له ایران څخه اېستل شوي افغان محصلان اواستادان خپل راتلونکی تیاره ویني
د ایران له خوا د افغان کډوالو اېستلو پروګرام کې سلګونه هغه افغان محصلین او د پوهنتون استادان د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې په ایران کې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړی و.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د پوهنتون د یو شمېر استادانو له شړل کېدو، درسي موادو کې د بدلون راوستو او ښځینه استادانو ته د تدرېس اجازې نه ورکولو له امله ګڼ استادان اړشول چې نورو هېوادونو ته پناه یوسي.
احسان حیدري چې د طالبانو د ګواښونو له امله یې ایران پناه وړې وه، وايي:« ایران د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د هغو افغان استادانو لپاره یو له محدودو هېوادونو و، چې هغوی خپل علمي فعالیت ته دوام پکې ورکولی شوای. اوس دا هم له لاسه ووت».
حیدري چې د کابل په یوه خصوصي پوهنتون کې د سیاسي علومو پخوانی استاد و، په ایران کې یې د خصوصي ښوونې چارې پیل کړې وې او هیله یې لرله چې یو نړیوال بورس ترلاسه کړي، خو دا هیله یې له ایران څخه د افغان کډوالو د شړلو عملیاتو په پیلدو سره له لاسه ورکړه.
حیدري وايي:« کله چې نړیوال بورسونه بند شول او د بهرنیو تحصیلي پروګرامونو دروازې وتړل شوې ایراني پوهنتونونه یوازینی پل پاتې شو چې موږ یې له نړۍ سره نښلولو، خو اوس دا هم بندیږي.»
پر همدغه مهال یو شمېر ښځینه افغانې استادانې چې ایران ته یې پناه وړې وه او تازه له ایران نه بېرته افغانستان ته شړل شوې، د خپل تیاره راتلونکي په اړه سختې اندیښمنې دي.
د سمیه رحیمي په نوم د پوهنتون پخوانۍ استاده چې تازه له مشهده راستنه شوې، وايي:« په ایران کې مې تر لږه ورکشاپونو کې برخه اخېسته، له پوهانو سره مې بحث کولی شوای او نورې چارې مې مخ ته وړلې، دلته د خپل پخواني پوهنځي دروازې ته هم له نږدې نه شم ورتلای.»
د راپورونو له مخې، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د کابل پوهنتون له ۱۶۰ ډیر استادان او د هرات پوهنتون له ۷۵ ډیر استادان له دندو استعفا ته اړ کړل شول او یا یې هم هېواد پرې ایښی دی.
په هرات کې د یو خصوصي پوهنتون پخوانی رییس محمد رضا زاده وايي:« موږ یوازې استادان نه، بلکې مفکرین او لارښودان له لاسه ورکوو، چې له نورو هېوادونو یې تجربه راوړې وه.»
د راپورونو له مخې، د ایران د علومو وزارت له ۲۰۲۳ کال راهیسې د اسنادو نه لرونکو کډوالو پر وړاندې چلند سخت کړی دی او د پاسپورټ او تحصیلي ویزې نه لرونکو محصلینو ته په پوهنتونو کې د شمولیت اجازه نه ورکول کیږي.
چین اعلان کړی چې له اروپايي شرکتونو نه د طبي تجهیزاتو پر پیرودلو بندیزونه لګوي.دا پرېکړه د اروپايي ټولنې د هغه اقدام په ځواب کې شوې چې په اروپا کې عامه قراردادونو ته یې د چینایي شرکتونو لاسرسی محدود کړی دی.
د چین مالیې وزارت زیاته کړې، اروپایي شرکتونو ته به نور اجازه ور نه کړل شي چې د دغه هېواد له دولت سره د ځینو طبي تجهیزاتو د پیرودلو تر ۴۵ مېلیون ډالرو لوړو قراردادونو کې برخه واخلي. دا بندیزونه به سر له نن څخه وضعه شي.
د بلومبرګ د راپور پر بنسټ، اروپايي چارواکو په تېره جون میاشت کې پرېکړه کړې وه چې د دغه اتحادیې په غړو هېوادونو کې عامه قراردادونو ته د چینایي طبي تجهیزاتو جوړونکو لاسرسی محدود کړي، دا یو داسې اقدام دی چې چین یې تازه پر وړاندې خپل غبرګون اعلان کړ.
کارپوهان وايي، دا اقدامات د چین او اروپايي ټولنې ترمنځ د سوداګریزو ناندریو یوه برخه ده چې په وروستیو میاشتو کې یې شدت موندلی دی.
