• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

تر واده وړاندې طبي معاینات؛ ایا دغه معاینات د بې اولادۍ ستونزو مخنیوي کې مرسته کولای شي؟

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۱۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۴۶ GMT+۱

په نارینه او ښځو کې بې اولادي یوه جدي ستونزه ده. ډاکټران وايي، د دې ستونزې د حل لاره دا ده چې هلک او نجلۍ تر واده وړاندې روغتيايي معاینات وکړي. دغه معاینات هم اسانه او هم ارزانه دي. که په دغه معایناتو کې دا روښانه شي، چې هلک یا نجلۍ ناروغي لري درملنه یې کېدای شي.

پنځوس کلن حاجي اکرم د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې ډېر جایداد لري، ښې ډېرې نغدې پيسې هم لري؛ خو اولاد نه لري. که څه هم درې ودونه یې کړي او درې واړه مېرمنې یې ځوانانې دي؛ خو بیا یې هم په کور کې د ماشوم غږ نه اورېدل کېږي، له همدې امله یې په کور کې چوپتیا خپره وي.

هغه د اولاد په تمه پرله پسې درې ودونه وکړل؛ خو ډېر ناوخته ډاکټر ته ولاړ او ډاکټر ورته وویل، چې ته وچ یې؛ د تل لپاره اولاد نه شې پيدا کولای.

خو ایا د دې ډول ستونزې کوم حل شته؟ د کندهار د ډنډ ولسوالۍ ډاکټر یوسف دغه ستونزه حل کړې ده. هغه وايي: «د زوی له پاره مو نجلۍ خوښه کړه، د نجلۍ پلار ته مې وویل چې د هلک او نجلۍ روغتیايي معاینات به وکړو، داسې نه وي چې کوم یو یې وچ وي یا میراثي ناروغي ولري. د نجلۍ پلار ته لومړی دا خبره ډېره عجیبه ښکاره شوه؛ خو ما قناعت ورکړ چې دا بد کار نه دی او یوه اړتیا ده. هغه و چې د هلک او نجلۍ معاینات مو ور وکړل او له معایناتو معلومه شوه، چې هلک او نجلۍ هیڅ ډول ناروغي نه لري او تر معایناتو وروسته مو دسمال راوړ.»

خو د افغانستان په څېر بې‌وزله هېواد کې د خلکو پوښتنه دا ده، چې ایا دغه ډول معاینات اسانه او ارزانه دي؟ په دې اړه ډاکټر محب روښان وايي: «دا معاینات د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې کېږي او لږ لګښت غواړي، ځانګړي لابراتوارونه او نور خاص طبي وسایل هم نه غواړي. د نارینه سپرم (مني) تحلیل کېږي او د نجلۍ الټراساونډ کېږي، چې خلک یې ټلویزیوني معاینات هم بولي، بس یوازې دوه درې زره افغانۍ لګښت لري.»

خو که د معایناتو له پایلې وروسته دا په ډاګه شي، چې نجلۍ یا هلک وچ (شنډ) دی ایا درملنه یې کېدای شي؟ په دې اړه ډاکټر روښان وايي: «که هلک یا نجلۍ ناروغي ولري علاج یې ممکن دی؛ خو اسانه لارې چارې هم لري، چې تر دویم واده یې لګښت ډېر کم دی.»

که عام خلک یا زده‌کړې نه لري او یا هم په روغتیايي برخه کې پوهاوی نه دی ورکول شوی؛ خو پوښتنه دا ده، چې لوستي خلک او په تېره بیا ډاکټران ولې تر واده وړاندې د ځان او اولادونو روغتیايي ازموینې نه کوي؟

په دې اړه ډاکټر محب روښان وایي: «هر نوی کار که هغه هر څومره علمي او ګټور وي خلک د شک په سترګه ورته ګوري او دا شک په رواج پورې تړلی دی. دا ثابته شوې، چې رواج یوازې پر عامو خلکو نه؛ بلکې پر لوستو خلکو هم واکمن وي، باید یو څوک دا ناوړه دود مات کړي چې نور خلک یې ګټه وویني، دلیل ورته پيدا شي او هغوی هم پر دې لاره ولاړ شي. »

له بل پلوه د روغتیا نړۍوال سازمان څېړنې ښيي، چې په اسیايي هېوادونو کې د اولاد نه پیدا کېدو لامل یا د شنډوالي ستونزه تر ډېره حده په نارینه‌وو پورې اړه لري.

په اسلامي هېوادونو کې نارینه حق لري، چې د اړتیا له مخې تر څلورو پورې ودونه وکړي؛ که یوه ښځه یې شنډه وي بل واده کولای شي، خو که خاوند شنډ وي مېرمن یې مجبوره ده چې د تل له پاره د بې اولادۍ درد وزغمي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو یو وار بیا خپلو امنیتي ځواکونو ته له ټاکل شوي یونیفورمه د استفادې سپارښته کړې

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اړوند د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت خپلو ټولو امنیتي منسوبینو ته سپارښتنه کړې، چې د رسمي دندو پر مهال دې له منظور شوي یونیفورم څخه استفاده وکړي.

