• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډونالډ ټرمپ: په امریکايي تجهیزاتو د طالبانو نندارې نه شم زغملای

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۵۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۰۹ GMT+۱

ډونالډ ټرمپ یوځل بیا په یوه غونډه کې وویل، چې د بایډن ادارې طالبانو ته امریکايۍ وسلې او تجهیزات پرېښودل او طالبان پرې هرکال «پر یوه بدشکله سړک» خپل رسمت ګذشت کوي، خو دی دا نور نه شي زغملای. ترمپ وايي، دوی دا تجهیزات او الوتکې پاکستان ته هم لېږدولای شوای.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مذهبي ازادۍ او ټولنیزو نوښتونو په اړه د سپینې ماڼۍ په یوه غونډه کې ویلي، چې ، « ته وګورئ، ډېر نالایقه خلک وو، لکه دا چې موږ افغانستان پرېښود، دا کار بایډن وکړ. ویې ویل چې هر څه شاته پرېږدئ، جېټونه به شاته پرېږدو».

ټرمپ په خپلو خبرو کې وویل، چې له قوماندان میلي یې وپوښتل چې رښتیا هم دوی الوتکې شاته پریږدي او په ځواب کې یې وویل، چې هو په دې ډول ارزانه تمامیږي.

ټرمپ وویل، چې ده هم له افغانستان نه وتل غوښتل، خو دا وتل یې له عزت او ځواک سره مل غوښتل.

ټرمپ وايي، چې په همدې وخت کې دی پوه شو، چې نوموړی نالایقه دی چې د ۱۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت الوتکې پرېښودل ورته ارزانه برېښي.

ټرمپ د طالبانو په لاس کې د امریکايي تجهیزاتو په تړاو یوځل بیا په خواشینۍ وویل، « موږ ځینې تجهیزات افغانستان او طالبانو ته پرېښودل، هغوی پرې اوس پرېډونه کوي. زه دا نندارې نه شم زغملای. هر کال یوه ننداره کوي، زموږ تجهیزات پر یوه ډېر بدشکله سړک ننداره کوي، چې هغوی یې پنځم سړک بولي».

نوموړی زیاتوي، « هغوی زموږ تجهیزات ښيي، چې ورځ تر بلې زاړه کېږي، خو زه یې لیدل نه شم زغملای».

ټرمپ وویل، چې په امریکايي تجهیزاتو کې داسې الوتکې هم شاملې وې، چې پاکستان او یا بل ځای ته په اسانۍ لېږدول کېدای شوای.

ټرمپ په افغانستان کې د پاتې امریکايي تجهیزاتو او بګرام هوايي اډې په تړاو له دې وړاندې هم ورته څرګندونې کړې دي او یوځل یې خبرداری ورکړ، چې له طالبانو به دا وسلې بېرته واخلي.

طالبانو د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې دوی دا وسلې «غنیمت» نیولې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

په تېرو ۱۲ میاشتو کې په کابل کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۴۹ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د پولیو واکسیناسیون مسوولین وايي، په تېرو دولسو میاشتو کې په کابل ولایت کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې او همداراز یې هیله څرګنده کړې چې دغه شمېر صفر ته راښکته شي.

د پولیو واکسین رييس، د روغتیا د نړۍوال سازمان او یونېسېف استازو د طالبانو د کابل له والي سره په همغږۍ غونډه کې د پولیو واکسین اړوند د عامه پوهاوي پر پراخولو ټینګار کړی څو د ټولنې د هر قشر ملاتړ ترلاسه او د پولیو جرړې واېستل شي.

د طالبانو د کابل والي هم په دې غونډه کې پولیو خطرناکه ناروغي بللې او له ټولو هیوادوالو یې غوښتي چې د دې ناروغۍ د له‌ منځه وړلو لپاره له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي.

د روغتیا دنړۍوال سازمان د راپور له مخې، په تېر۲۰۲۴ کال کې په ټوله نړۍ کې د پولیو ټولټال ۹۹ مثبتې پېښې ثبت شوې چې درې يې په افغانستان وې او په دې سره په افغانستان کې په ۲۰۲۴ کال کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۲۲ ته ورسېد.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په نږدې راتلونکې کې پاکستان ته سفر کوي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۱۴ GMT+۱

په کابل کې ځینې سرچینې وايي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به تر راتلونکو دوو اونیو پورې پاکستان ته سفر وکړي. د دغه سفر بلنه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق‌ ډار کابل ته د خپل وروستي سفر پرمهال متقي ته ورکړې وه.

په ورته وخت کې امیر خان متقي او اسحاق ډار د روانې چنګاښ میاشتې په لومړیو کې ترکیه کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې پرمهال سره کتلي و.