طالبانو دا پالیسي د پاکستاني طالبانو په اړه هم څه ناڅه عملي کړې او یو شمېر جنګیالي یې نورو سیمو ته لېږدولي. د سنکیانګ جنګیالي یې د چین له پولو هرات ته لېږدولي او ګڼو نورو جنګیالیو ته یې لاره ور کړې، چې د جګړې نورو محاذونو سوریې، یمن او سومالیا ته لاړ شي. بهرنیو جنګیالیو ته د تابعیت ور کولو مساله د پخوانیو افغان مجاهدینو د حکومت په وخت کې هم مطرح وه او د طالبانو د سقوط په ورځو کې د دې ډلې یوه مهم مخالف قوماندان عبدالحق هم ورته طرح درلوده.
د دغسې طرحې د پلي کېدو یو لامل ښايي دا وي، چې د جنګیالیو متبوعه هېوادونه د هغوی منلو ته نه چمتو کیږي او که خپله ستنیږي یا ستنېدو ته اړ اېستل کیږي، له محاکمې او قانوني تعقیب سره مخ کېدای شي. ډېری دغو جنګیالیو پښتو او وزیرستانۍ لهجه زده کړې او له بومي خلکو سره یې توپیر هم اسانه، نه دی.
د افغانستان او شوروي اتحاد د جګړې او بیا پر افغانستان د امریکا او ناټو له برید وروسته د جګړې په مخالفه جبهه کې ددغو جنګیالیو رول ټاکونکی و. هرچا چې دغه جنګیالۍ ډلې په واک کې درلودې، د سیمې په سیاستونو او جیوپولیټیک کې یې ټاکونکی رول درلود. نه طالبان دا چاره غواړي او نه ښايي روسیه وغواړي چې دا ډلې د بل چا په لاس د دو ی د نفوذ سیمې ته وغځیږي. طالبان دغه ډلې، چې د دوی د سنګرونو متحدان پاتې شوي، د احتیاط او ریزرف ځواک په توګه ساتي، چې د سیمې په امنیتي او سیاسي معادلاتو کې یې لاس بر وي. هغه سیاستونه او ابزار، چې له لسیزو راهیسې پاکستان د سیمه ییز برلاسي یا دښمنانه ځواک د دفع کولو په هدف کارول، اوس د طالبانو په واک کې دي او طالبان به یې په اسانۍ له لاسه ور نه کړي.
روسیه، چې په منځني ختیز کې یې خپل متحد بشارالاسد له لاسه ور کړی او د ایران نیابتي ډلې هم یوازې تر یمن پورې محدودې شوې، د داعش په څېر ډلو د رامنځته کېدو پر وړاندې طالبان( او حتا د طالبانو تر چتر او کنټرول لاندې لویدیځ ضد جنګیالي) یو ښه بدل ویني.
د طالبانو او بهرنیو جنګیالیو ترمنځ د شته تړونونو او اوږدې ایډیالوژیکې همکارۍ پر بنسټ، پر جنګیالیو ډلو فشار هغوی بلوا ته هڅولی شي، ځکه دا ډلې له افغانستان پرته د استوګنې لپاره بل ځای نه لري او بلوا به تر شړلو غوره لاره وګڼي. طالبانو تېرکال د پاکستان په غوښتنه دوه ځله په خوست او پکتیکا کې د یحی حقاني او سراج الدین حقاني په منځګړتوب له ګل بهادر ډلې او ټي ټي پي سره خبرې وکړې، چې له پاکستان سره یې خبرو اترو ته کښینوي او بېرته قبایلي سیمو ته ستانه شي، خو دغو خبرو اترو پایله نه درلوده.
ظاهرا داسې ښکاري، چې طالبانو خپل ګاونډ ته له داعش پرته د نورو جنګیالیو ډلو د مدیریت په تړاو قناعت ور کړی. له پاکستان پرته، چې د ټي ټي پي له اړخه اندېښنې ښيي، سیمې او نړۍ هم پر دې مساله سکوت غوره کړی.
د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د جولای پر لومړۍ نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې له افغانستان نه د ترهګرۍ د خپرېدو په تړاو د ډله ییز امنیت تړون د وروستیو اندېښنو په اړه د سپیناوي په دود وویل، چې «د ډله ییز امنیت تړون سازمان او د روسیې د امنیت شورا همکاران د هغو ترهګرو ډلو په اړه خبرې کوي چې یو وخت په افغانستان کې د ناټو تر څار لاندې میشتې وې او طالبانو لا د اپوزیسیون په توګه له هغوی سره جګړه کوله». نوموړي په روښانه ټکو وویل، چې « دا نیوکه پر افغان [طالب] چارواکو نه ده».
