«ملي مرکه» بنسټ د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړلو پر دوام اندېښنه وښوده

د ملي مرکې بنسټ د جرمني په کولن ښار کې په یوه غونډه کې په ایران او پاکستان کې د کډوالو پر کړکېچن وضعیت او د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدا پر دوام اندېښنه ښودلې ده.

د ملي مرکې بنسټ د جرمني په کولن ښار کې په یوه غونډه کې په ایران او پاکستان کې د کډوالو پر کړکېچن وضعیت او د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدا پر دوام اندېښنه ښودلې ده.
یاد بنسټ د شنبې په ورځ، د چنګاښ پر ۲۸مه په کولن کې د یوې غونډې په ترڅ کې، چې نږدې ۷۰تنه سیاسي، علمي او ټولنیزو شخصیتنو پکې حضور درلود، غوښتنه وکړه، چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پر تړل کېدا رسمي اعلامیه خپره شي.
د یادې مرکې د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې د ملي يووالي، سولې او پرمختګ پر وړاندې پر اساسي خنډونو، ننګونو او لومړيتوبونو تحلیلي بحثونه وشول او وروسته د همدغو ستونزو پر حل لارو خبرې وشوې.
خبرپاڼه وايي، ګډونوالو په ایران او پاکستان کې د افغان مهاجرو د خراب وضعیت او همداراز د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو د بندېدو په اړه هم ژوره اندېښنه وښوده، او په همدې اړه يې د ملي مرکې له ادرسه د رسمي اعلاميو د خپرولو غوښتنه وکړه.
دغه راز په کولن کې د ملي مرکې د غونډو او فعاليتونو د دوام لپاره د يوې دايمي څانګې د جوړولو لپاره يوه رضا کاره کار ډله جوړه شوې ده.
د ملي مرکې بنسټ ځینو غړو څو وارې افغانستان ته هم سفرونه کړي دي او د طالبانو له چارواکو سره یې په لیدنه کې د افغان نجونو د تعلیم د حق په اړه خبرې کړې دي، خو ددې سفرونو نتایج تراوسه نه دي په ډاګه شوي.
خبرپاڼه وايي، ملي مرکه یو ولسمحوره نوښت دی چې، د افغان روڼاندو، علمي–فرهنګي شخصیتونو او ټولنیزو فعالانو لهخوا په اروپا کې پیل شوی دی. دا مرکې هڅه کوي چې د افغانانو، په ځانګړي ډول د کډوالو، غږ د ملي بحثونو برخه وګرځي او د هېواد د راتلونکې په جوړونه کې موثره ونډه واخلي.