د اسراییل د مالیې وزیر د غزې جګړې د پالیسۍ په اړه پر نتنیاهو نیوکه کړې

د اسراییل د مالییې وزیر او د سخت درېځه مذهبي ګوند مشر بیزالیل سموتریچ د غزې تړانګې ته د مرستو پرېښودل «یوه جدي تېروتنه» بللې او وايي، دا مرستې به د حــماس لاس ته ولویږي.
د اسراییل د مالییې وزیر او د سخت درېځه مذهبي ګوند مشر بیزالیل سموتریچ د غزې تړانګې ته د مرستو پرېښودل «یوه جدي تېروتنه» بللې او وايي، دا مرستې به د حــماس لاس ته ولویږي.
د اسراییل د سخت دریځه مذهبي ګوند دغه نفوذ لرونکي وزیر پر بنیامین نتنیاهو تور لګولی، چې د اسراییل پوځ په غزه کې د حماس پر وړاندې د جګړې په تعقیب کې د حکومت د لارښوونو په تعقیبولو کې پاتې راغلی.
نوموړي د ایتلافي حکومت پرېښودو ته مستقیمه اشاره نه ده کړې، خو وايي، چې د اوس لپاره د خپلو راتلونکو ګامونو په اړه فکر کوي.
سموتریچ پر اېکسپاڼه لیکلي:« کابینې او لومړي وزیر تېره ورځ دا جدي تېروتنه وکړه چې له داسې لارې یې د مرستو داخلېدو ته اجازه ورکړه چې له حماس سره هم مرسته کوي.»
نوموړی ویلي، چې دا مرستې به د حماس لاس ته ولویږي او د جګړې پر مهال به یې د لوژستکي ملاتړ په توګه وکاروي.
پر همدغه مهال د اسراییل حکومت د مرستو د تګلارې د بدلون په اړه کوم رسمي اعلان نه دی کړی، خو د اسراییل رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد کابینې د شمالي غزې لپاره د اضافي مرستو د داخلېدو پرېکړه کړې ده.
د اسراییل د مالیې وزیر پر نتنیاهو دا نیوکه په داسې حال کې کړې، چې اسراییل له حماس سره د ممکنه اوربند او بندیانو د تبادلې خبرو په اړه نن قطر ته یو پلاوی استولی او ټاکل شوې، چې نتنیاهو به سبا له ټرمپ سره په واشنګټن کې د امریکا په ملاتړ د ۶۰ ورځني اوربند د وړاندیز په اړه خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، په غزه کې د دایمي اوربند منلو په اړه په اسراییل کې پر نتنیاهو فشارونه زیات شوي، خو د بیزالیل په مشرۍ مذهبي سخت دریځه ګوند غړي یې مخالفت کوي.