دغه وزارت نن دوشنبه (د چنګاښ ۲۳مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت عملیاتي مرستیال شریف‌الله الهام خپلو ټولو منسوبینو ته په کلکه د دندو پرمهال له ټاکل شوی یونیفورم څخه د کارونې په اړه سپارښتنه کړې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له‌خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ ټول منسوبین مکلف دي، چې د ټاکل شوي یونیفورم څخه چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله له لوري منظور شوی ګټه واخلي.

وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پرېکړو یوه سند کې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی و، د یاد وزارت د امنیتي چارو ستر معیین محمد ابراهیم صدر ته دنده سپارل شوې، چې پر پوځي پرسونل ټاکل شوی یونیفورم لازمي کړي. صدر د طالبانو مشر ته نږدې کس ګڼل کېږي.

د طالبانو تر واک لاندې کورنیو چارو وزارت کې ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وړاندې ویلي و، چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې په وار، وار د ټاکل شوي پوځي یونیفورم د عملي کولو لپاره سپارښتنې شوې دي؛ خو دا ځل داسې ښکاري، چې دغه موضوع د طالبانو د مشر په ځانګړي هدایت ترسره کېږي او د هغه د فرمان د عملي کولو په موخه پرېکړه شوې، چې د یونیفورم د لازمي کولو مسوولیت د ملاهبت الله نږدې کس مولوي ابراهیم صدر ته وسپارل شي.

ملګري ملتونه: افغانستان کې ورځ تر بلې ښاري ژوند مخ په پراخېدو دی

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۳۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د استوګنې او ښاري پرمختیا ادارې ویلي، چې په افغانستان کې ورځ تر بلې ښاري ژوند په پراخېدو دی او تر راتلونکي ۲۰۶۰ زېږدیز کاله پورې به پنځوس سلنه افغانان په ښارونو کې ژوند کوي.

دغه سازمان ویلي، ۱۹۵۰ کې له هرو شل تنو یو افغان ښار کې اوسېده؛ خو دا شمېر اوس هرو څلور کسانو کې یو ته رسېدلی دی.

یاد سازمان خبرداری ورکړی، چې د افغانستان ښارونه لا هم د بدلون لپاره په بشپړه توګه چمتو نه دي او د ناقانونه ملکیتونو ابادي او پراخېدل یې پر وړاندې له سترو ننګوونو څخه دي.

همدا راز زیاته شوې، چې ښاري کېدنه باید د مثبت بدلون اړخ وګرځی؛ نه دا چې یو ناورین رامنځته کړي او باید د ستونزو حل لارې وموندل شي.

د طالبانو څلورو وزارتونو د کتابونو د ارزونې لپاره غونډه وکړه

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۰۲ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون راپور ورکړی، چې د دې ډلې د څلورو وزارتونو استازو د «بې لارې کوونکو کتابونو» په نوم د ارزونې له پاره غونډه کړې ده. د دې غونډې مشري د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب کوله.

دا راپور چې د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ مياشتې په ۲۲مه نېټه) خپور شوی په کې راغلي، چې دا کار د طالبانو د مشر په لارښوونه شوی دی.

د راپور له مخې دا څلور وزارتونه مکلف دي، چې د کتابتونونو، تعلیمي مرکزونو او عامه ځایونو ټول مشکوک کتابونه وارزوي او په دې اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

په دې غونډه کې د لوړو زده‌کړو، پوهنې، اطلاعاتو او کلتور او د حج او اوقافو وزارتونو استازو ګډون لاره.

د طالبانو د حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب ویلي، چې د «بې لارې کوونکو کتابونو» د ارزونې بهیر به د علماوو له‌خوا له شرعي اصولو سره سم پر مخ لاړ شي.

هغه زیاته کړې: «د دغه څلورو وزارتونو استازي به یوه ګډه کمیټه جوړوي، چې لومړی کار به یې د یوه لارښود چمتو کول وي او په دې ډول به د بې لارې کوونکو کتابونو د مخنيوي له پاره زمینه برابره شي.»

د طالبانو تر دویمې واکمنۍ وروسته د هغوی د اطلاعاتو او کلتور وزارت څو ځله هغه کتابونه منع اعلان کړي او له کتابتونونو، کتاب پلورنځيو او ښوونیزو مرکزونو څخه یې ټول کړي، چې د دوی له نظریاتو سره ټکر لري.

طالبان هر هغه کتاب چې د دوی له نظر سره برابر نه وي او یا د دوی د نظر ملاتړ نه کوي بې لارې کوونکی بولي.

