• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونیسف: په افغانستان کې له هرو زرو ماشومانو څخه ۵۷ یې له پنځه کلنۍ عمر مخکې مري

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۴۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه د ملاتړ ادارې (یونیسف) د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې له هر ۱۰۰۰ ماشومانو څخه تر ۵۷ زیات ماشومان پنځه کلنۍ عمر ته له رسېدو وړاندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

یونیسف زیاتوي، «دا شمېرې په افغانستان کې د ماشومانو د روغتیا او ژوندي پاتې کېدو په برخه کې یوه سخته او اندېښمنوونکې ننګونه ده.»

یاد راپور څرګندوي چې د د روغتیایي خدمتونو نشتون، خوارځواکي، بې‌وزلي، او ناوریني حالات د ماشومانو د لوړې مړینې اصلي لاملونه دي.

یونیسف او نور نړیوال بنسټونه هڅه کوي تر څو د صحي پاملرنې، واکسیناسیون، او تغذیې خدماتو ته د ټولو ماشومانو لاسرسی زیات کړي.

یادې شمېرې دا څرګندوي چې په افغانستان کې لا هم د ماشومانو د ژغورنې لپاره پراخو هڅو ته اړتیا ده، تر څو دا معصوم ماشومان وژغورل شي او یوه روښانه راتلونکی ولري.

بلخوا طالبانو له یونیسف څخه غوښتي چې روغتونونو او روغتیایي مرکزونو ته د درملو په چمتو کولو او لېږد کې ورسره همکاري وکړي.

څو ورځې وړاندې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو، چې طالب وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د یونیسف استازي ډاکټر تاج الدین اوېلا سره په لیدنه کې د همکارۍ د غوښتنې ترڅنګ د روغتیايي خدمتونو د ارزونې په موخه په ګډې څارنې، د روغتیايي کارکوونکو پر ظرفیت لوړونې او د روغتیايي مرکزونو د بیارغونې په اړه خبرې اترې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د یونېسف استازي ډاکټر تاج الدین ویلي، هڅه کوي چې د تطبیق کوونکو موسسو له لوري د وړاندې کېدونکو خدمتونو د کیفیت ارزونې په موخه د طالبانو روغتیا وزارت سره په ګډه څارنې کار وکړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

مسکو کې پر افغان ماشوم بریدکوونکی د ۱۵ کاله بند سزا سره مخ دی

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۵۴ GMT+۱

د مسکو یوې محکمې ۳۱ کلن بېلاروسی، چې په شیرمتیوا هوایي ډګر کې یې د دوه کلن افغان ماشوم د وژلو هڅه کړې وه، د دوو میاشتو لپاره توقیف کړی، خو نوموړی د یوه ۱۵ کلن بند له سزا سره مخ دی.

د تاس د رپوټ له مخې، محکمې د څیړنې غوښتنه ومنله او د ولادیمیر ویټیکوف لپاره یې سملاسي د دوو میاشتو بند سزا ټاکلې کړې ده.

د مسکو د څیړنو کمیټې ویلي، چې یاد بریدګر د یوه کوچني ماشوم د وژنې د هڅې په تور تر ۱۵ کلونو پورې بند سزا سره مخ دی.

هغه به د رواني روغتیا د جوتولو لپاره رواني - قضایي معاینې ته واستول شي.

د مسکو د معاصر ایران مطالعاتو مرکز رییس رجب صفروف ویلي، چې د افغان ماشوم د پېښې په تړاو د روسیې امنیتي او استخباراتي ادارې جدي پلټنې کوي او شونې ده، چې تورن کس تر ۱۵ کلونو پورې په بند محکوم شي.

ویټیکوف چې د بلاروس تبعه دی، پخوا د شیزوفرینیا (فکر ګډوډولو) رواني ناروغۍ له امله د رواني ناروغیو له ډاکټر سره ثبت شوی و.

د پیښې پر مهال، نوموړی د منع شويو نشه يي توکو تر اغیز لاندې و او رپوټ یې د روسیې د کورنیو چارو وزارت تایید کړی.

په محکمه کې ویټیکوف په نامناسب ډول چلند کاوه، ناڅرګند ځوابونه یې ورکول او د نهیلۍ نښې یې ښودلې.

رپوټ وايي، چې تورن پر خپله ګناه نه پوهیږي او پښیماني نه څرګندوي، خو د ټپي شوي ماشوم لپاره یې د روغتیا هیله کړې ده.

ملګري ملتونه: افغانستان کې د هیرویینو او کریسټال استعمال ډېر شوی

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۲۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو ضد ادارې په خپل راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې له ۲۷زرو ډیر کسان له لوړ خطر لرونکو نشه يي توکو استفاده کوي او د هیروینو او کریسټال استعمال ډېر شوی.

د دغې ادارې ارزونې ښيي چې په دې ډله کې ۲۶۷۰ ښځې او ۲۱۵۰ ماشومان شامل دي.

په راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د چرسو او تریاکو دودیز استعمال کم شوی، خو پر ځای یې د هیرویین او کریسټال کارونه ډېره شوې ده.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو ضد ادارې په دغه راپور کې ویلي، چې د ستن له لارې د نشه يي توکو مصرف اندېښموونکی دی.

د یادې ادارې د سروې له ګډونوالو شاوخوا ۸ سلنه کسانو ویلي، چې کله نا کله یې نشه يي توکي تزریق کړي او له ۷۵ سلنه زیاتو یې خپلو منځونو کې ستنې شریکې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو ضد د سیمه ییز دفتر استازي اولیور شټولپ ویلي:« درملنې ته لاس رسی لا هم یو لوی خنډ دی، په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې. ښځې او ځوانان تر ټولو زیات له درملنې بې برخې پاتې شوي.»

