• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کندهار کې د انګورو موسم؛ سوداګر د پاکستاني ویزو ترلاسه کولو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۲۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۲۳ GMT+۱

په کندهار کې د انګورو موسم پيل شوی؛ خو افغان سوداګر شکایت کوي، چې د پاکستان حکومت یې په بېلابېلو پلمو سوداګریزې وېزې ځنډوي او طالبان د دوی ستونزې له پاکستاني چارواکو سره نه شريکوي.

له بلې خوا بیا په کندهار کې د پاکستان کونسلګري بیا وايي، چې دغه ستونزې به حل شي.

دغه اندېښنې داسې مهال څرګندېږي، چې د کندهار انګور پاخه شوي او پنځه ورځې مخکې پاکستان ته د انګورو لومړی موټر لاړ.

که څه هم پخوا انګور د بڼوالو او سوداګرو له پاره د ګټې وټې ښه لاره وه؛ خو سږکال بڼوال او د تازه مېوو سوداګر سخت وارخطا دي، ځکه د تېر کال اوښتي زیانونه یې لا نه دي جبران کړي.
د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ یو بڼوال حمیدالله د خپل بڼ په اړه سخت اندېښمن دی، هغه وايي: «که څه هم انګور پاخه شوي دي؛ خو اجاره داران (سوداګر) یې چندان پوښتنه نه کوي. ځينو باغو ته تر اوسه پورې سوداګرو سر هم نه دی ورښکاره کړی. پخوا به سوداګر زموږ باغونو ته راتلل؛ خو اوس موږ له مجبوریه سوداګرو ته ټيلیفونونه کوو، چې راشئ او زموږ انګور رانيسئ. موږ سخت اندېښمن یو؛ که سوداګر زموږ څخه انګور را نه نيسي موږ یې خپله له افغانستان څخه دباندې نه شو وړلای، په افغانستان کې دننه هم دا دومره ډېر انګور څوک نه رانیسي، که خرڅ هم شي ګټه خو یې څه کوې، د اوبو او سرې لګښت هم نه پوره کوي.»
خو اوس پوښتنه دا ده، چې سوداګر ولې پښه نیولې او د انګورو باغونو ته نه ورځي؟ په دې اړه د کندهار د تازه مېوو یو سوداګر قدرت الله لېوال د پاکستان له‌خوا د سوداګریزو وېزو ځنډ یې لویه ستونزه بولي.

هغه وایي: «ما دوې میاشتې مخکې په کندهار کې د پاکستان کونسلګرۍ ته د تجارتي وېزې له پاره غوښتنلیک ورکړ او له غوښتنلیک سره مې ټول ضروري قانوني اسناد هم وسپارل. کونسلګرۍ ژمنه وکړه، چې لس ورځې وروسته وېزه درکوو؛ خو تر اوسه یې وېزه نه ده راکړې. هره ورځ کونسلګرۍ ته زنګ وروهم، چې زما وېزه څنګه شوه؟ خو هغوی یې د سبا او بل سبا په پلمه ځنډوي.»
د سوداګریزو وېزو د ځنډ په اړه په کندهار کې د پاکستان کونسلګرۍ بیا موږ ته په یوه لېږل شوي لیکلي پيغام کې وویل:« په دې برخه کې هیڅ ستونزه نه شته. کېدای شي د دغه سوداګرو قانوني اسناد نیمګړي وي؛ خو بیا هم که ستونزه وي ژر به حل شي.»
ځينې سوداګر بیا په دې اړه طالبان پړ بولي او وايي، چې پاکستاني سوداګرو ته یې وېزې ډېرې اسانه کړې دي؛ خو د دوی ستونزې له پاکستاني چارواکو سره نه شريکوي.

