• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اوفا: طالبان د افغانستان هویت، شتمني او راتلونکی له منځه وړي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۵۳ GMT+۱

طالبان د افغانستان طبیعي سرچینې، ستراتیژیک جغرافیوي موقعیت او ملي ګټې د بهرنیو هېوادونو د ګټو لپاره کاروي، په داسې حال کې چې افغان ولس له تعلیمي محدودیتونو، اقتصادي ستونزو او ټولنیز محرومیت سره مخ دی.

اوفا چې له بهر څخه د افغان فعالانو او فکري شخصیتونو له خوا رهبري کېږي، په یوې اعلامیه کې پر طالبانو سختې نیوکې کړي.

یاد سازمان وایي، طالبان له پاکستان، چین، روسیې او ایران سره داسې معاملې کړي چې د ملي شتمنیو زیان او د ګاونډیو نفوذ پراخوي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د پاکستان د رېل پروژه افغانستان یوازې د تېرېدو په لاره بدلوي او معادن د شخصي ګټو لپاره بهرنیو هېوادونو ته د ارزانه بیو په بدل کې ورکړل شوي دي.

د اعلامیې له مخې، طالبان ایران ته اوبه وړیا ورکوي، خو د ایران له خوا بیا افغان کډوال له سخت چلند سره مخ دي.

په اعلامیه کې همداراز راغلي، چې طالبان نړۍوالو ته امتیازونه ورکړي، خو د ولس پر وړاندې تعلیمي بندیزونه، د ښځو محرومیت، او تولنې پر وړاندې خپل جبر روان ساتلی دی.

اوفا غوښتنه کړې، چې افغان ولس او نړۍواله ټولنه باید د دې زیانمنو سیاستونو پروړاندې غلي پاتې نه شي.

دا په داسې حال کې ده، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته نه یوازې د دې هېواد سیاسي جوړښت ونړېد، بلکې د طبیعي سرچینو، جیوپولیټیک موقعیت او ملي ګټو مدیریت هم له افغان ولسه اخیستل شوی دی. طالبان چې نړۍوال مشروعیت ته د رسېدو او خپل حاکمیت د تمویل لپاره له بېلابېلو لارو هڅه کوي، اوس داسې ښکاري چې د هېواد شتمنۍ د بهرنیو هېوادونو تر نفوذ لاندې پرېښي دي.

د افغانستان د لیتیم، مسو، سرو زرو او نورو کانونو په اړه تازه راپورونه ښيي چې له چین، ایران، پاکستان، ترکیې او ځینو نورو هېوادونو سره داسې معاملې روانې دي چې د ملي شفافیت، حساب ورکونې او ولسواکو اصولو څخه بې‌برخې دي. د دغو منابعو استخراج د یوې ځانګړې کړۍ له‌خوا کنټرولېږي، چې نه یې عواید د عامو افغانانو ژوند ته بدلون ورکوي او نه هم د راتلونکي لپاره کومه حسابداري شته.

په ورته وخت کې، افغانستان د سیمې په کچه یو مهم جیوپولیټیک موقعیت هم لري.

دا هغه جغرافیه ده، چې د منځنۍ اسیا، سوېلي اسیا او منځني ختیځ تر منځ د ټرانزیت، انرژۍ او استخباراتي همکارۍ لپاره کلیدي ارزښت لري، خو دا موقعیت اوس د ملي ګټو پر ځای د طالبانو د واک ساتنې او بهرنیو هېوادونو د استراتیژیکو موخو لپاره کارېږي.

په هېواد کې دننه، ولس له ژورو ټولنیزو، اقتصادي او بشري ستونزو سره لاس و ګرېوان دی.

د نجونو پر زده‌کړو بندیز، د بشري حقونو پراخ محدودیتونه، د بیان ازادۍ نه‌شتون او ژور اقتصادي رکود د افغانانو ورځنی ژوند له کړاوونو ډک کړی. سلګونه زره ځوانان له بېکارۍ څخه کړېږي، میلیونونه ماشومان له زده‌کړو محروم پاتې دي او ښځې د ټولنیز، اقتصادي او سیاسي مشارکت له ټولو ډګرونو شړل شوې دي.

دې حالت نه یوازې د ولس د پرمختګ مخه نیولې، بلکې د افغانستان راتلونکي ته یې هم جدي ګواښ پېښ کړی دی.

د افغانستان پخوانيو چارواکو، مدني فعالانو، خبریالانو، د ښځو ملاتړو ادارو او نړۍوالو په ځلونو نیوکه کړې، چې طالبان نه یوازې ستونزې نه حلوي، بلکې د بحرانونو تر سیورې لاندې خپلې ګټې خوندي کوي او د ولس له نظره پټې معاملې، غېر شفاف قراردادونه او د منابعو غېر قانوني کېندنې کوي.