د روسیې له نظره، له افغانستان څخه د داعش خراسان او ددې ډلې تر چتر لاندې د منځنۍ اسیا د جهادیانو د نفوذ پراخېدل تر ټولو عاجله او جدي امنیتي ننګونه ده. داعش خراسان نه یوازې په تاجکستان او ازبکستان کې بریدونه ترسره کړي، بلکې د مسکو تر مرکزه یې د بریدونو په بڼه رېښې غځېدلې دي. دغه وضعیت مسکو دې ته اړ کړی چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د بېثباتۍ د یوې احتمالي سرچینې پر ځای، د همکارۍ یوه احتمالي ملګري په سترګه وګوري.
که څه هم طالبان پخپله د سخت دریځې جهادي ایډیالوژۍ استازي دي، خو د داعش خراسان پر ضدیې په تېرو کلونو کې ګڼ پوځي عملیات کړي او دا ډله یې ځپلې ده. له همدې امله په روسي امنیتي تحلیلونو کې دا منطق غالب شوی، چې طالبان کولای شي د داعش او ورته افراطي خوځښتونو پر وړاندې یو عملیاتي فایر وال یا خنډ جوړ کړي. دغه تعامل په دې معنا نه دی، چې طالبان منځلاري شوي، بلکې له دې امله دی چې تر دوی خطرناکې ډلې هم شته. په دې توګه د طالبانو له رسمیت پېژندنې وروسته به د مسکو او کابل ترمنځ د همکاریو یوه مهمه برخه له داعش سره ګډه مبارزه وي.
پر امنیتي اندېښنو سربېره د لویدیځ تر فشارونو لاندې روسیه په جنوبي او منځنۍ اسیا کې ښکیلتیا ته هم اړتیا لري. په سویلي او منځنۍ اسیا کې د چین او هند په څېر سیمه ییزو لوبغاړو نفوذ او د سیپیک او د شمال-جنوب دهلیز (له روسیې، اذربایجان او ایران څخه تر هند سمندر پورې) په څېر پروژې مسکو دې ته هڅوي، چې له طالبانو سره د غیر رسمي ښکیلتیا له پړاوه یوه نوي پړاو ته داخل شي.
روسي چارواکو په تکرار ویلي، چې افغانستان د ټرانزیټ دهلیز په توګه وکارول شي، څو له دې لارې هند ته ګاز صادر کړي او یا د پاکستان له بندرونو سره سوداګري ممکنه شي.
د طالبانو او روسیې ترمنځ د انرژۍ له ټرانزیټ (نلل لیکې اوګازي دهلیزونو) نیولې د نشه یي توکو تر کنټرول پورې په مختلفو برخو کې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو د رسمي تړونونواټکل شونی دی. روسیه په سمبولیک ډول دا ښودل هم غواړي، چې که په سوریه کې د مسکو د متحد بشارالاسد پرځای د القاعدې او داعش پخوانی قوماندان محمد الشرع د لویدیز باور وړ ملګری کېدای شي، په کابل کې د لویدیز پلوه جمهوریت ځایناستی امارت ولې د مسکو ملګری نه شي کېدای.
طالبان چین او لویدیز ته سترګې پر لار دي
چین د جمعې په ورځ د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو د روسیې د پرېکړې هرکلی ووایه. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماونینګ وویل، چې « افغانستان باید له نړیوالې ټولنې ګوښه نه وي».
دغه هرکلي دا اټکل تقویه کړی، چې ښايي راتلونکی ګام چین واخلي، ځکه بیجنګ د طالبانو سفیر منلی او له دې ډلې سره سیاسي، اقتصادي او تجارتي اړیکې لري.
چین ډېری پراګماټیک سیاستونه لري، ډېر احتیاط کوي او په اوس وخت کې طالبانو ته رسمي مشروعیت ورکول ښايي د خپل «نرم ځواک» او اقتصادي نفوذ لپاره ګواښناک وګڼي. چین هڅه کوي چې د امریکا، اروپا او روسیې ترمنځ توازن وساتي او که طالبان په رسميت پېژني، دا به له لوېدیز او حتا ځینو منځلارو اسلامي هېوادونو سره، چې د طالبانو سیاستونه نقدوي، د بیجنګ اړیکې خړې پړې کړي.
پر دې سربېره د طالبانو په رسمیت پېژندل به د نورو افراطي ډلو لپاره یو ساری شي چې که واک د جګړې له لارې ترلاسه کوي، نو په رسمیت هم پېژندل کیږي. دغه پیغام کولی شي په سنکیانګ کې د اویغور جنګیالیو لپاره تشویقي بڼه ولري او دا د چین له اصلي امنیتي پالیسۍ سره په ټکر کې ده.