ملګري ملتونه: تېرکال د افغانستان په لوېدیځ کې ۹۰زره کسانو سره مرسته شوې ده

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۵۸ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق د یوه ویډیویي پیغام په خپرولو سره ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان په لوېدیځ کې ۹۰ زره کسان چې نږدې ۳۰ زره یې ښځې او نجونې دي؛ د ملګرو ملتونو ادارو له بېلابېلو مرستو برخمن شوي دي.

دغه صندوق نن دوشنبه د ( چنګاښ ۲۳مه) پر اېکس پاڼه په خپور شوي ویډیويي پیغام کې ویلي، چې په مرستو کې د بنسټیزو خدمتونو پراختیا، د معیشت بدیل فرصتونه، د اقلیمي بدلون په اړه عامه پوهای او د مېرمنو د پیاوړتیا پروګرامونه شامل دي.

د صندوق د معلوماتو له مخې؛ یادو مرستو د سیمه‌ییزو خلکو په ژوند مثبت اغېز کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته جوړ شوی، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو د مرستو د همغږۍ او مالي ستونزو د حل په برخو کې فعالیت کوي.

خو تازه واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر پرېکړې وړاندې له افغانستان سره د بهرنیو مرستو تر ۴۰ سلنه ډېرې بشري مرستې امریکا کولې؛ خو اوس مرستندویه بنسټونه خبرداری ورکوي، چې د دغه مرستو بندېدل به پر افغانستان ناوړه اغېزې ولري.

له بل پلوه له افغانستان سره د مرستو د څار بنسټ یا سيګار د راپور له مخې؛ د ټرمپ له بیا ولسمشر کېدو سره په افغانستان کې د ۵۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت پروژې بندې شوې دي.

د دوبي ګرمې څپې او د برېښنا پرچاوۍ؛ کابل مېشتي وایي، د برېښنا له پرچاویو نور په تنګ دي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۲۲ GMT+۱

په افغانستان او بیا په ځانګړې توګه په کابل کې د هوا له ګرمېدو سره هم‌مهاله، د برېښنا دوامداره پرچاویو کابل مېشتي اندېښمن کړي دي.

د کابل د شاه شهید سیمې اوسېدونکې فوزیه وايي، د هوا په ګرمېدو دوی په شپه او ورځ کې یوازې له ۴ تر ۶ ساعتونو پورې برېښنا لري.

هغه وایي:« پخوا به د شپې برق و؛ خو اوس د شپې له‌خوا هم ځي. هوا هم ډېره ګرمه شوې له پکي پرته نه کېږي او دا حالت ځورونکی دی.»

خو د کابل مېشتو ستونزه یوازې د برېښنا پرچاوي نه‌ده؛ بلکې دوی د برېښنا له لوړو بېلونو هم شکایت لري.

یو بل تن چې د کابل په قصبې بلاکونو کې اوسېږي او نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي؛ د ورته ستونزې په شریکولو سره وايي، که څه هم د برېښنا پرچاوۍ ډېرې دي؛ خو بېلونه یې بیا زیات راځي.

هغه وایي:« زموږ تېر بېل شاوخوا درې زره افغانۍ راغلی و، چې برق نه وي دا ډېرې پیسې دي. په کور کې د رڼا وسایل او له پکي پرته بل څه نه لرو.»

له بل پلوه د کابل ښار یوه بله اوسېدونکې فرشته چې د دوو ماشومان مور ده؛ وايي د برېښنا پرچاوۍ یې د ماشومانو روغتیا له ګواښ سره مخ کړې ده.

هغه وایي:« زما یوه لور اوه کلنه او بله څلور کلنه ده. بدمرغي دا ده، چې د سختې ګرمۍ پرمهال برېښنا ځي، د دوی روغتیا ته ډېره اندېښمنه یم.»

که څه هم د طالبانو حکومت په وار، وار ویلي، هڅه کوي چې د برېښنا ستونزه او په ځانګړي ډول د دوبي په رارسېدو د کابل ښار د برېښنا د کمښت ستونزه حل کړي؛ خو د کابل اوسېدونکي وايي، چې سږ دوبی یې د برېښنا د دوامداره پرچاوۍ له کبله له کړاوه ډک تېرېږي.

افغانستان نږدې ۸۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایرانه واردوي، چې په یادو هېوادونو کې د اړتیا پرمهال افغانستان ته د برېښنا په کچه کې د پام وړ کموالی راځي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام او نړۍوال بانک راپور ورکړی و، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې سیاسي کړکېچ د انرژۍ په برخه کې پانګونه په پراخه کچه کمه کړې او په پایله کې یې په افغانستان کې د برېښنا د برابرولو ستونزې نورې هم ډېرې شوې دي.