فدایي: طالبان هغه نظام ستایي چې ښوونځي تړي او د پوهنې پلویان بندي کوي

د خوست پخواني والي حلیم فدایي په وینا، طالبان داسې اسلامي نظام تمثیلوي چې د نجونو د زدهکړو مخه پکې نیول کېږي، او څوک چې د ښوونځیو د پرانیستلو غږ پورته کړي، زنداني کېږي.

د خوست پخواني والي حلیم فدایي په وینا، طالبان داسې اسلامي نظام تمثیلوي چې د نجونو د زدهکړو مخه پکې نیول کېږي، او څوک چې د ښوونځیو د پرانیستلو غږ پورته کړي، زنداني کېږي.
حلیم فدایي، چې د پخواني جمهوري نظام پر مهال په بېلابېلو ولایتونو کې والي په توګه پاتې شوی، د طالبانو د حکومت پر تعلیمي پالیسیو توند انتقاد کړی. نوموړي په ایکس خواله رسنۍ لیکلي، طالبان داسې "اسلامي نظام" تمثیلوي چې ښوونځي پکې تړل کېږي او د هغوی پر ضد غږ اوچتوونکي بندي کېږي.
فدایي په خپل پوسټ کې په طنز امېز ډول لیکلي: «ډېر ښه اسلامي نظام دی چې چا ښوونځي بند کړي دي، د هغه باید اطاعت وشي او وستایل شي، او چې څوک د ښوونځیو د پرانېستلو خبره کوي، هغه باید بندي شي.» نوموړي زیاته کړې، چې دا د طالبانو له لوري وړاندې شوی "اسلامي عدالت او اسلامي شریعت" دی.
د طالبانو حکومت له ۲۰۲۱ کال راوروسته، پر افغان نجونو تعلیمي محدودیتونه لګولي او له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو د زدهکړو مخه نیولې ده. دغه اقدام نړیوال غبرګونونه راپارولي، خو طالبان ټینګار کوي چې پالیسي یې د "اسلامي اصولو" سره سمون لري.
فدایي له دې وړاندې هم د طالبانو پر سخت دریځ انتقادونه کړي، خو دا ځل یې په څرګنده د هغوی د تعلیمي بندیزونو مشروعیت تر سوال لاندې راوستی.


د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له ۲۰۲۱م کال راهیسې یې تر ۱۷،۶۰۰ زیات افغان کډوال منلي او د هغوی د اړتیاوو پوره کولو لپاره یې نږدې ۱.۳۵ میلیارده درهمه (۳۶۷.۶ میلیونه ډالر) لګولي دي.
یاد وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې زیاته کړې، « د منل شویو افغان وګړو د ژوند ټولې اړینې اړتیاوې لکه روغتیايي خدمات، استوګنځای، خواړه، اړیکې، د سفري اسنادو اسانتیاوې او ډیپلوماتیک ملاتړ برابر شوي، تر څو دوی ته د انساني کرامت او هوسا ژوند شرایط برابر شي.»
په اعلامیه کې راغلي، دغه منل شوي افغانان د اماراتو په ابوظبي کې د «اماراتو بشر دوستانه ښارګوڼي» په نوم کمپ کې ځای پر ځای کړل شوي دي.
په بشر دوستانه ښارګوټي کې همداراز ۱۷ دفترونه د هغو هېوادونو سفارتونو لپاره پرانیستل شوي چې افغان کډوال غواړي ور وکوچېږي.
د دې ترڅنګ یادو افغانانو لپاره زدهکړې، روزنیز پروګرامونه او د ښوونځیو ترانسپورت هم برابر شوی دی.
د راپور له مخې، نږدې ۲،۶۰۰ افغانانو د حرفوي او مسلکي زدهکړو له ورکشاپونو ګټه اخیستې ده.
د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویلي: « اماراتو د افغان ولس د مرستې لپاره هېڅ ډول هڅه نه ده سپمولي. دغه هېواد له هغو لومړنیو هېوادونو څخه دی چې له افغانستان سره یې بشري ملاتړ پيل کړی.»
په اعلامیه کې ویل شوي، چې دا اقدامات د اماراتو د بشري مرستو له اصولو، زغم، ګډ ژوند او د انساني ارزښتونو له روحیې سرچینه اخلي.
وزارت زیاتوي: انساني کرامت ته پاملرنه د اماراتو د تاسیس له وخته یو بنسټیز اصل پاتې شوی، پرته له دې چې د افرادو قومي، مذهبي یا جغرافیایي شالید وکتل شي.

