• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په نږدې راتلونکې کې پاکستان ته سفر کوي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۱۴ GMT+۱

په کابل کې ځینې سرچینې وايي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به تر راتلونکو دوو اونیو پورې پاکستان ته سفر وکړي. د دغه سفر بلنه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق‌ ډار کابل ته د خپل وروستي سفر پرمهال متقي ته ورکړې وه.

په ورته وخت کې امیر خان متقي او اسحاق ډار د روانې چنګاښ میاشتې په لومړیو کې ترکیه کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې پرمهال سره کتلي و.

اسلام اباد ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر د سفر خبره داسې مهال کېږي، چې په وروستیو کلونو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې وې.

پاکستان په وار، وار ادعا کړې، چې وسله‌وال او په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي د افغانستان له خاورې د پاکستان پرضد ورانکاره کړنې پلانوي؛ خو طالبانو بیا د پاکستان دغه ډول ادعادوې رد کړې دي او ټینګار یې کړی، چې هیچا ته به اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي.

له بل پلوه طالبانو له پاکستان سره خپلې ډيپلوماټیکې اړیکې له شارژدافیر څخه سفیر ته لوړې کړې دي. دغه اقدام په بیجینګ کې د طالبانو، چین او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ له درې اړخیزې غونډې وروسته وشو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

له ایرانه د ستنېدونکو کډوالو بد وضعیت؛ ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۳۳ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا د هرات ولایت اسلام کلا پولې ته د سفر پر مهال د راستنېدونکو کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او له نړۍوالې ټولنې یې په دې برخه کې د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر « یوناما» له لوري نن سې شنبه د ( چنګاښ ۲۴مه) په خپرې شوې خبرپاڼه کې د اغلې اوتنبایوا له قوله ویل شوي، چې د راستنېدونکو لوی شمېر باید نړۍوال اندېښمن کړي.

نوموړې همدا راز خبرداری ورکړی، که له دغه کډوالو سره له ځنډ پرته مرستې ونه شي؛ نو د کړکیچ د ژورتیا ګواښ به لا پسې پراخ شي.

هغې ویلي:« د راستنېدونکو دغه لوی شمېر چې ډېری یې نا څاپي او په زور اېستل شوي دي، په ټوله نړۍ کې باید د خطر زنګونه وکړنګوي. افغانستان چې له وړاندې د وچکالۍ او اوږد مهاله بشري ناورین سره مخ دی دا کړاو په یوازې ځان نه شي زغملی.»

نوموړې تېره ورځ هم د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې خبرداری ورکړی و، چې د افغان کډوالو اېستل په خطرناکه توګه زیات شوي او که دغه لړۍ همداسې دوام وکړي؛ نو د هغوی ستونزو ته رسېدنه به خورا ستونزمنه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له ایرانه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده او طالبانو ویلي، چې په تېرو څه باندې ۲۰ ورځو له نیم مېلیون زیات افغانان له ایرانه ستانه شوي دي.

طالبان وایي، تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې شاوخوا ۷۷زره مټریک ټنه راکړه ورکړه شوې ده

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۱۱ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن سې شنبه (د چنګاښ ۲۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېره اوونۍ کې یې له بېلابېلو هېوادونو سره ۷۷۰۲۹ مټریک ټنه راکړه ورکړه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه راکړه ورکړه د تاجکستان، ترکمنستان او ایران هېوادونو سره شوې ده.

په خبرپاڼه کې د افغانستان د حیرتان، تورې غونډۍ، اقچې او خواف سوداګریزې لارې یادې شوې دي.

په صادراتو کې وچه مېوه او د انارو اوبو (جوس) یادونه شوې؛ خو د وارداتي توکو په اړه بیا څه نه دي ویل شوي.

طالبانو له چین سره د ټرانزیټ، صادراتو او رېل پټلۍ پر پراختیا خبرې کړې دي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند نن سې شنبه (د چنګاښ ۲۴مه) پر اېکس پاڼه لیکي، چې د دغې ډلې د اوسپنې پټلۍ مرستیال محمد اسحاق زاده چین ته د خپل سفر پرمهال له چینايي چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ پر پراختیا خبرې کړې دي.

محمد اشرف حقشناس وايي، د اوسپنۍ پټلۍ مرستیال او مل پلاوي یې د چین له لانژو ستراتیژیک بندره د کتنې پرمهال په بلخ ولایت کې د ورته بندر د جوړېدو غوښتنه هم کړې ده.