د دوی په خبره، په افغانستان کې اوسنی نظام د ملت د استازیتوب پر ځای، د یوې محدودې ډلې د بقا لپاره مبارزه کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

محمد نبي: د ایران له خوا د افغان کډوالو جبري اېستل د بشري کرامت سرغړونه ده

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۲۷ GMT+۱

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې تجربه لرونکي لوبغاړي محمد نبي د ایران د حکومت له خوا د افغان کډوالو په جبري اېستلو سخت غبرګون ښودلی او دغه عمل یې د بشري کرامت خلاف بللی دی. هغه له افغانانو غوښتي، چې په دې حساس وخت کې یو بل سره مرسته وکړي او د بې‌وزلو کډوالو ملاتړ وکړي.

محمد نبي په خپلې فېسبوک پاڼه کې ویلي: «دا چاره نه یوازې د دوی د بشري کرامت خلاف ده، بلکې د ژوندانه له ډېرو ننګونو سره یې مخ کړي دي.»

نبي له ټولو افغانانو په ځانګړي ډول له ملي سوداګرو او شتمنو شخصیتونو غوښتي، چې په دې سخت وخت کې د بې‌وزلو هېوادوالو ملاتړ ته راودانګي او خپلې مرستې ونه سپموي.

هغه زیاته کړې: «دا د ملي وحدت، همدردۍ او انسانیت ازموینه ده او موږ باید دا ثابته کړو چې افغان هېڅکله افغان نه هېروي.»

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې له تېرو نږدې دوو کلونو بیا په ځانګړي ډول په وروستیو میاشتو کې لسګونه زره افغانان په ایران کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو هم د دې جبري اېستلو عمل په کلکه غندلی او د افغانستان کډوالو د وضعیت د ښه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ویلي، چې دوی د کډوالو د حقونو د خونديتوب لپاره له نړۍوالو ارګانونو سره په تماس کې دي او هڅه کوي، چې دغه ستونزه ژر تر ژره حل شي.

د دغو ننګونو په رڼا کې محمد نبي ټینګار کوي، چې افغانانو ته په کار ده چې په یووالي سره خپلو خلکو ته لاس ورکړي او د بې‌وزلو هېوادوالو ژوند اسانه کړي.

د ایران او اسراییل تر منځ له جګړې وروسته، ایران د خپلو امنیتي فشارونو د زیاتوالي په ترڅ کې په زرګونه افغان کډوال په جبري ډول له خپلې خاورې وباسي.

ایران هره ورځ په زرګونه افغان کډوال افغانستان ستنوي، خو لا هم ګڼ شمېر افغانان په سختو شرایطو کې د اېستلو په تمه دي او دغه جبري اېستل د افغان کډوالو پر ژوند ژور اغېز کړی او د بشري حقونو نړۍوالې ټولنې یې اندېښمنې کړي دي.

د ایران د سختو کړنو له امله، افغان کډوال په بې‌ساري توګه له امنیت، کار او ژوند اسانتیاوو محروم شوي چې دا وضعیت د سیمې د بې‌ثباتۍ او انساني ناورین یوه برخه ګرځېدلې ده.

حلیم فدایي: د طالبانو په اړه د سمیع سادات ادعاوې د افغانانو پر ضد «دوښمنانه» سیاست دی

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۵۷ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام پخواني والي حلیم فدایي ویلي، چې له طالبانو سره مخالفت بې‌ځایه نه دی، خو د هغوی له امله له افغانستان او افغان ولس سره د دوښمنۍ چلند «نه د ملي ګټو او نه هم د خپلواکۍ د مبارزې په ګټه دی.»

نوموړي په خپل اېکس کې د افغان پوځ د پخواني جنرال سمیع سادات هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې طالبان د تحریک طالبان پاکستان (TTP) له لارې له هندوستان سره مرسته کوي.

فدایي لیکلي: «د سمیع سادات له لوري دا ډول تورونه چې ګواکې طالبان د ټي ټي پي له لارې له هندوستان سره مرسته کوي او ځان ورته خداګواه شاهد جوړوي، د پاکستان د اوږدمهال سیاست له روایتونو څخه دی.»

نوموړي دا تورونه «غېر مسولانه، غېر ملي او خام سیاست» بللی او زیاته کړې یې ده، چې ګټه یې یوازې دوښمن ته رسېږي.

نوموړی زیاتوي: «افغانستان هېڅکله له خپلو ګاونډیانو سره ناځواني نه ده کړې، بلکې دا تل ګاونډیان دي چې خپلې او پردۍ جګړې یې زموږ پر خاوره او زموږ پر ضد ترسره کړې دي.»

فدایي همداراز څرګنده کړې، چې طالبان نه د پاکستان پر ضد د ټي ټي پي ملاتړ کولای شي او نه دومره خپلواک دي چې دا جرات وکړي.

