• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په جلاجلا پېښو کې زر کیلوګرامه تاریاک او ۲۵ کسان نیولي

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۳۸ GMT+۱تازه شوی: ۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه وزارت پولیسو د شاجوی پر عمومي سړک یو مازدا ډوله موټر تم کړی، چې زر کیلوګرامه تاریاک ترې ترلاسه شوي دي. بل خوا طالبان په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د غلا، قتل او ناقانونه وسلو په تور د ۲۴ کسانو د نیولو خبر ور کوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرچینې وايي، چې یاد مخدره مواد په ډېر مهارت سره د موټر دننه ځای پر ځای شوي وو، خو د پولیسو د دقیقو تلاشیو په پایله کې کشف او ضبط شول.

یاد وزارت د پنجشنبې په ورځ پر اېکس پاڼې لیکلي، چې د عملیاتو پر مهال دوه شکمن کسان هم نیول شوي، چې تر لومړنیو تحقیقاتو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د طالبانو دغه وزارت زیاتوي، چې د مخدره موادو د تولید، قاچاق او پلور پر ضد یې مبارزه دوام لري او هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې له قانون څخه سرغړونه وکړي.

په ۲۵ نیول شویو کسانو کې، د کندز ولایت پولیسو ۱۱ تنه او د هرات پولیسو ۸ تنه د غلا په تور نیولي دي. همدارنګه درې تنه په کونړ کې د قتل په تورنیول شوي، دوه تنه غزني کې د غلا او ناقانونه وسلو په تړاو نیول شوي او یو وسله‌وال هم په فاریاب ولایت کې نيول شوی دی.

د طالبانو د پولیسو چارواکي وايي، له دغو نیول شویو کسانو سره به قانوني چلند وشي او د جرمونو د مخنیوي لپاره یې هلې ځلې دوام لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي چې د کورونو د کرایې لوړوونکو سره قانوني چلند کوي

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۵۹ GMT+۱

د طالبانو عدلیې وزارت د کورونو مالکینو او د معاملاتو د لارښوونې دفترونو ته خبرداری ورکړی، چې که د ډېرو کډوالو له راستنېدو سره کرایې لوړې کړي، له قانوني تعقیب سره به مخ شي.

د طالبانو د عدلیې وزارت د پنجشبې په ورځ وویل، چې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه یې د جایدادونو د مالکانو او د معامعلاتو لارښوونې دفترونو له خوا په بې سارې ډول د کورونو کرايې زیاتولو په اړه شکایتونه ترلاسه کړي دي، چې له امله یې راستنېدونکي کډوال له ستونزو سره مخ شوي دي.

دغه وزارت د کورونو د مالکینو له خوا د کرایو د لوړېدو په په غبرګون کې خبرداری ورکړی، چې که کرایې ټیټې نه کړي له جدي قانوني او شرعي چلند سره به مخ شي.

همدارنګه یاد وزارت زیاتوي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه په ډېر شمېر کې د کډوالو په راستنېدو سره د کورونو مالکان او د معاملاتو د لارښوونې دفترونه د تېرو کلونو په پرتله د کرایې د لوړولو حق نه لري.

د طالبانو د عدلیې وزارت د کورونو مالکینو او د معاملاتو د لارښوونې دفترونو ته دا خبرداری په داسې حال کې ورکړی، چې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو له راستېندو سره سم، د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د کورونو کرایې څو برابراه لوړې شوې دي.

د طالبانو سترې محکمې په بلخ کې یوه ښځه په دُرو ووهله

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۴۶ GMT+۱

د طالبانو ستره محکمه وايي، د بلخ ولایت د ښاري ابتدایه محکمې له پرېکړې وروسته یوې ښځې ته د «نامشروع اړیکو» په جرم نن په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه. د دغې محکمې په وینا، دغه ښځه د بلخ ولایت د ښاري ابتدایه محکمې په انګړ کې ۳۹ دُرې وهل شوې ده.

د محکمې په خبرپاڼه کې د نامشروع اړیکو د څرنګوالي په تړاو نور جزییات نه دي ورکړل شوي خو د دغه ولایت د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر رييس پر والدینو د اولادونو د حق او همداراز د ودونو چارو د اسانه کولو په تړاو خبرې کړې دي.

