• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان د طالبانو د رسمیت پېژندنې رپوټونه اوازې او اټکلونه وبلل

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۵۶ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې اسلام اباد لا هم د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې پرېکړه نه ده کړې او په دې تړاو رپوټونه اوازې او اټکلونه دي. د وزارت ویاند شفقت علي خان وویل، چې طالبانو د پاکستان اندېښنو ته مثبت غبرګون ښودلی او په تخنیکي کچه امنیتي خبرې روانې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د پنجشنبې په ورځ په خپله اونیزه خبري غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې د ترهګرو پټنځایونه اوس هم د پاکستان لپاره د دوامداره اندېښنې سرچینه ده.

نوموړي زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ خبرې روانې دي، څو اسلام اباد ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د سفر مهالویش وروستی شي.

شفقت علي خان وايي، د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه چې کوم راپورونه خپاره شوي، هغه د رسنیو «اټکلونه» دي، نه رسمي واقعیت.

هغه د افغان کډوالو په تړاو وویل چې له پاکستان سره راجستر شويو افغان کډوالو لپاره د ستنېدو ضرب‌الاجل د جون پر ۳۰مې پای ته رسېدلی.

د شفقت علي خان په وینا، د مهلت د تمدید لپاره وړاندیزونه حکومت ته شوي، خو تر اوسه پرې کومه پرېکړه نه ده شوې. نوموړي دا موضوع د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اړوندو ادارو واک وباله.

شفقت علي خان کابل ته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د وروستي سفر یادونه وکړه او ویې ویل چې دې سفر د پام وړ اهمیت درلود.

هغه زیاته کړه، چې د سفر پر مهال، د دواړو هېوادونو استازو د امنیت، ترهګرۍ ضد مبارزې او د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله والو د سپارلو پر موضوعاتو تفصیلي بحثونه کړي دي.

د نوموړي په وینا، طالبانو د پاکستان اندېښنو ته مثبت غبرګون ښودلی او په تخنیکي کچه امنیتي خبرې روانې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، « د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په کچه کې څرګند پرمختګ لیدل شوی او دواړې خواوې هڅه کوي دا مثبت بهیر لا پیاوړی کړي».

د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا څرګندونې داسې مهال دي، چې روسیې د جولای په پیل کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنده.

د روسیې تر څنګ، چین، متحده عربي امارات، ازبکستان او پاکستان هم په کابل کې سفیران معرفي کړي، خو لا یې ددې ډلې اداره په رسمیت نه ده پېژندلې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي راستنېدونکي افغانان له هیڅ راز ګواښ سره مخ نه دي

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۰۸ GMT+۱

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) هغه راپور رد کړی، چې پکې ویل شوي ځینې راستنېدونکي افغانان په هېواد کې له ګواښ او ځورونې سره مخ دي. فطرت ټینګار کړی چې له راستنېدونکو سره هېڅ ډول سیاسي دښمني یا انتقامي چلند نه کېږي.

فطرت ویلي، ټول راستنېدونکي د دې ډلې د بښنې له عمومي فرمان څخه برخمن دي او یوناما باید د داسې "پروپاګند" له خپرولو ډډه وکړي چې د خلکو ترمنځ اندېښنې زیاتوي.

تر دې مخکې، ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ویلي، چې له پاکستان او ایران څخه په جبري توګه اېستل شوي کډوال، په ځانکړې توګه پخواني افغان نظامیان، ښځې، خبریالان او فعالان له جدي بشري سرغړونو سره مخ دي. په راپور کې ویل شوی، چې یاد کسان د طالبانو له خوا ربړول شوي او بې دلیله نیول شوي دي.

خو فطرت ټینګار کړی چې له راستنېدونکو سره هېڅ ډول سیاسي دښمني یا انتقامي چلند نه کېږي، او که داسې پېښې وشي، حکومت یې د پوښتنې او مخنیوي لپاره جدي اقدام کوي او عاملینو ته سزا ورکوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ د پنجشنبې په ورځ، د زمري پر دویمه په یوه تازه رپوټ کې ویلي، چې طالبانو له پاکستان او ایران څخه راستانه شوي کډوال شکنجه کړي او زنداني کړي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې ښځې، نجونې، پخواني نظامیان، د رسنیو کارکوونکي او مدني فعالان د طالبانو له خوا د ځورونې تر ټولو ستر هدف ګرځېدلي دي.

خو فطرت ادعا کوي، چې خلکو ته ډاډ ورکړل شوی، څو له هر ډول وېرې پرته خپل هېواد ته راستانه شي.

