• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو نوې سپارښتنه: شاعران دې خپل شعرونه د هبت الله له نوي قانون سره سم ولیکي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه نن په کابل کې په یوه غونډه کې له افغان شاعرانو وغوښتل چې خپل شعرونه د طالبانو د مشر له خوا توشیح شوي نوي قانون سره سم ولیکي. نوموړی وايي، دغه قانون د شاعرانو په ګټه دی.

مولوي خیرخواه نن چهارشنبه « د چنګاښ۱۱مه» په کابل کې د مشاعرو د تنظیم په تړاو د طالبانو د مشر د توشیح شوي قانون په اړه جوړ شوي سیمینار ته ویلي چې دغه قانون د شاعرانو په ګټه دی او شاعران باید خپل شعرونه د دغه قانون مطابق ترتیب کړي.

نوموړي په دې غونډه کې وویل چې « شاعران باید د اسلامي نظام د پیاوړتیا، د هېواد د یووالي او د دښمن د سازشونو شنډولو لپاره د شعر له لارې خپل مسوولیت ادا کړي».

دغه غوښتنه وروسته له هغې کیږي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د نارنج ګل په مشاعره کې د سختو نیوکو په غبرګون کې د مشاعرو د تنظیم لپاره ځانګړې کړنلاره جوړه کړه.

سږ کال د غبرګولي میاشت کې د ننګرهار په نارنج ګل مشاعره کې د شاعرانو له انتقادي شعرونو وروسته د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت د یوه شفاهي امر له لارې په ټول افغانستان کې مشاعرې وځنډولې او د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس یې له دندې لرې کړ.

په یاده مشاعره کې یو تن شاعر د طالبانو پر مشر په غیر مستقیم ډول سختې نیوکې وکړې چې د طالبانو جدي غبرګون یې راوپاروه.

په کابل کې یوه شاعر چې دوه شعري ټولګې یې چاپ شوې، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر د نوې غوښتنې په اړه افغانستان انټرنشنل ته له نومښودنې پرته وویل، چې « که رښتیا ووایم زه خو اول په دې نپوهیږم چې دوی په دې نوي قانون کې څه ویلي، له خبرو خو یې داسې ښکاري چې یوازې باید د دوی صفت وکړو».

نوموړې زیاتوي، « نوې غوښتنه هم خندوونکې ده، اوس موږ ته یو انتخاب راپاتی دی، یا به له سره شعر نه لیکو او که یې لیکو نو هرو مرو باید د دوی ستاینه پکې وکړو».

نوموړی وايي، چې د هرې ورځې په تیرېدو په افغانستان کې فرهنګي سانسور مخ پر پراخېدو دی چې دا نه یوازې د افغانستان له فرهنګ سره لویه جفا ده بلکې په ټوله کې د افغانستان فرهنګ، کتلور او هنري ارزښتونو ته جدي زیان رسولی شي.

طالبانو د ښځو پر زده کړو، کار او نورو بندیزونو سربېره، موسیقي، هنري فعالیتونه او د ګڼ شمېر شمېر کتابونو واردول، خرڅلاو، چاب او بیا خپراوی هم بندکړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د ایران د کورنیو چارو وزیر: له نیول کېدو وروسته د افغان کډوالو راستنېدل د منلو وړ نه دي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۵۰ GMT+۱

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني ویلي، چې د افغان کډوالو د نیولو او ایران ته د بېرته راګرځېدو مساله دې د یوې منظمې پروسې له لارې تعقیب شي. نوموړی وايي، د افغان کډوالو د منظم مدیریت لپاره باید ټولې اړوندې ادارې په دې کار کې ښکيلې شي.

د ایران ایسنا خبري اژانس د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني له قوله راپور ورکړی، چې د افغان کډوالو نېول او بېرته راستنېدل دې له یوې هر اړخیزې پروسې څخه تېر شي.

اسکندر مومني وایي:«که غواړو چې افغان کډوال په منظم ډول اداره شي، نو باید ټولې اړوندې ادارې په دې کار کې ښکېلې شي. دا د منلو وړ نه ده، چې یوازې دې پولیس کډوال ونیسي او هغوی بېرته راستانه شي.»

