کورنی تاوتریخوالی؛ کندهار کې یوې ۲۹ کلنې ښځې ځان زندۍ کړی

له کندهار نه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې په دغه ولایت کې یوې ښځې ځان زندۍ کړی او په دې سره یې خپل ژوند پای ته رسولی دی. سرچینې د دې پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی بولي.

له کندهار نه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې په دغه ولایت کې یوې ښځې ځان زندۍ کړی او په دې سره یې خپل ژوند پای ته رسولی دی. سرچینې د دې پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی بولي.
سرچینو یکشنبه د (چنګاښ ۱۵مه) زیاته کړې چې دا ښځه شاوخوا ۲۹ کلنه وه او د خپل خاوند له دویمې مېرمنې سره یې په ګډ ژوند کې ستونزه لرله. د دې ښځې خاوند هم د خپلې مېرمنې ځانوژنه او د پېښې لامل منلی، خو ځايي طالب چارواکو بیا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
یاده پېښه د کندهار ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې شوې ده. سرچینې د دې ښځې د هویت په تړاو نور معلومات نه دي ورکړي.
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، د هېواد په ګوټ-ګوټ کې د ځانوژنې پېښې ډېرې شوي چې تر ډېره اقتصادي ستونزې، رواني فشارونه او کورنی تاوتریخوالی یې ستر لاملونه بلل کېږي.
د افغانستان انټرنشنل-پښتو د معلوماتو پر بنسټ، د تېرو څو ورڅو په ترڅ کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځانوژنې ۹ پېښې ثبت شوې دي. د دې پېښو تر ټولو ډېر قربانیان ځوانان دي.
همدا د تېرې اوونۍ په منځ کې له خوست نه سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی و چې د دغه ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند په « پیرمیلي» کلي کې یوه ځوان «ځانوژنه» کړې ده.


ایران په وروستیو اوونیو کې د افغان کډوالو ډلهییز اېستل چټک کړی او تر دې دمه سلګونه زره افغان کډوال له دغه هېواده اېستل شوي دي. پر افغانانو سربېره، یو شمېر ایرانیانو هم د دغه هېواد د پوځیانو له لوري له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه سختې نیوکې کړې دي.
په ټولنیزو رسنیو کې د یوه ایراني مذهبي کس ویډیو خپره شوې، چې د اخوندانو لونګۍ یې پر سر او توره چپنه یې اغوستې او د یوه مایک تر شا د خپلې وینا پر مهال له هېواده د اېستل کېدونکو افغانانو سره د ایراني پوځیانو د چلند په اړه د خپلو سترګو لیدلی حال بیانوي.
دی وايي: «یو افغان کډوال یې زما مخکې ونیوو او ما غوښتل چې د هغه د خوشې کېدو لپاره یو کار وکړم؛ خو کله چې کمپ ته ورسېدم نو سخت خواشینی شوم. زموږ پوځیان له افغانانو سره داسې چلند کوي، العیاذباالله لکه چې له حیواناتو سره چلند کوي، په دوامداره ډول یې په نظامي ,وسایلو پر سر سر وهي.»
نوموړی وايي، په یاد کمپ کې له افغان کډوالو هر څه د پوځیان له خوا اخیستل کېږي او بېرته نه ورکول کېږي.
هغه زیاتوي: «له وهلو وروسته هر څه چې ورسره په جېبونو کې وي اخیستل کېږي او بیا نه ورکول کېږي. ډېر د تاسف ځای دی. هغه هم انسانان دي.»
د نوموړي په وینا، یو بل افغان یې ولید چې پوځیانو ته یې په ژړا ویل، مېرمن یې مړه شوې او دوه واړه ماشومان یې په کور کې قلف کړي او ګاونډیانو ته یې ویلي چې کله کله د هغوی پوښتنه وکړي.
هغه وايي: «هلته وم، هلته مې حضور درلود، یو افغان یې راوست او ژړل یې؛ دوه واړه ماشومان لرم او مور یې هم په حق رسېدلې ده. هغوی مې یوه ګاونډي ته سپارلي او دروازه مې پرې قلف کړې او کلي مې ګاونډیانو ته سپارلې چې کله کله یې احوال واخلي. که ما وشړی نو زما د دغو دوو ماشومانو برخلیک به څنګه شي. یو پوځي ماسره ولېږئ چې هغوی هم له ځانه سره افغانستان ته ولېږدوم.»
د نوموړي په وینا، هر نیول کېدونکی افغان حق نه لري چې له خپل خپلوانو سره پر ټلیفون خبرې وکړي؛ څو د ځان د برخلیک په اړه هغو ته احوال ورکړي، بس له نیول کېدو دوه ساعته وروسته افغانستان ته لېږدول کېږي.
د ویلو ده، چې یو شمېر ایرانیانو له افغان کډوالو سره د دغه هېواد د دولت او په ځانګړې توګه د نظامیانو پر غېر انساني چلند سختې نیوکې کړي؛ خو ایران لا تر اوسه هم دغو نیوکو ته څه غوږ نه دی نیولی او لا هم دغه بهیر په ډېر ناوړه چلند سره دوام لري.

