افراسیاب خټک: د طالبانو منځنۍ اسیا ته تګ د روسیې لپاره ستر ګواښ دی

پښتون سیاستوال افراسیاب خټک ویلي، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تل هڅه کړې چې له طالبانو سره خپل تعامل پراخ کړي، خو د روسیې د دفاع وزارت بیا د طالبانو څخه د ترهګرۍ د ګواښ خبره کړې ده.

پښتون سیاستوال افراسیاب خټک ویلي، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تل هڅه کړې چې له طالبانو سره خپل تعامل پراخ کړي، خو د روسیې د دفاع وزارت بیا د طالبانو څخه د ترهګرۍ د ګواښ خبره کړې ده.
خټک په ایکس لیکلي:«طالبان د مرکزي اسیا په لور روان دي، خو روسیه د امریکا د ډالري کڅوړو او د چین د پانګونې په مرسته نه بلکې، نو په سیاسي مانېورونو غواړي د دې ګواښ مخه ونیسي».
دغه پښتون سیاستوال زیاته کړې چې "دا وړۍ به شړۍ نه شي."
افراسیاب خټک دې ته اشاره کړې چې د روسیې او طالبانو ترمنځ پیچلې اړیکې د سیمې د امنیت لپاره جدي ننګونې رامنځته کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنېټ، په افغانستان کې د رسنیو لپاره د طالبانو نوی طرزالعمل، په ځانګړې توګه د سیاسي بحث خپرونو پر وړاندې د تازه محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او دا ګړنلاره یې غندلې ده.
نوموړي ویلي، چې دا پالیسي د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو ته درنه ضربه ده. هغه د طالبانو دا اقدام د مطبوعاتو د ازادۍ لپاره یوه تور ورځ بللې او ویلي یې دي چې دا د سانسور او استبداد د پراخېدو نښه ده.
ریچارډ بېنېټ په خواله رسنۍ ایکس لیکلي: « د طالبانو دا نوې پالیسي، چې د رسنیو پر وړاندې سخت محدودیتونه وضع کوي، خورا اندېښمنوونکې ده. دا په افغانستان کې د بیان آزادۍ د شاته غورځولو یو بل ګام دی، چې د هېواد رسنیزه فضا لا پسې تریخوي.»
د دغه نوي طرزالعمل په اړه د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسولین وایي، د دغو نویو مقرراتو موخه د «بې پرېتوب ساتنه» او «د اسلامي ارزښتونو مراعات» دی. په دې طرزالعمل کې طالب واکمنو ګواښ کړی، که کومه رسنۍ د دوی د حکومت، ملي یووالي یا ارزښتونو پر ضد څه خپاره کړي؛ سزا به ورکړل شي او ان دا چې د فعالیت جواز به یې لغوه شي، خو د ژورنالیستانو د ملاتړ ادارې دا پالیسي د بیان آزادۍ ته ګواښ ګڼي.
د افغانستان د ژورنالیستانو فدراسیون، د رسنیو د څار نړیوالو بنسټونو سره یوځای، دا پالیسي د خاموش سانسور یوه بڼه بللې. دوی خبرداری ورکړی چې که دغه لړۍ دوام ومومي، نو د هېواد رسنۍ به له فعالیت څخه پاتې شي.
له ۲۰۲۱م کال وروسته، چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، په افغانستان کې سلګونه رسنۍ تړل شوي، لسګونه ژورنالیستان نیول شوي او ګڼ شمېر نورو یې هېواد پرېښی دی.
جرمني د ناټو د ځواک د پراختیا په چوکاټ کې د زرګونو جنګي وسایطو د پېرلو لپاره د ۲۵ میلیاردو یورو په ارزښت د دفاعي تجهیزاتو لوی پلان جوړوي.
دا خبر بلومبرګ د یوې سرچینې په حواله ورکړی چې د دې پروژې پر جزییاتوخبر دی.
په پلان کې ده چې تر ۲۵۰۰ پورې د(جي ټي کی)بوکسر زغرهدار وسایط او تر ۱۰۰۰ پورې د لیوپارد ۲ جنګي ټانکونه واخستل شي. د دې ټانکونو یو شمېر لا دمخه اوکراین ته ورکړل شوي او هلته په جګړه کې ازمویل شوي دي.
د دفاع وزیر بورېس پیستوريوس او لوړپوړي چارواکي د دې پلان ارزونه کوي او تمه ده چې د کال تر پایه به پارلمان ته د تصویب لپاره وړاندې شي. دغه ګام د ناټو او واشنګټن له فشار وروسته اخیستل کېږي ترڅو جرمني د دفاع لپاره خپلې ژمنې چې تر ۲۰۳۵ کال پورې د ناخالص داخلي تولید لږ تر لږه ۵٪ ته رسول دي، پوره کړي.