دغه لوړ پوړي ایراني چارواکي په ټینګار سره ویلي، چې کډوالو ته د ویزې ورکولو، د کډوالو د کار او ژوند شرایطو او د هغوی د بېرته ستنېدو ټولې چارې دې له پیل څخه تر پایه په یو واحد او منظم سیستم کې تعقیب شي.

نوموړي ویلي، چې د کډوالو سازمان لایحه د حکومت له خوا تصویب شوې او پارلمان ته لیږل شوې ده. مومني ویلي، په روان کال کې تردې مهاله شاوخوا ۴سوه زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې په ایران کې د افغان کډوالو د نیولو او په جبري توګه افغانستان ته د شړلو عملیات پیل شوي دي.

دغه هېواد د تېرو څو ورځو په ترڅ کې لسګونه زره افغان کډوال د اسلام کلا او ورېښمو پله له لارې په زور افغانستان ته ستانه کړي دي.

د یوې میاشتې په اوږدو کې؛ د کندهار د معتادینو د درملنې په مرکز کې لس تنه مړه شوي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۴۴ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د کندهار د تخته پل ولسوالۍ په یوه پخواني نظامي مرکز کې، چې په نېشه روږدي کسان پکې ساتل کیږي، د روغتییايي امکاناتو او په کافي اندازه د روغتيايي پرسونل د نشتوالي له امله په تېره یوه میاشت کې لس کسان مړه شوي دي.

سرچینو د چارشبنې په ورځ، د چنګاښ پر ۱۱مه افغانستان انټرنشنل -پښتو ته وویل، چې د طالبان په کندهار ښار او ولسوالیو کې په نشه روږدي کسان تر نیولو وروسته دغه مرکز ته چې درمل، مسلکي روغتیا پالان او کافي خواړه نه لري، د درملنې لپاره انتقالوي.

یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، وايي:«دا روغتون نه دی بلکې زندان دی، هیرویینان د سختو دردونو له امله مړه کیږي او د هغوی جسدونه له دې مرکز څخه دباندې غورځول کیږي. سلګونه کسان دلته بندیان دي، نه سمه دوا ورکول کیږي، نه سمه ډوډۍ ورکول کیږي.»

دغه په نشه روږدي کسان د کندهار د تخته پل ولسوالۍ په یوه پخوانې نظامي مرکز کې ساتل کیږي. دغه مرکز د تېر جمهوري نظام پرمهال د نظامي زده کړو لپاره جوړ شوی و.

سرچینې وايي، په نشه د روږدو کسانو په دغه مرکز کې د روغتون په ډول هېڅ اسانتیاوې نشته او د زندان بڼه لري.

100%

د کندهار له عامې روغتیا ریاست څخه هم سرچینو افغانستان انټرنشنل ته منلې، چې طالبان په نشه د روږدو کسانو د درملنې لپاره کافي درمل او روغتیا پالان نه شي چمتو کولای، چې له دې امله په هره اونۍ کې له دوو څخه تر دریو پورې په نشه روږدي کسان په دغه مرکز کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي، چې طالبان په نشه د روږدو کسانو د درملنې په نوم دغه مرکز کې له اتو سوو څخه ډېر کسان ساتي.

طالبان وايي په کندز کې یې ۵۰۳ جریبه غصب شوې دولتي ځمکه را ګرځولې

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېده ګۍ ځانګړې محکمې د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په حلقه کول سیمه کې له څیړنو وروسته پریکړه وکړه چې دغلته څه باندې ۵۰۳ جریبه ځمکه دولتي ده او باید د دولت ملکیت وګرځول شي.

یاد وزارت نن چهارشنبه « د چنګاښ۱۱مه» په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې « د امارتي زون د ځانګړې محکمې دغه پریکړه د ځمکو د غصب د مخنیوي قانون د ۱۷مې مادې له مخې کړې ده».

