• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني سوسیال ډیموکراټ ګوند: له طالبانو سره اړیکې باید عادي یا طبیعي ونه ګڼل شي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۰۲ GMT+۱

دجرمني د سوسیال ډیموکراټ ګوندد پارلماني ډلې مرستیالې سونیا ایخوېده خبرداری ورکړی، چې له طالبانو سره مستقیمې اړیکې به هغوی ته ناحقه نړیوال مشروعیت ورکړي. هغې ټینګار کړی، چې له دغه رژیم سره اړیکې باید عادي او طبیعي ونه ګڼل شي.

افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو موضوع یو ځل بیا په جرمني کې توده شوې.

د اېس پي ډي د پارلماني ډلې مرستیالې سونیا ایخوېده له ار این ډي سره په خبرو کې وویل، چې له طالبانو سره مستقیمې خبرې به هغوی ته د نړیوال مشروعیت موقع برابره کړي.

هغې خبرداری ورکړ،چې له دغه رژیم سره اړیکه باید عادي او طبیعي ونه ګڼل شي.

پر دې سربېره هغې وویل چې د بېرته شړلو لپاره د خبرو چینلونه باید وساتل شي، خو د فریدریښ میرڅ د حکومت لپاره لازمه ده چې «ډېر حساس او محتاطانه چلند» وکړي.

ایخوېده یادونه وکړه چې د ایتلافي تړون پر اساس، افغانستان ته د بېرته شړلو اجازه شته، خو دا باید یوازې په مجرمینو او خطرناکو اشخاصو پورې محدود پاتې شي.

داې ار ډي په یوه خپرونه کې، د سوسیال دیموکرات ګوند د کورنیو چارو ویاند سباستیان فیدلر یادونه وکړه چې طالبان په نړیواله سطح د یوه ترهګر سازمان په توګه پېژندل شوي. هغه وویل چې له طالبانو سره مستقیمې خبرې « ساده مساله نه ده» او خبرداری یې ورکړ چې دا چاره ممکن د جرمني پر امنیت خطرناک اغېز ولري.

فیدلر وویل، « دا پر یوه نازکه ژۍ مزل دی».

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنر فولکر ترک ویاندې له جرمني نه د افغانانو له شړلو سره مخالفت ښودلی.

هغې وویل، « اوس مهال مناسبه نه ده، چې خلک بېرته افغانستان ته واستول شي».

د جرمني د مهاجرت فدرالي ادارې د شمېرو له مخې، د می میاشتې تر پایه نږدې ۱۱،۵۰۰ افغانان په جرمني کې د شړلو له امر سره مخ دي. یوازې په بایرن ایالت کې دا شمېر شاوخوا ۱،۹۰۰ تنه دی. خو د بایرن د کورنیو چارو وزارت وايي، د دوی ډېری یې د تحمل یا ډولډونګ سند لري، چې شړل یې تر موقت وخته ځنډول شوي.

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت تېره اونۍ وویل، چې له طالبانو سره مستقیمې خبرې پیل شي. د هغه د څرګندونو موخه داوه، چې له جرمني څخه افغان مجرمان بېرته افغانستان ته واستول شي.

خو حاکم ګوند له خپل ایتلافي سوسیال ډیموکراټ ګوندسره د ایتلافي تړون په چوکاټ کې هوکړه کړې بېرته شړنې به یوازې پر هغو کسانو تطبیقېږي چې مجرمان یا امنیت ته خطرناک وګڼل شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

باران او سېلابونه؛ ننګرهار کې یې ماشومانو ته مرګ‌ژوبله هم اړولې

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۰۲ GMT+۱

طالبان وايي چې د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د دغې ډلې په وینا، د ننګرهار په نازيانو ولسوالۍ کې د یوه کور چت پرېوتی چې پایله کې یې څلور ماشومان ټپیان شوي، خو د غني‌خېلو په روغتون کې بیا یو ماشوم ساه ورکړې ده.

د ننګرهار ولایت د طالبانو رسنیز دفتر یک‌شنبه (چنګاښ ۱۵مه) په خپل بیان کې زیاته کړېپه کوز کونړ ولسوالۍ کې سېلاب یوه ماشومه مړه کړې ده. همداراز، د بټي کوټ ولسوالۍ د دامان سیمې په یوه بله پېښه کې د کمر پرېوتو له امله دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

د طالبانو د معلوماتو پر بنسټ، سېلابونو په ګوشتې ولسوالۍ کې ۲۵۰ کورونه او شاوخوا درې زره جریبه کرنیزه ځمکه له منځه وړي دي. په لعلپورې ولسوالۍ کې هم نږدې دوه زره جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده. په نازيانو ولسوالۍ کې لس کورونه ویجاړ شوي دي.

