د تازه مېوو موسم؛ یوشمېر افغانانو د تازه مېوو کارونې لپاره د خلکو د هڅونې کمپاین پیل کړی

په افغانستان کې د تازه مېوو فصل په رارسېدو د خواله رسنیو ځینو کاروونکو د لنډو ویډیويي پیغامونه خپرولو یو کمپاین پیل کړی، چې خلک د دغه مېوو کارونې ته وهڅوي.

په افغانستان کې د تازه مېوو فصل په رارسېدو د خواله رسنیو ځینو کاروونکو د لنډو ویډیويي پیغامونه خپرولو یو کمپاین پیل کړی، چې خلک د دغه مېوو کارونې ته وهڅوي.
د ولسي جرګې پخواني غړي سید احمد سېلاب د تازه میوو ډک پتنوس په لاس ویډیويي پیغام کې ویلي، چې افغانان باید له بزګرانو او بڼوالو د ملاتړ لپاره تازه میوې واخلي.
هغه وایي:« بېلابېلې تازه مېوې بازار ته راوتلې دي، چې بیې یې ډېرې مناسبې او ارزانه دي، له دغه میوو څخه استفاده د بزګرانو او بڼوالو د ملاتړ سربېره د فقر او بې وزلۍ پر وړاندې مبارزه ده.»
په ورته وخت کې د افغانستان د تازه میوو د انجمن مشر فاروق احمدي هم پر افغانانو غږ کړی، چې له تازه مېوو دې ګټه واخلي.
هغه ویلي:« ګیلاس، زردالو، شفتالو او زموږ نورې ډېرې میوې په کمه بیه پلورل کېږي، له ټولو هېوادوالو هیله کوم، چې دغه مېوې واخلي څو زموږ بزګران یو څه پیسې لاس ته راوړي او لا پسې وهڅېږي.»
یو شمېر بزګرانو او بڼوالو وړاندې له افغانستان انټرنشل ـ پښتو سره په خبرو کې د تازه مېوو له سړو بازارونو شکایت کړی و او ویلي یې و، چې تازه مېوې یې خلک په نشت بیه ترې غواړي.
د تازه میوو فصل په رارسېدو د افغانستان بازارونه په ډول، ډول مېوو لکه شفتالو، زردالو، الوبالو، هندواڼو، خټکيو او نورو رنګینو مېوو ښکلي کېږي.


د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر پرېکړې وړاندې له افغانستان سره د بهرنیو مرستو تر ۴۰ سلنه ډېرې بشري مرستې امریکا کولې؛ خو اوس مرستندویه بنسټونه خبرداری ورکوي، چې د دغه مرستو بندېدل به پر افغانستان ناوړه اغېزې ولري.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام پر مهال چې د طالبانو پر ضد جګړه روانه وه؛ د امریکا څو ولسمشرانو په پرله پسې توګه ویل، چې افغانستان به یوازې نه پرېږدي.
کله چې په ۲۰۲۱ کال له افغانستان څخه امریکایي ځواکونه ووتل او طالبان بیا واک ته ورسېدل، امریکایانو بیا هم له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړ.
دغه مرستې له لوږې سره د مبارزې او روغتیايي خدمتونو په برخو کې وې، چې په ناڅاپي ډول بندې شوې.
سپينې ماڼۍ وویل، چې دا مرستې د امریکا له ګټو سره اړخ نه لګوي او د دوی له ارزښتونو سره ټکر لري.
د اپرېل پر اتمه نېټه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې نور د افغانستان لپاره د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) ته پیسې نه ورکوي؛ د دوی په باور له دې مرستو څخه ترهګرې ډلې استفاده کوي.
مرستندویه ادارې خبرداری ورکوي، چې دغه پرېکړه به د عامو افغانانو لپاره خورا خطرناکې پایلې ولري، په ځانګړي ډول د هغو افغانانو له پاره چې له ګاونډیو هېوادونو څخه په زور را اېستل شوي او یانور هغه افغانان چې د هغوی پر سفرونو د ټرمپ د وروستي فرمان له امله په نورو هېوادونو کې بند پاتې دي.
سپينې ماڼۍ د خپل نظر ننګه وکړه او په یوه اعلامیه کې یې وویل: «موږ کافي شواهد لرو، چې د امریکا مرستې د بېوزله خلکو پر ځای د طالبانو جېبونو ته ځي؛ خو نه یې دا شواهد وړاندې کړل او نه یې هم په دې اړه د چا پوښتنو ته ځواب ورکړ.»
