• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سېلابونو تازه څپې؛ د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې یې درانه مالي زیانونه اړولي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۲۵ GMT+۱

د ننګرهار ولایت یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي چې د یکشنبې ورځې سهار وختي په بېلابېلو ولسوالیو کې د بارانونو له امله سېلابونه راوتي دي. د ګوشتې،‌ مومندرې او لعلپورې ولسوالیو اوسېدونکي وایي، د دوی سیمو کې یې درانه مالي زیانونه اړولي.

سرچینو زیاته کړې چې د دغو سېلابونو له کبله په یادو ولسوالیو کې زرګونه جریبه کرنیزې ځکمې زیانمنې شوي او همدا راز یو شمېر څاروي هم لاهو شوي دي. ځایو اوسېدونکو خبر ورکړی چې یو شمېر کورونه هم د دغو سېلابونو له کبله نړېدلي دي، خو لا تر اوسه پورې د انساني مرګ ژوبلې معلومات نه‌شته.

خواله رسنیو کې د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکو نیوکې کړي چې تر اوسه پورې د طالبانو ژغورونکې ډلې سېلاب ځپلو سیمو ته نه دي رسېدلي‌ او نه هم د خلکو لاسنېوی شوی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پاکستان وايي، د افغانانو لپاره د برېښنايي ویزو د «درغلۍ شبکې» ځيني غړي یې نیولي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۳۷ GMT+۱

د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې (FIA) اعلان کړی چې د ویزو د درغلۍیوه لویه ډله یې کشف کړې چې د جعلي اسنادو په کارونې سره یې افغانانو ته د پاکستان برېښنايي ویزې صادرولې. په دې قضیه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او ای‌اېس‌ای یو شمېر کارمندان هم له دې شبکې سره پر همکارۍ تورن شوي.

د یادې ادارې د ادارې په وینا، د اسلام‌اباد په جي-۸ سیمه کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې دوه افغانان نیول شوي او د شپږو نورو پر وړاندې قضیه ثبت شوې ده. دغه اداره وايي چې د پاتې کسانو د نیولو لپاره عملیات روان دي.

د پاکستان د څېړنو ادارې زیاته کړې چې دغې شبکې د اسلام‌اباد په جي ۸ سیمه کې د موټرو په نندارتونونو کې فعالیت کاوه او هغو افغانانو ته چې امنیتي ارزونې یې نه وې ترسره شوې، له قانوني بهیر له تېرېدو پرته یې له ۲۴نه تر ۴۸ ساعتونو پورې د پاکستان برېښنايي ویزې صادرولې. دا کار د امنیتي ادارو له خبرتیا پرته د جعلي ملاتړکوونکو اسنادو او معلوماتو په کارونې سره ترسره کېده.

د دغې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د دې شبکې مشري د سمېع‌الله افریدي په نوم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه کارکوونکي کوله. د پاکستان اېکسپرېس ټربیون وېب‌پاڼې په راپور کې راغلي چې له نوموړي کس سره د مطبوعاتو د معلوماتو افسر او څو نور کسا هم په دې کار کې ښکېل وو.

د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې زیاته کړې، د دې عملیاتو په ترڅ کې څرګنده شوې چې د سمېع‌الله افریدي په بانکي حساب کې ۴۰ مېلیونه پاکستاني روپۍ ثبت شوي او ګومان کېږي د ویزې درغلۍ له شبکې یې ترلاسه کړې دي.

په راپور کې راغلي چې د نیول شویو کسانو په منځ کې د افغانستان د ننګرهار ولایت اصلي اوسېدونکی عاطف احمدزی هم ښکېل دی او نوموړي د یوه سیاحتي شرکت مشري پر غاړه لرله. ویل کېږي هغه د جعلي اسنادو له لارې د افغانانو لپاره د پاکستان ویزې صادرولې.

