• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
تازه خبر

د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینې څلور غوره بریالي کسان اعلان شول

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۵۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۱۴ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د کانکو ازموینو ملي ادارې له لوري د کابل د پامیر نوین لېسې زده کوونکی سید موسی د ۳۵۶،۵۷۴۱۵ نمرو په ترلاسه کولو د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینه کې عمومي اول نومره اعلان شو. نوموړی د کابل پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شوی.

د یکشنبې په ورځ د طالبانو تر واک لاندې د کانکور ازموینو د ملي ادارې له لوري د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې.

د ۱۴۰۴ کال د کانکور په ازموینه کې د کابل اوسېدونکی سید موسی د سید داود زوی د ۳۵۶،۵۷۴۱۵ نمرو په ترلاسه کولو سره د کانکو عمومي اول نومره اعلان شوی او کابل طب پوهنځي ته بریالی شوی.

د کابل اوسیدونکی نذیر د محمد طاهر زوی د ۳۵۶،۵۷۴۱۴ نومرو په ترلاسه کولو د کانکور ازموینې دویم نومره اعلان شو او د کابل طب پوهنځي ته بریالی شوی.

د کابل اوسېدونکی حمزه د عبداللطیف زوی په ۳۵۳،۵۳۳۱۶ نومرو د کانکور ازموینې درېیم نومره اعلان شو او د کابل پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شوی.

دغه راز د کابل اوسېدونکي فیصل د کلام الدین زوی په ۳۱۶،۰۶۶۲ نومرو د دیني مدرسو په ازموینه کې لومړی مقام ګټلی او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ته بریالی شوی دی.

د کانکور په سږنۍ ازموینه کې هم د تېرو دوو کلونو په څېر یوځل بیا د طالبانو له لوري نجونو ته د ګډون اجازه نه وه ور کړل شوې.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر عبدالباقي حقاني وايي، د کانکور په سږنۍ ازموینه کې سل زره او ۵۴۸ کسانو ګډون کړی و، چې له ۵۱ زرو ډېر کسان د لوړو او نیمه لوړو زده کړو موسسو ته بریالي شوي دي.

نوموړي ویلي، چې د لوړو زده کړو په برخه کې تر ۷۷ زره او د نیمه لوړو زده کړو په برخه کې له ۳۴ زره د ډېرو کسانو د جذب او شمولیت ظرفیت لري.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

«ملي مرکه» بنسټ د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړلو پر دوام اندېښنه وښوده

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۱۹ GMT+۱

د ملي مرکې بنسټ د جرمني په کولن ښار کې په یوه غونډه کې په ایران او پاکستان کې د کډوالو پر کړکېچن وضعیت او د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدا پر دوام اندېښنه ښودلې ده.

یاد بنسټ د شنبې په ورځ، د چنګاښ پر ۲۸مه په کولن کې د یوې غونډې په ترڅ کې، چې نږدې ۷۰تنه سیاسي، علمي او ټولنیزو شخصیتنو پکې حضور درلود، غوښتنه وکړه، چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پر تړل کېدا رسمي اعلامیه خپره شي.

د یادې مرکې د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې د ملي يووالي، سولې او پرمختګ پر وړاندې پر اساسي خنډونو، ننګونو او لومړيتوبونو تحلیلي بحثونه وشول او وروسته د همدغو ستونزو پر حل لارو خبرې وشوې.

خبرپاڼه وايي، ګډونوالو په ایران او پاکستان کې د افغان مهاجرو د خراب وضعیت او همداراز د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو د بندېدو په اړه هم ژوره اندېښنه وښوده، او په همدې اړه يې د ملي مرکې له ادرسه د رسمي اعلاميو د خپرولو غوښتنه وکړه.

دغه راز په کولن کې د ملي مرکې د غونډو او فعاليتونو د دوام لپاره د يوې دايمي څانګې د جوړولو لپاره يوه رضا کاره کار ډله جوړه شوې ده.

د ملي مرکې بنسټ ځینو غړو څو وارې افغانستان ته هم سفرونه کړي دي او د طالبانو له چارواکو سره یې په لیدنه کې د افغان نجونو د تعلیم د حق په اړه خبرې کړې دي، خو ددې سفرونو نتایج تراوسه نه دي په ډاګه شوي.

خبرپاڼه وايي، ملي مرکه یو ولس‌محوره نوښت دی چې، د افغان روڼ‌اندو، علمي–فرهنګي شخصیتونو او ټولنیزو فعالانو له‌خوا په اروپا کې پیل شوی دی. دا مرکې هڅه کوي چې د افغانانو، په ځانګړي ډول د کډوالو، غږ د ملي بحثونو برخه وګرځي او د هېواد د راتلونکې په جوړونه کې موثره ونډه واخلي.