د هغه په وینا، طالبانو پخوا د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ د سولې هڅې کولې او «د پاکستان په خاطر یې ان د هېواد د باندې جهادونو فتوا هم بنده کړې وه.»

نوموړي لیکلي: «نو دا ډول تورونه نه یوازې بې‌اساسه دي، بلکې یوازینی زیان یې افغان ولس ته رسېږي.»

فدایي ټینګار کړی، چې د طالبانو په سیاست کې بنسټیز بدلون «د ټولو افغانانو مشروع حق او غوښتنه» ده.

نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې سمیع سادات څو ورځې وړاندې ویلي و چې طالبان له هند سره نږدې اړیکې لري او له دغه هېواده پیسې اخلي، څو د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او بلوڅ یاغیانو د عملیاتو ملاتړ وکړي.

هغه دا هم ویلي و، چې طالبان د هرې هغې ډلې ملاتړ کوي چې د پاکستان پر ضد جګړه کوي.

هېره دې نه وي چې افغانستان له اوږدې جګړې، سیاسي کړکېچونو او د قدرت د بېلابېلو ډلو ترمنځ د اختلافاتو سره مخ دی. له طالبانو سره د هېواد وضعیت په نړۍواله او داخلي کچه ګڼ بحثونه راپارولي او د دوی حکومت د بشري حقونو، سولې او امنیت په اړه مختلفې نړۍوالې اندېښنې راپورته کړې دي.

طالبانو له قدرت نیولو وروسته د کورنیو او نړۍوالو فشارونو سره مخ شوي، په ځانګړې توګه د خپلو سیاستونو او د ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو په اړه.

د افغانستان د بشري حقونو مرکز له افغانانو سره د ایران د ناوړه چلند د څېړنې غوښتنه کړې

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۱۷ GMT+۱

د افغانستان د بشري حقونو مرکز ویلي، له ایرانه د افغان کډوالو اېستل د بشري حقونو ښکاره نقض دی. دغه مرکز وایي، ډېر ماشومان له خپلو کورنیو بېل شوي او له همدې امله‌یې له یوې خپلواک ادارې غوښتي، چې له افغان کډوالو سره د شوي ناوړه چلند په تړاو څېړنه وکړي.

په داسې حال کې چې له ایرانه د افغان کډوالو د جبري ستنېدو لړۍ چټکه شوې، د بشري حقونو یاد مرکز په یوې اعلامیه کې لیکلي، ګڼ شمېر کډوال ان هغه افغانان چې قانوني اسناد هم لري په ناڅاپه له خپلو کورونو او کار ځایونو نیول کېږي او له دغه هېواده اېستل کېږي.

دغې ادارې ویلي، دغه بهیر د قانوني پروسې له پامه غورځولو، د کډوالو د شرایطو او اسنادو له انفرادي ارزونې پرته ترسره کېږي.

په اعلامیه کې راغلي، د شته اسنادو او شواهدو له مخې د کډوالو اېستل له تاوتریخوالي، ګواښونو، پوښتنو او سپک کوونکو چلندونو سره مل دی.

همداراز، په اعلامیه کې یادونه شوې چې د افغان کډوالو ډېری کارګرانو ته معاشونه نه ورکول کېږي، هغوی د ناعادلانه شرایطو منلو ته مجبورېږي، له هغوی سره له زور نه کار اخیستل کېږي، له اقتصادي پلوه ترې ناوړه استفاده کېږي او له ځینو سره داسې چلند کېږي چې د انساني قاچاق او استثمار ښکاره بڼه لري.

د افغانستان د بشري حقونو مرکز د افغان کډوالو سره روان چلند «غېرانساني» بللی او زیاته کړې یې ده، چې دا کړنې د نړۍوالو بشري حقونو له بنسټیزو اصولو سره ټکر لري.

دغه مرکز غوښتنه کړې، چې د قانوني دادرسي اصول باید مراعات شي، د کډوالو دوسیې دې په دقت وکتل شي، له هېواده شړل شویو کسانو ته دې په افغانستان کې انساني مرسته وشي او له هر ډول تاوتریخوالي، سپکاوي او ګواښ څخه دې ډډه وشي.

د ترکیې د ظفر ګوند مشر: افغان او سوریایي کډوال دې له دې هېواده واېستل شي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۴۲ GMT+۱

د ترکیې د ظفر ګوند مشر او د کډوالۍ ضد سیاستونو مخکښ پلوي امید اوزداغ له دې هېواد څخه د افغان او سوریایي کډوالو د اېستلو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې دا کډوال د ترکیې لپاره «امنیتي ګواښ» دي او باید ژر تر ژره خپلو هېوادونو ته واستول شي.

