له مسکو سره نږدې اړېکې لرونکی افغان سوداګر کمال نبيزاده افغانستان ته راستون شو

افغان سوداګر کمال نبيزاده چې له مسکو سره نږدې اړیکې لري، د پنجشنبې په ورځ مزارشريف ته راستون شو او د طالبانو د بلخ والي محمديوسف وفا لهخوا يې تود هرکلی وشو.

افغان سوداګر کمال نبيزاده چې له مسکو سره نږدې اړیکې لري، د پنجشنبې په ورځ مزارشريف ته راستون شو او د طالبانو د بلخ والي محمديوسف وفا لهخوا يې تود هرکلی وشو.
نبيزاده چې دوه کاله يې په روسيه کې تېر کړي، د ۱۴۰۱کال په غبرګولي میاشت کې د امريکا د خزانې وزارت له لوري د پيسو مینځلو او د ايران د سپاه قدس لپاره د تېلو قاچاق له امله تر بنديزونو لاندې راغلی و.
هغه له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې دا تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې امريکا دا بنديزونه د روسيې پر ضد د فشار لپاره لګولي.
د نوموړي راستنېدنه وروسته له هغې شوې، چې روسيې طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په توګه وپېژندل.

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون ویلي، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر دوام لري او هره ورځ نږدې شل زره افغان کډوال له ایرانه راستانه کړل کیږي.
دغه کمېسیون د شنبې په ورخ ویلي، چې له ایران څخه راستانه کړل شوي کډوال په موقت پنډغالي کې ځای پر ځای کوي او تر مرستو ورکولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته لېږدول کیږي.
د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون د معلوماتو له مخې، تېره ورځ د هرات ولایت د اسلام کلا او نیمروز ولایت د ابریښم پله له لارې ۱۶۷۶۸ افغان کډوال له ایران څخه او ۱۰۵۱ نور کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې له پاکستان څخه راستانه کړل شوي دي.
طالبانو پر خیریه بنسټونو او سوداګرو غږ کړی، چې له ایران څخه د راستنېدونکو کډوالو سره دې مرستې وکړي.
پر همدغه مهال په نمیروز کې د طالبانو د والي د دفتر رییس محمد حامد ابراهیم د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره خبرو کې ویلي، چې د تېرې اونۍ راهیسې نیمروز ته له ایران څخه د افغان کډوالو شړلو بهیر چټک شوی.
نوموړی وايي:« مخکې په ورځ کې له ۳۰ څخه تر ۵۰ کورنۍ ایران څخه راستنېدلي خو اوس دا تېره ورځ تر ۳۰۰۰ کورنۍ له ایران څخه د ابریښم پله له لارې هېواد ته راستنې شوي.»
ایران له اسراییل سره تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته د افغان کډوالو شړلو عملیات پیل کړل او هره ورځ زرګونه افغان کډوال په زرو افغانستان ته ستنوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ او ګڼو نورو سازمانونو په ډېر شمېر کې د افغان کډوالو د رستنولو او هغوی لپاره د مرستو د کمښت په اړه اندېښنې ښودلي دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اقتصادي همکاریو سازمان ۱۷مه سرمشریزه کې ویلي، چې د افغانستان د خلکو د امنیت، سولې او پرمختګ لپاره ملاتړ اړین دی نوموړي له ګډونوالو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره دې ګډ ګامونه پورته کړي.
اردوغان د جمعې په ورځ د اذربایجان په خان کندي ښار کې د اقتصادي سازمان ۱۷مې سرمشریزې ته د وینا پرمهال د اسراییل له خوا د تهاجمي سیاستونو پلي کولو ته هم غبرګون ښودلی او وايي، چې دا ډول سیاستونه د سیمي سوله او ثبات ګواښي.