د ښاغلي حقشناس په خبره ؛د دواړو لوریو ترمنځ د توکو د لېږد رالېږد د اسانتیاوو رامنځته کولو په تړاو یې هم هر اړخیزې خبرې شوې دي.

ډېری چنايي توکي د لانژو بندر له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.

د هرات-خواف، حیرتان-مزار شریف او اقینه ریل پټلۍ په افغانستان کې مهمې ټرانزیټي لارو څخه دي، چې د توکو په صادراتو او وارداتو کې مهم رول لوبوي.

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې دغه ډله که څه هم ګڼو اسیایي هېوادونو سره ښه راشه درشه لري؛ خو بیا هم له روسیې پرته کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

له خبریالانو ملاتړ سازمان د طالبانو له‌خوا د عزیز وطنوال نیونه د بیان ازادۍ خلاف کړنه بللې

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۵۵ GMT+۱

د افغانستان له خبریالانو ملاتړ سازمان نن سې شنبه د ( چنګاښ ۲۴مه) پر اېکس پاڼه د خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو له لوري په ننګرهار ولایت کې د ځايي خبریال عزیز وطنوال نیونه د بیان ازادۍ ضد کړنه بللې ده.

دغه سازمان پر طالبانو غږ کړی، چې له ځنډ پرته دې وطنوال راخوشې او په ورته وخت کې دې د خبریالانو خوندیتوب ته دې جدي پاملرنه وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي: «د طالبانو ځواکونه د شنبې په ورځ په جلال اباد ښار کې د دغه خبریال کور ته ورغلي او هغه یې له خپلو دوو ملګرو سره یو ځای ونیوو. که څه هم د هغه ملګري وروسته خوشې شول؛ خو ښاغلی وطنوال لا هم د طالبانو په بند کې دی او د هغه برخلیک ناروښانه دی.»

په خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې طالبانو د هغه د کمپیوټر او کمرې په ګډون د نوموړي کاري وسایل هم نیولي دي.

یاد سازمان دغه ډول نیونې د مطبوعاتو د ازادۍ د ځپلو لپاره د یوې خطرناکې پروسې برخه ګڼلې او له نړۍوالو ادارو، د بشري حقونو سازمانونو او د خبریالانو له ملاتړو سازمانونو غواړي، چې د دغو کړنو پر وړاندې چوپ پاتې نشي.

درې ورځې وړاندې په ننګرهار کې د خورشید ټلویزیون پخواني خبریال عزیز وطنوال کورنۍ افغانستان انټرنشل – پښتو ته ویلي، چې د طالبانو اسخباراتو نوموړی له کوره بیولی دی.

د طالبانو رسمي سرچینې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بشري حقونو څار سازمان: د طالبانو له‌خوا جنسیتي توپیر دې «د بشریت ضد جنایت» وبلل شي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۳۵ GMT+۱

د بشري حقونو څار سازمان درېیو مخکښو څېړونکو غوښتنه کړې، چې د طالبانو له‌خوا پر ښځو لګول شوي سیسټماتیک بندیزونه دې «جنسیتي توپیر او د بشریت ضد جنایت» وبلل شي.

هېدر بار، ماکارنا سایس او استیسي لي مانوېل په یوې مقاله کې نیوکه کړې، چې د افغان مېرمنو د حقونو په برخه کې د سرغړونې په تړاو نړۍوال غبرګون کافي نه‌دی.

دوی همدا راز ویلي، چې د طالبانو له لوري په سیسټماتیک ډول د ښځو د ځپلو دوام او د بشري حقونو د فعالانو هلو ځلو په دې برخه کې د نړۍوال ملاتړ لویه تشه رابرسېره کړې چې په ټکو یې ښايي نوی نړۍوال تړون دغه تشه ډکه کړي.

د دوی د معلوماتو له مخې؛ د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه د جنایتونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د نړۍوال تړون پر مسودې کار کوي، چې دغه مسوده به تر ۲۰۲۶ کاله چمتو شي.

دا نیوکې داسې مهال کېږي، چې طالبانو په وار، وار ادعا کړې چې په افغانستان کې د ټولو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونه د «اسلامي شریعت» په چوکاټ کې خوندي دي.

طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو سره سم پر افغان مېرمنو پراخ محدویتونه ولګول، چې له کبله یې پر دوی په کور دننه او بهر وخت ناوخت توندې نیوکې هم کېږي.