• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خلیلزاد: په پاکستان کې د کوکنارو تولید له ترهګرۍ او ناامنۍ سره تړاو لري

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۲۷ GMT+۱

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، په بلوچستان صوبه کې د کوکنارو تولید زیات شوی، چې دا چاره له ترهګرۍ او د حکومت له واکه وتلو سیمو سره ژور تړاو لري. په پاکستان کې د کوکنارو پر ضد مبارزه باید د ترهګرۍ او ناامنۍ د له منځه وړلو یوه مهمه برخه وي.

زلمي خلیلزاد د شنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې وړاندې یې هم په پاکستان کې د کوکنارو د تولید د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی و. نوموړی وایي، دا زیاتوالی ښايي د پاکستان په ناامنه سیمو، د ترهګرۍ فعالیتونو او د حکومت له واکه وتلو سیمو سره تړاو ولري.

نوموړي خبراری ورکړی او وايي:« که دا ستونزې جلا جلا ونه څېړل شي، ښايي یو بل پیاوړي کړي او لا پراخې شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې بلوچستان له اوږدې مودې راهیسې د حکومت د کمزورې واکمنۍ له امله د نامنیو او ترهګریزو برېدونو تر سیورې لاندې دی او په دغه صوبه کې د کوکنارو تولید نه یوازې اقتصادي ستونزې زیاتې کړي، بلکې د نشه یی توکو کاروبار ته یې هم زمینه برابره کړې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

افغانستان ته د سي پیک پراختیا؛ د جنوبي اسیا راتلونکي لپاره سټراټیژیک بدلون

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۲۸ GMT+۱

د چین او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهلېز« سي پیک » پروژه، چې میلیاردونه ډالر لګښت لري، د دواړو هېوادونو له لوري د سیمې لپاره یو «لوبه‌بدلوونکې» پروژه ګڼل شوې، او افغانستان ته پراختیا به یې د جنوبي اسیا د راتلونکي لپاره یو ستراټيژیک بدلون رامنځته کړي.

ایرو اېشیا ویبپاڼه په خپله تازه خپره کړې مقاله کې وایي، چې اوس دغه پروژه نوې سټراټیژیکه بڼه غوره کوي، ځکه چې چین د افغانستان او پاکستان تر منځ د سیاسي همغږۍ لپاره هڅې کوي چې د« سي پيک» پراخېدو ته یې لاره هواره کړې ده.

ویبپاڼه زیاتوي، دا پرمختګ د ۲۰۲۵ کال د می میاشتې په ۲۱مه نېټه په بیجینګ کې د درې‌اړخیزې غونډې پر مهال اعلان شو، د غونډې ګډونوال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ يي، او د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وو. دوی ژمنه وکړه چې د« یو کمربند یوه لار»نوښت کې به ګډ کار ته ادامه ورکړي او د « سي پیک » پروژه به افغانستان ته وغځوي.

په دې ناسته کې د اسلام‌اباد او طالبانو تر منځ د ۲۰۲۱ کال وروسته د لومړي ځل لپاره د سفیرانو تبادله هم وشوه، چې ددغه پروژې د زیاتې ستراتیژیکې مانا نښه بلل کېږي.

په مقاله کې راغلي،د« سي پیک » موخه یوازې اقتصادي نه، بلکې سیمه‌ییز اتصال ته هم ځانګړې پاملرنه ده. افغانستان، چې په تاریخي لحاظ سوداګریز مرکز بلل کېږي، د سیمه‌ییزو پروژو لکه« ټاپي » ګاز نل‌لیکه او« کاسا ۱۰۰۰ » برښنا لیږد پروژو لپاره مهم جغرافیایي موقعیت لري. خو د سیمې نه ثبات د دغو پروژو د بشپړېدو پر وړاندې خنډ ګرځېدلی دی.

افغانستان ته د « سي پیک » غځېدل نه یوازې اقتصادي، بلکې سټراټیژیک اهمیت هم لري. دا به د افغانستان، پاکستان او چین تر منځ د لا نږدې همکارۍ لامل شي او د سیمې د وصل او ودې لپاره به یو مهم فرصت وي.

ایرو اېشیا ویبپاڼه وایي، د بلوچستان ایالت، چې د« سي پیک » د دروازې (ګوادر بندر) کور دی، له پراخو طبیعي زېرمو سره سره د بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ او پراخېدونکې ناراضۍ سره مخ دی. ځايي خلک، شکایت کوي چې لویې پروژې یې د ژوند پر شرایطو منفي اغېز کړی دی.

