• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د مرستو بندېدو سره ښايي په ۵ کلونو کې د ۱۴ میلیونه کسانو ژوند ګواښ سره مخ شي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۴۷ GMT+۱

د یوې نوې څېړنې پر اساس، که چېرې متحده ایالات په ټوله نړۍ کې خپلې مرستې بندې او یا کمې کړي، نو په راتلونکو پنځو کلونو کې به له ۱۴میلیونو څخه د ډېرو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ شي.

دغه څېړنه چې «لانسېټ ژونال» خپره کړې، وایي چې د متحده ایالاتو د نړۍوالې پراختیا ادارې «یو اېس اې ای ډی» له خوا تمویل شويو پروګرامونو په ۱۳۳هېوادونو کې د نږدې ۹۲میلیونو وګړو د مړینې مخه نیولې ده.

له دې شمېر څخه څه باندې ۲۵ میلیونه د ایډز او پولیو، شاوخوا ۱۱ میلیونه د اسهال، ۸ میلیونه د ملاریا او نږدې ۵ میلیونه د نري رنځ څخه و.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په مارچ میاشت کې اعلان وکړ، چې هغه به د «یو اېس اې ای ډي» پروګرامونو څخه ۸۳سلنه کم کړي.

هغه ټینګار وکړ، چې دا پروګرامونه د متحده ایالاتو اصلي ملي ګټو ته خدمت نه کوي.

دغه څېړنه چې د هسپانیا، برازیل او متحده ایالاتو د نړۍوالو څېړونکو د یوې ډلې له خوا ترسره شوی، د ۸۳سلنې بودیجې کمښت اغېز اټکل کوي.

د یادولو وړ ده، چې په افغانستان کې د امریکا بشري مرستې ۴۰سلنه کمې شوې دي او شاوخوا ۴۰۰روغتیايي مرکزونه د دغو مرستو له بندېدو وروسته تړل شوي، چې د هېواد روغتیایي او نور د عامه خدمتونو سکټورونه یې د بحران سره مخ کړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

ډونالډ ټرمپ: خامنه‌يي «ښکاره دروغ» وایي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۱۷ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، ولې علي خامنه‌يي چې د ایران غوندې جنګ ځپلي هېواد «ستر رهبر» بلل کېږي، په دومره «بې شرمۍ او احمقانه» ډول اعلان وکړي، چې هغه له اسراییل سره جګړه ګټلې ده.

ټرمپ په خواله رسنۍ ټروث سوشال لیکلي دي: «هغه (خامنه‌يي) پوهېږي چې دروغ یې ویلي دي او دا بلکل برعکس ده. د یوه قوي ایمان لرونکي سړي په توګه باید هغه درواغ ونه وایي، د هغه هېواد ویجاړ شو او د هغه درې وژونکي اټومي تاسیسات له منځه یوړل شول، زه ډېر ښه پوهېدم چې هغه چېرته پټ دی، خو ما اسراییل او د متحده ایالاتو وسله والو ځواکونو ته اجازه ورنکړه چې د هغه ژوند پای ته ورسوي، ما هغه د یو ډېر بد او شرمونکي مرګ څخه وژغوره او بله دا چې هغه اړتیا نه لري چې ووایی، مننه ولسمشر ټرمپ!.»

ټرمپ زیاتوي: «په حقیقت کې د جګړې په وروستي پړاو کې ما له اسراییل څخه وغوښتل، چې د جنګي الوتکو یوه ډېره لویه ډله چې د تهران په لور روانه وه بېرته راوګرځوي، شاید وروستۍ ضربه چې ډېر زیان به رسېدلی وای او ډېری ایرانیان به وژل شوي وو.»

ټرمپ لیکلي: «په تېرو څو ورځو کې ما له ایران څخه د بندیزونو د لرې کولو او نورو مسایلو پر امکان کار کاوه، چې دا به ایران ته د قاطع، چټک او بشپړ رغېدو یو ښه چانس ورکړی وای، نو نه بندیزونه خورا اغېزمن دي، د مننې پر ځای زه غوسې، کرکې او له کرکې څخه ډکو خبرو سره مخ شوم او سمدلاسه مې د بندیزونو د لرې کولو ټولې هڅې ودرولې.»

ټرمپ ایراني چارواکو ته د ګوتڅنډنې په ډول ویلي: «ایران باید د نړۍوال نظم مدار ته راستون شي، که نه نو نور ډېر څه به د دوی لپاره خراب شي، عجیبه ده دوی تل ډېر غوسه او ناراضه وي، بله دا چې دوی څه لري – یو سوځېدلی او ویجاړ شوی هېواد چې هېڅ راتلونکې نه لري، یوه ویجاړه شوې اردو، یو ویرونکی اقتصاد او د دوی شاوخوا مرګ.»