اوزداغ چې د ترکیې د اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان له سختو سیالانو څخه ګڼل کېږي، زیاته کړه چې ایران په وروستیو ورځو کې له ۵۰۰ زرو زیات افغان کډوال له خپلې خاورې اېستلي دي او ترکیه هم باید ورته ګام پورته کړي.

د ترکیې د ظفر ګوند مشر وویل: «موږ به سوریایان او افغانان د خپلو قوانینو سره سم خپلو هېوادونو ته ستانه کړو.»

هغه د افغان کډوالو د اخراج په ملاتړ کې ادعا وکړه، چې یو شمېر افغان کډوال له اسراییل سره همکاري کوي.

د ترکیې د «ښه ګوند» مرستیال د عدالت او پراختیا ګوند پر مشر اردوغان تور لګولی، چې کډوالي د خپلو سیاسي کمزورتیاوو د پټولو لپاره د یوه امتیاز په توګه کاروي. د اردوغان د حکومت د کډوالۍ په پالیسۍ لا له وړاندې هم نیوکې موجودې وې.

د ترکیې د جمهوري غوښتونکي خلق ګوند مشر اوزګور اوزل هم ویلي، چې دوی د کډوالو سره دوښمني نه لري، خو د هغو کسانو مخالفت کوي چې دا وضعیت یې رامنځته کړی دی.

د ترکیې احصایې د ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ میلادي کال کې شاوخوا ۱۳۹ زره او ۲۵۱ افغان کډوال په رسمي ډول په ترکیه کې ژوند کوي، خو د هغو کډوالو کره شمېره چې اسناد نه لري، نه ده خپره شوې.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې د شمېرو له مخې، یوازې په ۲۰۲۴ کال کې تر ۲۳۰ زرو زیات غېر قانوني کډوال نیول شوي او له هېواده اېستل شوي دي.

اوزداغ مخکې هم د سوریایي کډوالو پر ضد د خلکو د هڅونې له امله په ۲۰۲۴ کال کې مجرم پېژندل شوی و او محکمې ورته د ۲ کلونو بند سزا ورکړې وه.

د افغانستان په اړه د طالبانو یوې ۵۰ ثانیه‌ییزې طنزیه ویډیو نړۍوال بحثونه راپارولي دي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۲۳ GMT+۱

د افغانستان په اړه د طالبانو یوې ۵۰ ثانیه‌ییزې طنزیه ویډیو چې "Welcome to Afghanistan" نومېږي، نړۍوالو ته د سیاحت بلنه ورکوي. نړۍوالو رسنیو لکه بي بي سي، سي اېن اېن، انډیا ټایمز، پولیټیکو او اې پي بیا دا ویډيو د طالبانو تبلیغات او د حقایقو پټولو هڅه بللې ده.

دغه خپره شوې ویډیو په طنزي بڼه د یرغمل نیونې له صحنې پیلېږي او وروسته د افغانستان ښکلاوې، کلتور، طبیعت او ان وسله‌وال کسان د سیلانیانو تر څنګ ښودل کېږي.

ویډیو د "Raza Afghanistan" ټور اژانس له خوا خپره شوې او د طالبانو اړوند حسابونو له خوا هم خپره شوې ده.

د دې ویډیو موخه ظاهرا د افغانستان د ښکلاوو ښودل او سفر ته د بهرنیانو هڅول دي، خو ځینو نړۍوالو رسنیو دا ویډیو د طالبانو د تبلیغاتو او د حقایقو د پټولو هڅه بللې ده.

له دې سره، د بشري حقونو فعالان، خبریالان او د ټولنیزو رسنیو کاروونکي هم دا ویډیو د طالبانو د واکمنۍ تر شا د واقعیتونو د پټولو یوه هڅه بولي.

یوې افغان مېرمنې په خپل اېکس کې لیکلي: «سیاحت په هغه هېواد کې ممکن نه دی چېرې چې ښځې له زده‌کړو محرومې وي، موسیقي جرم بلل کېږي او د بیان ازادي نه‌لري.»

یو بل فعال وایي: «دا ویډیو یوازې د ښکلا ښودنه نه ده، دا د ظلم پټولو پرده ده.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د برېتانیا او نورو هېوادونو د سفر مشورتي ادارو په وار - وار خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته سفر د برمته کېدو، ناامنۍ او حکومتي محدودیتونو له امله خطرناک دی.

له دې سره، که څه هم د روسیې ځینو سیاحتي اژانسونو افغانستان ته د سفر اعلانونه کړي، خو د روسیې د سفر ادارو اتحادیې دا رد کړي او ویلي یې دي چې د امنیت خراب وضعیت دا ډول سفرونه ناممکن کړي دي.

که څه هم ویډیو هڅه کوي افغانستان یو جذاب او خوشحاله ځای وښيي، خو فعالان، خبریالان او افغانان پوښتنه کوي: «ایا دا د واقعیت ښودنه ده، که د ظلم د پټولو یوه پرده؟»