همداراز، د ګوشتې، لعلپورې، مومندرې، کامې، شینوارو، بټي کوټ او یو شمېر نورو ولسوالیو اوسېدونکو ته هم د سېلابونو له امله مالي زیانونه اوښتي دي. د ننګرهار سېلاب‌ځپلو ته تر اوسه د طالبانو او مرسته‌‌رسوونکو بنسټونو له‌خوا مرسته نه ده رسېدلې.

د یادونې ده چې د افغانستان یو شمېر ولایتونه له تېرو څو ورځو راهیسې د سختو ورښتونو او سېلابونو شاهدان دي.

طالبانو له ازبکستان سره د ۵سوه کیلو واټه برېښنا پر لېږد خبرې کړي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۵۱ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې د دغه شرکت مشر عبدالباري عمر د یادې پروژې د کارونو د لا چټکوالي پههدف د ازبکستان د برېښنا له وزیرسره د وېډیو کنفراس له لارې خبرې اترې کړي دي.

د یادې پروژې هوکړه وړاندې د دواړو هېوادونو د اړوند ادارو ترمنځ شوې وه. که څه هم د دغه ادارې په دې اړه نور زیات جزییات نه ديورکړي، خو تمه ده چې د برېښنا د لیږد د یادې پروژې په لړ کې به ۸۰۰ میګاواټه برېښنا کابل او ختیځو ولایتونو ته ورسول شي.

که څه افغانستان دا مهال له څلورو ګاونډیو هېوادونو برېښنا پیري، خو بیا هم د کابل په ګډون د بېلابېلو ولایتونو ځینو اوسېدونکو وخت ناوختله رسنیو سره په خبرو کې د برېښنا د زیاتې پرچاوۍ په اړه شکایتونه کړي دي.

هم مهاله د طالبانو په برېښنا شرکت کې د‌ پراخ اداري فساد د شتون ادعاوې هم شته.

د عاشورا نمانځنه؛ طالبانو کابل کې مخابراتي شبکې هم پرې کړي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۵۹ GMT+۱

د کابل ښار ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشل – پښتو ته ویلي چې د یکشنبې ورځې (چنګاښ ۱۵مه) سهار راهیسې په دغه ولایت کېمخابراتي شبکې قطعه شوي دي. لامل یې په کابل ښار کې د عاشورا ورځې د نمانځلو امنیتي تدابیر ښوول شوي.

سرچینې وایي، یوازې د ځینو مخابراتي شبکو وایفای انټرنیټي خدمتونه کار کوي خو هغه هم ډېرکمزوري دي.

د کابل ښار اوسېدونکې نرګس په دې اړه وویل: «نه‌پوهیږم له نن سهاره مخابراتي شبکې کار نه کوي، موږ کور کې وایفای لرو هغه کارکوي خو د نورو ورځو پرتله یې سرعت ډیر کمزوری دی».

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې یاد شي هم ورته ستونزه تاییدوي او وايي د مخابراتي شبکو پرې کېدو له ستونزو سرهمخامخ کړي دي. د طالبانو رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو څو څو ځله یې تر دې وړاندې هم د اختر او عاشورا په ورځو کېد امنیتي تدابیرو په پلمه مخابراتي شبکې بندې کړي

د سېلابونو تازه څپې؛ د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې یې درانه مالي زیانونه اړولي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۲۵ GMT+۱

د ننګرهار ولایت یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي چې د یکشنبې ورځې سهار وختي په بېلابېلو ولسوالیو کې د بارانونو له امله سېلابونه راوتي دي. د ګوشتې،‌ مومندرې او لعلپورې ولسوالیو اوسېدونکي وایي، د دوی سیمو کې یې درانه مالي زیانونه اړولي.

سرچینو زیاته کړې چې د دغو سېلابونو له کبله په یادو ولسوالیو کې زرګونه جریبه کرنیزې ځکمې زیانمنې شوي او همدا راز یو شمېر څاروي هم لاهو شوي دي. ځایو اوسېدونکو خبر ورکړی چې یو شمېر کورونه هم د دغو سېلابونو له کبله نړېدلي دي، خو لا تر اوسه پورې د انساني مرګ ژوبلې معلومات نه‌شته.