هغه زیاتوي: «ایران هېڅ هیله نه لري او دا کارونه به یې هر څه لا پسې خراب کړي، خو کاش چې د ایران مشران پوه شي چې کله د قانع کولو هڅه کوي، نو ښه کېدل ډېر وختونه له تاوتریخوالي څخه ډېر اغېزمن وي، سوله!!! »

فدرالي قاضي: د ټرمپ اداره دې روښانه کړي چې د نويو زېږېدلو ماشومانو برخلیک به څه وي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۱۲ GMT+۱

که څه هم د امریکا د قانون له مخې، په دغه هېواد کې زېږېدلي ماشومان د امریکا تبعه ګڼل کېږي، خو یوه فدرالي قاضي د ټرمپ له ادارې پوښتنه کړې چې که د تابعیت د محدودولو فرمان عملي شي، نو ایا هغه نوي زېږېدلي ماشومان به هم له هېواده وشړل شي چې د هغوی مور او پلار قانوني اسناد نه لري؟

دا پوښتنه داسې مهال راپورته کېږي، چې زرګونه مېندې او پلرونه چې ماشومان یې د امریکا په خاوره زېږېدلي، سخت اندېښمن دي ځکه نه پوهېږي چې د دوی د اولادونو برخلیک به د قانون له مخې څنګه ټاکل کېږي.

د عدلیې وزارت وکیل براډ روزنبرګ وویل: «اداره داسې نیت نه لري چې د سترې محکمې د حکم تر ۳۰ ورځني ځنډ په موده کې دا فرمان عملي کړي.»

هغه دا موضوع فرضیه وبلله، خو قاضي ډیبورا بورډمن له حکومته وغوښتل چې د سې شنبې تر ورځې دې خپل رسمي دریځ لیکلي وړاندې کړي.

د دعوه کوونکو وکیل ویلیام پاول وایي: «موکلین مې له شدیدې وېرې او مغشوشتیا سره مخ دي. هغوی دقیق نه پوهېږي چې دا حکم څه معنا لري.»

نوموړي زیاته کړه، چې اندېښنه یوازې د شړلو نه ده، بلکې اصلي اندېښنه دا ده چې فرمان ممکن د نویو ماشومانو تابعیت ته هم زیان ورسوي.

قضیه اوس په څو ایالتي محکمو کې تر بحث لاندې ده او سترې محکمې نه ده روښانه کړې چې فرمان به د امریکا په کومو برخو کې عملي شي. د ۱۴م تعدیل له مخې، هر څوک چې په امریکا کې زېږېږي، د دې هېواد تبعه ګڼل کېږي.

اسعد الشیباني: د امریکا د بندیزونو پای ته رسېدل به د سوریې د پرمختګ لپاره دروازې پرانیزي

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۵۵ GMT+۱

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني وایي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د سوریې پروړاندې د بندیزونو لرې کول به د دې هېواد لپاره د بیارغونې او پرمختګ دروازې پرانیزي. د نوموړي په وینا: «موږ له ډېرې مودې راهیسې دې فرصت ته په تمه و.»

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر پر اېکس خواله رسنۍ زیاته کړې، چې دا اقدام د اقتصادي بیارغونې په وړاندې یو لوی خنډ لرې کوي او د سوریې لپاره د نړۍوالې ټولنې سره د یو ځای کېدو لپاره لاره هواروي.

مخکې له دې، د سپینې ماڼۍ ویاندې اعلان وکړ چې ډونالډ ټرمپ به د دوشنبې په ورځ د سوریې پر وړاندې د امریکا د بندیزونو پروګرام پای ته رسولو لپاره یو اجراییوي فرمان لاسلیک کړي.

هغې زیاته کړه، چې دا حکم په سوریه کې د ثبات او سولې د لارې ملاتړ کوي، مګر د بشارالاسد او د هغه د ملګرو، د بشري حقونو سرغړونکو، د مخدره توکو قاچاق وړونکو، د کیمیاوي وسلو پورې اړوند لوبغاړو، داعش او د هغې پورې تړلو ډلو او همدارنګه د ایران د استازو پر وړاندې بندیزونه به دوام ولري.

په همدې حال کې امریکايي خبري وېبپاڼې اکسیوس راپور ورکړی، چې سپینه ماڼۍ د سوریې او اسراییل ترمنځ د احتمالي امنیتي هوکړې په اړه "ابتدایي خبرې" پیل کړي دي.

دا خبرې د امریکایي او اسراییلي چارواکو له خوا هم تایید شوې دي.

