د بشري حقونو څار سازمان: د طالبانو لهخوا جنسیتي توپیر دې «د بشریت ضد جنایت» وبلل شي

د بشري حقونو څار سازمان درېیو مخکښو څېړونکو غوښتنه کړې، چې د طالبانو لهخوا پر ښځو لګول شوي سیسټماتیک بندیزونه دې «جنسیتي توپیر او د بشریت ضد جنایت» وبلل شي.

د بشري حقونو څار سازمان درېیو مخکښو څېړونکو غوښتنه کړې، چې د طالبانو لهخوا پر ښځو لګول شوي سیسټماتیک بندیزونه دې «جنسیتي توپیر او د بشریت ضد جنایت» وبلل شي.
هېدر بار، ماکارنا سایس او استیسي لي مانوېل په یوې مقاله کې نیوکه کړې، چې د افغان مېرمنو د حقونو په برخه کې د سرغړونې په تړاو نړۍوال غبرګون کافي نهدی.
دوی همدا راز ویلي، چې د طالبانو له لوري په سیسټماتیک ډول د ښځو د ځپلو دوام او د بشري حقونو د فعالانو هلو ځلو په دې برخه کې د نړۍوال ملاتړ لویه تشه رابرسېره کړې چې په ټکو یې ښايي نوی نړۍوال تړون دغه تشه ډکه کړي.
د دوی د معلوماتو له مخې؛ د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه د جنایتونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د نړۍوال تړون پر مسودې کار کوي، چې دغه مسوده به تر ۲۰۲۶ کاله چمتو شي.
دا نیوکې داسې مهال کېږي، چې طالبانو په وار، وار ادعا کړې چې په افغانستان کې د ټولو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونه د «اسلامي شریعت» په چوکاټ کې خوندي دي.
طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو سره سم پر افغان مېرمنو پراخ محدویتونه ولګول، چې له کبله یې پر دوی په کور دننه او بهر وخت ناوخت توندې نیوکې هم کېږي.


د حالوش په نامه د بشري حقونو یو خبري اژانس راپور ورکړی، چې د عبدالمنان نورزهي په نوم یو ۲۷ کلن افغان د ایراني پوله ساتو ځواکونو په ډزو کې وژل شوی دی. عبدالمنان نورزهي په اصل کې د فراه ولایت اوسېدونکی و، چې د ایران په زاهدان کې اوسېده.
حالوش لیکلي، چې په دغه ډزو کې یو بل افغان هم ټپي شوی دی.
د دغه رسنۍ په وینا؛ د ایران پوله ساتو ځواکونو په دغه دوو افغان وګړو مستقیمې ډزې کړې دي.
سرچینو حالوش ته وویل: «عبدالمنان څه موده وړاندې له ایران څخه اېستل شوی و؛ خو کورنۍ یې په زاهدان کې پاتې وه او هغه غوښتل، چې د پاسپورټ په ترلاسه کولو سره ایران ته ننوځي او خپله کورنۍ افغانستان ته بوځي.»
خو د ایران او افغانستان په سرحدي سیمه کې له کومې خبرتیا پرته هغه د ایراني پوله ساتو ځواکونو په مستقیمو ډزو کې وژل کېږي.
په راپور کې راغلي، چې «د عبدالمنان مړی د سرحدي دیوال تر شا پرېښودل شوی و، کله چې لارویانو د دوشنبې په ورځ د هغه مړی وموند؛ نو هغه یې نیمروز ښار ته ولېږداوه.»
په دغه پېښه کې یو بل افغان وګړی هم د ایراني پوله ساتو په ډزو کې په پښه ویشتل شوی او ټپي شوی دی.
حالوش لاتر اوسه د ټپي شوي وګړي په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.
تر اوسه پورې نه ایراني چارواکو او نه هم طالبانو په دې اړه څه ویلي دي.
ایران له اسراییل سره تر اوربند وروسته د افغان کډوالو د اېستلو نوې څپه پیل کړې ده.