ویبپاڼه وایي چې افغانستان ته د « سي پیک » د غځولو او پراختیا پرېکړه په داسې وخت وشوه، چې په سیمه کې د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی و.

مقاله زیاتوي، پاکستان او افغانستان دواړه د ګډو امنیتي ګواښونو سره مخ دي، او د دوی همکاري د ثبات لپاره اړینه بلل کېږي.

که څه هم « سي پیک » افغانستان ته پراخېدل د سیمې لپاره یو مهم بدلون دی، خو دا پروژه د امنیتي ګواښونو، سیمه‌ییز رقابت، په افغانستان او پاکستان کې د کورنیو مخالفتونو له امله د لویو خنډونو سره مخ ده. بریالیتوب به یې یوازې هغه مهال یقیني شي، چې دا پروژه ټولشموله، دوامداره او عادلانه وي، امنیت تامین شي، او ټول خلک ترې ګټه واخل.

بلاول بوټو: پاکستان په ۸۰مه لسیزه کې په افغانستان کې د وسلوالو ډلو ملاتړ کاوه

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۴۸ GMT+۱

د پاکستان پخوانی بهرنیو چارو وزیر او د پیپلز ګوند مشر، بلاول بوټو زرداري، ویلي چې پاکستان په ۱۹۸۰مه لسیزه کې د افغانستان په اړه د ځینو وسلوالو ډلو ملاتړ کړی و.

د پاکستاني رسنۍ جیو نیوز د راپور له مخې، بلاول زیاته کړې: « تاریخي شالید ته په کتو، پاکستان په ۸۰مو کلونو کې د افغانستان د وضعیت له امله د ځینو وسلوالو ډلو ملاتړ کړی و، خو دا ملاتړ یوازې د هغه وخت جغرافیایي او سیاسي شرایطو پورې محدود و.»

بلاول دا هم واضح کړه چې د یادو ډلو ملاتړ د کشمیر له موضوع سره هېڅ تړاو نه درلود، او زیاته کړې یې ده،چې پاکستان د کشمیریانو د حق غوښتنې څخه ملاتړ کوي، او دا دریځ د ملګرو ملتونو د پرېکړه‌لیکونو پر بنسټ ولاړ دی.

هغه د هندوستان او پاکستان د وروستۍ شخړې په تړاو ویلي، که هند د ترهګرو پر وړاندې اقدامات غواړي، نو باید له پاکستان سره خبرې اترې وکړي ترڅو ستونزې حل شي.

بلاول بوټو وویل: « موږ د کشمیري ولس د مشروع حقونو ملاتړ کوو، چې دا یوه سوله‌ ییزه سیاسي مبارزه ده، نه ترهګري.»

بلاول دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د پاکستان پخوانیو سیمه‌ییزو پالیسیو ته بیاکتنې روانې دي، او نړیوالو ته د وضاحت اړتیا مخ په زیاتېدو ده.

کارپوهان وايي، دا ډول څرګندونې ښيي چې د پاکستان ځینې سیاسي مشران هڅه کوي د تېر وخت پالیسۍ له اوسنيو دریځونو څخه جلا معرفي کړي، تر څو د نړیوالو باور ترلاسه کړي.

محسن داوړ: پاکستاني رسنۍ ولې د وزیرستان د وضعیت په اړه غلې دي؟

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۲۵ GMT+۱

د پاکستان د پارلمان پخواني غړي او ملي ډېموکراټیک ګوند مشر، محسن داوړ ویلي چې ولې پاکستاني رسنۍ په وزیرستان کې د تندلاریتوب او پوځي عملیاتو پر ضد روانو لاریونونو ته هیڅ ډول خبري پوښښ نه ورکوي.

هغه پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي: «په وزیرستان کې د ترهګرۍ او پوځی عملیاتو پر ضد روان اعتراضونه هیڅ رسنیز پوښښ نه‌لري. د پاکستان رسنۍ چیرته دي؟»

محسن داوړ همداراز له هغو خبریالانو او فعالانو پوښتنه کړې چې د اسراییلو پر ضد یې توند غبرګونونه ښودلي وو: « هغه خبریالان چیرته دي چې د اسراییلو پر ضد یې غوسه ښودله؟ کله چې خبره د دوی د خپل کور شي، نو ولې چوپ دي؟ دا ډول انتخابي غوسه د انصاف معیار نه شي جوړېدای. خیرات باید له خپله کوره پیل شي.»