د یادولو وړ ده، چې د امریکا له خوا د بندیزونو د لغوې او امنیتي هوکړې خبرې د سیمې د راتلونکي وضعیت لپاره یو مهم بدلون ګڼل کېږي.

د روسیې او ایران اېتلاف تر فشار لاندې: تهران له سختو تاوانونو سره مخ دی

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۱۹ GMT+۱

د کییف انډپېنډنټ وېب پاڼه په یوه راپور کې وایي، چې د منځني ختیځ لپاره د روسیې تر ټولو نږدې متحد ایران په دې وروستیو کې له درنو ګوزارونو سره مخ شوی، خو دا ګوزارونه هله سخت شول کله چې اسراییل د دې هېواد پراخه نیابتي شبکه له منځه یوړه او بیا‌یې مستقیماً پر ایران بریدونه وکړل.

د ایران او اسراییل تر منځ وروستۍ جګړه چې د جون پر ۲۴مه د اوربند سره پای ته ورسېده، وښوده چې د سیمې ځواکمن توازن د اسراییل په ګټه بدلون موندلی. شنونکي وایي دا حالت به د روسیې-ایران اړیکو ته هم جدي اغېزې ورسوي، ځکه مسکو به اړ شي چې په سیمه کې خپله تګلاره بیا تنظیم کړي.

که څه هم د روسیې او ایران همکاري به دوام ولري، خو د ایران وړتیا چې روسیې ته مرسته ورکړي، ورځ تر بلې محدودېږي.

په ورته وخت کې روسیه چې لا هم په اوکراین کې په پراخ جنګي حالت کې ښکېله ده، د ایران لپاره د مرستې کومې ځانګړې منابع نه لري.

د چټم هاوس منځني ختیځ شنونکی نیل کویلیم وایي: «په ښکاره به د روسیې او ایران اړیکې نورمال ښکاري، خو د پردې تر شا د ایران اعتماد پر روسیې ډېر کم شوی او دا خبره د دواړو اړیکو لپاره ضربه ده. تهران دا تجربه وکړه چې روسیه نور یو باور وړ متحد نه ده.»

د وسلو، ډرونونو او سوداګرۍ همکاري

روسیه له کلونو راهیسې ایران ته د وسلو اصلي تمویلوونکې ده؛ له الوتکو، هیلیکوپټرو تر هوايي دفاعي سیستمونو پورې‌ یې ډېر څه ورکړي. له ۲۰۲۲ کال راهیسې کله چې روسیې پر اوکراین یرغل وکړ، ایران له خپلې خوا "شاهد" ډرونونه روسیې ته ورکړل. دا ډرونونه وروسته روسیې د کورني تولید لپاره جواز کړل او تر ټولو زیات د اوکرایني ښارونو د بمبارۍ لپاره وکارول شول.

امریکا هم تایید کړې، چې ایران په ۲۰۲۴ کې روسیې ته بالیسټیک توغندي هم ورکړي، خو تر اوسه د هغوی د کارونې شواهد نشته. د نړۍوال بندیز لاندې ایران د روسیې او نورو غېر لوېدیځو هېوادونو (چین، ترکیې، عراق، متحده عربي اماراتو) باندې اقتصادي همکارۍ ته تکیه کوي.

د روسیې او ایران ترمنځ سوداګري هم د پام وړ ده؛ یوازې په ۲۰۲۴ کې یې ارزښت ۴.۸ میلیارده ډالرو ته رسېدلی.

۲۰کلن ستراتیژیک تړون – ژوره همکاري خو محدود ملاتړ

د روان کال په جنورۍ کې دواړو هېوادونو یو ۲۰ کلن ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ، چې د ترهګرۍ ضد، انرژۍ، فرهنګ، سایبري امنیت او مالي چارو په برخو کې همکاري تنظیموي.

خو دا تړون دفاعي ضمانت نه لري او روسیه اړ نه ده، چې د ایران په جګړه کې نظامي ملاتړ وکړي.

د روسیې چارو شنونکې اېمیلي فیرس وایي: «دواړه خواوې غواړي اړیکې ژورې کړي، خو دا تړون داسې نه دی چې روسیه دې د ایران لپاره وجنګېږي. دا د اوږدمهاله همکارۍ نښه ده، نه د دفاعي تړون.»

ایا روسیه کولی شي ایران ته مرسته ورکړي؟

د اوکراین جګړې روسیې دومره بوخته کړې، چې د ایران ملاتړ یې ډېر محدود کړی دی.

مسکو که څه هم د اسراییل او امریکايي بریدونو غندنه وکړه، خو هېڅ فزیکي یا نظامي مرسته یې ونه کړه.