دې شبکې د بېړنۍ سیاحتي ویزې لپاره ۷۵۰ډالر او د طبي او سوداګریزو ویزو لپاره شاوخوا ۳۵۰ډالر اخیستل. راپورونه وايي چې د دې پیسو ۸۰ سلنه د استخباراتو ادارې یا ای‌اېس‌ای کارکوونکو جیبونو ته تللي دي. نوموړې ادارې ټینګار کړی چې او د دې شبکې د ټولو غړو د نیولو هڅې روانې دي.

د پاکستان د څېړنو اداره داسې مهال د یادو کسانو د نیولو خبر ورکوي چې د دغه هېواد سیاحتي او بېړنۍ ویزې لا هم په تور بازار کې له ۸۰۰ تر ۱۲ ډالرو پلورل کېږي. همداراز د نوم‌لیکنې بهیر په ترڅ کې د ډېریو افغانانو ویزې کنسل کېږي او په دې سره د دغه بهیر د لګښت روپۍ هم د پاکستان دولت ته ځي.

د یادونې ده چې په پاکستان مېشت افغانان هم د دغه هېواد د ویزو له تمدید نه شکایتونه کوي او دوی اړ دي چې هره میاشت د زرګونو کلدارو په بدل کې ویزې تمدید کړي. د ویزو د تمدید پرمهال د ویزو نه صادرېدل او د پاکستاني پولیسو ځورول او اقتصادي وس نه لرل، نورې هغه ستونزې دي چې افغان کډوال ورسره لاس او ګرېوان دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه وغندل

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۱۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د روسیې له لوري پر اوکراین د بې پېلوټه الوتکو تازه بریدونه غندلي او په سملاسي توګه یې یو ځل بیا د اوربند غوښتنه کړې ده.

هغه نن یکشنبه د (چنګاښ ۱۵مه) پر اېکس پاڼه زیاته کړې: « د بریدونو له کبله د ژاپوریژیا اټومي بټۍ ته د برېښنا رسول یو ځل بیا ګډوډشوي، چې دا د اټومي خوندیتوب په تړاو دوامداره خطرونه څرګندوي».

د ملګرو ملتونو سرمنشي یو ځل بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو لپاره له ځنډ او ځنډ پرته پراوربند ټینګار کړی دی.

په دې وروستیو څو ورځو کې د روسیې له‌خوا د اوکراین پر پلازمېنه کییف او یو شمېر نورو ښارونو پراخ توغندیز او د ډرون الوتکو بریدونه شوي. د یاد هېواد د ولسمشر په وینا، د بریدونو په دغه لړۍ کې لږه تر لږه ۴۴۰ ډرونونه او ۳۲ توغندي کارول شوي دي.

خامنه‌يي د اسراییل تر بریدونو وروسته د خپل مشروعیت د بېرته راګرځېدو هڅه کوي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۱۶ GMT+۱

د ایران د دولت مشر علي خامنه‌يي له راڅرګندېدو سره جوخت، اسراییلي نشریې «اسراییل هیوم» لیکلي چې نوموړی هڅه کوي څو د دغه هېوادپر اټومي او پوځي تاسیساتو د تل‌ابیب تر هوایي بریدونو وروسته د سمبولیک او سیاسي بیرته راګرځېدو سره خپل زیانمن شوی مشروعیت بېرته ترلاسه کړي.

دغې نشریې یک‌شنبه (جولای ۶مه) د خامنه‌يي ۲۲ ورځنې غیابت ته په اشارې زیاته کړې چې د ایران۸۶ کلن مشر د اسراییل له بریدونو نه وېرېدلی او پټ و. د اسراییل هیوم په وینا، دې ناڅاپي غیابت په ایران او بهر کې د هغه د فزیکي وضعیت او ژوندي پاتې کېدو په اړه بېلابېلې تبصرې خپرې کړې وې.

