• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان په ننګرهار کې تاریخي ډبرلیک ترمیموي، خو د بامیانو یاد لا هم تازه دی

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۰۷ GMT+۱

د طالبانو د حکومت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې په ننګرهار کې به د ۱۷۱ کلن تاریخي ډبرلیک ترمیم وکړي او نړیوالو ته به یې معرفي کړي، خو پر دغه ډله انتقاد کوونکي د طالبانو پخوانی چلند د افغانستان له فرهنګي میراث سره د باور وړ نه ګڼي.

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د پنجشنبه په ورځ (د چنګاښ ۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په خوږياڼو ولسوالۍ کې د وزیرو تنګي کې دغه ۱۷۱ کلن تاريخي ډبرلیک د امیر حبیب الله خان له دورې پاتې یادګار دی.

د طالبانو د دغه ادارې رییس ذبیح الله نوراني زياتوي: «دا ډبرلیک د افغانستان ګډ فرهنګي میراث دی او ژر به یې ترمیم، رسمي ثبت او نړیوالو ادارو ته معرفي کړي.»

دغه سیمه له جلال اباد څخه شاوخوا ۵۰ کیلومتره ليرې ده او د طالبانو په خبره ګڼ سېلانیان یې لیدو ته ورځي.

د تېرو جنګونو پر مهال د افغانستان ډېری تاريخي اثار او سيمې زيانمنې شوي او ان ډېری یې د ورکېدو په حال کې دي.

د جنګونو پر مهال ډېر وخت پر طالبانو نیوکه کېده، چې په قصدي ډول تاريخي سيمې او اثار زیانمنوي او بریدونه پر کوي.

طالبانو که څه هم اوس د تاریخي اثارو د ترمیم او نندارې ادعاوې کوي، خو د دې ډلې سابقه د نړیوالو فرهنګي ارزښتونو په وړاندې له تاوتریخوالي ډکه ده.

په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د طالبانو له خوا د بامیانو د بودا دوه تاریخي مجسمې له‌منځه وړل، چې د نړۍ له مهمو فرهنګي میراثونو شمېرل کېدې، د نړیوالو له سختو غبرګونونو سره مخ شوې. د یونسکو په ګډون ګڼو نړیوالو بنسټونو دا چاره د «فرهنګي نسل‌کُشي» بېلګه وبلله.

تر دې ورهاخوا، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د تاریخي اثارو پراخ قاچاق، غلا، تخریب او پاملرنې نشتوالی مستند شوی. د افغانستان د پخوانیو حکومتونو د فرهنګي چارو کارپوهانو پر طالبانو تور لګولی چې له جګړو، واکمنۍ او له دولتونو سره د اړیکو په جریان کې یې تاریخي سیمې یا ویجاړې کړي، یا پرې سترګې پټې کړې.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ښځینه فعالانو په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض پر وړاندې د همغږۍ نړیوال اقدام غوښتنه کړې

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۵۸ GMT+۱

د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ او د بشري حقونو یو شمېر افغان فعالانو د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ تبعیض د جرم په توګه وپېژني او د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو د سختو تګلارو په وړاندې یو همغږی دریځ غوره کړي.

د چهارشنبې په ورځ، دغو فعالانو په لندن کې په یوه غونډه کې چې د نجونو د زده کړو فعالې او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ، د بشري حقونو د څار ادارې کارکوونکې هیډر بار او ځیني نورو فعالانو په کې برخه اخیستې وه، په اسلامي هېوادونو غږ وکړ چې د طالبانو د رژیم پر مهال د ښځو د حقونو د پراخو سرغړونو په وړاندې کلک دریځ ونیسي.

د غونډې ګډونوالو وویل چې د طالبانو د ښځو ضد سیاستونه باید د «نړیوال جرم» په توګه وپېژندل شي، او د دې سیاستونو سره د مبارزې لپاره یې د نړیوالې ټولنې لخوا د سمدستي، همغږي او اغیزمن اقدام غوښتنه وکړه.

د بشري حقونو سازمانونه او فعالین هڅه کوي چې د جنسیت پر بنسټ تبعیض تعریف او جرم وګرځوي، لکه څنګه چې د نړیوال کنوانسیون په چوکاټ کې په جنوبي افریقا کې د سپین پوستو واکمنۍ لاندې نژادي تبعیض و.

د بشري حقونو فعالانې وايي چې دا مهال په افغانستان کې مېرمنې د جنوبي افریقا د تبعیض په دوره کې د تور پوستو ښځو په څیر وضعیت لري.

د لندن په دغه غونډه کې ګډونوالو د یوې اعلامیې په ترڅ کې پر حکومتونو غږ وکړ چې پر طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو د مرتکبینو په توګه فشار راوړي او هغوی حساب ورکوونکي وګڼي. دغو فعالانو په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو د حقونو د سرغړونې پر وړاندې کلک دریځ غوره کړي.