له بدخشان څخه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، فضل احمد پاییز چې د زیباک ولسوالۍ د «اغا خان بنسټ مذهبي قونسل» و، تېره شپه په خپل کور کې د وسله والو کسانو له خوا وژل شوی دی افغانستان انټرنشنل ته د هغه په وینو د لړلي جسد انځورونه هم رسېدلي دي.
سرچينې وايي، چې نامعلومو وسله والو د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۳مه) ماښام د تیزاب په کلي کې د فضل احمد پاییز په کور برید وکړ او له کوره څخه له اېستلو وروسته یې په ډزو وژلی دی.
د طالبانو ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
دا په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د اسماعیلي ټولنې سره د اړوندو کسانو دویمه هدفي وژنه ده.
د طالبانو له واکمنۍ راهیسې اسماعیلي ټولنه په ځانګړې توګه په بدخشان کې د زیاتېدونکي فشار سره مخ ده.
د بدخشان د یمګان ولسوالۍ اوسېدونکی او د روغتیا نړۍوال سازمان کارکوونکی سېد قیام الدین تېره میاشت په جلال اباد ښار کې له سختې شکنجې وروسته وژل شوی و.
یو شمېر راپورونه ښيې، چې دغه مذهبي ډله په ځینو سیمو کې له ګواښونو او په زور سره د مذهب بدلولو ته مجبوره شوې.
تیر کال د طالبانو ولسوال جمعه خان فاتح د نسي دروازې په سیمه کې لسګونه اسماعیلي پیروان اړ کړل، چې مذهب بدل کړي.
سرچینو ویلي، چې طالبانو په بدخشان کې د اسماعیلي پیروانو لپاره «جهادي مدرسې» جوړې کړي او سُني ملایان هڅه کوي، چې د اسماعیلي ټولنې مذهب بدل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان او نړۍ کې د اسماعیلي مسلمانانو مشر شهزاده کریم اغا خان تېر کال په پرتګال کې مړ او په مصر کې خاورو ته وسپارل شو.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په ګډون یو شمیر نړۍوالو مشرانو او نړۍوالو شخصیتونو د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل؛ خو طالبان چوپ پاتې شول.

د پاکستان حکومت د دې هېواد ټولو ولایتي او فدرالي ادارو ته لارښوونه کړې، چې د هغو ثبت شویو افغان کډوالو پروړاندې چې قانوني د کډوالۍ کارټونه (POR) لري، هېڅ ډول منفي یا زیان رسونکی اقدام ونه کړي.
افغان کډوالو هم ویلي، د هغو کسانو پروړاندې د ځورونو اقدام نه دی شوی، چې د کډوالۍ ځانګړې پاڼې لري.
دغه څرګندونې د پاکستاني چارواکو په یوه سند کې افشا شوي دي.
د کشمير او ګلګت بلتستان ایالتونو او سرحدي چارو وزارت په یوې خبرتيا کې د پاکستان د کورنیو چارو له وزارت، د پولیسو له ادارو، د اسلام اباد له امنیتي مسوولینو او اړوند ادارو څخه غوښتي، چې د کډوالۍ کارټ لرونکو افغانانو نیول او ځورول بند کړي.
په دې خبرتیا کې ویل شوي: «د پي او ار کارټ لرونکي افغان کډوالو ځورونه او نیونه باید تر هغه وخته تر سره نه شي تر څو چې د اړوند چارواکو له خوا وروستۍ پرېکړه نه وي شوي.»
د دغو ادارو چارواکو ته لارښوونه شوې، چې ټولې اړوندې ادارې باید د دوی له امر سره سم اقدام وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د پاکستان حکومت د پي او ار کارټ لرونکو افغانانو د استوګنې مودې غځولو وړاندیز د مرکزي حکومت کابینې ته د تایید لپاره استولی و.
که د مرکزي حکومت کابینه دغه وړانیز تایید کړي، نو د افغان کډوالو د استوګنې موده به د شپږو نورو میاشتو لپاره وغځېږي.
دا پرېکړه له هغې وروسته وشوه، چې د افغان کډوالو د برخلیک په اړه د لوړې کچې یوه ناسته ددغه هېواد په پلازمېنه اسلاماباد کې ترسره شوه.
په غونډه کې د سرحدي سیمو او قبایلي چارو وزارت، د کورنیو چارو وزارت، د بهرنیو چارو وزارت او د امنیتي ادارو استازو ګډون کړی و.

