د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ پر ۲۹مه وویل، چې د دواړو خواوو ترمنځ ناسته کې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال محمد نبي عمري، د وزارت ارشد معين محمد ابراهيم صدر، د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې مرستيال عبدالحق همکار، د عامه ساتنې مرستيال سيدالله حماس او يو شمېر نورو مسوولينو ګډون کړی و.
په لیدنه کې دواړو لورو د دوهاړخیزو اړيکو د پياوړتيا، د امنيتي همکاريو، د نشهيي توکو پر ضد مبارزې، د مهاجرينو د وضعيت، او سوداګریزو اسانتیاوو د رامنځته کولو پر موضوعاتو بحث کړی دی.
د طالبانو د کورنيو چارو سرپرست وزير په خبرو کې ویلي، چې د اعتماد فضا رامنځته کول کولای شي شته ستونزې حل کړي.
هغه زياته کړې چې « افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي اسلامي هېوادونه دي چې ډېر مشترکات لري او بايد د همکارۍ پر بنسټ اړيکې پياوړې کړي».
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سراجالدين حقاني له قوله ویلي، چې نوموړي له افغان مهاجرينو او افغان بنديانو سره پر ښه چلند ټینګار کړی او د هغوی لپاره یې د اړتیا وړ اسانتياوو برابرولو غوښتنه کړې ده.
مفتي عبدالمتین قانع د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له قوله ویلي، چې سيد محسن نقوي هم د امنيتي همکارۍ، د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې او د سوداګرو او عامو وګړو لپاره د اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټينګار کړ دی.
خو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزریر محسن نقوي د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره په لېدنه کې پر ترهګرۍ ضد جګړه او په ځانګړې توګه تحریک طالبان، د ډیورنډ کرښې پر اغېزناک مدیریت، نشه يي توکو او پاکستان ته د تګ راتګ په اړه خبرې کړې دي.
دا سفر د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو د پراخولو او عملي همکاریو د زیاتېدو لپاره مهم بلل شوی دی.
دغه سفر داسې مهال ترسره کیږي، چې پاکستان همدا اونۍ اعلان وکړ، چې پنځه تنه ځانمرګي بریدګر یې نیولي، چې له افغانستان نه دغه هېواد ته ورغلي وو. دغه راز پاکستانی اړخ طالبان تورنوي، چې ټي ټي پي ته یې پناه ور کړې او جنګیالي یې د پاکستاني طالبانو په لیکو کې د پاکستان د پوځ او امنیتي ادارو خلاف جګړو کې ونډه اخلي.
طالبانو په مکرر ډول دا ډول ادعاوې رد کړې دي.