د امریکا استیناف محکمې د ولسمشر ټرمپ ادارې هغه پرېکړه د یوې اوونۍ لپاره وځنډوله، چې د زرګونه افغانانو لنډمهاله خوندیتوب پروګرام (ټي پي اېس) د لغوه کېدو په اړه یې کړې ده.
پرون دوشنبه د ( چنګاښ ۲۳مه) ناوخته د امریکا یوې فدرالي محکمې دغه پریکړه د روانې (جولای میاشتې تر ۲۱مې نېټې) وځنډوله.
د CASA په نامه د کډوالو ملاتړ سازمان له محکمې د افغانانو د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ځنډولو غوښتنه کړې وه.
که څه هم په دې اړه ډېر جزییات نه دي خپاره شوي؛ خو د محکمې په پرېکړه کې راغلي، چې یاده قضیه د قانوني پړاونو تر بشپړېدو د لنډې مودې لپاره ځنډیږي.
د امریکا د کورني امنیت وزیرې کرېسټي اېل نویم څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د افغانانو لپاره به د لنډمهاله خوندیتوب یا TPS پروګرام پای ته ورسېږي چې له مخې به یې زرګونه افغانان د جولای له میاشتې وروسته د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې (ICE) لهخوا د جبري اېستلو له ګواښ سره مخ شي.
د راپورونو له مخې؛ څه باندې ۱۲زره افغانان د یاد پروګرام په اډانه کې د امریکا په متحدو ایالتونو کې اوسېږي، چې په لغوه کېدو یې دغه کسان افغانستان کې د جبري ستنېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

افغانستان د طالبانو تر واک لاندې له بشري ناورین، اقتصادي سقوط، سیاسي فشار او د ښځو پر ضد د پراخو محدودیتونو له امله د نړۍوالو له اندېښنو سره مخ دی او زرګونه افغانان له ایران، پاکستان او ان له امریکا بېرته هغه هېواد ته شړل کېږي، چې د بیثباتیو له امله یې پرېښی و.
د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو، د کډوالو ادارو او د کډوالۍ چارو کارپوهانو دا اقدامات د نړۍوالو ژمنو ښکاره ماتونه بللي دي. دوی خبرداری ورکوي، چې دا ډول جبري ستنول نه یوازې د افغانانو له عزت سره ټکر لري، بلکې د پناه غوښتنې نړۍوال سیستم تر پوښتنې لاندې راولي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ «یو اېن اېچ سي ار» د معلوماتو له مخې، یوازې له ایران څخه تراوسه شاوخوا ۱.۶ میلیونه افغانان په زوره شړل شوي، دا په داسې حال کې ده چې د دغه سازمان وړاندوینه دا وه، چې په ټول کال کې به نږدې ۱.۴ میلیونه افغانان ستانه شي.
راپورونه ښيي، چې د اسلام کلا له سرحدي لارې د ورځنیو راستنېدونکو شمېر له ۳۰ زرو اوړي او د جولای پر ۴مه نېټه یوازې له ایران څخه ۵۰ زره کسان بېرته افغانستان ته راشړل شوي وو.
د ایران حکومت هغو افغانانو ته چې قانوني اسناد نه لري، د جولای ۶مه نېټه وروستی مهلت ټاکلې و او زرګونه کسانیې د بندي کولو، وهلو او سپکاوي له لارې بېرته ستانه کړي.
بلخوا، پاکستان هم د ناقانونه مېشتو افغان کډوالو پرضد پراخ کمپاین پیل کړی، چې د راپورونو له مخې، تر دې دمه یې له ۱.۳ میلیونه ډېر افغانان په جبري ډول راشړلي دي.
د بېرته ستنېدونکو کډوالو کیسې د دې وضعیت انساني اړخ لا زیات روښانه کوي.
له ایران څخه راشړل شوی کډوال بسمیر بهماني افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وايي: «کله چې د ایران پولیسو په یوه مارکېټ کې زما د نیولو هڅه وکړه، ما مقاومت وکړ، هغوی زه دومره ووهلم چې بې هوښه شوم، کوچنۍ لور مې ډېر ژړل او چغې یې وهلې، اوس نه پوهېږم چې زما کوم هډوکي مات شوي که نه؛ زه دوه کیلوګرامه پنډ هم نه شم پورته کولای.»
د یوې بلې افغان کډوالې زرغونې خاوند چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د دغې ډلې استخباراتو له کوره وړی او تر اوسه د ژوند او مرګ هېڅ معلومات نشته، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل: «زما خاوند د طالبانو له واک وروسته ورک شو، زه له خپلو ماشومانو سره پاکستان ته ولاړم. اوس موږ بېرته راشړل شوي یو، نه کور لرو، نه خواړه، ایا څوک شته چې زمونږ د ژوند ضمانت راکړي؟»
یو شمېر راستنېدونکي بیا د خپل ژوند له مستقیم ګواښ څخه شکایت کوي.
دوی وایي، چې د طالبانو له وېرې یې افغانستان پرېښی و او اوس که بېرته ورستنېږي، شونې ده چې د انتقام، تعقیب یا حتی وژنې ښکار شي.
عبدالواحد نومی افغان چې له تېر جمهوري نظام سره یې کار کاوه، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل: «زه د طالبانو له راتګ وروسته پټ وم، له کورنۍ سره مې د وېرې شپې تېرولې. له ډېرو هڅو وروسته بل هېواد ته ورسېدم، فکر مې کاوه چې هلته به مې ژوند خوندي وي، خو نه یوازې دا چې ژوند مې بدتره شو، بلکې اوس بېرته هماغه ځای ته شړل کېږم چې له هغه ځایه مې د مرګ وېره لرله.»
هغه زیاته کړه: «زه دا نه وایم چې زه باید اروپایي ژوند ولرم، خو دا وایم چې مه مو وژنئ، مه مو بېرته د هغو خلکو غېږې ته ورشړی چې موږ ته د دوښمن په سترګه ګوري، اخ خدایه، زه اوس نه وطن لرم، نه امنیت، نه کار، نه تمه. زه یوازې دا پوښتنه لرم: ولې مو هېر کړل؟»
په پاکستان کې یو بل افغان کډوال د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل: «زه په تېر جمهوري نظام کې د دولتي ادارې کارکوونکی وم، طالبانو ما ته د جاسوس خطاب کاوه. اوس که بېرته لاړ شم، ممکن ژوندی پاتې نه شم».
د سره صلیب نړۍواله کمېټه او نور نړۍوال څارونکي خبرداری ورکوي، چې ښایي له ایران څخه تر یو میلیون نور افغانان هم په جبري ډول راوشړل شي، چې دا چاره به د افغانستان پر بشري حالت او ملي زېرمو پراخ فشار وارد کړي.
بلخوا، په متحده ایالاتو کې چې پخوا یې د زرګونو افغانانو د منلو ژمنې کړې وې، اوس داسې اندېښنې شته چې ګڼ شمېر پناه غوښتونکي یا د شړلو له ګواښ سره مخ دي، یا هم له قانوني محافظته بېبرخې پاتې دي.
نړۍوالو بشري مدافعینو او د کډوالۍ شبکو یو ځل بیا پر نړۍوالو حکومتونو غږ کړی، چې دا جبري شړل ودروي، د نړۍوالو اصولو پر بنسټ عمل وکړي او افغانانو ته د وقار، خوندیتوب او انساني ژوند حق ورکړي.
راستنېدونکي وايي، چې دوی له بېسرپناهۍ، لوږې، رواني فشار، د ماشومانو د زده کړو نشتوالی او صحي خدماتو ته له نه لاسرسي سره مخ دي.
اسیا سعید چې د بېرته شړلو سره مخ ده، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته په خپلو خبرو کې وویل: «موږ ته ویل شوي وو چې دلته به خوندي یاست، اوس مو بېرته هماغه ځای ته ستنوي، چېرته چې نه کار شته، نه نفقه، نه زده کړې او نه هیلې.»
د کډوالۍ له درده ستړي دا خلک وایي، چې د ژوند او مرګ ترمنځ د سرحد پر کرښه درېدلي، له نړۍ یې دا پوښتنه ده: «موږ مو ولې هېر کړو ؟»