د طالبانو د کليو بیا رغونې او پراختیا وزارت د خپلو کلنیو لاسته راوړنو د راپور ورکولو پر مهال ویلي، چې تېر کال یې د افغانستان د ۱۳ ولایتونو په ۱۴۲ ولسواليو کې ۱۴۳ چیک ډېمونه جوړ کړي.
د طالبانو د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د پنجشنبه په ورځ (د زمري ۲مه) د کلنې لاسته راوړنو د راپور ورکولو پر مهال ویلي، چې سږ کال د دغه ډلې د مشر له خوا ۶ لويې پروژې منظور شوي، چې په کې کانالونه، محافظوي دیوالونه او سړکونه شامل دي.
د طالبانو د دغه وزارت د دفتر مشر مرزا محمد شکېب وايي:«تېر کال د افغانستان ۱۳ ولایتونو په ۱۴۲ ولسوالیو کې ۱۴۳ چیک ډېمونه جوړ شوي. د دغه بندونو ترڅنګ ۸۴۲ د اوبو رسونې پروژې هم بشپړې شوي او په دې برخه کې پر ۵۵۹ نورو پروژو کار راون دی. چې ۴۲۶ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.»
نوموړي زیاته کړې، چې د دغه چیک ډېمونو د جوړېدو موخه یې د اوبو مدیریت دی.
د طالبانو د کلیو او پراختیا وزیر محمد یونس د کډوالو ستونزو ته په اشارې ویلي، چې حکومت یې لا هم د فشار او ستونزو سره مخ دی.
د هغه په خبره، چې په ګاونډيو هېوادونو کې د قانون او اصولو د نشتوالي له کبله هره ورځ په زرګونه افغان کډوال په زور وطن ته راستنيږي.
هغه زياته کړې: «د کډوالو لوړ فشار، په هغه هېوادونو کې چې نه قانون او نه اصول شته، زموږ ټولې نیکۍ يې په اوبو لاهو کړې، کډوال په زیات شمېر وطن ته راځي او د ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.»
د نوموړي په خبره، چې هڅه کوي ټولو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په روسیه کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو په پېښه کې د یو شمېر کسانو پر مړینې خپله ژوره خواشيني څرګنده کړې ده.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغې پېښې له امله د روسیې فډراسیون له حکومت او د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي ښودلې ده.
د روسیې انتونوف ان-۲۴ مسافر وړونکې الوتکه چې نږدې ۵۰ کسان پکې سپاره وو د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد په ختیځ کې ولوېده او د رپوټونو له مخې په الوتکه کې ټول سپاره کسان مړه شوي دي.
روسیه په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې طالبان یې په رسمیت پېژندلي دي.