اسلام اباد ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر د سفر خبره داسې مهال کېږي، چې په وروستیو کلونو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې وې.

پاکستان په وار، وار ادعا کړې، چې وسله‌وال او په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي د افغانستان له خاورې د پاکستان پرضد ورانکاره کړنې پلانوي؛ خو طالبانو بیا د پاکستان دغه ډول ادعادوې رد کړې دي او ټینګار یې کړی، چې هیچا ته به اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي.

له بل پلوه طالبانو له پاکستان سره خپلې ډيپلوماټیکې اړیکې له شارژدافیر څخه سفیر ته لوړې کړې دي. دغه اقدام په بیجینګ کې د طالبانو، چین او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ له درې اړخیزې غونډې وروسته وشو.

له ایرانه د ستنېدونکو کډوالو بد وضعیت؛ ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۳۳ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا د هرات ولایت اسلام کلا پولې ته د سفر پر مهال د راستنېدونکو کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او له نړۍوالې ټولنې یې په دې برخه کې د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر « یوناما» له لوري نن سې شنبه د ( چنګاښ ۲۴مه) په خپرې شوې خبرپاڼه کې د اغلې اوتنبایوا له قوله ویل شوي، چې د راستنېدونکو لوی شمېر باید نړۍوال اندېښمن کړي.

نوموړې همدا راز خبرداری ورکړی، که له دغه کډوالو سره له ځنډ پرته مرستې ونه شي؛ نو د کړکیچ د ژورتیا ګواښ به لا پسې پراخ شي.

هغې ویلي:« د راستنېدونکو دغه لوی شمېر چې ډېری یې نا څاپي او په زور اېستل شوي دي، په ټوله نړۍ کې باید د خطر زنګونه وکړنګوي. افغانستان چې له وړاندې د وچکالۍ او اوږد مهاله بشري ناورین سره مخ دی دا کړاو په یوازې ځان نه شي زغملی.»

نوموړې تېره ورځ هم د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې خبرداری ورکړی و، چې د افغان کډوالو اېستل په خطرناکه توګه زیات شوي او که دغه لړۍ همداسې دوام وکړي؛ نو د هغوی ستونزو ته رسېدنه به خورا ستونزمنه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له ایرانه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده او طالبانو ویلي، چې په تېرو څه باندې ۲۰ ورځو له نیم مېلیون زیات افغانان له ایرانه ستانه شوي دي.

طالبان وایي، تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې شاوخوا ۷۷زره مټریک ټنه راکړه ورکړه شوې ده

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۱۱ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن سې شنبه (د چنګاښ ۲۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېره اوونۍ کې یې له بېلابېلو هېوادونو سره ۷۷۰۲۹ مټریک ټنه راکړه ورکړه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه راکړه ورکړه د تاجکستان، ترکمنستان او ایران هېوادونو سره شوې ده.

په خبرپاڼه کې د افغانستان د حیرتان، تورې غونډۍ، اقچې او خواف سوداګریزې لارې یادې شوې دي.

په صادراتو کې وچه مېوه او د انارو اوبو (جوس) یادونه شوې؛ خو د وارداتي توکو په اړه بیا څه نه دي ویل شوي.

طالبانو له چین سره د ټرانزیټ، صادراتو او رېل پټلۍ پر پراختیا خبرې کړې دي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند نن سې شنبه (د چنګاښ ۲۴مه) پر اېکس پاڼه لیکي، چې د دغې ډلې د اوسپنې پټلۍ مرستیال محمد اسحاق زاده چین ته د خپل سفر پرمهال له چینايي چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ پر پراختیا خبرې کړې دي.

محمد اشرف حقشناس وايي، د اوسپنۍ پټلۍ مرستیال او مل پلاوي یې د چین له لانژو ستراتیژیک بندره د کتنې پرمهال په بلخ ولایت کې د ورته بندر د جوړېدو غوښتنه هم کړې ده.

د ښاغلي حقشناس په خبره ؛د دواړو لوریو ترمنځ د توکو د لېږد رالېږد د اسانتیاوو رامنځته کولو په تړاو یې هم هر اړخیزې خبرې شوې دي.

ډېری چنايي توکي د لانژو بندر له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.

د هرات-خواف، حیرتان-مزار شریف او اقینه ریل پټلۍ په افغانستان کې مهمې ټرانزیټي لارو څخه دي، چې د توکو په صادراتو او وارداتو کې مهم رول لوبوي.

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې دغه ډله که څه هم ګڼو اسیایي هېوادونو سره ښه راشه درشه لري؛ خو بیا هم له روسیې پرته کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.