دغه سوداګر وایي، که طالبان هم پاکستاني سوداګرو ته د وېزو ورکړه سخته کړي؛ نو ښايي پاکستاني چارواکي هم د وېزې په ورکړه کې پر خپلې پالیسۍ له سره غور وکړي.
د حاجي بشیر په مستعار نوم د کندهار ولایت د تازه مېوو یو سوداګر وايي: «په پاکستان کې د طالبانو سفارت او کونسلګرۍ پاکستاني سوداګرو ته وېزې ډېرې اسانه ورکوي؛ خو د پاکستان حکومت زموږ سوداګریزې وېزې په بېلابېلو پلمو ځنډوي. دغه ستونزې د دې لامل شوې دي، چې موږ په خپل کار کې ډېوالیان شو؛ کله چې سوداګر ډېوالي شو بڼوال ته هم خپل حق پيسې نه رسېږي. همدا اوس د کندهار په محکمو کې د پروسږکال د ډېوالي سوداګرو او بڼوالو دعوې روانې دي، بڼوال پيسې غواړي او سوداګر یې نه لري، باید طالبان د دې ستونزې یوه حل لاره ولټوي.»
خو په کوټه کې د طالبانو کونسلګري بیا وايي، ځینې هغه افغانان چې پاکستانی تابعیت او پاکستانی پاسپورټ لري د افغانستان او پاکستان تر منځ تجارت کوي او دوی د همدغه افغانانو له پاره یې د وېزو چارې اسانه کړې دي، چې ورسره پاکستاني سوداګر هم ترې ګټه اخلي.

د دغې کونسلګرۍ په وینا؛ د افغان سوداګرو د وېزو ستونزې یې څو ځله له پاکستاني چارواکو سره شريکې کړې دي؛ خو پایله یې نه ده ورکړې.
خو د پاکستان له‌خوا د سوداګریزو وېزو ستونزه یوازې د کندهار تر سوداګرو پورې نه ده محدوده؛ بلکې د افغانستان ټول هغه سوداګر چې له پاکستان سره تجارت کوي، د وېزو په برخه کې له ورته ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ خونې غړی خان جان الکوزی وایي، یو کال کېږي چې د پاکستان حکومت پر افغان سوداګرو سوداګریزې وېزې تقریبا بندې کړې دي.

هغه وایي، په دې اړه یې د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت سره څو ځله خبرې کړې دي؛ خو تر اوسه یې پایله نه ده ورکړې.
د تېر جمهوریت تر پرځېدو وروسته د پاکستان حکومت افغان سوداګرو ته ګڼې ستونزې جوړې کړې دي، هم یې مالیات پرې لوړ کړي او هم یې د وېزو په برخه کې شرایط ورته سخت کړي دي؛ ان دا چې څو ځله یې د سپين بولدک لاره بنده کړې او د کندهار انګور او انار په بڼونو کې وراسته شوي، چې سږکال بیا د کندهار سوداګر او بڼوال د همداسې یوې ناخوالې د تکرار له امله اندېښمن دي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۵
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

•
•
•

نور کیسې

په افغانستان کې د مرګ سوداګري: له شوروي کلاشنیکوفه تر امریکایي وسلو

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۴۶ GMT+۱

د ناټو له وتلو وروسته، په افغانستان کې د لوېدیځو پوځي تجهیزاتو پرېښودو د وسلو بازار تود کړی او اندېښنې یې راپارولي، چې دا وسلې د سیمې افراطي ډلو لاس ته لوېدلې دي.

په افغانستان کې د وسلو یو پلورونکی چې په مستعار نوم "شېر خان" یاد شوی، UnHerd وېب‌پاڼې ته ویلي، چې ډېر کلونه یې روسي وسلې پلورلې، په ځانګړي ډول هغه پاتې شونې وسلې چې د پخواني شوروي پر ضد د خونړي مقاومت یادګار و، خو د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې داسې یو څه پېښ شول چې نه یوازې ده، بلکې نورو وسلو پلورونکو یې هم هېڅ تمه نه درلوده.

د نوموړي په وینا: «د ناټو ماموریت ناڅاپه ونړېد او طالبانو کابل ونیو. پایله یې څه وه؟ زرګونه بې‌درکه، پاتې شوي او نه‌ادعا شوي بهرني پوځي تجهیزات، له مشین‌ګنونو نیولې تر بې‌پیلوټه الوتکو پورې.»

