طالبانو د روسۍ الوتکې پر غورځېدو خواشیني وښوده

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په روسیه کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو په پېښه کې د یو شمېر کسانو پر مړینې خپله ژوره خواشيني څرګنده کړې ده.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په روسیه کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو په پېښه کې د یو شمېر کسانو پر مړینې خپله ژوره خواشيني څرګنده کړې ده.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغې پېښې له امله د روسیې فډراسیون له حکومت او د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي ښودلې ده.
د روسیې انتونوف ان-۲۴ مسافر وړونکې الوتکه چې نږدې ۵۰ کسان پکې سپاره وو د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد په ختیځ کې ولوېده او د رپوټونو له مخې په الوتکه کې ټول سپاره کسان مړه شوي دي.
روسیه په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې طالبان یې په رسمیت پېژندلي دي.

هند د چین ـ پاکستان او افغانستان ترمنځ د درې اړخیزې ناستې پرمهال د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز هر ډول پراخېدل او د درېیم هېواد ګډون «نه منل کېدونکي» بللي دي. هندي چارواکو ویلي، چې «دا پروژره د هند خاورې له هغو برخو تېرېږي چې پاکستان په ناقانونه ډول نیولې دي».
د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کیرتي وردهن سینګ د چارشنبې په ورځ د د دغه هېواد مشرانو جرګې ته د یوې لیکلې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې هند د چین، پاکستان او افغانستان ترمنځ له وروستۍ درې اړخیزې ناستې خبر دی او د دغې ناستې په پایله کې له چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز سره د افغانستان د احتمالي ګډون مخالف دی.
نوموړي ویلي:« د حکومت درېځ د سېپیک په اړه روښانه او ثابت دی. موږ تل دا څرګنده کړې، چې دا پروژه د هند له هغو سیمو تېریږي چې پاکستان ناقانونه اشغال کړې، لکه جمو او کشمیر او لداخ، نو له دې امله موږ دا نه منو.»
سینګ دا هم ویلي، چې هند د دغې پروژې د پراخېدو یا د درېیمو هېوادونو د شاملېدو هر ډول هڅې ردوي او له اړوندو خواوو سره یې خپل اعتراض هم شریک کړی دی. هغه زیاته کړې، « هر ډول پراخېدل یا [په پروژه کې] د نورو هېوادونو ګډون زموږ لپاره د منلو وړ نه دي.»
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دوی د نړیوالو پرمختګونو څار نه کوي او که کومه پروژه یا فعالیت د هند ملي حاکمیت یا ځمکنۍ بشپړتیا ته ګواښ متوجه کړي، هند به یې پر وړاندې لازم ګام واخلي.
طالبانو، چین او پاکستان په غويي میاشت کې په بیجېنګ کې د سوداګرۍ په زیاتوالي او د ترانزیټ په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه درې اړخیزه ناسته وکړه. له دې ناستې وروسته پاکستاني رسنیو د باوري سرچینو له قوله راپور ورکړی و، چې په دې ناسته کې افغانستان ته د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز پروژې غځولو په اړه هم هوکړه شوې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې اسلام اباد لا هم د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې پرېکړه نه ده کړې او په دې تړاو رپوټونه اوازې او اټکلونه دي. د وزارت ویاند شفقت علي خان وویل، چې طالبانو د پاکستان اندېښنو ته مثبت غبرګون ښودلی او په تخنیکي کچه امنیتي خبرې روانې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د پنجشنبې په ورځ په خپله اونیزه خبري غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې د ترهګرو پټنځایونه اوس هم د پاکستان لپاره د دوامداره اندېښنې سرچینه ده.
نوموړي زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ خبرې روانې دي، څو اسلام اباد ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د سفر مهالویش وروستی شي.
شفقت علي خان وايي، د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه چې کوم راپورونه خپاره شوي، هغه د رسنیو «اټکلونه» دي، نه رسمي واقعیت.