په کابل کې د کتاب فسټیوال د پرانیستې په مراسمو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا په هېواد کې د زده کړو وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې یوازې شل سلنه ښځې او پنځوس سلنه نارینه د لیک لوست وړتیا لري.
اوتونبایوا زیاته کړه: «زمونږ معلومات ښيي چې یوازې پنځوس سلنه نارینه او شل سلنه ښځې لوستل او لیکل کولی شي، چې له دې سره افغانستان اوس د باسوادۍ د څرنګوالي په نړۍوالو درجهبندیو کې خورا ټیټ ځای لري.»
د یونسکو د نوې ټاکل شوي تعریف له مخې، یوازې د لوستلو او لیکلو وړتیا باسوادي نه ګڼل کېږي.
د دوی په خبره، لوستی یا باسواد هغه څوک ګڼل کېږي چې وکولای شي خپله پوهه او مهارتونه د ژوندانه د ښهوالي او د ټولنیزې ونډې اخیستنې لپاره وکاروي.
دا تعریف نه یوازې د لوستلو او لیکلو پر وړتیا تمرکز کوي، بلکې دا په یو شمېر نورو مهارتونو هم تاکید کوي، لکه درک، تفسیر، تحلیل او د معلوماتو تطبیق.
په افغانستان کې چې ډېری وګړي له لیک لوست څخه بېبرخې دي، دغه ډول مهارتونه لا هم د لاسرسي وړ نه دي. د طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې د ښځو د زدهکړو بندښت دا وضعیت لا پسې خراب کړی دی.
طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې د نجونو پر منځنیو او لوړو زدهکړو بندیز لګولی، ښوونځي یې تړلي او حتی د ښځو زدهکړهییزې ادارې، لکه د طب او قابلګۍ ښوونځي یې هم بند کړي دي. دا بندیزونه نه یوازې د ښځو سواد ته تاوان رسوي، بلکې د ټول هېواد د پرمختګ بهیر یې هم اغېزمن کړی دی.
یونسکو ویلي، چې باسواده وګړي باید د خپلې پوهې له لارې د ټولنې بدلون ته زمینه برابره کړي، خو دا مهال افغانستان کې ان د لیک لوست اساسي مهارتونه د میلیونونو خلکو له لاسرسي بهر دي. د تېرو شلو کلونو پرمختګونه اوس له منځه تللي او د ټول نسل تعلیمي راتلونکی له ګواښ سره مخ دی.
اوتونبایوا ټینګار وکړ، چې دا وضعیت یوازې د ښځو د حقونو نقض نه دی، بلکې د افغانستان د راتلونکي لپاره ستر ګواښ دی.
هغې وویل: «د لیک لوست حق یو اساسي مدني حق دی او باید د هر افغان دا حق تضمین شي.»
په ورته وخت کې، طالبانو د کتابونو چاپ ته د اسانتیاوو برابرولو خبر ورکړی.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال مهاجر فراهی ویلي، هغه کتابونه چې په داخل هېواد کې چاپېږي له مالیې معاف دي او د بهرنیو کتابونو مالیه پنځوس سلنه کمه شوې ده.
سره له دې، چې طالبانو پر چاپ او خپرونو سخت محدودیتونه لګولي دي، د هېواد دننه چاپېدونکي ټول کتابونه باید د دوی له لوري اجازهلیک ترلاسه کړي.
همداراز، طالبانو د پوهنتونونو د درسي کتابونو د ارزولو لپاره هم یوه کمېټه هم جوړه کړې، چې د دې کمېټې له لوري تر اوسه لسګونه عنوانه کتابونه له بازارونو راټول شوي دي.
د یادولو وړ ده، چې د طالبانو لهخوا د تعلیمي نصاب بدلول، د چاپ او وارداتو محدودول، زده کړې او پوهې پر وړاندې پراخ خنډونه د افغانستان د فکري ودې لپاره جدي ګواښونه ګڼل کېږي.
دا وضعیت، په تېره د ښځو لپاره د یوه تیاره راتلونکې نښه ده.