خواله رسنیو کې د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکو نیوکې کړي چې تر اوسه پورې د طالبانو ژغورونکې ډلې سېلاب ځپلو سیمو ته نه دي رسېدلي‌ او نه هم د خلکو لاسنېوی شوی دی.

پاکستان وايي، د افغانانو لپاره د برېښنايي ویزو د «درغلۍ شبکې» ځيني غړي یې نیولي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۳۷ GMT+۱

د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې (FIA) اعلان کړی چې د ویزو د درغلۍیوه لویه ډله یې کشف کړې چې د جعلي اسنادو په کارونې سره یې افغانانو ته د پاکستان برېښنايي ویزې صادرولې. په دې قضیه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او ای‌اېس‌ای یو شمېر کارمندان هم له دې شبکې سره پر همکارۍ تورن شوي.

د یادې ادارې د ادارې په وینا، د اسلام‌اباد په جي-۸ سیمه کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې دوه افغانان نیول شوي او د شپږو نورو پر وړاندې قضیه ثبت شوې ده. دغه اداره وايي چې د پاتې کسانو د نیولو لپاره عملیات روان دي.

د پاکستان د څېړنو ادارې زیاته کړې چې دغې شبکې د اسلام‌اباد په جي ۸ سیمه کې د موټرو په نندارتونونو کې فعالیت کاوه او هغو افغانانو ته چې امنیتي ارزونې یې نه وې ترسره شوې، له قانوني بهیر له تېرېدو پرته یې له ۲۴نه تر ۴۸ ساعتونو پورې د پاکستان برېښنايي ویزې صادرولې. دا کار د امنیتي ادارو له خبرتیا پرته د جعلي ملاتړکوونکو اسنادو او معلوماتو په کارونې سره ترسره کېده.

د دغې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د دې شبکې مشري د سمېع‌الله افریدي په نوم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه کارکوونکي کوله. د پاکستان اېکسپرېس ټربیون وېب‌پاڼې په راپور کې راغلي چې له نوموړي کس سره د مطبوعاتو د معلوماتو افسر او څو نور کسا هم په دې کار کې ښکېل وو.

د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې زیاته کړې، د دې عملیاتو په ترڅ کې څرګنده شوې چې د سمېع‌الله افریدي په بانکي حساب کې ۴۰ مېلیونه پاکستاني روپۍ ثبت شوي او ګومان کېږي د ویزې درغلۍ له شبکې یې ترلاسه کړې دي.

په راپور کې راغلي چې د نیول شویو کسانو په منځ کې د افغانستان د ننګرهار ولایت اصلي اوسېدونکی عاطف احمدزی هم ښکېل دی او نوموړي د یوه سیاحتي شرکت مشري پر غاړه لرله. ویل کېږي هغه د جعلي اسنادو له لارې د افغانانو لپاره د پاکستان ویزې صادرولې.

دې شبکې د بېړنۍ سیاحتي ویزې لپاره ۷۵۰ډالر او د طبي او سوداګریزو ویزو لپاره شاوخوا ۳۵۰ډالر اخیستل. راپورونه وايي چې د دې پیسو ۸۰ سلنه د استخباراتو ادارې یا ای‌اېس‌ای کارکوونکو جیبونو ته تللي دي. نوموړې ادارې ټینګار کړی چې او د دې شبکې د ټولو غړو د نیولو هڅې روانې دي.

د پاکستان د څېړنو اداره داسې مهال د یادو کسانو د نیولو خبر ورکوي چې د دغه هېواد سیاحتي او بېړنۍ ویزې لا هم په تور بازار کې له ۸۰۰ تر ۱۲ ډالرو پلورل کېږي. همداراز د نوم‌لیکنې بهیر په ترڅ کې د ډېریو افغانانو ویزې کنسل کېږي او په دې سره د دغه بهیر د لګښت روپۍ هم د پاکستان دولت ته ځي.

د یادونې ده چې په پاکستان مېشت افغانان هم د دغه هېواد د ویزو له تمدید نه شکایتونه کوي او دوی اړ دي چې هره میاشت د زرګونو کلدارو په بدل کې ویزې تمدید کړي. د ویزو د تمدید پرمهال د ویزو نه صادرېدل او د پاکستاني پولیسو ځورول او اقتصادي وس نه لرل، نورې هغه ستونزې دي چې افغان کډوال ورسره لاس او ګرېوان دي.