• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییلي ځواکونو په غزه کې د مرستو پر مرکز برید کړی او ۱۰ فلسطینیان یې وژلي دي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۲۱ GMT+۱

د غزې روغتیایي سرچینو تایید کړې، چې اسراییلي ځواکونو د مرستو د وېش پر مرکز ډزې کړي چې له امله یی لس فلسطینیان وژل شوي دي.

پېښه د نتصاریم دهلېز ته څېرمه رامنځته شوې، چېرې چې خلک د امریکا او اسراییل تر ملاتړ لاندې د GHF مرستې ترلاسه کولې.

د فلسطین د روغتیا وزارت وایي، له مې میاشتې راپدېخوا د ورته بریدونو له امله لږ تر لږه ۷۴۳ تنه وژل شوي دي.

ترویج لرونکی

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ
۱

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۲

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۳

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

۴

ملا هبت‌الله وایي خلک دې د عامه تاسیساتو په ساتنه کې خپل مسوولیت ادا کړي

۵

سندونه: په کابل کې دولتي ښوونځي د ښوونکو له کمښت سره مخ دي

•
•
•

نور کیسې

د بریکس د غړو هېوادونو غوښتنه: اسراییل دې سمدستي له غزې او ټولو «اشغال» شویو سیمو ووځي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۳۱ GMT+۱

د بریکس غړو هېوادونو مشران چې دا اوونۍ د برازیل په ریو دي ژانیرو ښار کې راټول شوي، د غزې د جګړې په تړاو یې له ټولو ښکېلو خواوو وغوښتل، چې د "بېړني، دایمي او بې‌قید اوربند" لپاره له رښتیني نیت سره خبرو ته چمتو شي.

په ګډه اعلامیه کې چې د لسو غړو هېوادونو له خوا خپره شوه، ټینګار شوی چې باید اسراییلي ځواکونه له غزې او ټولو «اشغال شویو» فلسطیني سیمو په ځانګړې توګه له لوېدیځې غاړې او ختیځ بیت‌المقدس څخه، بشپړ او بې‌درنګه ووځي.

بریکس مشران د اسراییل او متحده ایالاتو له لورې پر ایران شوي بریدونه هم غندلي او ویلي یې دي، چې دا ډول اقدامات د سیمې ثبات له جدي ګواښ سره مخ کوي.

اعلامیه کې د منځني ختیځ د شخړو لپاره د "عادلانه، جامع او پایدارو حل‌لارو" غوښتنه شوې، چې باید د ټولو ملتونو حقونه، خپلواکي او د نړۍوالو قوانینو اصولو ته درناوی پکې تضمین شي.

د بریکس دغه دریځ د نړۍوالو غبرګونونو په لړ کې یو مهم اقدام بلل شوی، چې د غزې کړکېچ لپاره د جګړې د بندېدو او د سیاسي حل پر لور د تګ غوښتنه کوي.

د امریکا په ټکساس ایالت کې د سېلابونو پر مهال د ماشومانو ژغورونکی خپله ژوندی پاتې نه شو

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۰۶ GMT+۱

د امریکا په ټکساس ایالت کې د سختو ناڅاپي سېلابونو پر مهال د ماشومانو د تفریحي کمپ "کیمپ میستیک" مشر ریچارډ ډیک ایستلینډ هغه مهال مړ شو، چې هڅه یې کوله ماشومان وژغوري.

پېښه د ګواډالوپ سیند د اوبو د ناڅاپي پورته کېدو له امله رامنځته شوه، چې ګڼ کمپونه یې لاندې کړل.

ایستلینډ د کمپ یو مهربان او مسوول مشر بلل کېده، چې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره یې تر وروستۍ شېبې مبارزه وکړه.

د نوموړي مرګ د قربانۍ او اتلولۍ ژوره نښه پرېښوده.

په پېښه کې لسګونه نور کسان هم مړه شوي او ګڼ شمېر لا هم ورک دي.

د راپورونو له مخې، د ژغورنې عملیات روان دي.

ملګري ملتونه: له ایرانه ستنیدونکي افغانان له رواني فشار او نیونو سره مخ دي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۵۵ GMT+۱

ملګري ملتونه وایي، له ایران او پاکستانه تر ۱.۴ میلیونو زیات افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې ډېر شمېر یې په جبري ډول شړل شوي دي. یادې ادارې دا وضعیت د یو پراخ بشري ناورین په توګه یاد کړی او وایي، چې له ایرانه ستنیدونکي افغانان له رواني فشار او نیونو سره مخ دي.

