې نجیب‌الله یو جنګي اسیر دی.
هغې حکم وکړ چې د افغانستان جګړه په هغه وخت کې یوه داخلي وسله‌واله شخړه وه او له همدې امله، نجیب‌الله د یوه غیر دولتي وسله‌وال ګروپ د غړي په توګه د جنګي اسیر یا جنګي مصوونیت مستحق نه دی.

قاضۍ فیلا ټینګار وکړ چې د جنګي اسیر مقام یوازې د نړۍوالو وسله‌والو شخړو پر مهال تطبیقېږي او داخلي شخړې پکې نه شاملېږي.

همداراز د نجیب‌الله مدافع وکیل وايي چې محکمه داسې کافي اسناد نه لري چې دا ثابته کړي چې دا پخوانی طالب قوماندان په مستقیم ډول د سرطان د ۶مې پېښه کې لاس لري.

ننګونې او بند

حاجي نجیب‌الله امریکا ته له رسیدو راهیسې د نیویارک د بروکلین په یوه زندان کې بندي دی.
وکیل یې وايي چې د نوموړي وضعیت د اندېښنې وړ دی، ځکه پرې زیات بندیزونه لګول شوي، لکه له کورنۍ سره د اړیکو محدودیت او روغتیایي خدماتو ته نه‌لاس‌رسی.

وکیل دا هم ویلي چې نجیب‌الله په تېرو پنځو کلونو کې لمر نه‌دی لیدلی او په انفرادي سلول کې ساتل کېږي.

د حاجي نجیب‌الله د محاکمې غونډه ټاکل شوې چې د روان کال د اکټوبر په ۲۳مه ترسره شي.

طالبان: په افغانستان کې د داعش د فعالیت په اړه د روسیې اندېښنې بې بنسټه دي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۱۰ GMT+۱

د طالبانو د ویاند مرستیال ویلي، چې په افغانستان کې د داعش د فعالت په اړه د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو مشر الکساندر بورتنیکوف اندېښنې بې اساسه دي او دا ډله په افغانستان کې فعالیت نه لري.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزون ته د دې ډلې د مرستیال ویاند حمدالله فطرت په غږیږ پیغام کې ویلي، چې په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په تړاو د روسیې د فدرالي امنیت د مشر په څېر اندېښې پر ځای نه دي او یاده ډله د داعش په مخنیوي کې بریالۍ ده.

فطرت ویلي:«د هغوی ټول فعالیتونه خنثی او له منځه وړل شوي. تېره ورځ د امنیتي ځواکونو له خوا د دغو شریرو ډلو یو پتنځای له منځه یووړل شو، چې دا په خپله جوتوي چې امنیتي ځواکونه د دې ورانکارو فعالیتونو په وړاندې ویښ او بیداره دي.»

تردې وړاندې هم طالبانو په ځلونو په افغانستان کې د داعش فعالیت او منظم حضور په اړه اندېښنې رد کړې دي.

د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو مشر الکساندر بورتنیکوف په مسکو کې د همګټو هېوادونو د ترهګرۍ ضد څانګو د مشرانو په ۱۸مه غونډه کې ویلي و، چې د اوکراین جګړې او د ایران موضوع په څېر مسالو په افغانستان کې د داعش او د هغې د څانګو فعالیت ګړندی کړی دی.

د کورنیو چارو وزیرانو ناسته؛ جرمني چارواکي افغانستان ته د مجرمو کسانو پر شړلو بحث کوي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۴۶ GMT+۱

په داسې حال کې، چې د جرمني د ایالتونو کورنیو چارو وزیران په یوه پسرلني کنفرانس کې را غونډیږي، د نیدرزاکسن ایالت د کورنیو چارو وزیرې دانیلا بیرنس افغانستان او سوریې ته د شړنو د نویو الوتنو د پیل کېدو غوښتنه کړې ده. افغانستان ته د شړلو بهیر له طالبانو سره تعامل ته اړتیا لري.

هغې ویلي، د جرمني ایالتي وزیران له مرکزي حکومت څخه تمه لري چې د سختو مجرمانو د شړلو لپاره ژر تر ژره نورې الوتنې تنظیم کړي.

د ټي انلاین د رپوټ له مخې، بیرنس ویلي: «ایالتي حکومتونه، له ګوندي توپیر پرته، ټول پر دې ټینګار لري چې باید د خطرناکو مجرمانو لپاره منظمې او ژر د شړنې الوتنې پیل شي، هم افغانستان ته او هم سوریې ته».

کابل ته وروستۍ ورته الوتنه د ۲۰۲۴ کال د اګست میاشتې په پای کې ترسره شوه، چې ۲۸ تنه مجرمان پکې شامل وو.

د جرمني د کورنیو چارو نوی وزیر الکساندر دوبرینت وايي: « دا باید یوازې یوځلي اقدام نه وي. موږ ته اړتیا ده چې دغه الوتنې منظمې شي».