ځینې طالب چارواکي وايي، چې دوی نور د لوېدیځ مرستو ته اړتیا نه لري؛ خو اوس لیدل کېږي، چې د افغانستان اقتصاد ویجاړ دی، روغتونونه خدمات نه لري او د طالبانو دې سیاست د ملت غوسه راپارولی دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، چې د جون تر میاشتې پورې د ۴۲۰ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه ټکني شوي او یا په ټپه درېدلي دي.
دغه سازمان اټکل کوي، چې له دې امله تر درې مېلیونه ډېرو خلکو ته زیان اوښتی دی.
که څه هم افغان چارواکي وايي، چې ځینې روغتونونه د نورو مرستندویه بنسټونو په مرسته بېرته فعال شوي؛ خو واشنګټن پوست له اتو روغتیايي مرکزونو له کارکوونکو سره مرکې کړې دي او هغوی ورته ویلي، چې په افغانستان کې روغتیايي وضعیت ورځ په ورځ پسې ویجاړېږي.
نوې وېره دا ده، چې ډېر ژر به روغتیايي مرکزونه د خوارځواکۍ له ناروغانو ډک شي.
د خوړو نړۍوال پروګرام چې درېیمه برخه بودجه یې امریکا ورکوله وايي، چې دا مهال یوازې له یو مېلیون افغانانو سره مرسته کولای شي؛ حال دا چې لس مېلیونه خلک بېړنیو خوړو ته اړتیا لري.
د دې سازمان مشر جان ایليف وویل:« په افغانستان کې د ۲۰۲۵ کال له پيل څخه بیا تر دې مهاله د ثبت شویو خوارځواکو ناروغانو ګراف خورا لوړ دی، چې لامل یې د بهرنیو مرستو بندېدل دي. خلک خپل ماشومان روغتون ته بیايي؛ خو روغتون د بودجې د نشتوالي له امله تړل شوی وي.»
له افغانستان سره د مرستو د څار بنسټ یا سيګار د راپور له مخې؛ د ټرمپ له بیا ولسمشر کېدو سره په افغانستان کې د ۵۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت پروژې بندې شوې دي.

د بېځایه شویو نړۍوال سازمان تازه په یوې خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ غوښتي، چې په قرغزستان کې د افغان پناه غوښتونکو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.
یاد سازمان نن دوشنبه د ( چنګاښ ۲۳مه) پر اېکس پاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په قرغزستان کې افغان پناه غوښتونکي له ګڼو ننګونو سره مخامخ دي او دغه وضعیت د منلو نه دی.
په خبرپاڼه کې په قرغزستان کې د افغان پناه غوښتونکو کم شمېر ته په اشارې سره ویل شوي، چې په درېیمو هېوادونو کې د دوی بیا مېشتېدل دومره ستونزمنه چاره نه ده او د کډوالو عالي کمېشنري باید له ځنډ پرته د دوی د ستونزو حل لپاره ګامونه پورته کړي.
په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي، چې دا مهال څومره افغان پناه غوښتونکي په یاد هېواد کې مېشت دي؛ خو نیوکه شوې، که څه هم دغه پناه غوښتونکي له کلونو راهیسې په قرغزستان کې مېشت دي؛ خو له یاده اېستل شوي دي.
د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې؛ دوی په قرغزستان کې شاوخوا ۲۳۶۸۱ ثبت شوي پېښې لري چې ډېری یې افغان پناه غوښتونکي دي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې په اندونیزیا او هند کې هم د افغان پناه غوښتونکو د ستونزو او کړاو په اړه راپورونه خپاره شوي او په یادو هېوادونو کې افغانانو د ملګرو ملتونو دفترونو مخې ته لاریونونه هم کړي دي.
دوی وایي، چې کلونه کېږي په یادو هېوادونو کې بې برخلیکه پراته دي او درېیمو هېوادنو ته یې د لېږد چارې مخ ته نه دي تللې.

له ایران څخه تازه راستنو شویو یوشمېر افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې د کورونو کرایې خورا لوړې شوې او د یو کور پیدا کول په اونیو، اونیو وخت نیسي.
دغه ډول د د معاملاتو لارښود دفترونو هم د کورونو د کرایو لوړېدل منلي دي.
له ایران څخه د را اېستل شويو کډوالو څپه د افغانستان تر ټولو ولایتونو پورې غځېدلې ده؛ خو د دغه کډوالو ډېره برخه د هرات، بادغیس، نیمروز، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو اصلي اوسېدونکي دي.
