• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په سرپل ولایت کې د ساکښو د انځورونو خپرول بند کړل

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۵۴ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست په سرپل ولایت کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز لګولی او په دغه ولایت کې د ملي ټلویزیون بڼه راډیو ته اوښتې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ پر ۲۹ مه وویل، چې په سرپل ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست له خوا د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز لګول شوی او ان پر ټولنیزو رسنیو هم د ژوندیو موجوداتو د انځورونو نه خپرولو امر شوی دی.

یاد مرکز وايي، چې ځايي خبریالانو ته د همغږۍ ناستې پرمهال د دغه ولایت د امر بالمعروف ریاست استازي له خوا د ژونديو موجوداتو د انځورونو نه خپرولو د حکم د عملي کېدو امر شوی.

په سرپل ولایت کې د ژونديو موجوداتو د انځورونو د خپرېدو له بندیز وړاندې په کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندوز، بامیان، دایکندي، فاریاب، پنجشیر او لغمان ولایتونو کې هم د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز لګول شوی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې دمګړی په سرپل ولایت کې پر ملي ټلویزیون سر بېره صدای سرپل، بانو او انبیر په نوم درې خصوصي راډیوګانې فعالیت کوي او د یوازیني سیمه ییز ملي ټلویزیون خپرونې هم بندې شوې او اوس د راډیو په بڼه نشرات کوي.

دوی ویلي، چې د سرپل په ګډون په نورو ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز د بیان له ازادۍ او د ازادو رسنیو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دی.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د هرات والي: افغان سوداګر لا هم له رېلي ټرانسپورت سره نااشنا دي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د هرات والي وايي، چې د خواف-هرات رېل‌پټلۍ یوه حیاتي پروژه ده، خو افغان سوداګر لا هم له رېلي ترانسپورت سره نااشنا دي. هغه د ایران له خراسان رضوي ولایت نه وغوښتل چې افغانستان ته د روزنې او همکاریو زمینه برابره کړي.

د طالبانو د هرات والي مولوي احمد اسلام‌جار د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ پر ۲۹مه، د ایران مشهد ښار د سوداګرۍ خونې په غونډه کې د هرات له اقتصادي فعالانو، سوداګرو او مشرانو سره د لیدنې پر مهال د ایران له خوا «د افغان کډوالو د میلمه‌پالنې» ستاینه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مهاجرت، امنیت، ترانزیت او پانګونې په برخو کې یې اړیکې مهمې وبللې.

په داسې حال کې، چې ایران په سلګونه زره افغان کډوال په زور افغانستان ته ستانه کړي او هره ورځ د شړلو بهیر لا چټکیږي، اسلام‌جار ویلي، چې ایران له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربه پاتې شوی دی، دوی ته یې ښه راغلاست ویلی او دا یې د دواړو هېوادونو د اسلامي او انساني ورورولۍ نښه بللې ده.

هغه زیاته کړې، چې د اسلام‌کلا بندر له لارې د کډوالو د بېرته ستنیدو ستونزې تر ډېره حل شوې دي، شاوخوا ۷۰ سلنه خنډونه له منځه تللي. هغه زیاته کړې چې بېرته راستنېدونکي کډوال د کمپونو پرځای مستقیم خپلو ولایتونو ته لېږدول کېږي او د هرات خلک له دغو کډوالو سره مرستې کوي.

اسلام‌جار ادعا وکړه چې د تریاکو کر کیله اوس نږدې صفر ته رسېدلې ده.

هغه له ایران څخه وغوښتل چې د مخدره موادو په قاچاق کې د ګډې مبارزې کچه لوړه کړي، ځکه اوس افغانستان له دودیزو نه، بلکې له صنعتي موادو سره مخ دی، چې له بهر څخه هېواد ته راوړل کېږي.

اسلام‌جار وویل، شاوخوا ۲۰ زره معتادین یې درملنه کړي او بیرته یې د فابریکو کار ته راګرځولي.