داوړ، د پاکستان پر رسنیو تور پورې کړ چې د خپلو خلکو د کړاوونو، ژغورونکو غږونو، او بشري فریادونو پر وړاندې یا چوپه خوله دياو یا یې په قصدي ډول له پامه غورځوي.

یاده دې وي چې په شمالي وزیرستان کې د روانو نا امنیو له امله د پاکستان پوځ پرېکړه کړې چې په دغه سیمه کې د وسله والو پر وړاندې پوځي عملیات وکړي. خو نن د شمالي وزیرستان د خلکو لخوا دغه پرېکړه د یو پراخه لاریون په ترڅ کې وغندل شوه او ددغه عملیاتو کلک مخالفت یې وکړ.

د بشري حقونو مدافعین او د مدني ټولنې فعالان له وړاندې خبرداری ورکوي چې دا ډول انتخابي چوپتیا نه یوازې د بیان آزادۍ پر ضد ده، بلکې د خلکو باور هم له رسنیو او دولتي ادارو سره کمزورې کوي.

پاکستاني چارواکي: ۳۵۰ افغان زده‌کړیالان د علامه اقبال سکالرشپ له لارې پاکستان ته رسېدلي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۴۹ GMT+۱

د پاکستان د لومړي وزير شهباز شریف په لارښوونه شاوخوا ۳۵۰ افغان زده کړیالان د علامه محمد اقبال سکالرشپ پروګرام له لارې پاکستان ته رسېدلي، چې هلته به د بېلابېلو څانګو لپاره لوړې زده کړې ترلاسه کړي. دا اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعلیمي همکاریو د پراخېدو یو مهم ګام بلل شوی دی.

د پاکستان د لوړو زده کړو کمېسون د جمعه په ورځ (د چنګاښ ۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا هڅه د پاکستان – افغانستان د ولسونو ترمنځ د عملي همکاريو یو مهم پړاو ګڼل کيږي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغو محصلینو لپاره یې د پېښور په سیمه ييز دفتر کې د ښه راغلاست مراسیم تر سره کړي.

د دوی د معلوماتو له مخې، چې د دې ترڅنګ به ۲۰۲۵ کال کې ۵۰ محصلین د دوکتورا او ۱۰۰ د ماسټرۍ لپاره هم له دې افغان محصلینو سره یو ځای شي.

پاکستاني چارواکو زياته کړې، چې د علامه محمد اقبال سکالرشیپ پروګرام له لارې ۴۵۰۰ سکالرشیپونه افغان زده کوونکو ته ورکول کېږي.

پاکستاني پوځیانو په شمالي وزیرستان کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه ۳۰ وسله‌وال وژلي دي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۴۷ GMT+۱

د پاکستان د پوځ رسنیز دفتر اعلان کړی، چې په شمالي وزیرستان کې یې د یو لړ عملیاتو پر مهال ۳۰ وسله‌وال وژلي او د دوی ځینې ترهګریز پلانونه یې شنډ کړي دي. خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وسله‌وال ډیورنډ کرښې ته څېرمه د جولای په لومړۍ او دویمه نېټه وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې له‌خوا ویل شوي، چې دغه وسله‌وال یې ډیورنډ کرښې څخه د اوښتو پر مهال په نښه کړي او بیا یې وروسته د شمالي وزیرستان په حسن خېل سیمه کې چاڼیز عملیات هم ترسره کړي دي.

همدا راز ادعا شوې، چې له وژل شویو وسله‌والو څخه یې یو شمېر وسلې هم ترلاسه کړې دي.

دغو وژل شویو کسانو ته د پاکستان پوځ د «خوارجو» کلېمه کارولې، چې دوی یې «ټي‌ټي‌پي» ته مخاطبوي.

د پاکستاني طالبانو تحریک ډله په دې وروستیو کې په شمالي وزیرستان او د پښتونخوا په یوشمېر نورو سیمو کې سخته فعاله شوې او د پوځیانو پر ضد یې خپل بریدونه هم پراخ کړي دي. لا تر اوسه پورې «ټي‌ټي‌پي» د دغو ادعاوو په تړاو څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځ په خپله خبرپاڼه کې له افغانستانه غوښتي، چې د پاکستان پر وړاندې د افغان خاورې د کارونې د مخنیوي لپاره اغېزمن ګامونه واخلي.

پوځ ټینګار کړی، چې د دوی ځواکونه د هېواد د پولو د دفاع او د هند له‌خوا تمویلېدونکي ترهګرۍ د له منځه وړو لپاره ژمن دي.