هغه د افغان کډوالو په تړاو وویل چې له پاکستان سره راجستر شويو افغان کډوالو لپاره د ستنېدو ضربالاجل د جون پر ۳۰مې پای ته رسېدلی.
د شفقت علي خان په وینا، د مهلت د تمدید لپاره وړاندیزونه حکومت ته شوي، خو تر اوسه پرې کومه پرېکړه نه ده شوې. نوموړي دا موضوع د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اړوندو ادارو واک وباله.
شفقت علي خان کابل ته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د وروستي سفر یادونه وکړه او ویې ویل چې دې سفر د پام وړ اهمیت درلود.
هغه زیاته کړه، چې د سفر پر مهال، د دواړو هېوادونو استازو د امنیت، ترهګرۍ ضد مبارزې او د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله والو د سپارلو پر موضوعاتو تفصیلي بحثونه کړي دي.
د نوموړي په وینا، طالبانو د پاکستان اندېښنو ته مثبت غبرګون ښودلی او په تخنیکي کچه امنیتي خبرې روانې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، « د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په کچه کې څرګند پرمختګ لیدل شوی او دواړې خواوې هڅه کوي دا مثبت بهیر لا پیاوړی کړي».
د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا څرګندونې داسې مهال دي، چې روسیې د جولای په پیل کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنده.
د روسیې تر څنګ، چین، متحده عربي امارات، ازبکستان او پاکستان هم په کابل کې سفیران معرفي کړي، خو لا یې ددې ډلې اداره په رسمیت نه ده پېژندلې.

سعودي عربستان د پنجشنبې په ورځ وویل، چې په سوریه کې به ۶،۴ میلیارد ډالره پانګونه وکړي. د سعودي د پانګونې وزیر خالد الفالح دا اعلان د دمشق په یوه اقتصادي فورم کې وکړ او ویې ویل چې سفر یې د ولیعهد محمد بن سلمان په امر ترسره شوی.
په دې پانګونه کې شاوخوا ۲،۹۳میلیارد ډالر به د زیربناوو پر پروژو ولګول شي او نږدې ۱،۷ میلیارد ډالر به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سکتور ته ځانګړي شي.
د فالح په وینا، د کنفرانس په جریان کې به ۴۷ تړونونه لاسلیک شي او له ۱۰۰زیات شرکتونه به پکې برخه واخلي.
په دې پانګونه کې د سعودي مخابراتي شرکتونه اېس ټي سي، ګو ټیلیکام، د سایبري امنیت شرکت سیپر او د زدهکړو ټکنالوژۍ شرکت کلاسیرا شامل دي. همداراز، د کنفرانس پر مهال د سعودي ـ سوریایي سوداګریزې شورا اعلان هم وشو.
د رویټرز د رپوټ له مخې، په دې اقتصادي پریکړې سره سعودي عربستان یو ځل بیا له سوریې سره خپلې ژورې اړیکې څرګندې کړې او هڅه کوي د احمد الشراع حکومت ته چې د بشارالاسد له پرځېدو وروسته واک ته رسېدلی، سیاسي او مالي مشروعیت ورکړي.
په وروستیو میاشتو کې قطر هم له سوریې سره د ۷ میلیارد ډالرو د برېښنا پروژه لاسلیک کړې او د اماراتو بندري شرکت د ۸۰۰ میلیونه ډالرو تړون ورسره کړی. امریکا هم د سوریې د انرژۍ سکتور لپاره یو پراخ ماستر پلان چمتو کوي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) هغه راپور رد کړی، چې پکې ویل شوي ځینې راستنېدونکي افغانان په هېواد کې له ګواښ او ځورونې سره مخ دي. فطرت ټینګار کړی چې له راستنېدونکو سره هېڅ ډول سیاسي دښمني یا انتقامي چلند نه کېږي.
