نصیر فایق په خپل اېکس کې د افغان ښځو او د کډوالو پر وضعیت د نړۍوالې ټولنې د جدي غبرګون غوښتنه کړې.
نوموړي زیاته کړې ده: «طالبان هغه ډله ده، چې که وغواړي، کولای شي د افغانستان د ناورین د حل یوه برخه شي، خو هېڅکله نه شي کولای د ناورین یوازینی حل وي. دوی نه د افغانستان د خلکو استازیتوب کوي او نه هم د هغوی کلتور او ارزښتونو ته په خپل سیاست کې ځای ورکوي.»
نصیر احمد فایق وایي، افغانستان یوازینی هېواد دی چې ښځې رسما د منځنۍ او لوړو زده کړو له حقه محرومې دي.
نوموړی زیاتوي، دا پالیسي چې اوس له څلورو کلونو راهیسې روانه ده، نه یوازې د بشري حقونو نقض ده، بلکې د افغانستان د سولې، سوکالۍ او راتلونکي لپاره یوه ستره فاجعه بلل کېږي.
نوموړي همدازار د کډوالو په اړه اندېښنه څرګندې کړې او زیاتوي : «د افغان کډوالو وضعیت باید د نړۍوالې ټولنې جدي پام ځانته راواړوي، په ځانګړې توګه هغه راپورونه چې د افغان کډوالو د جبري اېستلو او غېر انسانې چلند په اړه راغلي دي. موږ له هېوادونو په ځانګړې توګه د ایران او پاکستان څخه مننه کوو، خو د اجباري بېرته راستنولو پر ضد باید جدي اقدامات وشي.»
نصیر احمد فایق د کډوالو د وضعیت د ښه کولو لپاره تاکید کړی، چې نړۍواله ټولنه باید د دوی ملاتړ وکړي او په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو د ژوند شرایط باید په پام کې ونیول شي.
ښاغلي فایق د افغانانو د حقونو پروړاندې د نړۍوالې ټولنې د غبرګون غوښتنه کړې او وایي: «طالبان د افغانستان د خلکو استازي نه دي. دوی په هېڅ ډول د افغانانو د ارزښتونو او فرهنګ سره تړاو نه لري او د هغوی سیاستونه یوازې د ټولنې د ځینو ډلو له نظره پرځای دي.»
نصیر احمد فایق د طالبانو د واکمنۍ پروړاندې د نړۍوالې ټولنې له غبرګون څخه خپل ملاتړ څرګند کړی.
هغه د طالبانو پر حکومت باندې سختې نیوکې کوي او ټینګار کوي، چې طالبان نه یوازې د افغانستان د خلکو استازي نه دي، بلکې د افغان ښځو د حقوقو او د بشري حقونو پر وړاندې یې ستر غېرې قانوني اقدامات ترسره کړي.
فایق زیاتوي: «افغانستان د ناورین پروړاندې یوازې د طالبانو د واکمنۍ نه، بلکې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو لپاره د نړۍوالې ټولنې ځواکمن غبرګون ته اړتیا لري.»
د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې په وروستیو بحثونو کې د افغانستان وضعیت د نړۍوالې ټولنې پام ځان ته را اړولی. د طالبانو حکومت د بشري حقونو په برخه کې جدي نیوکو سره مخ دی، په ځانګړې توګه د ښځو د زده کړو بندیز، د مدني ټولنې پر فعالیتونو محدودیتونه او د ټولنیزو ازادیو په اړه د طالبانو تګلارې د نړۍوالو اندېښنې راپارولي دي.
په دې ناسته کې ټینګار وشو، چې طالبان باید د افغانستان د خلکو حقونو ته درناوی وکړي او نړۍوالې ټولنې ته حساب ورکړي.
ملګري ملتونه او ګڼ شمېر غړي هېوادونه د طالبانو پر حکومت فشار راوړی، ترڅو د ښځو د حقونو، د زده کړو حق او د بشري حقونو په برخه کې خپل اقدامات جدي کړي.
په ټوله کې، د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه د طالبانو له حکومته غواړي چې د بشري حقونو په برخه کې خپلې تګلارې بدلې کړي او د افغانستان د خلکو د سوکالۍ لپاره د یوه ټولګډونه بهیر په لور ګامونه واخلي.