د امریکایانو وتل د شېر خان په څېر کسانو ته زرین فرصت شو؛ دوی وسلو ته لاسرسی پیدا کړ او کاروبار یې وغوړېد، خو له دې سره سره نښې څرګندوي چې دا ګډوډ حالت به لا نورې وژونکې پایلې ولري، ځکه لوېدیځ‌وال په تېره امریکا یا خو نه‌شي کولای یا نه‌غواړي چې دا پرمختللې وسلې له افراطي ډلو او ترهګرو څخه واخلي.

د ناټو له‌ خوا د بګرام هوايي اډې له ناسمې تخلیې وروسته، هغه وسلې او تجهیزات چې شا ته پرېښودل شول، شمېر یې له تصوره وتلی دی. یو راپور چې د طالبانو له بیا واکمنېدو څو میاشتې وروسته خپور شوی، ښيي چې د افغانستان نویو واکمنو شاوخوا ۳۰۰,۰۰۰ کوچنۍ وسلې، ۲۶,۰۰۰ درنې وسلې او نږدې ۶۱,۰۰۰ پوځي وسایط تر لاسه کړي دي.

دغه شمېرې د امریکا د دفاع وزارت د ارزونې سره هم سمون لري، چې پکې ویل شوي نږدې د ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات طالبانو ته پرېښودل شوي دي.

دا ادعاوې هغه ویډیوګانې هم تاییدوي، چې طالبان یې د خپلو کلنیو فتوحاتو په نندارو کې خپروي، پخواني جنګیالي پکې ښکاري چې د هاموي زغروالو وسایطو پر مټ ښارونه څاري.

د راپورونو له مخې، د طالبانو هوایي ځواک هم اوس شاوخوا ۴۰ الوتکې، ۱۰۰ هلیکوپټرې او یوه اندازه بې‌پیلوټه الوتکې لري.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د یوې سویسي څېړنیزې موسسې د یوه څېړنیز راپور پر بنسټ ډان ورځپاڼې خبر خپور کړی و، چې له پخوانۍ شوروي ټلوالې او ناټو ځواکونو څخه د پاتې شویو وسلو تور کاروبار لا هم د افغانستان په ختیځ او ډیورنډ کرښې ته څېرمه په قبایلي سیمو کې په پراخه کچه روان دی.
د ډان په راپور کې راغلي، چې په قبایلي سیمو کې لا هم د وسلو په تورو بازارونو کې له افغانستان څخه قاچاق شوې روسۍ او امریکایي وسلې په لویه کچه پلورل کېږي.

دغه راپور له ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې د ډیورنډ کرښې په دواړه غاړو کې د دغو بازارونو څخه د څېړنو پر بنسټ چمتو شوی او په کې موندل شوې، چې د افغانستان د پخواني جمهوري نظام څخه پاتې شوې وسلې اوس په کې په قاچاقي توګه پلورل کېږي.

که څه هم طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د پخواني حکومت د وسلو زېرمې تر خپل کنټرول لاندې راوستي او ادعا یې کړې، چې د عامو خلکو او شخصي سوداګرو لپاره د وسلو اخیستل یې بند کړي، خو بیا هم د وسلو قاچاق دوام لري.

راپور وړاندې کاږي، چې د طالبانو ځینې ټیټ پوړي چارواکي له قاچاقچیانو سره ځانګړې همکارۍ لري.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبله د افغانستان د وضعیت په اړه ځانګړې غونډه کوي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۵۶ GMT+۱

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې اعلان کړی، چې د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۶مه) به د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه یوه ځانګړې غونډه ترسره کړي.

