تازه خبر

طالبان وایي، د ملګرو ملتونو پرېکړه‌لیک کې د بشري وضعیت په اړه واقعیتونه له پامه غورځول شوي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په پرېکړه‌لیک کې د بشري وضعیت په اړه واقعیتونه له پامه غورځول شوي او د دغه پرېکړه‌لیک په تصویب کې د دوی نظر نه دی اخیستل شوی.