په اسلام اباد کې د مدني ټولنې او د افغان ښځو د حقونو فعالانو د روسیې له خوا د طالبانو د رسمیت پېژندنې له امله د روسیې سفارت ته نږدې اعتراض وکړ. دوی «طالبان جنایت کوي او روسیه یې ملاتړ کوي» په شعار سره اعتراض ته دوام ورکړ؛ خو سفارت ته نږدې پولیسو د وړاندې تګ اجازه ور نه کړه.
دوی چې د افغانستان ملي بیرغ هم له ځانه سره لېږداوه وویل، روسیې یوه "ترهګره" ډله په رسمیت پېژندلې ده.
یو شمېر مدني فعالانو ویلي، د روسیې له لوري د طالبانو په رسمیت پېژندنه ترهګرۍ ته د مشروعیت ورکړې په معنا ده او په وینا یې افغانستان اوس د سخت دریځو پر امن ځالې بدل شوی دی.
دوی همداراز د روسیې له دولته غوښتي، چې پر خپلې دغې کړې پرېکړې بیا کتنه وکړي او د روسیې له اوسېدونکو یې غوښتي، چې په دې حساس وخت کې خپله چوپتیا ماته کړي او د دغې بې عدالتۍ پر وړاندې ودرېږۍ.
د ویلو ده، چې روسیې دا څو ورځې مخکې د طالبانو اداره په رسمیت وپېژندله او دغه پرېکړه هم د طالبانو د مخالفینو، د مدني ټولنې او د بشري حقونو د فعالانو له پراخ محکومیت سره مخ شوه.
مسکو بیا ویلي، چې له ترهګرۍ او د نشه يي توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې له امله یې طالبان په رسمیت پېژندلي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي د روسیې له خوا د طالبانو رسمیت پیژندنې ته په اشارې وویل، دا ډله د خپلو مخالفو ډلو له وېشل کېدو او بې اتفاقۍ څخه ګټه اخلي. د نوموړي په وینا، خلک طالبان مشروع واکمنان نه ګڼي او جلاوطنه مشران هم خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۴مه) د افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې د طالبانو مخالفو جبهو د خپلو تېرو کړنو له امله خپل باور له لاسه ورکړی دی.
جلالي زیاته کړې، د مخالفو خوځښتونو کمزورتیا ددې لامل شوې ده چې طالبان په واک کې پاتې شي.
نوموړي د افغانستان د ملي يووالي د نشتوالي په اړه وویل، چې قومي او سيمه ييزې اړيکې لا هم په هېواد کې شته او له همدې کبله ملي اجماع ته رسېدل ناشوني دي.
هغه د سیاسي مشرانو دوه مخی چلند هم وغانده او زياته یې کړه، چې د دوی دا چلند په تېر او اوس وخت کې یو ډول روان ساتلی دی.
دغه پخواني چارواکي ټینګار وکړ، چې سیاسي جریانونه داسې یو رهبر ته اړتیا لري چې له دننه هېواد څخه راپورته شي.
هغه د طالبانو څلور کلن واک ته په اشارې وویل، چې خلکو تر اوسه دغه ډله د مشروع واکمن په توګه نه ده منلې.
جلالي زیاته کړه، چې طالبان هڅه کوي د مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره د ديني مدرسو په جوړولو سره خپل باور جوړ کړي.
نوموړي وویل، د روسیې له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندل به له دې ډلې سره مرسته ونه کړي؛ ځکه دا قدام نه شي کولی نړۍوال بندیزونه لرې کړي او یا هم نور هېوادونه دې ته وهڅوې چې د مسکو لاره تعقیب کړي.