د دغې اړیکې د مقابل لوري په تړاو هېڅ نه دي ویل شوي.

د بشري حقونو اړوند سازمانونه د طالبانو دغه ډول کړنو ته د بشري حقونو د نقض په سترګه ګوري او د درېدو غوښتنه یې لري.

پاکستان تورخم ترمینل ته پر داخلېدونکو موټرو نوي فیسونه ولګول

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۴۵ GMT+۱

له کرښې اخوا د تورخم ترمینل مدیریت، چې د پاکستان ملي لوژستیک شرکت (این‌ایل‌سي)تر واک لاندې فعالیت کوي، د داخلې فیسونو په اړه نوې لایحه اعلان کړې چې د وسایطو د ډول او د هغوی د بار له مخې به له هر داخلېدونکي موټر څخه زرګونه روپۍ فیس اخیستل کېږي.

د پاکستان ملي لوژستیک شرکت (این‌ایل‌سي) د پنجشنبې په ورځ، د زمري پر دویمه د یوه بروشور او اعلان په ترڅ کې وویل، چې د ۲۲ ټایرونو والا ټیلر موټرو فیس ۱۷۰۰۰ کالدارې، له ۶ تر ۱۰ ټیرونو والا موټرو ۱۴۰۰۰ کالدارې، د ۴ ټایرونو والا موټرو فیس ۱۱۰۰۰ پاکستاني روپۍ او د تشو موټرو فیس ۵۰۰۰ پاکستانۍ روپۍ دی.

پاکستاني چارواکو اعلان کړی چې دغه فیسونه به د روان کال د اګست له ۱۴مې نېټې وروسته په رسمي ډول پلي شي.

د فیسونو د اعلان ترڅنګ، د این ایل سي ادارې د خبرداري یادښتونه هم د ترمینل په داخل او شاوخوا سیمو کې لګول شوي، چې موټر چلوونکي او سوداګر ترې پر وخت خبر شي.

د تورخم دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت لپاره یوه مهمه لاره ده. د نویو فیسونو اعلان ښايي پر سوداګرۍ او موټر چلوونکو منفي اغېز ولري، ځکه ډېری یې له وړاندې د لګښتونو د زیاتوالي له امله اندېښمن دي.

طالبانو خپل مذهبي استاد شیخ عبدالسمیع غزنوي نیولی

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۵۶ GMT+۱

طالبانو خپل پخوانی استاد شیخ عبدالسمیع غزنوي، چې په دې وروستیو کې یې د نجونو د زده کړو په ملاتړ او د پاکستان ضد څرګندونې کړې وې، نیولی دی. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې عبدالسمیع غزنوي تېره پنجشنبه له خپلې مدرسې نیول شوی او پرون په ۴۵ ورځو زندان محکوم شوی.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې «د طالبانو د استخباراتو دریو امرانو د نوموړي له نیولو ډډه کړې وه او دلیل یې داو، چې ددوی استاد تېر شوی، خو وروسته د کندهاري طالبانو یوې ډلې په داسې حال کې ونیوه چې د مدرسې په ازموینو کې بوخت و».

د عبدالسمیع غزنوي خپلوان وايي، چې نوموړی د چنګاښ پر ۲۵مه له خپلې مدرسې نیول شوی او د زمري پر لومړۍ نېټه د طالبانو نظامي محکمې په ۴۵ ورځني زندان محکوم کړی دی.

د غزنوي خپلوانو زیاته کړه، « موبایلونه او ټول وسایل ترې اخېستل شوي او بچیانو ته یې یوازې یوځل اجازه ورکړل شوې، چې له نوموړي سره وګوري. غزنوي ته د ۴۵ ورځو قید سزا ورکړل شوې».

عبدالسمیع غزنوي په خپلو ویناوو کې د مباح علم او د نجونو د زده کړو په تړاو د طالبانو پر دریځ نیوکې کړې وې.

هغه پر دیني عالمانو نیوکه کړې وه، چې له خلکو دین پټوي او د خپلې څوکۍ، نوم او شتمنیو لپاره دین تحریفوي.