فیرس وایي: «روسیه لا دمخه په اوکراین کې تر حده زیاته بوخته ده او نه شي کولی بل بحران ته داخل شي. هغوی ایران ته داسې هوايي دفاعي سیستمونه نه‌دي ورکړي، چې جګړه یې بدله کړې وای.»
کویلیم زیاتوي: «هېڅ داسې نښه نشته چې روسیې دې د ایران مرسته کړې وي. هغوی د سوریې له تجربې وروسته نه اراده لري او نه توان، ځکه هلته یې ستراتیژیکه ماتې وخوړله.»

د اتومي همکارۍ امکان شته؟

د اسراییل تر ټولو مهم هدف د ایران د اټومي تاسیساتو له منځه وړل وو.

اسراییل ادعا کوي، چې ایران د اټومي وسلو له جوړولو سره نږدې شوی و، خو د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادرې چارواکو تر اوسه شواهد نه‌دي موندلي چې تهران دا مهال بم جوړوي.

پخوانی روسي ولسمشر دیمیتري مدودیف ویلي و، چې ممکن یو شمېر هېوادونه چمتو وي ایران ته اټومي وسلې ورکړي، خو وروسته‌یې وویل چې دا د ده شخصي نظر و.

د سیمې د نفوذ له لاسه ورکول

د حماس، حزب‌الله او سوریې رژیم له ماتې وروسته، د ایران سیمه‌ییز نفوذ کم شوی.

اسراییل د حماس مشران ووژل، د لبنان جنوب او غزه‌ یې ونیوله او د بشارالاسد رژیم یې د ۲۰۲۴ کال په پای کې نسکور کړ.

کویلیم وایي: «له ۲۰۲۳ راهیسې د روسیې او ایران سیمه‌ییز نفوذ کم شوی او اوس هېوادونه امریکا ته د باور وړ شریک په سترګه ګوري، نه روسیې ته.»

له امریکا او اسراییل سره اړیکې

په داسې حال کې چې اسراییل او ایران په جګړه کې ښکېل دي، د امریکا-روسیې اړیکې هم تر فشار لاندې دي.

د امریکا بریدونه د ایران پر درېیو اټومي ځایونو د جګړې نوې څپه پیل کړه.

که څه هم شنونکي وايي، چې د روسیې او اسراییل اړیکې به پوره نه‌خرابېږي، خو دا باور هم شته چې اسراییل غواړي روسیه له ایران څخه جلا کړي.

سپینه ماڼۍ: ټرمپ به پر سوریې د لګېدلو بندیزونو د لرې کولو فرمان لاسلیک کړي

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۳۷ GMT+۱

سپینې ماڼۍ اعلان کړی، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د دوشنبې په ورځ د سوریې پروړاندې د امریکا د بندیزونو د لرې کولو په اړه یو اجراییوي فرمان لاسلیک کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویټ د یوې خبري ناستې پر مهال خبریالانو ته وویل، چې د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد ملګري، د بشري حقونو سرغړونکي، د مخدره توکو قاچاق کوونکي، له ایران سره د کیمیاوي وسلو په پروګرام کې ښکېل کسان او په سوریه کې د نیابتي ډلو پر ضد بندیزونه به لا هم پر خپل ځای وي.

ټرمپ په مې میاشت کې اعلان وکړ، چې هغه به د سوریې د بیارغونې لپاره بندیزونه لرې کړي.

لویټ منځني ختیځ ته د ولسمشر ټرمپ د وروستي سفر په لړ کې د سوریې د نوي ولسمشر احمد الشرع سره د لیدنې په اړه وویل: «هغه د یوې باثباته، متحدې سوریې ملاتړ ته ژمن دی چې له ځان او ګاونډیانو سره په سوله کې وي».

هغې زیاته کړه: «دا یوه بله ژمنه ده چې ولسمشر ټرمپ په سیمه کې د سولې او ثبات د ودې لپاره کړې ده.»

په ورته وخت کې، اکسیوس خبري وېبپاڼې د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې سپینه ماڼۍ د سوریې او اسراییل ترمنځ د احتمالي امنیتي هوکړې په اړه "ابتدایي خبرې" پیل کړي دي. دا خبرې د امریکایي او اسراییلي چارواکو له خوا هم تایید شوې دي.

د بندیزونو د لغوې او امنیتي هوکړې خبرې د سیمې د راتلونکي وضعیت لپاره مهم بدلون ګڼل کېږي. کارپوهان وایي، که دا پروسه شفافه او دوامداره پاتې شي، ښايي د سوریې د بیا رغونې او سیمې د سولې لپاره نوې دروازې پرانیزي.