• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: افغانستان کې د هیرویینو او کریسټال استعمال ډېر شوی

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۲۱ GMT+۱تازه شوی: ۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۳۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو ضد ادارې په خپل راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې له ۲۷زرو ډیر کسان له لوړ خطر لرونکو نشه يي توکو استفاده کوي او د هیروینو او کریسټال استعمال ډېر شوی.

د دغې ادارې ارزونې ښيي چې په دې ډله کې ۲۶۷۰ ښځې او ۲۱۵۰ ماشومان شامل دي.

په راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د چرسو او تریاکو دودیز استعمال کم شوی، خو پر ځای یې د هیرویین او کریسټال کارونه ډېره شوې ده.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو ضد ادارې په دغه راپور کې ویلي، چې د ستن له لارې د نشه يي توکو مصرف اندېښموونکی دی.

د یادې ادارې د سروې له ګډونوالو شاوخوا ۸ سلنه کسانو ویلي، چې کله نا کله یې نشه يي توکي تزریق کړي او له ۷۵ سلنه زیاتو یې خپلو منځونو کې ستنې شریکې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو ضد د سیمه ییز دفتر استازي اولیور شټولپ ویلي:« درملنې ته لاس رسی لا هم یو لوی خنډ دی، په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې. ښځې او ځوانان تر ټولو زیات له درملنې بې برخې پاتې شوي.»

پر همدغه مهال د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، چې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې له طالبانو سره هېڅ ډول همکاري نه ده شوې.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د متقي او بیکدلي لیدنه؛ طالبانو له ایران نه د افغان کډوالو د تدریجي ستنولو غوښتنه کړې

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۴۱ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د ایران له سفیر سره د لېدنې پرمهال په ډله ییز او جبري ډول د افغانانو د بېرته ستنولو په اړه اندېښنه ښودلې او له ایران څخه یې غوښتنه کړې، چې د ښه ګاوڼدیتوب اصول په پام کې ونیسي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، چې امیرخان متقي په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي سره په لیدنه کې په ډله ییزه توګه د افغان کډوال د اېستلو په اړه خبرې کړې دي.

متقي د ایران له سفیر سره د افغان کډوالو د ډله ییز اخراج په تړاو د خپلې ډلې اندېښنې شریکې کړې او له تهران نه یې غوښتنه کړې، چې د ښه ګاونډیتوب اصول په پام کې ونیسي.

په اعلامیه کې د متقي له قوله لیکل شوي:«دا موضوع دې د ایران له لوړپوړو چارو سره شریکه شي او د ښه ګاونډیتوب د اصولو په رڼا کې دې یو منظم میکانیزم جوړ شي، څو کډوال په تدریجي ډول بېرته راستانه شي او دواړه دولتونه وکولای شي د دوی د ستونزو او انتقال لپاره لازم تدابیر ونیسي.»

د ایران سفیر طالبانو ته د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه ډاډ ورکړی.

په کابل کې د ایران سفیر او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر لېدنه په داسې مهال شوي، چې ایران تېره ورځ له ۳۰زرو ډیر افغانان په زور بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

طالبان وايي په مسکو کې له افغان ماشوم سره د تاوتریخوالي قضیه تعقیبوي

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۳۲ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مسکو کې خپل سفارت ته دنده سپارلې چې د روسیې په شیریمیتوا نړیوال هوایي ډګر کې د یوه بېلاروسي وګړي له خوا له یوه دوه کلن افغان ماشوم سره د تاوتریخوالي قضیه تعقیب کړي. طالبان وايي، سفارت یې د ماشوم له کورنۍ سره نغدي مرسته هم کړې ده.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۵مه) پر اېکس لیکلي چې په مسکو کې د طالبانو د سفارت مستشار حافظ عبدالله یاسر د ټپي ماشوم پوښتنې ته ورغلی او د وزارت له خوا یې د ماشوم کورنۍ ته نغدي مرسته هم کړې.

یاد وزارت وايي، مجرم په بند کې دی او د طالبانو د بهرنیو چارو زوارت له روسیې څخه غوښتنه کړې چې د مجرم دوسیه جدي تعقیب کړي او د خپل عمل سزا ته یې ورسوي.

تېره ورځ ۳۱ کلن بېلاروسي وګړی د مسکو په شیریمیتوا هوایي ډګر کې یو افغان ماشوم په ناڅاپي توګه پر ځمکه وویشت.

د روسیې د کورنیو چارو وزارت ویلي، بریدګر له پېښې وروسته نیول شوی او معایناتو ‌یې ثابته کړه چې د مخدره موادو تر اغېز لاندې و.

په جینوا کې د افغانستان استازي طالبان د افغان کډوالو په ستونزو کې پړه وبلل

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۱۲ GMT+۱

په جینوا کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد اندېشه ویلي، چې د کډوالو نړیوال سازمان د اجرایه کمېټې په ۳۶مه غونډه کې د طالبانو له لوري د نړیوالو ژمنو نه عملي کېدو له امله د افغان کډوالو، ښځو او ماشومانو د وضعیت په اړه اندیښنې وښودل شوې.

نصیر احمد اندېشه د پنجشنبې په ورځ پر خپل اېکس لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغان کډوالو، پناه غوښتونکو او بېځایه شویو کسانو پر وضعیت ژور بحث وشو او د غونډې ګډونوالو د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښه ښودلې.