تمه ده چې دې ناسته کې به د نړۍ هېوادونه د افغانستان د روان وضعیت او د پایلو ارزونه وکړي او دا وڅېړي، چې دا وضعیت د نړۍوالې سولې او امنیت لپاره څه معنا لري.
همداراز، هیله کېږي چې د غونډې پای کې به یوه پرېکړه لیک تصویب شي چې افغان ولس په ځانګړي ډول له ښځو سره د نړۍوال ملاتړ څرګندونه کوي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د یکشنبې په ورځ لیکلي، چې تمه ده په دې پرېکړه لیک کې د نړۍوالې ټولنې ژمنتیا، د افغانانو حقونه، کرامت او هیلو په برخه کې په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره، بیا تایید شي.
فایق زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه د یوه سوله ییز، ټولګډونه او باثباته افغانستان غوښتونکي دي، چېرې چې ټول اقشار د سیاسي او ټولنیز برخلیک په ټاکلو کې ونډه ولري.
یاده غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې دا د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان په اړه په تېرو دوو اوونیو کې دویمه مهمه ناسته ده.

تر دې وړاندې د دې سازمان امنیت شورا د چنګاښ په ۲مه د افغانستان وضعیت د ارزونې لپاره فوق العاده ناسته ترسره کړې وه.
د یادې ناستې تمرکز د سرمنشي انتونیو ګوترېش له لورې وړاندې شوی تازه راپور و، چې د یوناما له خوا چمتو شوی.
په راپور کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو زیاتوالی، د اقتصادي کړکېچ ژورتیا، د اړینو پروژو ځنډېدل او د بشري حقونو پراخې سرغړونې د جدي اندېښنې وړ موضوعات یاد شوي وو.
بل لور ته، طالبانو دا ډول نړۍوالې غونډې بې اغېزې بللي، ځکه چې د دوی استازو ته د ګډون اجازه نه ورکول کېږي.

دوی په وار-وار له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې له دوی سره مستقیم تعامل وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د سیمې ځینې مهم هېوادونه لکه روسیه او چین، د طالبانو له دې غوښتنې ملاتړ څرګند کړی دی.

چین له واخان تر بلخ پورې پراخې پانګونې ته وردانګي؛ ګډ بازار او صنعتي پارکونه جوړوي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۴۶ GMT+۱

په بلخ کې د طالبانو د والي دفتر وايي، د چین یو خصوصي شرکت له طالبانو سره د پراخې اقتصادي همکارۍ هوډ څرګند کړی او ویلي یې دي، چې ډېر ژر به د واخان له لارې د افغانستان او چین تر منځ یو ګډ سوداګریز بازار جوړ شي.

د طالبانو په وینا، یاد شرکت غواړي چې د بلخ په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې په بنسټیزو برخو کې پراخه پانګونه وکړي.

د شنبې په ورځ د یاد شرکت درې تنه لوړپوړي مسوولین وینکتون، یازونګ او رین سن لین د طالبانو د بلخ له والي ملا محمد یوسف وفا سره د لیدنې پر مهال د پانګونې دا تفصیلي پلانونه شریک کړل.

په بلخ کې د طالبانو د والي دفتر د یکشنبې په په ورځ په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي: «د دې لیدنې پر مهال د اقتصادي پراختیا، تولید، معادن، سړک جوړونې، رېل پټلۍ، زراعت، او تجارتي ښارونو جوړونې په برخو کې پراخ بحثونه وشول.»

د واخان له لارې د ګډ بازار جوړېدل

په خبرپاڼه کې راغلي، د چیني شرکت مسوولینو څرګنده کړې چې پلان لري د واخان له لارې د افغانستان او چین ترمنځ یو ګډ سوداګریز بازار جوړ کړي، چې په کې به د دواړو هېوادونو تولیدات وړاندې کېږي.

دوی باور لري، چې دا بازار به د دواړو لوریو لپاره د سوداګرۍ مهمه دروازه شي.

خبرپاڼه کې دغه راز زیاته شوې، دا بازار به افغانانو ته دا فرصت برابر کړي چې چینایي تولیداتو ته مستقیم لاس‌رسی ولري او همداراز افغاني تولیدات هم د صادراتو لپاره نوي بازارونه ومومي.