ملګرو ملتونو (UNHCR) په خپل اېکس کې لیکلي: «راستنیدونکي افغانان له رواني فشار، نیونو، بې‌برخې کولو او له کورنیو د بېلتون کیسو سره راځي.»

دغې ادارې د ښځينه فعالینو، مذهبی لږکیو، بشري فعالانو او خبریالانو اړوند افغانستان ته د ستنیدو اندېښنه څرګنده کړې، چی دوی د لا ډیر خطر سره مخ دي.

د راپورونو له مخې، افغانستان د دې پراخ شمېر کډوالو د منلو وړتیا نه لري او دا بهیر د بې‌کارۍ، فقر او موجودو بشري اړتیاوو ستونزې نورې هم زیاتوي.

ملګري ملتونه یا UNHCR وایي، چې دوی بېړنۍ مرستې لکه نغدي مرسته، خواړه، سرپناه او روغتیایي خدمات برابروي، خو د بودیجې د کمښت له امله دا مرستې یوازې د څو اوونیو لپاره دوام کولی شي.

چین له اروپايي شرکتونو سره د طبي تجهیزاتو لوی قراردادونه له‌منځه وړي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۵۲ GMT+۱

چین اعلان کړی چې له اروپايي شرکتونو نه د طبي تجهیزاتو پر پیرودلو بندیزونه لګوي.دا پرېکړه د اروپايي ټولنې د هغه اقدام په ځواب کې شوې چې په اروپا کې عامه قراردادونو ته یې د چینایي شرکتونو لاسرسی محدود کړی دی.

د چین مالیې وزارت زیاته کړې، اروپایي شرکتونو ته به نور اجازه ور نه کړل شي چې د دغه هېواد له دولت سره د ځینو طبي تجهیزاتو د پیرودلو تر ۴۵ مېلیون ډالرو لوړو قراردادونو کې برخه واخلي. دا بندیزونه به سر له نن څخه وضعه شي.

د بلومبرګ د راپور پر بنسټ، اروپايي چارواکو په تېره جون میاشت کې پرېکړه کړې وه چې د دغه اتحادیې په غړو هېوادونو کې عامه قراردادونو ته د چینایي طبي تجهیزاتو جوړونکو لاسرسی محدود کړي، دا یو داسې اقدام دی چې چین یې تازه پر وړاندې خپل غبرګون اعلان کړ.

کارپوهان وايي، دا اقدامات د چین او اروپايي ټولنې ترمنځ د سوداګریزو ناندریو یوه برخه ده چې په وروستیو میاشتو کې یې شدت موندلی دی.

باران او سېلابونه؛ ننګرهار کې یې ماشومانو ته مرګ‌ژوبله هم اړولې

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۰۲ GMT+۱

طالبان وايي چې د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د دغې ډلې په وینا، د ننګرهار په نازيانو ولسوالۍ کې د یوه کور چت پرېوتی چې پایله کې یې څلور ماشومان ټپیان شوي، خو د غني‌خېلو په روغتون کې بیا یو ماشوم ساه ورکړې ده.

د ننګرهار ولایت د طالبانو رسنیز دفتر یک‌شنبه (چنګاښ ۱۵مه) په خپل بیان کې زیاته کړېپه کوز کونړ ولسوالۍ کې سېلاب یوه ماشومه مړه کړې ده. همداراز، د بټي کوټ ولسوالۍ د دامان سیمې په یوه بله پېښه کې د کمر پرېوتو له امله دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

د طالبانو د معلوماتو پر بنسټ، سېلابونو په ګوشتې ولسوالۍ کې ۲۵۰ کورونه او شاوخوا درې زره جریبه کرنیزه ځمکه له منځه وړي دي. په لعلپورې ولسوالۍ کې هم نږدې دوه زره جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده. په نازيانو ولسوالۍ کې لس کورونه ویجاړ شوي دي.

همداراز، د ګوشتې، لعلپورې، مومندرې، کامې، شینوارو، بټي کوټ او یو شمېر نورو ولسوالیو اوسېدونکو ته هم د سېلابونو له امله مالي زیانونه اوښتي دي. د ننګرهار سېلاب‌ځپلو ته تر اوسه د طالبانو او مرسته‌‌رسوونکو بنسټونو له‌خوا مرسته نه ده رسېدلې.

د یادونې ده چې د افغانستان یو شمېر ولایتونه له تېرو څو ورځو راهیسې د سختو ورښتونو او سېلابونو شاهدان دي.