یادې نشریې ویلي چې خامنه‌يي د هغه د عامه څرګندېدو دمخه یو ثبت شوی ویډیو پیغام خپور کړ او ادعا یې کړې وه چې ګواکې ایران د اسراییل او متحده ایالاتو پر وړاندې بریا ترلاسه کړې ده. دغه نشریه وړاندې وايي چې دا ادعاوې له ځمکنیو حقایقو او نړۍوالو راپورونو سره په ټکر کې دي.

اسراییلۍ نشریه د تاسوعا پر مذهبي ورځ د خامنه‌يي د بیا راڅرګندېدو لپاره په بشپړ ډول محاسبه شوې او سمبولیکه شېبه یادوي. تاسوعا چې له عاشورا نه یوه ورځ مخکې ده، د شیعه‌ګانو په تاریخ کې ځانګړی ځای لري او په ایران کې د ظلم او ایډیالوژیکي مقاومت ښودنې لپاره کارول کېږي.

اسراییلۍ نشریه دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ایران مشر علي خامنه‌یي له عاشورا وړاندې د تاسوعا په مناسبت د شیعه‌ګانو او خپلو پلویانو په مراسمو کې د خپل دفتر په حسینیه کې راڅرګند شو. په خپاره شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د هغه پلویان په شعارونو سره دی بدرګه کوي.

طالبان وایي، تېره اونۍ یې د ښځو اړوند «۲۷قضیې»‌ حل کړي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۰۲ GMT+۱

د‌ طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی چې تېره اونۍ یې د ښځو د «شرعي حقونو» اړوند ۲۷بېلابېل قضیې حل کړي دي. د دغه وزارت ویاند سېف الاسلام خېبر وایي چې په دغو قضیو کې ډېره برخه یې د زور زیاتي او جبري نکاح اړوند دي.

نوموړي د شنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۴مه) پر اېکس پاڼه لیکلي چې دوی د زور زیاتي اړوند ۱۲، د ښځو د میراث ۷، د جبري نکاح ۴ او همدا راز د مهر نه ورکړې څلور قضیو ته هم رسېدنه شوې ده. طالبان داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د همدې ډلې مشر ملا هبت الله پر ښځو سخت بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي.

د طالبانو د بندیزونو له مخې ښځې له کار، زده کړو، سفر او د ژوند په بېلابېلو برخو کې له سختو محدودیتونو سره مخ شوې دي.

کورنی تاوتریخوالی؛ کندهار کې یوې ۲۹ کلنې ښځې ځان زندۍ کړی

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۲۸ GMT+۱

له کندهار نه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې په دغه ولایت کې یوې ښځې ځان زندۍ کړی او په دې سره یې خپل ژوند پای ته رسولی دی. سرچینې د دې پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی بولي.

سرچینو یک‌شنبه د (چنګاښ ۱۵مه) زیاته کړې چې دا ښځه شاوخوا ۲۹ کلنه وه او د خپل خاوند له دویمې مېرمنې سره یې په ګډ ژوند کې ستونزه لرله. د دې ښځې خاوند هم د خپلې مېرمنې ځان‌وژنه او د پېښې لامل منلی، خو ځايي طالب چارواکو بیا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

یاده پېښه د کندهار ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې شوې ده. سرچینې د دې ښځې د هویت په تړاو نور معلومات نه دي ورکړي.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، د هېواد په ګوټ-ګوټ کې د ځان‌‌وژنې پېښې ډېرې شوي چې تر ډېره اقتصادي ستونزې، رواني فشارونه او کورنی تاوتریخوالی یې ستر لاملونه بلل کېږي.

د افغانستان انټرنشنل-پښتو د معلوماتو پر بنسټ، د تېرو څو ورڅو په ترڅ کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځان‌وژنې ۹ پېښې ثبت شوې دي. د دې پېښو تر ټولو ډېر قربانیان ځوانان دي.

همدا د تېرې اوونۍ په منځ کې له خوست نه سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی و چې د دغه ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند په « پیرمیلي» کلي کې یوه ځوان «ځان‌وژنه» کړې ده.