د نوموړی په وینا، په یاده غونډه کې په جبري توګه د افغان کډوالو ستنول د نړیوالو اصولو خلاف او له نړیوالو بشري قوانینو سرغړونه بلل شوې.

نصیر اندېشه د یادې ناستې په اړه لیکلي:« د طالبانو له لوري د نړیوالو ژمنو نه عملي کېدل، د افغان کډوالو، ښځو، ماشومانو، لږکیو او بېځایه شویو وګړو ژوند نور هم له ګواښ سره مخ کړی دی.»

اندېشه ویلي، چې په یاده ناسته کې په سیمه کې د سیاسي بدلونونو د دوام او د نړیوالو مرستو کمېدو له امله د افغان کډوالو د خوندیتوب د محدودیت په اړه هم اندېنې شریکې شوې.

خو د یادې ناستې پرمهال یې د کډوالو نړیوال سازمان له لوري له ګواښ سره مخ افغان کډوالو او بېځایه شویو کسانو ستونزو ته د رسېدو په اړه د کومي حل لارې په اړه څه نه دي ویلي.

یاده ناسته په داسې مهال ترسره شوې، چې ایران یوځل بیا په ډیر شمېر کې افغان کډوال په زور بېرته افغانستان ته ستنوي.

په هرات کې ځايي طالب مسولینو ویلي، چې له تیرې ورځې راهیسې ایران له ۳۰زرو ډير افغان کډوال په جبري توګه بېرته افغانستان ته ستانه کړي او دا لړۍ لا هم دوام لري

په جرمني کې پولیسو یو افغان پناه‌ غوښتونکی په ډزو وژلی

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۰۵ GMT+۱

د جرمني د بادن وورتمبرګ ایالت په وانگن ښار کې یو افغان د پولیسو په ډزو کې وژل شوی. پولیسو غوښتل دغه افغان پناه‌ غوښتونکی د محکمې د حکم پر بنسټ ونیسي. په پېښه کې یو تن پولیس د چړې په ګوزار ټپي شوی دی.

د شتوتګارت د جنايي پولیسو د معلوماتو له مخې، د پنجشنبې په ورځ د وانگن ښارګوټي اړوند ۲۷ کلن افغان پر وړاندې د اولم څارنوالۍ د استنطاق حکم نافذېده. نوموړي باید د "بدني زیان رسونې" په یوه دوسیه کې د بند سزا پيل کړې وای.

پولیس وايي، کله چې دوی د یاد افغان استوګنځي ته ورسېدل، هغه چاړه راوایسته او پر پولیسو یې برید وکړ. په ځواب کې پولیسو څو ډزې وکړې او دغه کس څو مرمۍ ولګېد. د جرمني رسنیو د رپوټونو له مخې، سره له دې چې د بیړنیو مرستو ډله ژر ورسېده او د نوموړي د ژغورنې هڅه یې وکړه، خو هغه ځای پر ځای ساه ورکړه.

یو پولیس افسر د چاقو په وارونوسخت ټپي شوی، خو روغتیايي وضعیت یې نازک نه دی.

پولیسو د وانگن ښار مرکز یوه پراخه ساحه کلابنده کړې او د پېښې د پلټنې لپاره جنایي څېړنیز ټیم ځای ته استول شوی.

د جرمني د پولیسو د اتحادیې مشر رالف کوستېرر وویل: «بیا د چاقو برید، موږ نور له تشو خواخوږیو او ژړغونو څرګندونو ستړي شوي یو. سیاستوال یا ناتوانه دي یا اراده نه لري. د کورنیو چارو وزیر به کله د هغو کسانو پر وړاندې اقدام کوي چې له ځان سره چړې ګرځوي».

د جرمني د پولیسو د اتحادیې د معلوماتو له مخې، دا په ۲۰۲۵ کال کې په بادن وورتمبرګ ایالت کې اتم ځل دی چې پولیس له وسلې کار اخلي.

د طالبانو د کرنې وزیر د اصلاح شویو تخمونو پر وړ بیې ټینګار کړی

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني وایي، چې باید په لوړ کیفیت، له ناروغیو پاک او د هېواد له اقلیمي شرایطو سره مناسب اصلاح‌شوي تخمونه تولید او وویشل شي.

د طالبانو د کرنې، او لګولو او مالدارۍ وزارت د خبرپاڼې له مخکې نوموړي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ، د مورنيو بذري تخمونو د بیې ټاکلو په موخه جوړې شوې غونډې ته کړې دي.

په غونډه کې د ملي تخم بورډ استازو، د تخم تولیدوونکو شرکتونو مسوولینو، د ملګرو ملتونو د خوړو او زراعت سازمان استازو او همداراز د کرنې وزارت یو شمېر رییسانو او متخصصینو ګډون کړی و.

خبرپاڼه وايي، د غونډې په دوام کې، د اړوندو ادارو مسوولینو د هېواد د بېلابېلو زونونو مطابق د تخمونو مشخص قیمتونه وټاکل او د ولایتونو په کچه د غنمو د تخم د کرلو او وېش بهیر په اړه یې خپل نظرونه څرګند کړل.

همداراز په دې ناسته کې د بنسټونو له خوا د تخمونو د پېرنې، د تخمونو د لوړ کیفیت او زیات تولید، له اقلیم سره د تخمونو مطابقت او د نباتي ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي په اړه هم بحث او خبرې وشوې.