په کندهار کې د هلې په نوم د اوبو بند چې د کندهار د اوو ولسوالیو(شاولیکوټ، ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، میوند، ډنډ او دامان) کرنیزې ځمکې او باغونه خړوبوي، تر راتلونکو دوو میاشتو د وچېدو له ګواښ سره مخ دی.
دغه بند چې شاوخوا ۷۰ کاله وړاندې د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د امریکا په مالي ګښت جوړ شوی، د ۵۰۰ مېلیونه متره مکعبه اوبو زېرمه کولو وړتیا لرله، خو اوس کارپوهان وايي، چې یاد بند ۵۰ سلنه د شګو او رسوباتو له امله ډیرې اوبه نه شي ذخیره کولی.
د اوبو د مدیریت متخصص نجیب الله سدید له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل:« دهلې بند چې د اوبو د ذخیرې کوم لومړنی ظرفیت درلود، اوس د شګو او رسوباتو له امله هغه ظرفیت نه لري، شاوخوا پنځوس سلنه له رسوباتو ډک شوی دی. دا بند د کندهار لپاره د اوبو یواځینۍ سرچینه ده، کندهار د اوبو لپاره بله کومه سرچینه نه لري.»
د اوبو د مدیریت دغه افغان متخصص وايي، چې دمګړۍ د دهلې له بند څخه په ناسمه توګه د اوبو استفاده کیږي او که د دهلې د بند رسوبات پاک نه شي، ښايي په کندهار ښار کې د اوبو د کمښت تر څنګ د دهلې له اوبو څخه په اوو ولسوالیو کې استفاده کوونکي کروندګر له سختو ستونزو سره مخ شي.
نجیب الله سدید زیاتوي:« «زه د دهلې بند له تېرو دوو درېو میاشتو راهیسې څارم، زه ګورم چې سږکال په بند کې اوبه په ډیرې چټکۍ سره کمیږي، ځکه چې د جمهوریت په وخت کې له ارغنداب څخه ځینو لاندې ولسوالیو ته چې هلته طالبان وو، ډیرې اوبه نه رسېدلې، خو اوس طالبان له بند څخه په ډېره اندازه اوبه خوشې کوي، چې لاندې ولسوالیو ته ورسیږي. نو له دې امله په دهلې بند کې اوبه ډیرې کمې شوې دې او کېدای شي ډېر ژر وچ شي.»
په کندهار کې د هلې بند د اوبو د ذخیرې لپاره د بند دیوالونو لوړوېدو پروژه د تېر جمهوري نظام پرمهال د اسیايي بانک له خوا تمویل کېده، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د یادې پروژې چارې و ځنډول شوې.
کارپوهان په کندهار کې تر ځمکې لاندې د اوبو ذخیرو او د کندهار په اوو ولسوالیو کې د کرنې لپاره د دهلې بند د رسوباتو پاکول او د بند د ذخیرې لوړوالی اړین بولي او د نه اقدام په صورت کې خبرداری ورکوي، چې کندهار به تر راتلونکو کلونو د اوبو له سخت کمښت سره مخ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو اونۍ وړاندې د کندهار له میوند، غورک او نېش ولسوالیو څخه د اوبو د کمښت له امله سلګونه کورنۍ نورو سیمو ته ګډه شوې دي.