• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: تېرکال د افغانستان په لوېدیځ کې ۹۰زره کسانو سره مرسته شوې ده

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۵۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۰۱ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق د یوه ویډیویي پیغام په خپرولو سره ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان په لوېدیځ کې ۹۰ زره کسان چې نږدې ۳۰ زره یې ښځې او نجونې دي؛ د ملګرو ملتونو ادارو له بېلابېلو مرستو برخمن شوي دي.

دغه صندوق نن دوشنبه د ( چنګاښ ۲۳مه) پر اېکس پاڼه په خپور شوي ویډیويي پیغام کې ویلي، چې په مرستو کې د بنسټیزو خدمتونو پراختیا، د معیشت بدیل فرصتونه، د اقلیمي بدلون په اړه عامه پوهای او د مېرمنو د پیاوړتیا پروګرامونه شامل دي.

د صندوق د معلوماتو له مخې؛ یادو مرستو د سیمه‌ییزو خلکو په ژوند مثبت اغېز کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته جوړ شوی، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو د مرستو د همغږۍ او مالي ستونزو د حل په برخو کې فعالیت کوي.

خو تازه واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر پرېکړې وړاندې له افغانستان سره د بهرنیو مرستو تر ۴۰ سلنه ډېرې بشري مرستې امریکا کولې؛ خو اوس مرستندویه بنسټونه خبرداری ورکوي، چې د دغه مرستو بندېدل به پر افغانستان ناوړه اغېزې ولري.

له بل پلوه له افغانستان سره د مرستو د څار بنسټ یا سيګار د راپور له مخې؛ د ټرمپ له بیا ولسمشر کېدو سره په افغانستان کې د ۵۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت پروژې بندې شوې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د دوبي ګرمې څپې او د برېښنا پرچاوۍ؛ کابل مېشتي وایي، د برېښنا له پرچاویو نور په تنګ دي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۲۲ GMT+۱

په افغانستان او بیا په ځانګړې توګه په کابل کې د هوا له ګرمېدو سره هم‌مهاله، د برېښنا دوامداره پرچاویو کابل مېشتي اندېښمن کړي دي.

د کابل د شاه شهید سیمې اوسېدونکې فوزیه وايي، د هوا په ګرمېدو دوی په شپه او ورځ کې یوازې له ۴ تر ۶ ساعتونو پورې برېښنا لري.

هغه وایي:« پخوا به د شپې برق و؛ خو اوس د شپې له‌خوا هم ځي. هوا هم ډېره ګرمه شوې له پکي پرته نه کېږي او دا حالت ځورونکی دی.»

خو د کابل مېشتو ستونزه یوازې د برېښنا پرچاوي نه‌ده؛ بلکې دوی د برېښنا له لوړو بېلونو هم شکایت لري.

یو بل تن چې د کابل په قصبې بلاکونو کې اوسېږي او نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي؛ د ورته ستونزې په شریکولو سره وايي، که څه هم د برېښنا پرچاوۍ ډېرې دي؛ خو بېلونه یې بیا زیات راځي.

هغه وایي:« زموږ تېر بېل شاوخوا درې زره افغانۍ راغلی و، چې برق نه وي دا ډېرې پیسې دي. په کور کې د رڼا وسایل او له پکي پرته بل څه نه لرو.»

له بل پلوه د کابل ښار یوه بله اوسېدونکې فرشته چې د دوو ماشومان مور ده؛ وايي د برېښنا پرچاوۍ یې د ماشومانو روغتیا له ګواښ سره مخ کړې ده.

هغه وایي:« زما یوه لور اوه کلنه او بله څلور کلنه ده. بدمرغي دا ده، چې د سختې ګرمۍ پرمهال برېښنا ځي، د دوی روغتیا ته ډېره اندېښمنه یم.»

که څه هم د طالبانو حکومت په وار، وار ویلي، هڅه کوي چې د برېښنا ستونزه او په ځانګړي ډول د دوبي په رارسېدو د کابل ښار د برېښنا د کمښت ستونزه حل کړي؛ خو د کابل اوسېدونکي وايي، چې سږ دوبی یې د برېښنا د دوامداره پرچاوۍ له کبله له کړاوه ډک تېرېږي.

افغانستان نږدې ۸۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایرانه واردوي، چې په یادو هېوادونو کې د اړتیا پرمهال افغانستان ته د برېښنا په کچه کې د پام وړ کموالی راځي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام او نړۍوال بانک راپور ورکړی و، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې سیاسي کړکېچ د انرژۍ په برخه کې پانګونه په پراخه کچه کمه کړې او په پایله کې یې په افغانستان کې د برېښنا د برابرولو ستونزې نورې هم ډېرې شوې دي.