هغه د ترکیې، قزاقستان او ایران له پانګه‌والو مننه وکړه چې په هرات کې یې پانګونه کړې ده.

اسلام‌جار ټینګار کړی، چې د هرات سیمه‌ییز حکومت د پانګه‌والو تر څنګ ولاړ دی او د کانونو، مرمرو، اوسپنې او نورو منابعو د استخراج لپاره لازم چمتووالی لري. هغه ویلي، د ترانزیتي لارو د پراخولو هڅې روانې دي او شاوخوا ۸۵ سلنه اصلي لارې اوس د استفادې وړ دي.

د طالبانو والي همداراز د ایران له بانکونو وغوښتل چې د هرات له اقتصادي فعاله قشر سره پراخې اړیکې ولري.

هغه ویلي، چې د افغانستان حاصل‌خیزه ځمکې داسې مېوې تولیدوي چې په ایران کې نه شي کرل کېدای او افغانستان پراخې اوبه لري چې د تجارتي کرنې لپاره چمتو دي.

طالب والي وړاندیز کړی، چې نړیوالو بازارونو ته د افغان مېوو د لېږد لپاره ګډ کاري ګروپ جوړ شي. هغه همداراز ایراني چارواکي د هرات د راتلونکي کال اقتصادي کنفرانس ته هم وبلل.

د طالبانو د هرات والي د ایران د خراسان رضوي د والي په بلنه پرون تایباد ته ورسېد او له هغه ځایه وروسته یې فریمان او مشهد ته سفر کړی.

طالبانو د قتل، غلا او ځنګلونو وهلو په تور ۱۸ تنه نیولي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۱۰ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د یاد وزارت له جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د وژنې، غلا، مغلوبه جنګ او د ځنګلونو د غیر قانوني پرې کولو په تور ۱۸ تنه نیولي دي. دا کسان په په بغلان، فاریاب، کونړ، هرات، فراه او غور ولایتونو کې نیول شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن یکشنبه د چنګاښ پر ۲۹مه وویل، چې دې ډلې دوه تنه د وژنې په تړاو په فاریاب کې، دوه تنه د ځنګلونو غیر قانوني قطع کولو په تړاو په کونړ کې او ۵ تنه د غلا په تړاو په هرات، فراه او غور ولایت کې نیولي دي.

د طالبانو یاد وزارت زیاتوي، چې د بغلان ولایت امنیه قوماندانۍ منسوبینو، ۸ تنه د دوو کورنیو تر منځ د وسله والې جګړې له امله، چې په پایله کې یې ۱۶ تنه ټپیان او وژل شوي وو، نیولي دي.

تر راتلونکې یوې میاشتې؛ ایران د تهران ـ هرات ترمنځ د مسافر وړونکي اورګاډي خدمات پیلوي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۵۱ GMT+۱

د ایران د اورګاډي ادارې رییس ویلي، چې پلان لري په راتلونکي میاشت کې د تهران ـ هرات ترمنځ د مسافر وړونکي اورګاډي خدمات پیل کړي. نوموړي دغه پروژه د سیمې د ترانزیټ او د افغانستان ـ ایران اړیکو لپاره مهم پرمختګ بللی.

د ایران د اورګاډي ادارې رییس جبار علي ذاکري د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ پر ۲۹مه وویل، چې پلان لري تر یوې میاشت پورې د تهران ـ هرات او په راتلونکو دوو میاشتو کې د تهران ـ انقرې ترمنځ د مسافر وړونکي اورګاډي خدمات پیل کړي.

نوموړي ویلي، چې له پنځه کلن ځنډ وروسته یې د تهران ـ وان اورګاډی بېرته فعاله کړی او د تاجکستان د مرو او دوشنبې ښار لور ته هم د اوګاډو تګ راتګ پیل شوی دی.