تر دې مهاله د دغه ټولو کډوالو د استوګنې ځانګړي ښارګوټي نه شته، ټول کډوال داسې خپلوان هم نه لري چې په کورونو کې ځای ورکړي؛ نو له همدې امله دوی اړ دي، چې په کرايي کورونو کې واوسېږي.
د هرات ولایت یوه کډوال کبیر وويل، چې دوی مخکې لا بېوزله او د مزدورۍ له پاره ایران ته تللي وو؛ خو اوس چې له ایران څخه په تش لاس راشړل شوي، خلک د هغوی له مجبوریته ناوړه ګټه پورته کوي او کورونه په لوړه کرایه ورکوي.
خو دا یوازې د کبیر ستونزه نهده؛ بلکې د زرنج یو تازه ستنېدلي کډوال نور محمد هم ورته اندېښتنه شریکه کړې او ویلي یې دي، چې نه یوازې د کورونو کرایې لوړې شوې دي؛ بلکې د کرایې کورونه نه پيدا کېږي.
دغه کډوال له حکومت او نړۍوالې ټولنې هم غواړي، چې لنډمهاله سرپناه ورته برابره او یا نغدي مرسته ورسره وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت ویلي ایران په تېرو ۲۰ ورځو کې څه باندې نیم مېلیون کډوال له دغه هېواده اېستلي دي.
له ایرانه د افغان کډوالو ډلهییزې اېستنې په کور دننه او بهر د خلکو سخت غبرګونونه راپارولي دي.

طالبان د افغانستان طبیعي سرچینې، ستراتیژیک جغرافیوي موقعیت او ملي ګټې د بهرنیو هېوادونو د ګټو لپاره کاروي، په داسې حال کې چې افغان ولس له تعلیمي محدودیتونو، اقتصادي ستونزو او ټولنیز محرومیت سره مخ دی.
اوفا چې له بهر څخه د افغان فعالانو او فکري شخصیتونو له خوا رهبري کېږي، په یوې اعلامیه کې پر طالبانو سختې نیوکې کړي.
یاد سازمان وایي، طالبان له پاکستان، چین، روسیې او ایران سره داسې معاملې کړي چې د ملي شتمنیو زیان او د ګاونډیو نفوذ پراخوي.
په اعلامیه کې راغلي، چې د پاکستان د رېل پروژه افغانستان یوازې د تېرېدو په لاره بدلوي او معادن د شخصي ګټو لپاره بهرنیو هېوادونو ته د ارزانه بیو په بدل کې ورکړل شوي دي.
د اعلامیې له مخې، طالبان ایران ته اوبه وړیا ورکوي، خو د ایران له خوا بیا افغان کډوال له سخت چلند سره مخ دي.
په اعلامیه کې همداراز راغلي، چې طالبان نړۍوالو ته امتیازونه ورکړي، خو د ولس پر وړاندې تعلیمي بندیزونه، د ښځو محرومیت، او تولنې پر وړاندې خپل جبر روان ساتلی دی.
اوفا غوښتنه کړې، چې افغان ولس او نړۍواله ټولنه باید د دې زیانمنو سیاستونو پروړاندې غلي پاتې نه شي.
دا په داسې حال کې ده، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته نه یوازې د دې هېواد سیاسي جوړښت ونړېد، بلکې د طبیعي سرچینو، جیوپولیټیک موقعیت او ملي ګټو مدیریت هم له افغان ولسه اخیستل شوی دی. طالبان چې نړۍوال مشروعیت ته د رسېدو او خپل حاکمیت د تمویل لپاره له بېلابېلو لارو هڅه کوي، اوس داسې ښکاري چې د هېواد شتمنۍ د بهرنیو هېوادونو تر نفوذ لاندې پرېښي دي.
د افغانستان د لیتیم، مسو، سرو زرو او نورو کانونو په اړه تازه راپورونه ښيي چې له چین، ایران، پاکستان، ترکیې او ځینو نورو هېوادونو سره داسې معاملې روانې دي چې د ملي شفافیت، حساب ورکونې او ولسواکو اصولو څخه بېبرخې دي. د دغو منابعو استخراج د یوې ځانګړې کړۍ لهخوا کنټرولېږي، چې نه یې عواید د عامو افغانانو ژوند ته بدلون ورکوي او نه هم د راتلونکي لپاره کومه حسابداري شته.
په ورته وخت کې، افغانستان د سیمې په کچه یو مهم جیوپولیټیک موقعیت هم لري.