افغانستان ته د شړلو بهیر یوه لانجمنه موضوع ده، ځکه دا د طالبانو له واکمنۍ سره مستقیم تعامل ته اړتیا لري، خو د جرمني حکومت په خپل ایتلافي تړون کې واضح کړې ده چې « موږ به افغانستان او سوریې ته د خطرناکو مجرمانو په ګډون کسان شړو».

په ورته وخت کې د جرمني د سیاسي حلقو یو شمېر غړي له طالبانو سره مستقیمه همکاري د بشري حقونو له نظره ستونزمنه ګڼي.

د موضوع حساسیت ته په کتو، تمه کېږي چې دا بحث به د جرمني د کورنیو چارو وزیرانو په غونډه کې مطرح شي.

د ازبکستان ولسمشر: د افغانستان د انزوا مخه باید ونیول شي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۴۴ GMT+۱

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د تاشکند د اقتصاد او پانګونې فورم کې د افغانستان پر ثبات او دوامداره پرمختګ ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د طالبانو له حکومت سره باید نړیوالې همکارۍ ته دوام ورکړل شي او د افغانستان د انزوا مخه ونیول شي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیاف د تاشکند نړیوالې پانګونې فورم غنډې پرمهال په خپله وینا کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته هم ځای ورکړی و.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف ویلي:«اوس تر بل هې وخت دا ډیره اړینه ده، چې د دغه هېواد له اوسني حکومت سره په نړیواله کچه رغنده خبرې اترې وشي او د هغه د انزوا مخه ونیول شي. په افغانستان کې ثبات او اقتصادي پرمختګ د ټولې سیمي د اوږدمهاله پرمختګ کیلي ده.»

شوکت د طالبانو له حکومت سره د نړیوالې همکارۍ پر دوام ټینګار کړی دی.

د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د اقتصاد او نړیوالې پانګونې غوڼډه چې تېره ورځ پیل شوې، د څلورو ورځو لپاره به دوام وکړي.

په دې غونډه کې د بلغاریا، سلواکیا، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، اذربایجان، روسیې او ترکمنستان هېوادونو د ولسمشرانو او لوړ پوړو چارواکو ترڅنګ له سلو د ډیرو هېوادونو زرګونو ګډونوالو ګډون کړی دی. په یاد فورم کې د نړۍ د ننګونو، نړیوال امنیت، دوامداره پرمختګ، او جیوپولیټیک بدلونونو په تړاو بحثونه شوي دي.

په دغه فورم کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د وزیر په مشرۍ یو پلاوي هم ګډون کړی دی.

طالبانو له روسیې سره د لوړو زده کړو پر پخوانیو هوکړه لیکونو د بیا کتنې غوښتنه کړې

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت علمي معیین د روسیې د زده کړو وزارت له معیین سره په لیدنه کې غوښتنه کړې، چې د افغانستان او روسیې د پوهنتونو ترمنځ پخوانیو هوکړه لیکونو ته دې له سره بیا کتنه وشي او نویو هوکړه لیکونو کې دې د افغانستان اړتیاوې په پام کې ونیول شي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دې ډلې د لوړو زده کړو وزارت علمي معیین ضیاء الرحمن اریوبي په مشرۍ طالب پلاوي، د تاتارستان جمهوریت په کازان ښار کې د روسیې د پوهنې وزارت له معیین سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي همکاریو، د تجربو شریکولو او دوه اړخیزو علمي هوکړه لیکونو پر لاسلیک کولو خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې د ضیاء الرحمن اریوبي له قوله لیکل شوي:«بهتره ده، چې یادو هوکړه لیکونو ته بیا کتنه وشي، څو د اوسني عصر غوښتنې او د افغانستان اړتیاوړې پکې په پام کې ونیول شي.»

دغه طالب پلاوی درې ورځې وړاندې په کازان کې د زده کړو وزیرانو درېیم نړیوال فورم کې د ګډون لپاره روسیې ته ولاړ.

دا فورم چې شعار یې «مستقل ته بڼه ورکول» دي، نن په کازان ښار کې پیلیږي او د جون تر ۱۲مې نیتې دوام کوي.

طالب پلاوی په یاد فورم کې په داسې حال کې ګډون کوي، چې څو ورځې وړاندې طالبانو د کازان فدرالي پوهنتون ته سفر کړی و او د علمي همکاریو په اړه یې بحثونه کړې وو.

په یاد نړیوال فورم کې د افغانستان ترڅنګ د متحده عربي اماراتو، بلاروس، ابخازیا، جنوبي اوسیتیا، میانمار، لاووس، مرکزي افریقا جمهوریت، کاروم، بورکینافاسو، زمبابوې په ګډون د ۳۰ څخه د ډیرو نورو هېوادونو د زده کړو وزارت او چارواکي هم ګډون کوي.

دغه فورم د تعلیم او لوړو زده کړو په برخه کې د نړیوالو همکاریو د پراخولو، د عصري زده کړو د تګلارو د شریکولو، او د نویو تعلیمي نوښتونو لپاره یوه مهمه ناستې بلل کېږي.