فطرت ویلي، ټول راستنېدونکي د دې ډلې د بښنې له عمومي فرمان څخه برخمن دي او یوناما باید د داسې "پروپاګند" له خپرولو ډډه وکړي چې د خلکو ترمنځ اندېښنې زیاتوي.
تر دې مخکې، ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ویلي، چې له پاکستان او ایران څخه په جبري توګه اېستل شوي کډوال، په ځانکړې توګه پخواني افغان نظامیان، ښځې، خبریالان او فعالان له جدي بشري سرغړونو سره مخ دي. په راپور کې ویل شوی، چې یاد کسان د طالبانو له خوا ربړول شوي او بې دلیله نیول شوي دي.
خو فطرت ټینګار کړی چې له راستنېدونکو سره هېڅ ډول سیاسي دښمني یا انتقامي چلند نه کېږي، او که داسې پېښې وشي، حکومت یې د پوښتنې او مخنیوي لپاره جدي اقدام کوي او عاملینو ته سزا ورکوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ د پنجشنبې په ورځ، د زمري پر دویمه په یوه تازه رپوټ کې ویلي، چې طالبانو له پاکستان او ایران څخه راستانه شوي کډوال شکنجه کړي او زنداني کړي دي.
په راپور کې ویل شوي، چې ښځې، نجونې، پخواني نظامیان، د رسنیو کارکوونکي او مدني فعالان د طالبانو له خوا د ځورونې تر ټولو ستر هدف ګرځېدلي دي.
خو فطرت ادعا کوي، چې خلکو ته ډاډ ورکړل شوی، څو له هر ډول وېرې پرته خپل هېواد ته راستانه شي.

مروه څلور شپې او ورځې د خلکو نوملړونه تنظیم کړل، ترجمه یې کوله، نظافت یې کاوه او خلک یې بدرګه کول. هغې هڅه وکړه چې خپله لور او زوی هوايي ډګر ته دننه کړي، خو سره له دې چې ماشومانیې د طالبانو له ډزو تېر شول او د هوايي ډګر تر دروازو راورسېدل، له سختې نظامي پلټنې تېر نه شول.
په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته لسګونه زره افغانان کالیفورنیا ته کډه شول. ډېرو یې د امریکا له حکومت سره په افغانستان کې کار کړی و، خو کله چې ټرمپ د دویم ځل لپاره د امریکا ولسمشر شو، د هغوی قانوني خوندیتوب یې ختم کړ او دایمي استوګنه یې وځنډوله.
د ټرمپ له دې پرېکړې سره اوس په دې هېواد کې زرګونه افغان کډوال د اېستلو له ګواښ سره مخ دي. له دې جملې یوه هم افغان کډواله مور مروه ده.
د کال ماټرز په نوم یوه بنست د مروه کیسه راخیستي چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته کالفرونیا ته تللې ده.
کله چې طالبان بېرته پر افغانستان واکمن شول، مروه، چې د امریکا له حکومت سره یې افغانستان کې کار کړی و، د کابل هوایي ډګر ته ولېږل شوه چې هلته بېړنۍ برخه کې مرسته وکړي.
هغې یوازې خپل کوچنی تی روی زوی له ځان سره یووړ، ځکه د امریکا سفارت یوه چارواکي هغې ته ویلي و چې نوره کورنۍ به یې وروسته راوغوښتل شي.
هغې څلور شپې او ورځې د خلکو نوملړونه تنظیم کړل، ترجمه یې کوله، نظافت یې کاوه او خلک یې بدرګه کول. هغې هڅه وکړه چې خپله لور او زوی هوايي ډګر ته دننه کړي، خو بریالۍ نه شوه. ان هغه وخت چې ماشومانیې د طالبانو له ډزو تېر شول او تر دروازو راورسېدل، له سختې نظامي پلټنې تېر نه شول. هغه وخت یې د ټلیفون چارج ختم شوی و او وې نه شو کړای چې له خپل مسوول سره په اړیکه کې شي.
