طنز؛ د ملایانو کارونه او د برق لوڅ تارونه؟

سالار اکا: حاجي سپينه دا زموږ ګاونډي وروڼه مو ولې پر ارامه نه پرېږدي؟ حاجي سپین: (په غوږو دروند دی) کوم د مور مېړونه؟ سالار: (په خندا او لوړ اواز) د مور مېړونه نه یادوم، ګاونډي وروڼه. (دواړه خاندي)
سالار اکا: حاجي سپينه دا زموږ ګاونډي وروڼه مو ولې پر ارامه نه پرېږدي؟ حاجي سپین: (په غوږو دروند دی) کوم د مور مېړونه؟ سالار: (په خندا او لوړ اواز) د مور مېړونه نه یادوم، ګاونډي وروڼه. (دواړه خاندي)
حاجي سپين: ښه ښه ګاونډيان یادوې؟ دا خو ګاونډیان نه دي سم لېوان دي، زموږ له خلکو سره یې سخت ظلم شروع کړی، هره ورځ زموږ زرګونه بېوزله کډوال په زور راشړي.
سالار اکا: نو دا خو ستا خبره رښتیا د مور مېړونه دي.
حاجي سپين: (چورت یووړ او چت ته یې وکتل) متل دی وايي کله چې مور مېره شي پلار پلندر شي، زموږ مور هغه پخوانۍ مهربانه مور ده؛ خو بچیانو یې خپله پر پردیو خرڅه کړې او په لوی لاس یې ځان ته پلندر جوړ کړی دی، یو پلندر هم نه، څو پلندره
سالار اکا: (جدي) دا څه ګډې وډې وايې؟ کومه مور او کوم پلندر؟
حاجي سپین: (لږ جدي) یاره سالاره ستا دا هم سر نه دی سم کدو دی. همدا وطن یادوم، ولې وطن مور نه وي؟
سالار: (لږ په خجالت) ښه ښه وطن یادوې، رښتیا هم وطن خو مور وي.
حاجي سپین اکا: (په خفګان) دا نیمه پېړۍ کېږي، چې زموږ وطن د ګاونډیو په لاس ورغلی دی.
سالار اکا: نو ملایان خو وايي، چې په اسلام کې سرحد نه شته او د مسلمانانو ټول وطنونه یو وطن دی.
حاجي سپين: نو ستا څه خیال دی، چې ملایان دروغ وايي؟ ملایان بلکل رښتیا وايي، دا دی ته یې وینې چې سرحد نه شته. نه وینې چې ګاونډیان مو کور ته را اوښتي دي؟ چا مو کانونه لوټ کړل، چا مو په اوبو دعوه کړې ده، چا مو مېوې راورستې کړې... بس نو څه درته ووايم.
سالار اکا: نو چې په اسلام کې سرحد نه شته موږ ولې ګاونډیو هېوادونو ته نه شو ورتلای؟
حاجي سپين: زموږ د کلي جبار خان خو پېژنې؟
سالار اکا: هو څنګه یې نه پېژنم.
حاجي سپين اکا: ټوله شپه یې سپی غاپي. بېګاه شپه زموږ کور ته را اوښتی و، پرله پسې یې زما د کوټې مخ ته غپل، تر سهاره مې ترې خوب نه دی کړی؛ خو زه په خپل کور کې له ډاره ټوخلی هم نه شم، نو زموږ ګاونډيان هم زورور دي.
سالار اکا: نو دا خبره خو نن سهار ملا صاحب په جومات کې بیا وکړه، چې په اسلام کې سرحد نه شته، ټول مسلمانان سره وروڼه دي. ما له ځانه سره وویل، چې خبره دې سمه ده؛ خو په چا یې منې؟ موږ خو بې پاسپورټه او وېزې عربستان کې د خدای کور کعبې ته هم نه شو ورتلای.
حاجي سپين اکا: (لږ ورو) سالاره پر خوله دې لاس ونیسه! په جومات کې به له چا سره خبره نه کوې. زه او ته به په همدې حجره کې د زړه خواله سره کوو، زما دا خبره په ښي غوږ واوره! یو به د برق په تارو او بل به د ملایانو په کارو ګوتې نه وهې، دواړه خطر لري!