یو ۵۳ کلن افغاني الاصله ډنمارکي وګړی چې ایران ته د جاسوسۍ په شک په ډنمارک کې نیول شوی و، د دوشنبې په سهار د المان پولیسو ته وسپارل شو. د راپورونو له مخې، دغه کس هڅه کوله چې د برلین ښار کې د یهودي ټولنې پورې اړوند کسانو او ځایونو په اړه معلومات راټول کړي.
د المان خبري اژانس وایي، ټاکل شوې ده چې یاد نیول شوی کس ژر تر ژره د المان فدرالي محکمې په کارلسروهه ښار کې د یوې څېړندویه قاضي مخې ته وړاندې شي، خو دقیق وخت لا نهدی اعلان شوی.
د ډنمارکي رسنیو په وینا، دغه تورن کس په ارهوس ښار کې د یوې محکمې له خوا المان ته د سپارلو پرېکړه ومنله.
د المان مشهورې ورځپاڼې بېلډ د جولای ۶مه دغه شخص "علي س" معرفي کړی او د هغه فعالیتونه یې تر څېړنې لاندې نیولي، همداراز یې د هغه د نیولو او پېژندلو جزیات خپاره کړي دي.
د بېلډ په حواله، یاد تورن کس د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د غبرګولي په میاشت کې د یوې کورنۍ سفر په پلمه ترکیې ته ولاړ او له هغه ځایه ایران ته داخل شو. هلته یې د برلین له یهودي اهدافو څخه راټول شوي معلومات د ایران د اسلامي جمهوریت استخباراتي افسرانو ته وسپارل. وروسته، هغه له ایران څخه د جعلي اسنادو په کارولو، پرته له دې چې قانوني مهر یې ووهل شي، ووت.
بېلډ همداراز لیکلي، د ډنمارک داخلي استخباراتي ادارې د هغه د مخابراتي اړیکو د تعقیب په پایله کې چې د سپاه پاسداران د قدس ځواک له یوه پېژندل شوي افسر سره یې لرلې، دا موضوع د المان له امنیتي ادارو سره شریکه کړه.
همداراز، د علی س اړیکې د هامبورګ له اسلامي مرکز سره او د امام علي جومات کې چې (د شنه جومات په نوم هم پېژندل کېږي) د هغه دوامداره ګډون، له وړاندې د امنیتي ادارو تر څار لاندې وو.