قزاقستاني او ازبک پانګه‌والو له طالبانو سره د برېښنا په برخه کې د پانګونې په تړاو خبرې کړې

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۱۹ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت رییس عبدالباري عمر سره په ناسته کې قزاقستاني او ازبک پانګه‌والو لېوالتیا ښوولې، چې د برېښنا د تولید او ظرفیتونو د روزنې په برخو کې له دغه ډلې سره همکارۍ پیل کړي. طالبانو د دغه پانګه‌والو طرحې اورېدلې او هرکلی یې ترې کړی.

د یک‌شنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۲مه) د دغه ادارې خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې عبدالباري عمر قزاقستاني او ازبک پانګه‌والو ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی او افغانستان کې یې د برېښنا تولید برخه کې شته فرصتونه مهم بللي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان له ازبکستان او ترکمنستان سره هم د برېښنا په برخو کې تړونونه لري.

افغانستان لا تر اوسه هم د برېښنا په برخه کې یادو هېوادونو ته اړ دی او ترې رالېږدول شوې وارداتي برېښنا په کور دننه په لویه بیه تمامېږي.

طالبان: ننګرهار کې د تېرو ۱۵ میاشتو راهیسې تر ۵۰۰ ډېرې شخصي دوښمنۍ ختمې شوې دي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۳۱ GMT+۱

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د قومونو، سرحدونو او قبایلو چارو ریاست خبر ورکړی، چې په تېرو ۱۵ میاشتو کې یې د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۵۲۲ شخصي دوښمنۍ د جرګو له لارې حل کړې دي.

د یک‌شنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۲مه) د یادې ادارې مشر رحمت الله غازي عمر د چپرهار ولسوالۍ اړوند په دولت زیو کلي کې د یوې شخصي دوښمنۍ د حل په موخه د جرګې پر مهال دغه څرګندونې کړې دي.

هغه د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون ته زیاته کړې، چې د دوی په واکمنۍ سره په ننګرهار ولایت کې زرګونه شخصي دوښمنۍ ختمې شوې دي.

طالبان دغه ادعاوي داسې مهال کوي، چې ویل کېږي د همدې ډلې جنګیالیو او قوماندانانو په لرو پرتو یا کلیوالو سیمو کې شخصي دوښمنیو ته لاره هواره کړې ده.

په ننګرهار کې د مخکني جمهوري نظام پر مهال د بېلابېلو ولسوالیو ولسوال حاجي غالب نږدې دوه کاله مخکې په یوه وېډیوي پېغام کې دا په ډاګه کړې وه، چې نوموړی د یوې شخصي دوښمنۍ د حل لپاره په زوره مجبور کړای شوی و.

هغه ویلي و، د طالبانو یو ځایي قوماندان یې د کورنۍ شل غړي وژلي او د ده کورنۍ ورسره شخصي دوښمني لري؛ خو نوموړی په زوره مجبور کړای شوی، څو ورسره د یوې جرګې له لارې روغه وکړي.

د راپورونو له مخې؛ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې طالبان په دوښمنیو کې ښکېل دي او د خپل حاکمیت په لاسته راوړلو سره خلک مجبوري؛ څو ورسره دغه ستونزې د جرګو له لارې حل کړي.

ځینې کورنۍ نیوکې کوي، چې طالب جنګیالیو یې د کورنۍ غړي وژلي او د دې پر ځای چې عدالت پرې پلی شي؛ نو د زور له لارې یې جرګو او روغې جوړې ته مجبوروي.

د تازه مېوو موسم؛ یوشمېر افغانانو د تازه مېوو کارونې لپاره د خلکو د هڅونې کمپاین پیل کړی

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۰۲ GMT+۱

په افغانستان کې د تازه مېوو فصل په رارسېدو د خواله رسنیو ځینو کاروونکو د لنډو ویډیويي پیغامونه خپرولو یو کمپاین پیل کړی، چې خلک د دغه مېوو کارونې ته وهڅوي.

د ولسي جرګې پخواني غړي سید احمد سېلاب د تازه میوو ډک پتنوس په لاس ویډیويي پیغام کې ویلي، چې افغانان باید له بزګرانو او بڼوالو د ملاتړ لپاره تازه میوې واخلي.

هغه وایي:« بېلابېلې تازه مېوې بازار ته راوتلې دي، چې بیې یې ډېرې مناسبې او ارزانه دي، له دغه میوو څخه استفاده د بزګرانو او بڼوالو د ملاتړ سربېره د فقر او بې وزلۍ پر وړاندې مبارزه ده.»

په ورته وخت کې د افغانستان د تازه میوو د انجمن مشر فاروق احمدي هم پر افغانانو غږ کړی، چې له تازه مېوو دې ګټه واخلي.

هغه ویلي:« ګیلاس، زردالو، شفتالو او زموږ نورې ډېرې میوې په کمه بیه پلورل کېږي، له ټولو هېوادوالو هیله کوم، چې دغه مېوې واخلي څو زموږ بزګران یو څه پیسې لاس ته راوړي او لا پسې وهڅېږي.»

