• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
تازه خبر

جرمني د روسیې د ګواښ پر وړاندې د دفاع لپاره لوی پوځي پلان جوړوي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۴۹ GMT+۱

جرمني د ناټو د ځواک د پراختیا په چوکاټ کې د زرګونو جنګي وسایطو د پېرلو لپاره د ۲۵ میلیاردو یورو په ارزښت د دفاعي تجهیزاتو لوی پلان جوړوي.

دا خبر بلومبرګ د یوې سرچینې په حواله ورکړی چې د دې پروژې پر جزییاتوخبر دی.

په پلان کې ده چې تر ۲۵۰۰ پورې د(جي ټي کی)بوکسر زغره‌دار وسایط او تر ۱۰۰۰ پورې د لیوپارد ۲ جنګي ټانکونه واخستل شي. د دې ټانکونو یو شمېر لا دمخه اوکراین ته ورکړل شوي او هلته په جګړه کې ازمویل شوي دي.

د دفاع وزیر بورېس پیستوريوس او لوړپوړي چارواکي د دې پلان ارزونه کوي او تمه ده چې د کال تر پایه به پارلمان ته د تصویب لپاره وړاندې شي. دغه ګام د ناټو او واشنګټن له فشار وروسته اخیستل کېږي ترڅو جرمني د دفاع لپاره خپلې ژمنې چې تر ۲۰۳۵ کال پورې د ناخالص داخلي تولید لږ تر لږه ۵٪ ته رسول دي، پوره کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د سعودي دفاع وزير له ټرمپ سره د غزې جګړې او دوه اړخيزو اړيکو په اړه خبرې کړي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۲۳ GMT+۱

د سعودي عربستان دفاع وزير شهزاده خالد بن سلمان په واشنګټن کې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د غزې جګړې او دوه اړخيزو اړيکو په اړه خبرې وکړې. دغه سفر په داسې وخت کې وشو چې سعودي عربستان د سيمې د ثبات د ټينګښت لپاره خپلې ډېپلوماټيکې هڅې ګړندۍ کړي دي.

باوري سرچينو العربیه انګلیسي ته ويلي، چې شهزاده خالد د ټرمپ تر څنګ جلا جلا ملاقاتونه د دفاع وزارت له مشر پيټ هيګسېټ او د ولسمشر د منځني ختيځ ځانګړي استازي سټيو ويټکاف سره هم درلودل.

د واشنګټن او رياض ترمنځ دوه اړخيزې اړيکې او په غزه کې روانه جګړه د دغو ليدنو اصلي موضوعات وو.

همدارنګه، شهزاده خالد او پيټ هيګسېټ د يو احتمالي دفاعي تړون په اړه هم خبرې وکړې چې پرې کار روان دی.

سعودي عربستان په سيمه کې د ثبات د ټينګښت او د غزې جګړې د پراخېدو د مخنيوي لپاره خپلې ډېپلوماټيکې هلې ځلې زياتې کړې دي.

روسیې پر کییف د میزایلو او بې‌پیلوټه الوتکو پراخه بریدونه کړي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۵۸ GMT+۱

چارواکو ویلي، روسیې د شپې ناوخته پر اوکراین د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو پراخه بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې د پلازمېنې کییف یوه هستوګنیزه ودانۍ ویشتل شوې، ددغه بریدونو له امله تر اوسه د مرګ ژوبلې جزیات ندي خپاره شوي.

د کېیف انډپېنډينټ خبري شبکې خبریالانو راپور ورکړی، چې د شپې شاوخوا ۱۰ بجې (د سیمه‌ييز وخت له مخې) په پلازمېنه کې د څو پرله‌پسې چاودنو غږونه اورېدل شوي، او دغه بریدونه د جولای تر څلورمې سهاره پورې دوام درلود.

د اوکراین هوايي ځواک تایید کړې چې روسیې شاوخوا ۱۲:۳۰ بجه د شپې کییف ته یو بالستیک میزایل توغولی، او ورپسې یې نږدې ۲:۳۰ بجې نور بریدونه هم ترسره کړي.

د کییف ښاروال ویټالي کلیچکو په وینا، برید درنه مرګ‌ژوبله یا پراخ تاوان نه لري، خو زیاته کړې یې ده چې د پېښې بشپړې جزيیات لا هم تر تایید لاندې دي.

پوتین ټرمپ ته: روسیه په اوکراین کې له خپلو اهدافو نه تېرېږي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۲۶ GMT+۱

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې روسیه به په اوکراین کې د جګړې موخې تعقیب کړي او له هغو نه شاته کېږي.

د کرملین سلاکار یوري اوشاکوف ویلي، دواړو مشرانو د اوکراین جګړې او د منځني ختیځ وضعیت په اړه خبرې کړي، او ټرمپ یو ځل بیا پر اوربند ټینګار کړی دی.

پوتین ویلي چې روسیه د شخړې سیاسي حل غواړي، خو د شته وضعیت د اساسي لاملونو پر ضد به خپل دریځ نه پرېږدي.

دغه خبرې په داسې حال کې شوي چې روسیې په تازه بریدونو کې د اوکراین زیربناوې بمبار کړيچې ملګي وګړو ته پکې هم مرګ ژوبله اوښتې.

ټرمپ خبریالانو ته ویلي، چې له پوتین سره د جګړې د پای ته رسولو په اړه یې هیڅ پرمختګ نه دی کړی.

طالبان وايي چې روسیه به د دوی حکومت په رسمیت وپېژني

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د روسيې سفیر دیمیتري ژیرنوف له امیر خان متقي سره په لیدنه کې د روسیې د حکومت پرېکړه اعلان کړې چې له مخې به یې روسیه د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د روسیې په تړاو دا ډول څرګندونې کوي؛ بلکې له دې وړاندې هم طالبانو د روسیې له خوا د رسمیت پېژندنې اعلان کړی و.

د یادې موضوع په تړاو د روسیې حکومت په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

امریکا پر ایران او حزب‌الله نوي بندیزونه ولګول

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۳۵ GMT+۱

د امریکا خزانې وزارت د پنجشنبې په ورځ لسګونه کسان او ادارې، چې له ایران او په لبنان کې ددغه هېواد د ملاتړې ډلې سره تړاو لري، د بندیزونو لیست ته ور زیات کړل. د بندیزونو په نوملړ کې د لبنان یو شمېر وګړي هم شامل دي، چې د «القر‌ض‌الحسنه» بنسټ سره تړلي بلل شوي دي.

همداراز، یو شمېر ترانسپورټي، د کښتۍ چلونې، پیټروکیمیاوي او د پانګه‌والو شرکتونه چې په ایران، متحده عربي امارات، لبنان، ترکیه، پاناما، هند او مارشال ټاپوګانو کې دي، هم تر بندیزونو لاندې راغلي دي.

د دغو بندیزونو له مخې، ځینې ادارې د حزب‌الله له مالي پروګرامونو سره د تړاو یا د ایران د نفتو او پیټروکیمیاوي صادراتو کې د ګډون له امله هدف ګرځول شوې دي.

د اریا سینا کنټرول په نوم د نړیوال تخنیکي تفتیش شرکت او د فرشته دریای اسیا د بیړۍ چلونې شرکت هم د بندیزونو لېست کې شامل شوي دي.

همداراز، محمد سلیمان بدیر، عماد محمد بیز، سامر حسن فواز، نعمه احمد جمیل، علی محمد کرنیب، عیسی حسین قصیر او علي احمد کرشت، چې ټول د لبنان اتباع دي، د حزب‌الله له قرض‌الحسنه صندوق سره د اړیکو له امله تر بندیزونو لاندې راغلي دي.