غزنوي د پاکستان پر حکومت نیوکې درلودې او په پاکستان کې یې د جهاد ملاتړ کړی و.

د شنونکو په باور، د شیخ عبدالسمیع نیول ښيي چې طالبان نور د خپلمنځني منتقدینو زغملو ته تیار نه دي.

تر اوسه د طالبانو ویاندویانو ددې نیونې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

ملګري ملتونه: طالبانو راستانه شوي کډوال ګواښلي او ربړولي دي

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۵۱ GMT+۱

ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ویلي، چې له پاکستان او ایران څخه په جبري توګه اېستل شوي کډوال، په ځانکړې توګه پخواني افغان نظامیان، ښځې، خبریالان او فعالان له جدي بشري سرغړونو سره مخ دي. په راپور کې ویل شوی، چې یاد کسان د طالبانو له خوا ربړول شوي او بې دلیله نیول شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ د پنجشنبې په ورځ، د زمري پر دویمه په یوه تازه رپوټ کې وویل، چې طالبانو له پاکستان او ایران څخه راستانه شوي کډوال شکنجه کړي او زنداني کړي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې ښځې، نجونې، پخواني نظامیان، د رسنیو کارکوونکي او مدني فعالان د طالبانو له خوا د ځورونې تر ټولو ستر هدف ګرځېدلي دي.

دغه راپور د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې له ۴۹ کسانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی.

د دغه راپور په یو برخه کې یوه خبریاله چې له ګاونډي هېواده بېرته افغانستان ته ستنه شوې وايي، « زه په ښکاره ویلی شم چې عملا کور بند ته اړه شوې یم، نه کار شته، نه ازادي، نه د نجونو زده کړې.»

د ملګرو ملتونو د موندونو له مخې، له ایران او پاکستان څخه جبري اېستل شوي پخواني نطامیان او حکومتي چارواکي د طالبانو له خوا د انتقام له ډاره په پټه ژوند کوي.

یو پخواني دولتي کارکوونکي ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې له بېرته ستنېدو وروسته دوه شپې زنداني شوی دی. دغه پخوانی دولتي کارکوونکی د طالبانو له خوا په کبیل، لرګي او نورو وسایلو وهل شوی، په اوبو کې د ساه بندولو شکنجه ورکړل شوې او د دغې شکنجې له امله د هغه یوه پښه ماته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر فولکر تورک ویلي:« هېڅوک باید داسې هېواد ته ونه لېږل شي، چې هلته د هویت یا شخصي تېر ژوند له امله د ځورونې له خطر سره مخ وي.»

نوموړي زیاته کړه:« په افغانستنا کې دا حالت د ښځو او نجونو لپاره په ځانګړي ډول واضح دی، ځکه یوازې د ښځینه جنس له امله له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.»

په راپور کې ویل شوي، د هغو کسانو بېرته لېږل، چې له ځورونې، شکنجې، وحشت، غیر انساني او نورو نه جبرانېدونکو زیانونو سره مخ وي، د «جبري اخراج د نه منلو» له اصل څخه ښکاره سرغړونه ده او د نړیوالو قوانینو نقض ګڼل کېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا ویلي:« سره له دې چې چارواکو په نسبتا همغږې توګه د راستنو شویو کسانو ستونزو ته ځواب ویلی، لا هم اقداماتو ته اړتیا ده، څو دوی له ټولنې سره مدغم شي او بشري حقونه یې خوندي شي.»

همدرانګه نوموړې زیاته کړې چې په ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ژوند کې د ټولو افغانانو پراخ ګډون، د دې ملت د پرمختګ او سوکالۍ لپاره حیاتي دی. هغه له طالبانو غوښتي، چې د خپلو نړیوالو تعهداتو او د افغانانو پر وړاندې د خپلو مسوولیتونو پر بنسټ عمل وکړي.

په دغه راپور کې له هېوادونو څخه غوښتنه شوې، چې له بېرته لېږلو مخکې د هر کس وضعیت وڅيړي او له بېرته لېږلو یې ډډه وکړي.