یو شمېر بزګرانو او بڼوالو وړاندې له افغانستان انټرنشل ـ پښتو سره په خبرو کې د تازه مېوو له سړو بازارونو شکایت کړی و او ویلي یې و، چې تازه مېوې یې خلک په نشت بیه ترې غواړي.

د تازه میوو فصل په رارسېدو د افغانستان بازارونه په ډول، ډول مېوو لکه شفتالو، زردالو، الوبالو، هندواڼو، خټکيو او نورو رنګینو مېوو ښکلي کېږي.

په افغانستان کې د امریکايي مرستو تر بندېدو وروسته بې‌وزلي ډېره شوې

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۳۰ GMT+۱

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر پرېکړې وړاندې له افغانستان سره د بهرنیو مرستو تر ۴۰ سلنه ډېرې بشري مرستې امریکا کولې؛ خو اوس مرستندویه بنسټونه خبرداری ورکوي، چې د دغه مرستو بندېدل به پر افغانستان ناوړه اغېزې ولري.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام پر مهال چې د طالبانو پر ضد جګړه روانه وه؛ د امریکا څو ولسمشرانو په پرله پسې توګه ویل، چې افغانستان به یوازې نه پرېږدي.

کله چې په ۲۰۲۱ کال له افغانستان څخه امریکایي ځواکونه ووتل او طالبان بیا واک ته ورسېدل، امریکایانو بیا هم له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړ.

دغه مرستې له لوږې سره د مبارزې او روغتیايي خدمتونو په برخو کې وې، چې په ناڅاپي ډول بندې شوې.

سپينې ماڼۍ وویل، چې دا مرستې د امریکا له ګټو سره اړخ نه لګوي او د دوی له ارزښتونو سره ټکر لري.

د اپرېل پر اتمه نېټه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې نور د افغانستان لپاره د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) ته پیسې نه ورکوي؛ د دوی په باور له دې مرستو څخه ترهګرې ډلې استفاده کوي.

مرستندویه ادارې خبرداری ورکوي، چې دغه پرېکړه به د عامو افغانانو لپاره خورا خطرناکې پایلې ولري، په ځانګړي ډول د هغو افغانانو له پاره چې له ګاونډیو هېوادونو څخه په زور را اېستل شوي او یانور هغه افغانان چې د هغوی پر سفرونو د ټرمپ د وروستي فرمان له امله په نورو هېوادونو کې بند پاتې دي.

سپينې ماڼۍ د خپل نظر ننګه وکړه او په یوه اعلامیه کې یې وویل: «موږ کافي شواهد لرو، چې د امریکا مرستې د بې‌وزله خلکو پر ځای د طالبانو جېبونو ته ځي؛ خو نه یې دا شواهد وړاندې کړل او نه یې هم په دې اړه د چا پوښتنو ته ځواب ورکړ.»

ځینې طالب چارواکي وايي، چې دوی نور د لوېدیځ مرستو ته اړتیا نه لري؛ خو اوس لیدل کېږي، چې د افغانستان اقتصاد ویجاړ دی، روغتونونه خدمات نه لري او د طالبانو دې سیاست د ملت غوسه راپارولی دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، چې د جون تر میاشتې پورې د ۴۲۰ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه ټکني شوي او یا په ټپه درېدلي دي.

دغه سازمان اټکل کوي، چې له دې امله تر درې مېلیونه ډېرو خلکو ته زیان اوښتی دی.

که څه هم افغان چارواکي وايي، چې ځینې روغتونونه د نورو مرستندویه بنسټونو په مرسته بېرته فعال شوي؛ خو واشنګټن پوست له اتو روغتیايي مرکزونو له کارکوونکو سره مرکې کړې دي او هغوی ورته ویلي، چې په افغانستان کې روغتیايي وضعیت ورځ په ورځ پسې ویجاړېږي.

نوې وېره دا ده، چې ډېر ژر به روغتیايي مرکزونه د خوارځواکۍ له ناروغانو ډک شي.

د خوړو نړۍوال پروګرام چې درېیمه برخه بودجه یې امریکا ورکوله وايي، چې دا مهال یوازې له یو مېلیون افغانانو سره مرسته کولای شي؛ حال دا چې لس مېلیونه خلک بېړنیو خوړو ته اړتیا لري.

د دې سازمان مشر جان ایليف وویل:« په افغانستان کې د ۲۰۲۵ کال له پيل څخه بیا تر دې مهاله د ثبت شویو خوارځواکو ناروغانو ګراف خورا لوړ دی، چې لامل یې د بهرنیو مرستو بندېدل دي. خلک خپل ماشومان روغتون ته بیايي؛ خو روغتون د بودجې د نشتوالي له امله تړل شوی وي.»

له افغانستان سره د مرستو د څار بنسټ یا سيګار د راپور له مخې؛ د ټرمپ له بیا ولسمشر کېدو سره په افغانستان کې د ۵۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت پروژې بندې شوې دي.