جرمني کې یو افغان په ښکاري ټوپک د خپل ورور د قتل په تور محاکمه کیږي

یو ۶۹ کلن افغان د جرمني په هاناو سیمهییزه محکمه کې په دې تور محاکمه کیږي چې ادعا کېږي نږدې لس کاله مخکې یې په کندهار ښار کې خپل ورور په ښکاري ټوپک وژلی. شکمن افغان له جنورۍ راهیسې د فرانکفورت په توقیفخونه کې بندي دی.