په بلخ ولایت کې د صنعتي پراختیا تمرکز

د طالبانو خبرپاڼه کې راغلي، یاد خصوصي شرکت اعلان کړی چې غواړي د بلخ ولایت په حیرتان ښارګوټي کې یو صنعتي پارک جوړ کړي.

د دوی په وینا، دا پارک به له لسو تر سلو پورې فابریکې ولري، چې په مستقیمه توګه به د هېواد تولید لوړ کړي او سلګونه کاري فرصتونه به رامنځته کړي.

د خبرپاڼې له مخې، د شرکت مسوولینو همداراز وویل چې دوی غواړي د بلخ د "کود او برق" فابریکې ماشینونه تقویه کړي، ترڅو سیمه‌ییز تولید لا زیات شي.

د معادن، رېل پټلۍ او نورو برخو پراخ پلانونه

د بلخ ولایت په دغه خبرپاڼه کې راغلي: «د شرکت د پلان له مخې، بامیان کې به د ډبرو سکرو د استخراج په بدل کې د برېښنا تولیدي فابریکه جوړېږي. همداراز له کندهار څخه تر هرات پورې د رېل پټلۍ جوړولو، د تخریب شويو سړکونو معیاري ترمیم، د کانالونو جوړول او د درهء صوف د ډبرو سکرو د معیاري استخراج لپاره هم پراخ پلانونه لري. د دوی د معلوماتو له مخې، یاد سکاره به پر ۱۵۰ کیلومتره اوږد مسیر په یوه ساعت کې تر ۷۰۰۰ ټنه پورې استخراج شي.»

دوی زیاته کړې، چې د جبل‌السراج د سیمې د سمنټو فابریکې د ماشینونو ترمیم، د نفتو د استخراج او د کندهار په ولایت کې د اوښانو د یو ستر فارم او د شېدو د تولید فابریکې جوړول هم د دوی د کارونو برخه ده.

په خبرپاڼه کې راغلي: «محمد یوسف وفا د دې پانګه وال شرکت له هڅو هرکلی کوي او ډاډ ورکوي چې اسلامي امارت به د پانګه والو د هر مثبت ګام ملاتړ کوي.»

د وفا په خبره: «د افغانستان دروازې د مشروع، شفاف او ولس‌پالو پانګونو لپاره پرانیستې دي او موږ چمتو یو چې لازمې اسانتیاوې برابرې کړو.»

د طالبانو او چین نږدې کېدونکې اړیکې

په دې وروستیو کې د طالبانو او د چین ترمنځ اړیکې په چټکۍ سره نږدې شوي دي.

چین نه‌ یوازې په کابل کې د طالبانو د سفیر اسناد ته ضمني رسمیت ورکړی، بلکې د اقتصادي، امنیتي او سیاسي همکاریو لپاره یې مستقیمې اړیکې هم پراخې کړې دي.

په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې چین د افغانستان په معادن، ټرانسپورټ او زېربناوو کې د پانګونې هوکړې لاسلیک کړې، چې یوه مهمه بېلګه‌یې د چینايي شرکت له لوري د نفتو د استخراج پروژه ده.

همداراز، چین د افغانستان د اقتصادي انزوا د ماتولو لپاره د "واخان دهلېز" ارزښت ته سترګې پر لار دی، څو د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان وصلول اسانه کړي.

چین د "یو کمربند – یوه لار" (BRI) نوښت په چوکاټ کې هڅه کوي د افغانستان له جغرافیوي موقعیت څخه د ټرانزیټ او سوداګرۍ لپاره ګټه پورته کړي، په داسې حال کې چې طالبان هم دا اړیکې د نړۍوالو پانګه والو د جذب لپاره یو فرصت بولي.