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، محکمې د اسنادو، املاکي دفترونو او اړوندو ادارو له څېړلو وروسته دا پریکړه وکړه چې یاده ځمکه باید د غصب مخنیوي کمیسیون ته وسپارل شي، څو له هغوی سره د ځمکو په بانک کې ثبت او په قانوني ډول ترې استفاده وشي.

په خبره پاڼه کې ویل شوي چې د طالبانو د پالیسۍ له مخې ، د غصب شویو دولتي ځمکو د بیرته راګرځولو لړۍ په ټولو ولایتونو کې په چټکې روانه ده او د همدې هدف لپاره په څلورو زونونو کې ځانګړې محکمې او په هر ولایت کې تخنیکي پلاوي هم ټاکل شوي دي.

پاکستان د سیپېک تر چتر لاندې له افغانستان سره سوداګري پراخوي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۲۱ GMT+۱

د پاکستان د ټرانسپورټ او ارتباطاتو وزیر د شانګهای همکارۍ سازمان د ترانسپورټ وزیرانو په غونډه کې ویلي، چې پاکستان له افغانستان سره د سیمه ییزې سوداګرۍ او ترانسپورټي دهلېزونو پراختیا ته ژمن دی.

عبدالعلیم خان ویلي، چې پاکستان د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز له لارې د لویو لارو په برخه کې پرمختګ کړی او غواړي دغه پرمختګ د افغانستان او نورو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراخولو لپاره وکاروي.

نوموړي د شانګهای د همکارۍ سازمان په ناسته کې ویلي:«پاکستان غواړي له افغانستان او ایران سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او د دغه هدف لپاره نوې سوداګریزې لارې او دهلېزونه رامنځته کوي، چې کولی شي د پاکستان د اقتصاد د ملا تیر جوړ کړي.»

د پاکستان د ټرانسپورټ او ارتباطاتو وزیر د ازبکستان ـ افغانستان ـ پاکستان د ریل پټلۍ پروژه د سیمې د پرمختګ لپاره مهم ګام بللی دی.

عبدالعلیم خان ویلي:«د سیمې پرمختګ یوازې د دوه اړخیز باور، همکارۍ او عصري شبکو له لارې ممکن دی.»

نوموړي ژمنه کړې ده، چې پاکستان به افغانستان او نورو هېوادونو سرره د نښلوونکي ترانسپورټي سیستم پر جوړولو کار ته دوام ورکړي.

طالبانو دایکندي کې سلمانیو ته له «غیر اسلامي موډلونو» د ډډې کولو سپارښتنه کړې

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۰۴ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د دایکندي ولایت د سلمانيانو له مسوولینو سره په تازه ناسته کې د اسلامي اصولو د تطبیق لپاره نوې لارښوونې کړې دي. طالبانو له سلمانیو غوښتي چې له «غیراسلامي موډلونو» ډډه وکړي.

په دې ناسته کې د یاد وزارت استازو ټینګار کړی چې لوېدیځ هېوادونه هڅه کوي د پردیو فرهنګونو په ترویج سره د اسلامي ټولنو ارزښتونه او هویت زیانمن کړي. د دوی په باور، دا فرهنګي یرغل باید د اسلامي اصولو په تطبیق سره دفع شي.

یاد وزارت له سلمانیو وغوښتل چې له «غیراسلامي ماډلونو» ډډه وکړي او اسلامي احکامو ته ژمن واوسي.

دغه ډول محدودیتونه په داسې حال کې وضع کېږي چې د هېواد په ډېرو برخو کې خلک له وړاندې د بیان او فکري ازادۍ او ظاهري انتخابونو له محدودیت سره مخ دي.

په دې ناسته کې د طالبانو د محتسبینو له خوا د «اسلامي شریعت» په چوکاټ کې د روزنیزو پروګرامونو د پیل ژمنه شوې.

که څه هم طالبان دا هڅې د اسلامي هویت د ساتنې لپاره اړینې بولي، خو منتقدین یې وايي چې دا ډول اقدامات د ټولنې پر طبیعي تکامل، فردي ازادیو او فرهنګي تنوع منفي اغېز کوي.