طالبان: په مس عینک کې موندل شوي ۶۰ قلمه تاریخي اثار د لوګر موزیم ته وسپارل شول

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۰۸ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې د لوګر په مس عینک سیمه کې موندل شوي ۶۰ قلمه تاریخي اثار یې د لوګر سیمه ییز موزیم ته سپارلي دي. په دغو اثارو کې خټينې کوزې، جامونه او قدحونه، څراغونه، د مسو ځنځیرونه، لاسبندونه، له عقیق او لاجورد ، عاج او هډوکو جوړ وسایل شامل دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پېژندنې رییس سید ذبیح الله سادات د یکشنبې په ورّ، د چنګاښ پر ۲۹مه وویل، چې موندل شوي تاریخي اثار له خټو، ډبرو، فلزاتو او ښیښو څخه جوړ شوي دي.

د نوموړي په وینا، په یادو تاریخي اثارو کې خُمونه، کوچنۍ خټینې کوزې، جامونه او قدحونه، بېلابېل ډول څراغونه، مسي ځنځیرونه، لاسبندونه، عقیق او لاجورد، عاج او له هډوکو جوړ وسایل شامل دي.

ذبیح الله سادات زیاتوي، چې یاد موندل شوي اثار د پخوانيو وختونو د خلکو د ورځني ژوند، هنر او صنعت په اړه ارزښتناک معلومات وړاندې کوي.

کابل ښاریان: طالبانو د کابل په قلعه فتح الله او میرویس میدان کې ځوانې ښځې نیولې دي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۲۳ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو محتسبانو د کابل په میرویس میدان( کوټه سنګي) او قلعه فتح الله سیمو کې هم یو شمیر ښځې نیولې دي. یوې کورنۍ وویل چې ځینې نجونې کورسونو ته پر لاره وې چې د طالبانو محتسبانو نیولې او له تېرې ورځې راهیسې یې کورنۍ په اړه معلومات نه لري.

د کابل په میرویس میدان (کوټه سنګي) سیمه کې یوې کورنۍ نن یکشنبه د چنګاښ ۲۹مه افغانستان انټرنشنل ته وویل:«تېره ورځ ۵ بجې مازیګر زموږ د کورنۍ نجونې کورس ته په لاره وې چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت محتسباتو له خوا ونیول شوې او نامعلوم ځای ته یې یووړې.»

دا کورنۍ وايی چې تر اوسه د نیول شویو نجونو د ځای په اړه معلومات نه لري.

دا کورنۍ همدراز له طالبانو غواړي چې د نیول شویو نجونو کورنیو ته دې د هغوی د ځای په اړه معلومات ورکړي.

عیني شاهدانو ویلي چې د طالبانو امربالمعروف محتسبانو دا ښځې له رستورانتونو، کوڅو او سوداګریزو مرکزونو څخه په "زور او تاوتریخوالي" سره نیولې او نامعلوم ځای ته یې لیږدولې دي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، طالبانو د کابل په بیلابیلو سیمو کې د "حجاب نه اغوستلو" په پلمه د ښځو د نیولو یوه لویه لړۍ پیل کړې ده.

سرچینو وویل چې طالبانو په زور سره ښځې په موټرو کې واچولې او نامعلوم ځای ته یې بوتلې.

په کوټه سنګي کې یوه عیني شاهد وویل چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان یو رستورانت ته ننوتل او څو ښځې یې پرته له دې چې له هغوی څخه پوښتنه وکړي ووهلې او " په زور یې موټر ته واچولې."

هغه وویل چې طالبانو دا ښځې د دې ډلې د ټاکل شوي حجاب نه مراعاتولو په تور تورنې کړې.

ښاريانو نیوکه وکړه چې که طالبان ښځې د "حجاب نه اغوستلو" له امله نیسي، نو ولې یې په عام محضر کې وهي او "بې عزتي یې کوي".

د کابل قلعه فتح الله په یوه خصوصي تعلیمي موسسه کې یوې ښځینه ښوونکې وویل چې هغې د شنبې په ورځ په سیمه کې د ښځو نیول لیدلي دي.

هغې وويل چې د امر بالمعروف محتسبانو ښځې د "حجاب نه اغوستلو" په تور ونیولې او دوی د نیول کیدو له ویرې سمدلاسه له سیمې وتښتېدې.