اردوغان ویلي:« موږ نه د فلسطین له موضوع پر شا کېدای شو او نه هم د نتنېاهو د حکومت په وړاندې چوپ پاتې کېدای شو چې زموږ سیمه د وینو په سمندر بدلوي.»
د اقتصادي همکاریو سازمان ۱۷مه غونډه تېره ورځ د ترکیې، اذربایجان، ایران ازبکستان، قرغزستان، تاجکستان او پاکستان د مشرانو په شتون کې د اذربایجان په خان کندي ښار کې ترسره شوه.
دغه غونډې ته د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم وربلل شوی و.
د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، په بلوچستان صوبه کې د کوکنارو تولید زیات شوی، چې دا چاره له ترهګرۍ او د حکومت له واکه وتلو سیمو سره ژور تړاو لري. په پاکستان کې د کوکنارو پر ضد مبارزه باید د ترهګرۍ او ناامنۍ د له منځه وړلو یوه مهمه برخه وي.
زلمي خلیلزاد د شنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې وړاندې یې هم په پاکستان کې د کوکنارو د تولید د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی و. نوموړی وایي، دا زیاتوالی ښايي د پاکستان په ناامنه سیمو، د ترهګرۍ فعالیتونو او د حکومت له واکه وتلو سیمو سره تړاو ولري.
نوموړي خبراری ورکړی او وايي:« که دا ستونزې جلا جلا ونه څېړل شي، ښايي یو بل پیاوړي کړي او لا پراخې شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې بلوچستان له اوږدې مودې راهیسې د حکومت د کمزورې واکمنۍ له امله د نامنیو او ترهګریزو برېدونو تر سیورې لاندې دی او په دغه صوبه کې د کوکنارو تولید نه یوازې اقتصادي ستونزې زیاتې کړي، بلکې د نشه یی توکو کاروبار ته یې هم زمینه برابره کړې ده.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د باکو له نړیوال بحري بندر څخه د لیدنې پرمهال د دې بندر له لارې اروپا ته د افغانستان د صادراتو لپاره د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کړې ده. اذربایجاني چارواکو هم ویلي چې افغانستان د خپلو صادراتو لپاره د باکو بندر کارولی شي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د شنبې په ورځ پر اېکس پاڼې لیکلي، چې ملا عبدالغني برادر د اذربایجان هېواد د باکو بحري بندر له لارې اروپا ته د افغانستان د صادراتو لپاره د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د باکو بندر او د دغه هېواد د اوسپنې پټلۍ مسولینو طالبانو ته د افغانستان صنعتي توکو، کرنیزو محصولاتو او کاني توکو د صادراتو لپاره د دغه بندر کارونې ته چمتوالی ښودلی دی او همدارنګه اذربایجاني چارواکو د اوسپنې پټلۍ په وسیله د ایران له لارې روسیې ته هم د افغانستان د سوداګریزو توکو د انتقال لپاره چمتوالی ښودلی دی.
طالبان وایي، چې د باکو بحري بندر له لارې د ګډې سوداګرۍ او ترانزیټ د رامنځته کولو او اسانتیاوو په موخه یې په دغه بندر کې د سوداګرۍ لپاره د امکاناتو او ترانسپورټي لارو د اروزنې په موخه کډې تختیکي کمېټې هم ټاکلي.
رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا د ټکساس ایالت په ګوادلوپ سیند کې د سختو بارانونو له امله ناڅاپي سیلاب راغلی، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه شوي او لسګونه نور لا درکه دي. چارواکي وایي، په ورکو کسانو کې له ۲۳ تر ۲۵ هغه نجونې هم شاملې دي چې د اوړيکمپ ګډونوالې وې.
د ژغورنې عملیات روان دي او د ټکساس والي ژمنه کړې چې د ټولو ممکنه سرچینو څخه به کار واخیستل شي.
ولسمشر ټرمپ هم ویلي، له متضررینو به پوره پاملرنه وشي.
چارواکي زیاتوي چې سیلاب د لمر له راختو وړاندې راغلی او دومره ناڅاپي و، چې د تخلیې د امر ورکولو لپاره وخت نه و.