د طالبانو د رسمیت پېژندنې نوې څپې افغانان د هیلو او اندېښنو ترمنځ وېشلي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۱۲ GMT+۱

د روسیې له‌خوا د طالبانو د حکومت رسميت پېژندنه د ځینو افغانانو له نظره د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره یو نوی فرصت بلل شوی، خو یو شمېر نور بیا شک لري چې دا پرېکړه به د دوی په ژوند کې کوم مثبت بدلون راولي.

دې نیوز په خپل راپور کې لیکلي، روسیه د پنجشنبې په ورځ لومړنی هېواد شو چې د طالبانو چارواکي یې په رسمي توګه وپېژندل. دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې مسکو په تدریجي ډول له طالبانو سره اړیکې پراخې کړې، د ترهګرې ډلې نوم‌ یې له یادې ډلې لرې کړ او په وروستیو میاشتو کې یې د طالبانو استازی (سفیر) هم ومانه.

افغانستان د نړۍ له تر ټولو بېوزلو هېوادونو څخه دی او لا هم له څلوېښت کلن کړکېچ وروسته د بیارغونې له نازکو پړاوونو تېرېږي.

دې نیوز په خپل راپور کې د کابل د یوه اوسېدونکي ۵۸ کلن ګل محمد له قوله لیکلي: «د افغانستان اوسنی وضعیت له ستونزو ډک دی، ټول خلک اندېښمن دي. که نړۍ افغانستان په رسمیت وپېژني، موږ به ډېر خوښ شو، ځکه اوس مهال هر کوچنی ګام اهمیت لري.»

سره له دې چې نوموړی د ۱۹۷۹ کال د شوروي یرغل ترخې خاطرې لري، هغه وخت چې "هر څه یې له لاسه ورکړي و" او پاکستان ته کډوال شوی و، خو وایي: «اوسمهال لومړیتوبونه بدل شوي دي.»

۶۷ کلن متقاعد پیلوټ جمال الدین سیار بیا وړاندوینه کوي، چې «سوداګري او اقتصادي پرمختګ به اوس غوړېږي.»

هغه له نورو لوېدیځو او ختیځو هېوادونو غوښتنه وکړه، چې د طالبانو حکومت دې په رسمیت وپېژني او «د اسلامي امارت پر ضد دې تبلیغات بند کړي.»

روسي او افغان چارواکو دا اقدام وستایه او ویې ویل، چې دا به د ژورو همکاریو په ځانګړي ډول په اقتصادي او امنیتي برخو کې لاره هواره کړي.

امنیتي اندېښنې د طالبانو د چارواکو او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د همکارۍ مهم محور بلل کېږي، ځکه اندېښنه دا ده چې افغانستان به د سخت دریځو فعالیتونو لپاره یو ځل بیا خوندي ځای شي.

طالب چارواکو امنیت ته لومړیتوب ورکړی او بیا بیا یې ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد د بریدونو لپاره د کومې ډلې له خوا ونه‌کارول شي.

خو له طالبانو سره د پاکستان اړیکې له هغه وروسته ترینګلې شوې، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د وسله‌والو بریدونو لړۍ زیاته شوې.

تېر کال د داعش خراسان څانګې له خوا په مسکو کې یو کنسرت کې ترهګریز برید وشو، چې ۱۳۷ تنه پکې ووژل شول.

په داسې هېواد کې چې مخالفت او اعتراض تر کلکې څارنې لاندې دي، په کابل کې ځینې خلک له دې وېرې پر طالبان چارواکو نیوکې نه کوي.

عاطف (اصلي نوم یې نه دی) قانع نه و، چې د افغانستان او روسیې ترمنځ ښې اړیکې به د عامو خلکو ژوند ښه کړي. دا ۲۵ کلن ځوان چې دمګړی له وزګارۍ سره لاس او ګرېوان دی، وايي: «زما په اند افغانستان به بیا د روسانو په جال کې بند شي، ستونزې او ننګونې به ډېرې شي او دا پېژندنه به عامو خلکو ته هېڅ ګټه ونه‌کړي.»