مروه اوس کالیفورنیا کې مېشته ده، خو له نږدې څلورو کلونو راهیسې هڅه کوي چې له خپلو ماشومانو سره یو ځای شي. د هغې ماشومان وروسته له دې چې کابل کې پاتې شول له خپلوانو سره یې پاکستان ته تللي.
ټاکل شوې وه چې هغوی د روان کال په جنوري میاشت کې امریکا ته الوتنه وکړي، خو ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ ورځ یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ، چې د افغان کورنیو د یوځای کېدو الوتنې یې لغوه کړې.
مروه وایي: «زه ستړې یم. داسې وختونه راغلي، چې غوښتلي مې ځان وژنه دې وکړم.»
له هغه وخته چې د امریکا فدرالي حکومت پالیسي بدله کړې د هغې درد نور هم زیات شوی دی، نه یوازې دا چې د هغې د ماشومانو د راتګ مخه نیول شوې، بلکې اوس د مروه په څېر ډېر افغانان د امریکا د پرېښودو له ګواښ سره مخ شوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، نږدې ۲۰۰,۰۰۰افغانان د پخواني ولسمشر جو بایډن په وخت کې امریکا ته تللي دي. ډېری کالیفورنیا ته لاړل، چې له ۱۹۷۹راهیسې د افغان کډوالو مهم ځای ګڼل کېږي. د ۲۰۲۳د امریکا د احصایې ادارې له مخې، یوازې په کالیفورنیا کې تر ۵۸,۰۰۰ ډېر افغانان میشت وو.
کله چې طالبان کابل ته داخل شول، مروه د امریکا د مخدره موادو پر ضد ادارې سره کار کاوه. دا د هغې لپاره د ځانګړې ویزې هیله وه، خو اوسیې ژوند له ګواښ سره مخ دی.
کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شول مروه له خپل مېړه څخه د طلاق اخیستلو په بهیر کې وه او د خپل پلار کور ته تللی وه. د طالبانو سرتېري او د هغه پخواني مېړه پلار یې کورته ورغلي وو او د تي روي ماشوم غوښتنه یې کوله، خو مروه د خپل پلار په مرسته په تېښته بریالۍ شوه.
هغه نظامي هوايي ډګر ته لاړه، چیرې چې نورو کارکوونکو خپلې کورنۍ هم راوستې وې. خو هغې یوازې خپل کوچنی زوی راوستی و.
هغه کالیفورنیا ته کډه شوه، خو له هغه راهیسې د کورنۍ راوستلو هڅې یې بېپایلې پاتې دي. ماشومان، مور او پنځه خویندېیې په ۲۰۲۲ کې پاکستان ته وتښتېدل، خو ویزېیې ختمې شوې.
د هغې پلار، چې طالبانو تهیې پاسپورټ ښودلی و، د ډوډۍ اخیستو پر مهال د ویډیو کال پر وخت ووژل شو.
مروه ته پناه ورکړل شوې، خو د پاتې کېدو تعهدیې نه شته. زوییې د تومور لپاره درملنه ترلاسه کړې، خو هغه وایي که بېرته افغانستان ته لاړه شي، یا به ووژل شي یا زندان ته ځي.
د افغان کډوالو ملاتړي هیلهمند وو چې کالیفورنیا به له فدرالي حکومت وروسته د دوی ملاتړ وکړي، خو منابع محدود دي.
د کالیفورنیا د ټولنیزو خدماتو ریاست د افغان کډوالو لپاره یو پروګرام لري، خو دا فدرالي بودیجې پورې تړلی دی.
د ایالت بودیجه له کمښت سره مخ ده، نو ان وړې مرستې هم رد شوې دي.
سږ کال یوازې ۱۰ میلیونه ډالر د مهاجرت قانوني خدماتو ته ځانګړي شوي، چې د غوښتنو په پرتله ډېر کم دي.