بلخوا د ښځو د حقونو د درناوي لپاره د لوېدیځو او اسلامي هېوادونو د غوښتنو په ځواب کې، طالبانو ویلي چې دا یوه داخلي مسله ده او دوی په کور کې د کلتوري حساسیتونو له امله د نجونو د ښوونځیو له بیا پرانستلو څخه انکار کړی دی.

نشه یي توکو سره د مبارزې نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې ۴ میلیونه کسان په نشه یي توکو روږدي دي

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۳۸ GMT+۱

په افغانستان کې د نشه‌يي توکو له امله د روږدو کسانو شمېر نږدې څلور میلیونو ته رسېدلی، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دا یوه جدي ټولنیزه ستونزه بولي؛ خو د نشه یي توکو کاروباریان وایي د دې ډلې مشران پخپله د کوکنارو په کاروبار کې ښکېل دي.

په هېواد کې د روږدو کسانو ډېرېدل یوه اندېښمنوونکې او پراخه ټولنیزه ستونزه ده، چې د روغتیا، اقتصاد او ټولنیز ثبات لپاره ستر ګواښ بلل کېږي، پر همدې مهال د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن قاسمي وایي چې دا مهال په افغانستان کې نږدې څلور میلیونه وګړي په نشه یي توکو روږدي دي.

مولوي قاسمي، په کابل کې د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خپله وینا کې وویل، چې په ټول هېواد کې یې په مخدره توکو د روږدو درملنې لپاره ۱۶ حمایوي مرکزونه جوړ کړي، چې دا مهال ټول ۱۲ زره ۶۷۳ تنه روږدي په کې تر درملنې لاندې دي.

هغه پر نړیوالو بنسټونو غږ وکړ چې له نشه يي توکو سره د مبارزې په لاره کې سیاسي چلند و نه کړي؛ بلکې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې او هغوی ته د کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې دې له افغانستان سره همکاري وکړي.

طالبان په داسې حال کې د نشه یي توکو له ناوړه کارونې او قاچاق سره د مبارزې نړیواله ورځ لمانځي، چې د نشه یي توکو کاروباریان ادعا کوي چې د طالبانو له خوا د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه درواغجنه ده او پخپله د دې ډلې مشران د کوکنارو په کر، پروسس او قاچاق کې ښکېل دي.

د نشه یي توکو ځینو قاچاق وړونکو د افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې ویلي چې طالب مشران، له سیمه‌يیزو قوماندانانو تر وزیرانو پورې، د نشه‌يي توکو په پراخ کاروبار کې ښکیل دي.

قاچاقبران وايي چې د هلمند، کندهار، روزګان، ننګرهار او بدخشان ولایتونو په ګډون، په یو شمېر سیمو کې هر کال تر درې فصله کوکنار کرل کېږي. د دوی په وینا، طالب چارواکي نه یوازې دا کرکیله ننداره کوي، بلکې د دې پروسې مشري هم کوي.

فضلي: ځواکمن هېوادونه د جګړې تر شاه سوله غواړي

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۱۵ GMT+۱

د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وايي، چې د ناټو غړي هېوادونه د جګړې د دفاع لپاره هر کال زر میلیارده ډالره اضافې بودجه ځانګړې کړې او له بلې خوا بیا ځینو بنسټونو ته بودجه ورکوي چې دوی سوله غوښتونکي وښيي.

نوموړي اندېښنه ښودلې: «زموږ د ټولنې ځينې نوی لیبراله افراد هم همدې سپينولو دام ته لوېدلي دي.»

د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي د پنجشنبه په ورځ (د چنګاښ ۵مه) پر خپله اېکس پاڼه ليکلي: ««پرون د ناټو په کلنۍ سرمشریزه کې غړي هېوادونه پر دې سلا شول چې د جګړې او دفاع لپاره به له اوسنۍ بودجې پرته هر کال زر میلیارده ډالره اضافه بودجه ځانګړې کړي. هممهاله، بریتانیا د هغو جنګي جټ الوتکو فرمایش ورکړ چې د اټومي بمونو د انتقال او کارولو ظرفیت لري.»

د نوموړي په خبره، چې لوی ځواکونه، په ځانګړي ډول لویدیځ، د پراخو جګړو لپاره چمتووالی نیسي.

نوموړي اندېښنه ښودلې، چې دا ډول پانګونې د انسان وژنې، د غریبو او ضعیفو هېوادونو د ورانولو لپاره دي.

فضلي زياته کړې، چې همدا ځواکمن هېوادونه د ځان سپينولو په خاطر ځينو ټولنو او بنسټونو ته پيسې ورکوي.

