د جي۷ ډلې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د یوې هوکړې لپاره د خبرو د بیا پیل غوښتنه وکړه

د یوې ګډې اعلامیې له مخې؛ د جي۷ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي، چې دوی د اسراییل او ایران ترمنځ د اوربند ملاتړ کوي. په اعلامیه کې د جي۷ ډلې د ایران د اټومي پروګرام په اړه یوې هوکړې لپاره د خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه وکړه.