افغان استادان او محصلین له ایران څخه تر راستنېدو وروسته له تیاره راتلونکي سره مخ دي

د ایران او اسراییل ترمنځ له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو په جبري ډول اېستل په بې‌سارې توګه لوړه شوې ده. په دغو کډوالو کې چې استادان، محصلین، ښوونکي او د ښوونځیو زده‌کوونکي شامل دي، له یو تیاره او ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي.

د «یو ډبلیو اېن» تعلیمي وېبپاڼې د راپور له مخې، د ایران رسمي شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۴ کال تر ډسمبر پورې له ۶۰ زرو زیات افغان محصلین په ایراني پوهنتونونو کې شامل وو.

تېر کال د تهران په یوه سیمینار کې د علامه طباطبایي پوهنتون مرستیالې ماندانا تیشیار وویل، چې په تهران کې د افغان محصلینو شمېر د کابل له محصلینو زیات دی. همداراز تر ۶۰۰ زرو زیات افغان ماشومان په ایراني ښوونځیو کې شامل دي.

د کډوالو نړۍوال سازمان (IOM) د جون په۳۰مه یوه راپور کې وویل، چې یوازې په تېره میاشت کې له ۲۵۶ زرو زیات افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته راستانه شوي، یو داسې هېواد ته چې د بېرته ستنېدونکو د منلو وړتیا نه لري.

د ایران حکومت د مارچ ۲۰مه نېټه وروستۍ مهلت ټاکلې وه چې ټول بې‌اسناده افغان کډوال دې له دې هېواده ووځي. له همدې کبله د اپرېل له میاشتې راهیسې د افغان کډوالو وتنه ګړندۍ شوې او په جون کې خپل وروستي حد ته رسېدلې ده.

یوازې د جون په ۲۵مه، یعنې د امریکا له خوا د ایران پر اټومي تاسیساتو تر برید دوه ورځې وروسته، ۲۸ زره افغانان له ایرانه راستانه شوي.

بلخوا، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د جون ۲۶مه ویلي چې یوازې په یوه ورځ ۳۶،۱۰۰ افغانان له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې استازي عرفات جمال ویلي، چې د ایران او اسراییل ترمنځ ۱۲ ورځنۍ جګړې له امله له ایرانه د وتونکو افغانانو شمېر له ۵ زرو څخه شاوخوا ۲۰ زرو ته لوړ شوی.

نوموړي ویلي، چې دا حالت یوازې د جګړې پایله نه، بلکې یوه روانه لړۍ ده چې پکې ګڼ شمېر افغانان ځورول کېږي، شړل کېږي یا د مجبورۍ له مخې بېرته ستنېږي.

استاد احسان حیدري چې تازه له ایرانه راستون شوی، وایي: «ایران له ۲۰۲۱کال وروسته یوازینی هېواد و چې افغان پوهانو او پرمختللي فکر لرونکو ته یې د کار او زده‌کړو امکانات برابر کړي وو، خو اوس دا دروازه هم تړل کېږي.»

نوموړی چې د کابل په یوه خصوصي پوهنتون کې د سیاسي علومو استاد و، د طالبانو له ګواښونو وروسته تهران ته تښتېدلی و، هلته یې خصوصي تدریس کاوه او د نړۍوال بورس تمه یې لرله، خو د اسنادو او اقامې له نشتوالي سره، ایراني چارواکو پرې فشار زیات کړ.

هغه وایي: «کله چې نړۍوال بورسونه بند شول او د بهرنیو تبادلو امکانات ختم شول، ایراني پوهنتونونه له نړۍ سره زموږ وروستی پل و، دا پل هم اوس نړېږي.»

ایران د کلونو راهیسې له ۳.۵ میلیونو زیات افغان کډوالو کوربه‌توب کړی، خو په وروستیو کلونو کې یې پر بې‌اسناده کډوالو فشار زیات کړی.

د ایران د علومو، څېړنو او ټکنالوژۍ وزارت په ۲۰۲۳ کال کې هغو افغان محصلینو ته د نوم‌لیکنې اجازه بنده کړه چې پاسپورټ او د تحصیل ویزې نه لري. دا بندیز تر اوسه دوام لري.

طالب چارواکي وايي، چې اوسمهال له ایرانه په ورځ کې تر لسو زرو ډېر افغانان بېرته راستېږي.

د طالبانو د کډوالو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني په یوه خبري غونډه کې وویل، چې په وروستیو درېیو میاشتو کې له ۹۰۰ زرو زیات افغانان له ایرانه بېرته راغلي، چې ډېری یې بې‌وسه، بې‌سرپناه او بې‌روزګاره دي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته زرګونه استادان یا له دندو ګوښه کړای شوي یا یې خپل هېواد پرېښی او یا هم د هغوی پر ځای د طالبانو پلویان ګومارل شوي.

یوازې په کابل پوهنتون کې تر ۱۶۰ زیات استادانو له دندو لرې کړای شوي او یا یې استعفا کړې ده، دا شمېر د هرات په پوهنتون کې تر ۷۵ استادانو رسېدلی و.

د هرات د یوه خصوصي پوهنتون پخواني مشر محمد رضازاده وویل: «موږ نه یوازې استادان له لاسه ورکوو، بلکې مفکرین، مشران او هم هغه کسان چې له نړۍ سره یې علمي اړیکې درلودې له لاسه ورکوو.»

په افغانستان کې د طالبانو د سختو تګلارو له امله د ټولنې ټول قشرونه په ځانګړې توګه ښځینه استادانې له جدي محدودیتونو سره مخ دي. د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې طالبانو د ښځو لوړې زده کړې بندې کړې او ۲۰۲۳ کې یې ښځینه محصلینو ته د طب زده کړې هم بندې کړې، اوس له ایرانه راستنېدونکې ښځینه استادانې هم له زده‌کړو او تدریس محرومې دي.

سمیه رحیمي چې په مشهد کې د سیاسي علومو یوه پخوانۍ ښوونکې وه، وایي: «په ایران کې مې کولای شول چې لږ تر لږه کار وکړم، سیمینارونه او ورکشاپونه ووینم. دلته خو حتی خپل پخواني دویم کور پوهنتون ته نشم ننوتلی.»