د خیبر پښتونخوا سر وزیر امین ګنډاپور: ښه طالبان که ستاسې په کار وي په پوځ کې یې شامل کړئ

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۵۱ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور وايي، پښتونخوا ایالت د ناامنیو له امله سخت ځپل شوی او دې سیمه کې د نورو پوځي عملیاتو اجازه نه ورکوي. ګنډا پور د پوځ له نوم یادونې پرته وویل، «زه له چانه، نه ډاریږم، ښه طالبان که ستاسې په کار وي په پوځ کې یې شامل کړئ، یا یې بل ځای وجنګوئ».

نوموړي د پنجشبنې په ورځ، د زمري پر دویمه، په پېښور کې د یوې خبرې ناستې پرمهال وویل، چې خیبر پښتونخوا ته د ناامنیو له امله ډېر زیانونه اوښتي او په دغه ایالت کې، نه د عملیاتو ملاتړ کوي او نه به چاته اجازه ورکړي، چې نور پوځي عملیات وکړي.

امین ګنډاپور وویل، چې په یاد ایالت کې پخوانیو پوځي عملیاتو مثبت اغېز نه لاره او له امله یې ملکي وګړي زیانمن شوي دي.

ګنډاپور زیاته کړه:« ما په دې اړه مخکې هم خبرې کړې دي، زه له چاڅخه نه ډاریږم. موږ عملیات وکړل، موږ له هغو سیمو څخه خلک (طالبان) واېستل، تاسو ویډیوګانې ولیدلې. زموږ استخباراتي ادارو هغه خلک بېرته راوستل، چې دا زموږ خلک دي. اوس هغه خلک (وسله وال) بیا ډېر شوي دي. موږ په خپله سیمه کې ښه طالبان(ګوډ طالبان) نه منو، که ستاسو په کار دي په پوځ کې یې شامل کړئ او بل ځای یې وجنګوئ.»

ګنډاپور ویلي، چې د سرحدي سیمو د ستونزو په هواري کې مرکزي حکومت خپل مسوولیت په سمه توګه نه دی ادا کړی او غوښتنه کوي، چې په پښتونخوا کې دې د پوځ له خوا ډرون برېدونه ودرول شي.

د طالبانو له وېرې کالیفورنیا ته تللې افغانه بېرته کابل ته د اخراج له ګواښ سره مخ ده

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۱۳ GMT+۱

مروه څلور شپې او ورځې د خلکو نوملړونه تنظیم کړل، ترجمه یې کوله، نظافت یې کاوه او خلک یې بدرګه کول. هغې هڅه وکړه چې خپله لور او زوی هوايي ډګر ته دننه کړي، خو سره له دې چې ماشومان‌یې د طالبانو له ډزو تېر شول او د هوايي ډګر تر دروازو راورسېدل، له سختې نظامي پلټنې تېر نه شول.

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته لسګونه زره افغانان کالیفورنیا ته کډه شول. ډېرو یې د امریکا له حکومت سره په افغانستان کې کار کړی و، خو کله چې ټرمپ د دویم ځل لپاره د امریکا ولسمشر شو، د هغوی قانوني خوندیتوب یې ختم کړ او دایمي استوګنه یې وځنډوله.

د ټرمپ له دې پرېکړې سره اوس په دې هېواد کې زرګونه افغان کډوال د اېستلو له ګواښ سره مخ دي. له دې جملې یوه هم افغان کډواله مور مروه ده.

د کال ماټرز په نوم یوه بنست د مروه کیسه راخیستي چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته کالفرونیا ته تللې ده.

کله چې طالبان بېرته پر افغانستان واکمن شول، مروه، چې د امریکا له حکومت سره یې افغانستان کې کار کړی و، د کابل هوایي ډګر ته ولېږل شوه چې هلته بېړنۍ برخه کې مرسته وکړي.

هغې یوازې خپل کوچنی تی روی زوی له ځان سره یووړ، ځکه د امریکا سفارت یوه چارواکي هغې ته ویلي و چې نوره کورنۍ به یې وروسته راوغوښتل شي.

هغې څلور شپې او ورځې د خلکو نوملړونه تنظیم کړل، ترجمه یې کوله، نظافت یې کاوه او خلک یې بدرګه کول. هغې هڅه وکړه چې خپله لور او زوی هوايي ډګر ته دننه کړي، خو بریالۍ نه شوه. ان هغه وخت چې ماشومان‌یې د طالبانو له ډزو تېر شول او تر دروازو راورسېدل، له سختې نظامي پلټنې تېر نه شول. هغه وخت یې د ټلیفون چارج ختم شوی و او وې نه شو کړای چې له خپل مسوول سره په اړیکه کې شي.

مروه اوس کالیفورنیا کې مېشته ده، خو له نږدې څلورو کلونو راهیسې هڅه کوي چې له خپلو ماشومانو سره یو ځای شي. د هغې ماشومان وروسته له دې چې کابل کې پاتې شول له خپلوانو سره یې پاکستان ته تللي.