ذاکري ویلي:«د اورګاډو له لارې به د هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پسې پراخې شی. زموږ د هېواد د اورګاډي شبکه تاریخي ارزښت لري او د ګرځندوی فعالیتونو له پلوه هم عاید لري او هم‌ ډېره جاذبه لري.»

د ایران د اورګاډي ادارې رییس ویلي، چې د عراق له کردستان څخه افغانستان ته د نفتي توکو د انتقال لپاره هم د رېل پتلۍ شبکې ته ۱۰۰ ټانکري واګونونه ور اضافه شوي دي او هڅه کوي، چې د ترانزیټ د ظرفیت لوړولو لپاره هره میاشت له ۴۰ تر ۵۰ نور واګونونه هم دغې شبکې ته ور ډېر کړي.

د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې ۴ تنه په ډزو وژل شوي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۰۷ GMT+۱

په بدخشان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ سرچینې وايي چې تېره شپه د یاد ولایت د راغستان ولسوالۍ په «بند زولزما» سیمه کې ناڅرګندو وسله والو ۴ کسان په ډزو وژلي دي. طالب چارواکي وايي، په بدخشان کې د طالبانو والي د پېښې د څرنګوالي معلومولو لپاره یو پلاوی هم سیمې ته لېږلی.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښيي، چې څلور کسان په ډزو وېشتل شوي دي او پر ځمکه پراته دي.

تر اوسه ددې پېښې د علت او د وسله والو کسانو د هویت په اړه طالبانو څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې د بدخشان په یو شمېر ولسوالیو کې د کوکنارو د اړولو پر سر د طالبانو او سیمه ییزو خلکو ترمنځ وخت ناوخته نښتې او شخړې شوې دي.

د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینې څلور غوره بریالي کسان اعلان شول

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۵۵ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د کانکو ازموینو ملي ادارې له لوري د کابل د پامیر نوین لېسې زده کوونکی سید موسی د ۳۵۶،۵۷۴۱۵ نمرو په ترلاسه کولو د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینه کې عمومي اول نومره اعلان شو. نوموړی د کابل پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شوی.

د یکشنبې په ورځ د طالبانو تر واک لاندې د کانکور ازموینو د ملي ادارې له لوري د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې.

د ۱۴۰۴ کال د کانکور په ازموینه کې د کابل اوسېدونکی سید موسی د سید داود زوی د ۳۵۶،۵۷۴۱۵ نمرو په ترلاسه کولو سره د کانکو عمومي اول نومره اعلان شوی او کابل طب پوهنځي ته بریالی شوی.

د کابل اوسیدونکی نذیر د محمد طاهر زوی د ۳۵۶،۵۷۴۱۴ نومرو په ترلاسه کولو د کانکور ازموینې دویم نومره اعلان شو او د کابل طب پوهنځي ته بریالی شوی.

د کابل اوسېدونکی حمزه د عبداللطیف زوی په ۳۵۳،۵۳۳۱۶ نومرو د کانکور ازموینې درېیم نومره اعلان شو او د کابل پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شوی.

دغه راز د کابل اوسېدونکي فیصل د کلام الدین زوی په ۳۱۶،۰۶۶۲ نومرو د دیني مدرسو په ازموینه کې لومړی مقام ګټلی او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ته بریالی شوی دی.

د کانکور په سږنۍ ازموینه کې هم د تېرو دوو کلونو په څېر یوځل بیا د طالبانو له لوري نجونو ته د ګډون اجازه نه وه ور کړل شوې.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر عبدالباقي حقاني وايي، د کانکور په سږنۍ ازموینه کې سل زره او ۵۴۸ کسانو ګډون کړی و، چې له ۵۱ زرو ډېر کسان د لوړو او نیمه لوړو زده کړو موسسو ته بریالي شوي دي.

نوموړي ویلي، چې د لوړو زده کړو په برخه کې تر ۷۷ زره او د نیمه لوړو زده کړو په برخه کې له ۳۴ زره د ډېرو کسانو د جذب او شمولیت ظرفیت لري.