د سرچینو په وینا، طالبانو په دې وروستیو ورځو کې د کابل په شهر نو او دشت برچي کې لسګونه ځوانې ښځې نیولې دي.

د کابل په شهر نو کې د بندیانو د کورنۍ یوې غړې وویل چې شاوخوا ۱۰۰ ښځې له کوڅو، بازارونو او روغتونونو څخه نیول شوې او د طالبانو د امر بالمعروف زندانونو ته وړل شوې دي.

مخکې له دې، د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند ویلي وو چې د ښځو د حجاب مساله په ولایتونو کې حل شوې ده، خو"په کابل کې ډیری ښځې حجاب نه اغوندي."

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر: جرمنی هغه افغانان مني چې د منلو ژمنې ورسره شوې

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۲۱ GMT+۱

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادیفول ویلي چې په پاکستان کې له میشتو افغان کډوالو د منلو ژمنې بېرته اخېستل ناشوني دي او هغوی به په جرمني کې ومنل شي. وادیفول دغه راز زیاته کړې، چې د افغانانو د منلو پروګرامونه بند شوي او نورې نوې ژمنې نه کیږي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادیفول بیلد ام زونټاګ ورځپاڼې ته وویل، برلین هغه افغانان مني، چې له مخکې د منلو ژمنې ورسره شوې دي، خو نوموړي دا مساله په امنیتي ارزونو او دې پوره مشروطه ګڼلې، چې افغانان د پخواني فدرالي حکومت قانوني او نه لغوه کېدونکې ژمنه ولري او هیڅ امنیتي اندیښنې ترې متوجې نه وي.

هغه وویل، «زه نه شم کولی وخت شاته وګرځوم او د پخوانیو فدرالي حکومتونو تېروتنې بدلې کړم».

وادیفول دغه راز زیاته کړې، چې د کډوالو د منلو پروګرامونه بند شوي او نورې نوې ژمنې نه کیږي.

هغه پر تېرو پرېکړو نیوکه کړې، خو ویلي یې دي چې که د منلو ژمنې له یوه کال زړې وي، نو یواځې د قانوني لارو چارو په مرسته پکې بدلون راوستلای شي، لکه که د یوچا هویت پکې ناسم وي، یا د هغه ځای او نورو مسایلو په تړاو معلومات سم نه وي.

شاوخوا ۲۴۰۰ افغانان په پاکستان کې د جرمني ویزو لپاره انتظار باسي.

جرمني تازه د یوې چارټر الوتکې له لارې ۸۱ افغان پناه غوښتونکي، چې په مختلفو جرمونو تورن ګڼل شوي، کابل ته ولېږل.

وادیفول د ځینو افغان پناه غوښتونکو د اخراج په تړاو وویل، هغه له دې سره موافق دی چې په راتلونکي کې د سوریې ځینې مجرمان هم د شرایطو پر بنسټ، اخراج شي. هغه ټینګار وکړ چې د سوریې انتقالي حکومت باید ټولو دیني ډلو ته د یوځای کېدو فرصت ورکړي او خلک باید د ژوند او امنیت په اړه ویره ونه لري.

وادیفول وویل چې باید سوریې ته د اخراج لپاره جدي فرصت ورکړل شي او ممکن په راتلونکي کې د جرمني او سوریې ترمنځ د اخراج په برخه کې همکاري وشي.

د ټولنیزو رسنیو پر فعالانو محدودیت؛ طالبانو دا ځل په لغمان کې یو ټیکټاکر نیولی

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۱۶ GMT+۱

طالبانو په لغمان ولایت کې د ټیکټاک ټولنیزې رسنۍ یو افغان فعال نیولی، سر یې ور خرېیلی او اعتراف ته اړ اېستی، چې نور به په ټېکټاک کې فعالیت نه کوي. د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د نوموړي یوه ویډیو هم خپره کړې ده.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند د یکشنبې په ورځ د همت الله خوشبخت په نوم د لغمان ولات د یو اوسېدونکي ویډیو خپره کړې ده او وايي، چې نوموړي په ټېکټاک کې “غیر مناسب” فعالیت ترسره کاوه.

د طالبانو په خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي، چې د همت الله سر یې کل کړی او له نوموړي څخه ظاهرا په زور اعتراف اخلي چې نور به په ټېکټاک کې فعالیت نه ترسره کوي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت محتسبانو تردې وړاندې هم په کابل او ځینو ولایتونو کې د ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه ټېکټاک فعالان نیولي او له هغوی څخه یې په ټېکټاک کې د فعالیت نه کولو اعترافونه اخېستي دي.