هغه لیکلي: «له دې هر څه سره موازي، دوی خپلو مدني ټولنو، رسنیو، د بشري حقونو او ازادیو بنسټونو او فکري موسسو ته بودجه ورکوي او دنده ورته سپاري چې د دغو هېوادونو تصویر خپلو خلکو او نړیوالو ته بشري، انسان‌دوسته او سوله غوښتونکی وښيي.»

فضلي هیله ښودلې، چې رښتني هيوادوال دې له دې فکري اسارت څخه را ووځي.

یونیسف: په افغانستان کې له هرو زرو ماشومانو څخه ۵۷ یې له پنځه کلنۍ عمر مخکې مري

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۴۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه د ملاتړ ادارې (یونیسف) د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې له هر ۱۰۰۰ ماشومانو څخه تر ۵۷ زیات ماشومان پنځه کلنۍ عمر ته له رسېدو وړاندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

یونیسف زیاتوي، «دا شمېرې په افغانستان کې د ماشومانو د روغتیا او ژوندي پاتې کېدو په برخه کې یوه سخته او اندېښمنوونکې ننګونه ده.»

یاد راپور څرګندوي چې د د روغتیایي خدمتونو نشتون، خوارځواکي، بې‌وزلي، او ناوریني حالات د ماشومانو د لوړې مړینې اصلي لاملونه دي.

یونیسف او نور نړیوال بنسټونه هڅه کوي تر څو د صحي پاملرنې، واکسیناسیون، او تغذیې خدماتو ته د ټولو ماشومانو لاسرسی زیات کړي.

یادې شمېرې دا څرګندوي چې په افغانستان کې لا هم د ماشومانو د ژغورنې لپاره پراخو هڅو ته اړتیا ده، تر څو دا معصوم ماشومان وژغورل شي او یوه روښانه راتلونکی ولري.

بلخوا طالبانو له یونیسف څخه غوښتي چې روغتونونو او روغتیایي مرکزونو ته د درملو په چمتو کولو او لېږد کې ورسره همکاري وکړي.

څو ورځې وړاندې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو، چې طالب وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د یونیسف استازي ډاکټر تاج الدین اوېلا سره په لیدنه کې د همکارۍ د غوښتنې ترڅنګ د روغتیايي خدمتونو د ارزونې په موخه په ګډې څارنې، د روغتیايي کارکوونکو پر ظرفیت لوړونې او د روغتیايي مرکزونو د بیارغونې په اړه خبرې اترې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د یونېسف استازي ډاکټر تاج الدین ویلي، هڅه کوي چې د تطبیق کوونکو موسسو له لوري د وړاندې کېدونکو خدمتونو د کیفیت ارزونې په موخه د طالبانو روغتیا وزارت سره په ګډه څارنې کار وکړي.

مسکو کې پر افغان ماشوم بریدکوونکی د ۱۵ کاله بند سزا سره مخ دی

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۵۴ GMT+۱

د مسکو یوې محکمې ۳۱ کلن بېلاروسی، چې په شیرمتیوا هوایي ډګر کې یې د دوه کلن افغان ماشوم د وژلو هڅه کړې وه، د دوو میاشتو لپاره توقیف کړی، خو نوموړی د یوه ۱۵ کلن بند له سزا سره مخ دی.

د تاس د رپوټ له مخې، محکمې د څیړنې غوښتنه ومنله او د ولادیمیر ویټیکوف لپاره یې سملاسي د دوو میاشتو بند سزا ټاکلې کړې ده.

د مسکو د څیړنو کمیټې ویلي، چې یاد بریدګر د یوه کوچني ماشوم د وژنې د هڅې په تور تر ۱۵ کلونو پورې بند سزا سره مخ دی.

هغه به د رواني روغتیا د جوتولو لپاره رواني - قضایي معاینې ته واستول شي.

د مسکو د معاصر ایران مطالعاتو مرکز رییس رجب صفروف ویلي، چې د افغان ماشوم د پېښې په تړاو د روسیې امنیتي او استخباراتي ادارې جدي پلټنې کوي او شونې ده، چې تورن کس تر ۱۵ کلونو پورې په بند محکوم شي.

ویټیکوف چې د بلاروس تبعه دی، پخوا د شیزوفرینیا (فکر ګډوډولو) رواني ناروغۍ له امله د رواني ناروغیو له ډاکټر سره ثبت شوی و.

د پیښې پر مهال، نوموړی د منع شويو نشه يي توکو تر اغیز لاندې و او رپوټ یې د روسیې د کورنیو چارو وزارت تایید کړی.

په محکمه کې ویټیکوف په نامناسب ډول چلند کاوه، ناڅرګند ځوابونه یې ورکول او د نهیلۍ نښې یې ښودلې.

رپوټ وايي، چې تورن پر خپله ګناه نه پوهیږي او پښیماني نه څرګندوي، خو د ټپي شوي ماشوم لپاره یې د روغتیا هیله کړې ده.