پر همدغه مهال د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، چې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې له طالبانو سره هېڅ ډول همکاري نه ده شوې.

د متقي او بیکدلي لیدنه؛ طالبانو له ایران نه د افغان کډوالو د تدریجي ستنولو غوښتنه کړې

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۴۱ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د ایران له سفیر سره د لېدنې پرمهال په ډله ییز او جبري ډول د افغانانو د بېرته ستنولو په اړه اندېښنه ښودلې او له ایران څخه یې غوښتنه کړې، چې د ښه ګاوڼدیتوب اصول په پام کې ونیسي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، چې امیرخان متقي په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي سره په لیدنه کې په ډله ییزه توګه د افغان کډوال د اېستلو په اړه خبرې کړې دي.

متقي د ایران له سفیر سره د افغان کډوالو د ډله ییز اخراج په تړاو د خپلې ډلې اندېښنې شریکې کړې او له تهران نه یې غوښتنه کړې، چې د ښه ګاونډیتوب اصول په پام کې ونیسي.

په اعلامیه کې د متقي له قوله لیکل شوي:«دا موضوع دې د ایران له لوړپوړو چارو سره شریکه شي او د ښه ګاونډیتوب د اصولو په رڼا کې دې یو منظم میکانیزم جوړ شي، څو کډوال په تدریجي ډول بېرته راستانه شي او دواړه دولتونه وکولای شي د دوی د ستونزو او انتقال لپاره لازم تدابیر ونیسي.»

د ایران سفیر طالبانو ته د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه ډاډ ورکړی.

په کابل کې د ایران سفیر او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر لېدنه په داسې مهال شوي، چې ایران تېره ورځ له ۳۰زرو ډیر افغانان په زور بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

طالبان وايي په مسکو کې له افغان ماشوم سره د تاوتریخوالي قضیه تعقیبوي

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۳۲ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مسکو کې خپل سفارت ته دنده سپارلې چې د روسیې په شیریمیتوا نړیوال هوایي ډګر کې د یوه بېلاروسي وګړي له خوا له یوه دوه کلن افغان ماشوم سره د تاوتریخوالي قضیه تعقیب کړي. طالبان وايي، سفارت یې د ماشوم له کورنۍ سره نغدي مرسته هم کړې ده.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۵مه) پر اېکس لیکلي چې په مسکو کې د طالبانو د سفارت مستشار حافظ عبدالله یاسر د ټپي ماشوم پوښتنې ته ورغلی او د وزارت له خوا یې د ماشوم کورنۍ ته نغدي مرسته هم کړې.

یاد وزارت وايي، مجرم په بند کې دی او د طالبانو د بهرنیو چارو زوارت له روسیې څخه غوښتنه کړې چې د مجرم دوسیه جدي تعقیب کړي او د خپل عمل سزا ته یې ورسوي.

تېره ورځ ۳۱ کلن بېلاروسي وګړی د مسکو په شیریمیتوا هوایي ډګر کې یو افغان ماشوم په ناڅاپي توګه پر ځمکه وویشت.

د روسیې د کورنیو چارو وزارت ویلي، بریدګر له پېښې وروسته نیول شوی او معایناتو ‌یې ثابته کړه چې د مخدره موادو تر اغېز لاندې و.

په جینوا کې د افغانستان استازي طالبان د افغان کډوالو په ستونزو کې پړه وبلل

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۱۲ GMT+۱

په جینوا کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد اندېشه ویلي، چې د کډوالو نړیوال سازمان د اجرایه کمېټې په ۳۶مه غونډه کې د طالبانو له لوري د نړیوالو ژمنو نه عملي کېدو له امله د افغان کډوالو، ښځو او ماشومانو د وضعیت په اړه اندیښنې وښودل شوې.

نصیر احمد اندېشه د پنجشنبې په ورځ پر خپل اېکس لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغان کډوالو، پناه غوښتونکو او بېځایه شویو کسانو پر وضعیت ژور بحث وشو او د غونډې ګډونوالو د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښه ښودلې.

د نوموړی په وینا، په یاده غونډه کې په جبري توګه د افغان کډوالو ستنول د نړیوالو اصولو خلاف او له نړیوالو بشري قوانینو سرغړونه بلل شوې.

نصیر اندېشه د یادې ناستې په اړه لیکلي:« د طالبانو له لوري د نړیوالو ژمنو نه عملي کېدل، د افغان کډوالو، ښځو، ماشومانو، لږکیو او بېځایه شویو وګړو ژوند نور هم له ګواښ سره مخ کړی دی.»

اندېشه ویلي، چې په یاده ناسته کې په سیمه کې د سیاسي بدلونونو د دوام او د نړیوالو مرستو کمېدو له امله د افغان کډوالو د خوندیتوب د محدودیت په اړه هم اندېنې شریکې شوې.

خو د یادې ناستې پرمهال یې د کډوالو نړیوال سازمان له لوري له ګواښ سره مخ افغان کډوالو او بېځایه شویو کسانو ستونزو ته د رسېدو په اړه د کومي حل لارې په اړه څه نه دي ویلي.

یاده ناسته په داسې مهال ترسره شوې، چې ایران یوځل بیا په ډیر شمېر کې افغان کډوال په زور بېرته افغانستان ته ستنوي.

په هرات کې ځايي طالب مسولینو ویلي، چې له تیرې ورځې راهیسې ایران له ۳۰زرو ډير افغان کډوال په جبري توګه بېرته افغانستان ته ستانه کړي او دا لړۍ لا هم دوام لري