جعفر مهدوي: د دوهساعته ناستې باوجود هم د امربالمعروف وزیر د خپل سرو نیونو ملاتړ وکړ

د افغانستان پارلمان د یو پخواني غړي جعفر مهدوي له خوا د طالبانو امربالمعروف وزارت د خلکو سره زورزياتي او د ښځو نیولو اړوند له شکایت وروسته هم د امربالمعروف وزیر د محتسبانو د فعالیت څخه دفاع وکړه، او یاد چلند یې د قانون سره سم وباله او ادعا یې وکړه، چې «د زورزياتې پيښې» به وڅېړي.