د پاکستان د لومړي وزير شهباز شریف په لارښوونه شاوخوا ۳۵۰ افغان زده کړیالان د علامه محمد اقبال سکالرشپ پروګرام له لارې پاکستان ته رسېدلي، چې هلته به د بېلابېلو څانګو لپاره لوړې زده کړې ترلاسه کړي. دا اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعلیمي همکاریو د پراخېدو یو مهم ګام بلل شوی دی.
د پاکستان د لوړو زده کړو کمېسون د جمعه په ورځ (د چنګاښ ۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا هڅه د پاکستان – افغانستان د ولسونو ترمنځ د عملي همکاريو یو مهم پړاو ګڼل کيږي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغو محصلینو لپاره یې د پېښور په سیمه ييز دفتر کې د ښه راغلاست مراسیم تر سره کړي.
د دوی د معلوماتو له مخې، چې د دې ترڅنګ به ۲۰۲۵ کال کې ۵۰ محصلین د دوکتورا او ۱۰۰ د ماسټرۍ لپاره هم له دې افغان محصلینو سره یو ځای شي.
پاکستاني چارواکو زياته کړې، چې د علامه محمد اقبال سکالرشیپ پروګرام له لارې ۴۵۰۰ سکالرشیپونه افغان زده کوونکو ته ورکول کېږي.
په هرات ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر مولوي احمد الله متقي وایي، چې یوازې د تېرې ورځې په اوږدو کې له ایران څخه تر ۳۸ زره ډیر افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
احمد متقي زیاته کړې:« دا کډوال دهرات ولایت اسلام کلا له سرحدي دروازو څخه افغانستان ته داخل شوي چې ډیری یې هغه کسان دي چې یا خو له ایران څخه په زور شړل شوي، یا پخپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.»
دغه طالب چارواکی زیاتوي، چې په راستانه شویو کډوالو کې یو شمېر کورنۍ، ښځې، ماشومان او ناروغان هم شامل دي، او د بېرته راستنېدنې پر مهال یې د هغوی لپاره لنډمهاله اسانتیاوې برابرې کړي دي.
ایران د اسراییل سره تر ۱۲ ورځنۍ نظامي شخړې وروسته په دغه هېواد کې د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو او شړلو بهیر پیاوړی کړی، چې له امله یې هره ورځ زرګونه افغانان له ستونزو سره مخ کېږي او هېواد ته ستنېږي.
بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ استازي عارف جمال، هم ویلي چې دوی لا هم د «نه ستنولو» مشوره عملي ساتلې ده.
جمال زیاته کړې ده: « د افغانستان شرایط لا هم د ستنېدلو لپاره برابر نه دي. موږ له هېوادونو غواړو چې افغان کډوال په زور بېرته وانه ستوي.»
په همدې حال کې د جرمني د کورنیو چارو وزیر، الکساندر ډوبرینډټ،اعلان کړی چې هېواد یې هڅه کوي له طالبانو سره مستقیمې خبرې پېل کړي، تر څو هغه افغانان چې په جرمني کې په جرمونه تورن دي او د ایستلو پرېکړه پرې شوې، بیرته افغانستان ته واستول شي.
هغه د جرمني له فوکس مجلې سره په یوه مرکه کې وویل: « زما نظر دا دی چې موږ باید له طالبانو سره مستقیمې هوکړې ته ورسېږو، څو شړل (بیرته استول) ممکن شي، موږ لا هم دریمو اړخونو ته اړتیا لرو چې د طالبانو سره خبرې وکړي، خو دا باید تلپاتی حل نه وي.»
د یادونې وړ ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې له ایران او پاکستان څخه په زور د افغان کډوالو د ایستلو کچه لوړه شوې، چې دا کار د افغانستان د کډوالو وضعیت لا زیات کړکېچن کړی دی.
د سعودي عربستان دفاع وزير شهزاده خالد بن سلمان په واشنګټن کې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د غزې جګړې او دوه اړخيزو اړيکو په اړه خبرې وکړې. دغه سفر په داسې وخت کې وشو چې سعودي عربستان د سيمې د ثبات د ټينګښت لپاره خپلې ډېپلوماټيکې هڅې ګړندۍ کړي دي.
باوري سرچينو العربیه انګلیسي ته ويلي، چې شهزاده خالد د ټرمپ تر څنګ جلا جلا ملاقاتونه د دفاع وزارت له مشر پيټ هيګسېټ او د ولسمشر د منځني ختيځ ځانګړي استازي سټيو ويټکاف سره هم درلودل.
د واشنګټن او رياض ترمنځ دوه اړخيزې اړيکې او په غزه کې روانه جګړه د دغو ليدنو اصلي موضوعات وو.
همدارنګه، شهزاده خالد او پيټ هيګسېټ د يو احتمالي دفاعي تړون په اړه هم خبرې وکړې چې پرې کار روان دی.
سعودي عربستان په سيمه کې د ثبات د ټينګښت او د غزې جګړې د پراخېدو د مخنيوي لپاره خپلې ډېپلوماټيکې هلې ځلې زياتې کړې دي.