ټاکل شوې وه چې هغوی د روان کال په جنوري میاشت کې امریکا ته الوتنه وکړي، خو ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ ورځ یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ، چې د افغان کورنیو د یوځای کېدو الوتنې یې لغوه کړې.

مروه وایي: «زه ستړې یم. داسې وختونه راغلي، چې غوښتلي مې ځان وژنه دې وکړم.»

له هغه وخته چې د امریکا فدرالي حکومت پالیسي بدله کړې د هغې درد نور هم زیات شوی دی، نه یوازې دا چې د هغې د ماشومانو د راتګ مخه نیول شوې، بلکې اوس د مروه په څېر ډېر افغانان د امریکا د پرېښودو له ګواښ سره مخ شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، نږدې ۲۰۰,۰۰۰افغانان د پخواني ولسمشر جو بایډن په وخت کې امریکا ته تللي دي. ډېری کالیفورنیا ته لاړل، چې له ۱۹۷۹راهیسې د افغان کډوالو مهم ځای ګڼل کېږي. د ۲۰۲۳د امریکا د احصایې ادارې له مخې، یوازې په کالیفورنیا کې تر ۵۸,۰۰۰ ډېر افغانان میشت وو.

کله چې طالبان کابل ته داخل شول، مروه د امریکا د مخدره موادو پر ضد ادارې سره کار کاوه. دا د هغې لپاره د ځانګړې ویزې هیله وه، خو اوس‌یې ژوند له ګواښ سره مخ دی.

کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شول مروه له خپل مېړه څخه د طلاق اخیستلو په بهیر کې وه او د خپل پلار کور ته تللی وه. د طالبانو سرتېري او د هغه پخواني مېړه پلار یې کورته ورغلي‌ وو او د تي روي ماشوم غوښتنه یې کوله، خو مروه د خپل پلار په مرسته په تېښته بریالۍ شوه.

هغه نظامي هوايي ډګر ته لاړه، چیرې چې نورو کارکوونکو خپلې کورنۍ هم راوستې وې. خو هغې یوازې خپل کوچنی زوی راوستی و.

هغه کالیفورنیا ته کډه شوه، خو له هغه راهیسې د کورنۍ راوستلو هڅې یې بې‌پایلې پاتې دي. ماشومان، مور او پنځه خویندې‌یې په ۲۰۲۲ کې پاکستان ته وتښتېدل، خو ویزې‌یې ختمې شوې.

د هغې پلار، چې طالبانو ته‌یې پاسپورټ ښودلی و، د ډوډۍ اخیستو پر مهال د ویډیو کال پر وخت ووژل شو.

مروه ته پناه ورکړل شوې، خو د پاتې کېدو تعهدیې نه شته. زوی‌یې د تومور لپاره درملنه ترلاسه کړې، خو هغه وایي که بېرته افغانستان ته لاړه شي، یا به ووژل شي یا زندان ته ځي.

د افغان کډوالو ملاتړي هیله‌مند وو چې کالیفورنیا به له فدرالي حکومت وروسته د دوی ملاتړ وکړي، خو منابع محدود دي.

د کالیفورنیا د ټولنیزو خدماتو ریاست د افغان کډوالو لپاره یو پروګرام لري، خو دا فدرالي بودیجې پورې تړلی دی.

د ایالت بودیجه له کمښت سره مخ ده، نو ان وړې مرستې هم رد شوې دي.

سږ کال یوازې ۱۰ میلیونه ډالر د مهاجرت قانوني خدماتو ته ځانګړي شوي، چې د غوښتنو په پرتله ډېر کم دي.

درې افغان پناه‌ غوښتونکي له جرمني پولیسو نه تر شړلو وړاندې تښتېدلي

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۱۲ GMT+۱

د جرمني د زاکسن ایالت د کورنیو چارو وزیر ارمین شوستر ویلي درې افغان پناه‌ غوښتونکي چې ټاکل شوې وه د تېرې جمعې په ورځ له ۸۱ نورو افغانانو سره یوځای له جرمني وایستل شي، له الوتنې څو ساعته وړاندې تښتېدلي. شوستر له مرکزي حکومت غوښتنه کړې چې د افغانانو د ایستلو بهیر چټک او منظم کړي.

تېره جمعه، جرمني۸۱ افغان پناه‌ غوښتونکي چې له مخکې یې د جرمونو سابقه درلوده، کابل ته واستول.

دا د طالبانو له واکمنېدو وروسته لږ تر لږه دوهم ځل دی چې جرمني افغانان اخراجوي.

شوستر د جرمني له اېم ډي اررسنۍ سره په خبرو کې ویلي: «دغو کسانو ځانونه پټ کړي او اوس ورک دي، زه ګومان کوم چې هغوی چېرې پناه اخیستې ده».

هغه دا هم وویل چې له دې درې کسانو څخه یو بېرته موندل شوی، خو دوه نور لا هم ورک دي.