نوموړی زیاتوي: «خلک له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او که حکومت په رسمیت وپېژندل شي یا نه، دوی به لا هم له هماغو ستونزو سره مخ وي.»

د افغان مېرمنو د حقونو فعالان، په ځانګړي ډول هغه څوک چې د طالبانو د حکومت د منزوي کولو ملاتړ کوي، دا پېژندنه شاتګ بولي او وايي چې دا ډول پرېکړې د ښځو پر ضد بندیزونه "قانوني کوي".

طالب چارواکو چې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کاله پورې یې هم واک درلود، یو ځل بیا پر ښځو سخت محدودیتونه لګولي دي.

په ناروې کې مېشته د ښځو د حقونو افغان فعاله هُدا خموش د روسیې له دې پرېکړې سره کلک مخالفت څرګند کړ.

هغې وویل: «د بشري حقونو سازمانونه اوس هڅه کوي چې د جنسیتي اپارتاید پېژندنه وکړي، ځکه طالبان د ښځو پر ضد یو ظالم نظام دی.»

نوموړې وایي: «دا ډول رسمیت پېژندنې به هېڅ مثبت بدلون رانه ولي.»

ملګري ملتونه: له ایران څخه په جبري توګه د افغان کډوالو اېستلو بشري ناورین رامنځته کړی

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۱۱ GMT+۱

له ایران څخه د میلیونونو افغان کډوالو د اېستلو پرېکړې د افغانستان د بشري وضعیت لپاره یوه نوې ناورین‌زېږونکې څپه رامنځته کړې ده. ملګري ملتونه وایي، که چټکه او د همغږۍ هڅې ونه‌شي، نو دا روانه څپه به د کډوالو د مدیریت یوه لویه فاجعه وزېږوي.

د مې میاشتې په پای کې ایران اعلان وکړ، هغه افغانان چې اسناد نه لري باید د جولای تر شپږمې نېټې پورې له دې هېواده ووځي.

دا پرېکړه ښایي د هغو کسانو ژوند اغېزمن کړي، چې د ایران د حکومت په وینا اسناد نه لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د جمعې په ورځ وویل، چې له جون میاشتې راهیسې د سرحدي تګ‌ و راتګ کچه لوړه شوې او یوازې د جولای په لومړۍ نېټه له ایران څخه د افغانستان د هرات ولایت اسلام کلا بندر له لارې تر ۴۳ زرو ډېر کسان راغلي دي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) ویلي، چې یوازې د جون په میاشت کې له ایران څخه تر ۲۵۰ زرو ډېر افغانان بېرته هېواد ته را ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونېسف) استازی تاج الدین اویواله وایي، چې دا یوه بېړنی وضعیت دی، په داسې حال کې چې افغانستان لا له وړاندې له یوه "نامعلوم وضعیت" سره مخ دی، ځکه چې سږ کال یوازې له ایران او پاکستانه ۱.۴میلیونه افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

هغه زیاته کړه: «د اندېښنې وړ خبره دا ده چې ۲۵سلنه بېرته راستانه شوي کسان ماشومان دي، ځکه اوسنی بدلون دا دی چې یوازې کسان نه، بلکې بشپړې کورنۍ له لږو شیانو او نغدو پیسو سره له پولې اوړي.»

یاده دې وي، چې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو جبري اېستل په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې یو ستر بشري بحران ته لاره هواره کړه، چې تراوسه پورې له دواړو هېوادونو شاوخوا ۱.۲میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

ایران د جولای ۶مه وروستۍ نېټه ټاکلې، چې له مخې یې باید بې‌اسناده افغانان ووځي او پاکستان د “ناقانونه کډوالو” د اېستلو د کمپاین له لارې زرګونه کسان شړلي دي.

دواړه هېوادونه دا اقدام د امنیتي ګواښونو او اقتصادي فشار له امله توجیه کوي، خو ملګري ملتونه وایي چې دا به د یو له مخکې ناورین ځپلي افغانستان پر شته وضعیت نور هم فشار زیات کړي.