دا هغه جغرافیه ده، چې د منځنۍ اسیا، سوېلي اسیا او منځني ختیځ تر منځ د ټرانزیت، انرژۍ او استخباراتي همکارۍ لپاره کلیدي ارزښت لري، خو دا موقعیت اوس د ملي ګټو پر ځای د طالبانو د واک ساتنې او بهرنیو هېوادونو د استراتیژیکو موخو لپاره کارېږي.
په هېواد کې دننه، ولس له ژورو ټولنیزو، اقتصادي او بشري ستونزو سره لاس و ګرېوان دی.
د نجونو پر زدهکړو بندیز، د بشري حقونو پراخ محدودیتونه، د بیان ازادۍ نهشتون او ژور اقتصادي رکود د افغانانو ورځنی ژوند له کړاوونو ډک کړی. سلګونه زره ځوانان له بېکارۍ څخه کړېږي، میلیونونه ماشومان له زدهکړو محروم پاتې دي او ښځې د ټولنیز، اقتصادي او سیاسي مشارکت له ټولو ډګرونو شړل شوې دي.
دې حالت نه یوازې د ولس د پرمختګ مخه نیولې، بلکې د افغانستان راتلونکي ته یې هم جدي ګواښ پېښ کړی دی.
د افغانستان پخوانيو چارواکو، مدني فعالانو، خبریالانو، د ښځو ملاتړو ادارو او نړۍوالو په ځلونو نیوکه کړې، چې طالبان نه یوازې ستونزې نه حلوي، بلکې د بحرانونو تر سیورې لاندې خپلې ګټې خوندي کوي او د ولس له نظره پټې معاملې، غېر شفاف قراردادونه او د منابعو غېر قانوني کېندنې کوي.
د دوی په خبره، په افغانستان کې اوسنی نظام د ملت د استازیتوب پر ځای، د یوې محدودې ډلې د بقا لپاره مبارزه کوي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې تجربه لرونکي لوبغاړي محمد نبي د ایران د حکومت له خوا د افغان کډوالو په جبري اېستلو سخت غبرګون ښودلی او دغه عمل یې د بشري کرامت خلاف بللی دی. هغه له افغانانو غوښتي، چې په دې حساس وخت کې یو بل سره مرسته وکړي او د بېوزلو کډوالو ملاتړ وکړي.
محمد نبي په خپلې فېسبوک پاڼه کې ویلي: «دا چاره نه یوازې د دوی د بشري کرامت خلاف ده، بلکې د ژوندانه له ډېرو ننګونو سره یې مخ کړي دي.»
نبي له ټولو افغانانو په ځانګړي ډول له ملي سوداګرو او شتمنو شخصیتونو غوښتي، چې په دې سخت وخت کې د بېوزلو هېوادوالو ملاتړ ته راودانګي او خپلې مرستې ونه سپموي.
هغه زیاته کړې: «دا د ملي وحدت، همدردۍ او انسانیت ازموینه ده او موږ باید دا ثابته کړو چې افغان هېڅکله افغان نه هېروي.»
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې له تېرو نږدې دوو کلونو بیا په ځانګړي ډول په وروستیو میاشتو کې لسګونه زره افغانان په ایران کې له سختو ستونزو سره مخ دي.
د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو هم د دې جبري اېستلو عمل په کلکه غندلی او د افغانستان کډوالو د وضعیت د ښه کېدو غوښتنه یې کړې ده.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ویلي، چې دوی د کډوالو د حقونو د خونديتوب لپاره له نړۍوالو ارګانونو سره په تماس کې دي او هڅه کوي، چې دغه ستونزه ژر تر ژره حل شي.
د دغو ننګونو په رڼا کې محمد نبي ټینګار کوي، چې افغانانو ته په کار ده چې په یووالي سره خپلو خلکو ته لاس ورکړي او د بېوزلو هېوادوالو ژوند اسانه کړي.
د ایران او اسراییل تر منځ له جګړې وروسته، ایران د خپلو امنیتي فشارونو د زیاتوالي په ترڅ کې په زرګونه افغان کډوال په جبري ډول له خپلې خاورې وباسي.
ایران هره ورځ په زرګونه افغان کډوال افغانستان ستنوي، خو لا هم ګڼ شمېر افغانان په سختو شرایطو کې د اېستلو په تمه دي او دغه جبري اېستل د افغان کډوالو پر ژوند ژور اغېز کړی او د بشري حقونو نړۍوالې ټولنې یې اندېښمنې کړي دي.
د ایران د سختو کړنو له امله، افغان کډوال په بېساري توګه له امنیت، کار او ژوند اسانتیاوو محروم شوي چې دا وضعیت د سیمې د بېثباتۍ او انساني ناورین یوه برخه ګرځېدلې ده.