چین په اوس وخت کې د سینکیانګ له بېلتون پالو جنګیالیو سره د مبارزې او سي پیک پروژې د پلیتابه لپاره د طالبانو همکارۍ ته اړتیا لري، چې هم ټي ټي پي کنټرول کړي او هم د بلوڅ جنګیالیو او هند ترمنځ د اړیکو پر وړاندې دېوال شي. دغه دواړې ډلې د چین د سیمه ییزو پروژو او نفوذ لپاره ګواښ دي. دا د پاکستان غوښتنه هم ده او د اسلام اباد له اطمینان پرته به بیجنګ د طالبانو رسمیت پېژندنې ته زر زړه ښه نه کړي.
که وروستیو پرمختګونو ته په پام دا هرڅه چین له نظره وغورځوي، طالبان به یوازې هغه وخت په رسمیت پېژني، چې د سینکیانګ له بېلتونپالو سره اړیکې پرې کړي او د سيپیک او نورو پروژو امنیتي تضمین ور کړي. خو په سیمه کې یوازې چین فعال لوبغاړی نه دی، بلکې د هند په څېر یو بل لوبغاړی هم شته، چې د هند-لویدیز د ګټو استازولي کوي. د طالبانو لپاره به د چین او هند په اړیکو کې انډول یوه ستره ننګونه وي.
که چین دغسې ګام واخلي، له شک پرته، چې پاکستان او یو شمېر نور هېوادونه به هم له طالبانو سره د اړیکو او تعامل د بڼې تغییر ته وهڅیږي.
هند هم په دې صورت کې اړ وځي، چې د خپلو ستراتیژیکو او امنیتي ګټو په خاطر له طالبانو سره تعاملات له اوسنۍ بڼې راوباسي.
په دې منځ کې لویدیز، چې د افغانستان لپاره د مرستو او نړیوال مشروعیت له مخې مهم دی، لاهم د طالبانو په تړاو محتاط دی.
امریکا، اروپایي ټولنه او ملګري ملتونه تر اوسه پر طالبانو د فشار پالیسۍ جاري ساتي او یوازې تخنیکي تعاملات ورسره لري.
لویدیز څلور کاله انتظار وکړ، چې طالبان په خپلو سیاستونو او پالیسیو کې تغییر او نرمښت راولي، خو دې ډلې نه یوازې دا، چې نرمښت نه دی راوستی، بلکې پر ښځو، د بیان پر ازادۍ او نورو ټولنیزو، سیاسي او مدني ازادیو یې کړۍ نوره هم تنګه کړې ده. ګڼ لویدیز شنونکي او د بشري حقونو فعالان په دې باور دي، چې له طالبانو سره اوسنی تعامل هم د هغوی پالیسۍ او بندیزونه عادي کوي.
د روسیې له خوا د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندل که څه هم ددې ډلې لپاره مهم دیپلوماتیک بری بلل کېږي، خو یوازې یو محدود نازک سیمهییز مشروعیت رامنځته کوي.
تر هغه چې لوېدیز هېوادونه، په ځانګړې توګه امریکا، اروپایي ټولنه او ملګري ملتونه طالبان په رسمیت ونه پېژني، دا ډله به لا هم د یوه منزوي، غیر مشروع او متنازع رژیم په توګه پاتې وي. له لوېدیزه د مشروعیت نشتوالي لاملونه ښکاره دي: د ښځو پر زدهکړو او کار بندیزونه دي، د بیان ازادي محدوده شوې، ټولشموله حکومت نشته او طالبان لا هم د یو شمېر ترهګرو ډلو پالنه کوي.
د روسیې له اقدام وروسته به لوېدیز د طالبانو د پالیسیو پر وړاندې پر خپل دریځ ټینګ پاتې شي او یا به د روسیې او چین د نفوذ شنډولو لپاره د تعامل بڼه بدله کړي. خو تر دې دمه داسې هېڅ نښه نه ترسترګو کېږي چې واشنګټن یا بروکسل دې له طالبانو سره د بشپړ مشروعیت لور ته لاړ شي. نو، د روسیې له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندل که څه هم د هغوی لپاره د تسلۍ یو اقدام کېدای شي، خو د نړیوال اعتبار، پراخو مرستو او د انزوا د ختمېدو دروازه نهشي پرانیستلای.
یادونه: په افغانستان انټرنشنل -پښتو کې خپرېدونکې لیکنې او شننې د لیکوالو د نظر ښکارندويي کوي، د افغانستان انټرنشنل دریځ نه څرګندوي.