د جرمني فدرالي حکومت د دغو کسانو ټول مالي امتیازات قطع کړي دي.

د جرمنۍ ورځپاڼې ویلټ د رپوټ له مخې، محکمې له وړاندې د دې درې کسانو د خوشې کولو حکم ورکړی و، ځکه د دوی وکیلانو له اخراج وړاندې د پناه‌ غوښتنې نوې عریضې ورکړې وې.

شوستر، چې د مسیحي دموکرات ګوند غړی دی، د پناه‌ غوښتنې د تکراري غوښتنلیکونو له امله د اخراج بهیر بندېدل «نه منونکي» بللي او ویلي یې دي چې باید له دې بهیر څخه د ناوړه استفادې مخنیوی وشي.

هغه غواړي دا موضوع د ایالتي وزیرانو په کنفرانس کې راپورته کړي او له مرکزي حکومت څخه یې غوښتي چې د افغان پناه‌ غوښتونکو د ایستلو پروسه منظمه او دوامداره کړي.

په کندهار کې د دهلې بند د وچېدو له ګواښ سره مخ دی

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۱۱ GMT+۱

په کندهار کې د دهلې اوبو بند د ډېرو رسوباتو او اوبو ناسم مدیریت له امله تر راتلونکو دوو میاشتو د وچېدو له ګواښ سره مخ دی. د اوبو د مدیریت متخصص نجیب الله سدید افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دهلې بند د شګو او رسوباتو له امله پخوانی ظرفیت نه لري او شاوخوا ۵۰سلنه له رسوباتو ډک شوی.

په کندهار کې د هلې په نوم د اوبو بند چې د کندهار د اوو ولسوالیو(شاولیکوټ، ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، میوند، ډنډ او دامان) کرنیزې ځمکې او باغونه خړوبوي، تر راتلونکو دوو میاشتو د وچېدو له ګواښ سره مخ دی.

دغه بند چې شاوخوا ۷۰ کاله وړاندې د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د امریکا په مالي ګښت جوړ شوی، د ۵۰۰ مېلیونه متره مکعبه اوبو زېرمه کولو وړتیا لرله، خو اوس کارپوهان وايي، چې یاد بند ۵۰ سلنه د شګو او رسوباتو له امله ډیرې اوبه نه شي ذخیره کولی.

د اوبو د مدیریت متخصص نجیب الله سدید له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل:« دهلې بند چې د اوبو د ذخیرې کوم لومړنی ظرفیت درلود، اوس د شګو او رسوباتو له امله هغه ظرفیت نه لري، شاوخوا پنځوس سلنه له رسوباتو ډک شوی دی. دا بند د کندهار لپاره د اوبو یواځینۍ سرچینه ده، کندهار د اوبو لپاره بله کومه سرچینه نه لري.»

د اوبو د مدیریت دغه افغان متخصص وايي، چې دمګړۍ د دهلې له بند څخه په ناسمه توګه د اوبو استفاده کیږي او که د دهلې د بند رسوبات پاک نه شي، ښايي په کندهار ښار کې د اوبو د کمښت تر څنګ د دهلې له اوبو څخه په اوو ولسوالیو کې استفاده کوونکي کروندګر له سختو ستونزو سره مخ شي.

نجیب الله سدید زیاتوي:« «زه د دهلې بند له تېرو دوو درېو میاشتو راهیسې څارم، زه ګورم چې سږکال په بند کې اوبه په ډیرې چټکۍ سره کمیږي، ځکه چې د جمهوریت په وخت کې له ارغنداب څخه ځینو لاندې ولسوالیو ته چې هلته طالبان وو، ډیرې اوبه نه رسېدلې، خو اوس طالبان له بند څخه په ډېره اندازه اوبه خوشې کوي، چې لاندې ولسوالیو ته ورسیږي. نو له دې امله په دهلې بند کې اوبه ډیرې کمې شوې دې او کېدای شي ډېر ژر وچ شي.»

په کندهار کې د هلې بند د اوبو د ذخیرې لپاره د بند دیوالونو لوړوېدو پروژه د تېر جمهوري نظام پرمهال د اسیايي بانک له خوا تمویل کېده، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د یادې پروژې چارې و ځنډول شوې.

کارپوهان په کندهار کې تر ځمکې لاندې د اوبو ذخیرو او د کندهار په اوو ولسوالیو کې د کرنې لپاره د دهلې بند د رسوباتو پاکول او د بند د ذخیرې لوړوالی اړین بولي او د نه اقدام په صورت کې خبرداری ورکوي، چې کندهار به تر راتلونکو کلونو د اوبو له سخت کمښت سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو اونۍ وړاندې د کندهار له میوند، غورک او نېش ولسوالیو څخه د اوبو د کمښت له امله سلګونه کورنۍ نورو سیمو ته ګډه شوې دي.