هند د چین ـ پاکستان او افغانستان ترمنځ د درې اړخیزې ناستې پرمهال د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز هر ډول پراخېدل او د درېیم هېواد ګډون «نه منل کېدونکي» بللي دي. هندي چارواکو ویلي، چې «دا پروژره د هند خاورې له هغو برخو تېرېږي چې پاکستان په ناقانونه ډول نیولې دي».
د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کیرتي وردهن سینګ د چارشنبې په ورځ د د دغه هېواد مشرانو جرګې ته د یوې لیکلې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې هند د چین، پاکستان او افغانستان ترمنځ له وروستۍ درې اړخیزې ناستې خبر دی او د دغې ناستې په پایله کې له چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز سره د افغانستان د احتمالي ګډون مخالف دی.
نوموړي ویلي:« د حکومت درېځ د سېپیک په اړه روښانه او ثابت دی. موږ تل دا څرګنده کړې، چې دا پروژه د هند له هغو سیمو تېریږي چې پاکستان ناقانونه اشغال کړې، لکه جمو او کشمیر او لداخ، نو له دې امله موږ دا نه منو.»
سینګ دا هم ویلي، چې هند د دغې پروژې د پراخېدو یا د درېیمو هېوادونو د شاملېدو هر ډول هڅې ردوي او له اړوندو خواوو سره یې خپل اعتراض هم شریک کړی دی. هغه زیاته کړې، « هر ډول پراخېدل یا [په پروژه کې] د نورو هېوادونو ګډون زموږ لپاره د منلو وړ نه دي.»
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دوی د نړیوالو پرمختګونو څار نه کوي او که کومه پروژه یا فعالیت د هند ملي حاکمیت یا ځمکنۍ بشپړتیا ته ګواښ متوجه کړي، هند به یې پر وړاندې لازم ګام واخلي.
طالبانو، چین او پاکستان په غويي میاشت کې په بیجېنګ کې د سوداګرۍ په زیاتوالي او د ترانزیټ په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه درې اړخیزه ناسته وکړه. له دې ناستې وروسته پاکستاني رسنیو د باوري سرچینو له قوله راپور ورکړی و، چې په دې ناسته کې افغانستان ته د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز پروژې غځولو په اړه هم هوکړه شوې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې اسلام اباد لا هم د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې پرېکړه نه ده کړې او په دې تړاو رپوټونه اوازې او اټکلونه دي. د وزارت ویاند شفقت علي خان وویل، چې طالبانو د پاکستان اندېښنو ته مثبت غبرګون ښودلی او په تخنیکي کچه امنیتي خبرې روانې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د پنجشنبې په ورځ په خپله اونیزه خبري غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې د ترهګرو پټنځایونه اوس هم د پاکستان لپاره د دوامداره اندېښنې سرچینه ده.
نوموړي زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ خبرې روانې دي، څو اسلام اباد ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د سفر مهالویش وروستی شي.
شفقت علي خان وايي، د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه چې کوم راپورونه خپاره شوي، هغه د رسنیو «اټکلونه» دي، نه رسمي واقعیت.
هغه د افغان کډوالو په تړاو وویل چې له پاکستان سره راجستر شويو افغان کډوالو لپاره د ستنېدو ضربالاجل د جون پر ۳۰مې پای ته رسېدلی.
د شفقت علي خان په وینا، د مهلت د تمدید لپاره وړاندیزونه حکومت ته شوي، خو تر اوسه پرې کومه پرېکړه نه ده شوې. نوموړي دا موضوع د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اړوندو ادارو واک وباله.
شفقت علي خان کابل ته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د وروستي سفر یادونه وکړه او ویې ویل چې دې سفر د پام وړ اهمیت درلود.
هغه زیاته کړه، چې د سفر پر مهال، د دواړو هېوادونو استازو د امنیت، ترهګرۍ ضد مبارزې او د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله والو د سپارلو پر موضوعاتو تفصیلي بحثونه کړي دي.
د نوموړي په وینا، طالبانو د پاکستان اندېښنو ته مثبت غبرګون ښودلی او په تخنیکي کچه امنیتي خبرې روانې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، « د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په کچه کې څرګند پرمختګ لیدل شوی او دواړې خواوې هڅه کوي دا مثبت بهیر لا پیاوړی کړي».
د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا څرګندونې داسې مهال دي، چې روسیې د جولای په پیل کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنده.
د روسیې تر څنګ، چین، متحده عربي امارات، ازبکستان او پاکستان هم په کابل کې سفیران معرفي کړي، خو لا یې ددې ډلې اداره په رسمیت نه ده پېژندلې.