طنز؛ تش جېبونه، څلور ودونه!

قاضي: ته خو مسلمان يې، په دې نه يې خبر چې زنا حرامه ده؟
قاضي: ته خو مسلمان يې، په دې نه يې خبر چې زنا حرامه ده؟
تورن کس: قاضي صاحب ما خو زنا نه ده کړې.
قاضي: زنا توره وي که سپينه؛ لاس په لاس له پردۍ ښځې سره نيول شوی يې او هغه هم مېړوښې ښځه، ته نه شرمېږې؟
تورن کس: نو چې زه او ښځه سره جوړ شو دا خو زنا نه شوه؛ متل دی وایي زه و ته سره راضي، حاجت نشته د قاضي.
قاضي: ولې نه ده زنا؟ ایا ته زنا حلال عمل بولې؟
تورن کس: قاضي صاحب خبره دا ده، چې دا د بیت المال ښځه ده، لکه عمومي پارک چې د بيت المال ملکیت دی او هر څوک د تفريح لپاره ورتلای شي.
قاضي: (په قهر) دا څه ګډې وډې وايې؟ ښځه څنګه پارک غوندې کېدای شي، ته په دې خبرو نه شرمېږې؟
تورن: قاضي صاحب زه شرعي خبره کوم، ملا صاحبان وايي چې په بیت المال کې ټول ملت شریک دی.
قاضي: هو ملا صاحبان رښتیا وايي، بیت المال د ملت ګډ مال دی؛ نو بیت المال ستا له زنا سره څه اړه لري؟
تورن شخص: نو چې په بیت المال کې ټول ملت شریک دی، زه هم په دې ښځه شریک یم.
قاضي: وا سړیه دا څه وایې؟ پر سد یې که لېونی شوی یې؟ د بل په ښځه څوک شریک کېدای شي؟
تورن کس: قاضي صاحب خبره دا ده، چې دا د یوه چارواکي مېرمن ده.
قاضي: احمقه دا نو دلیل شو؛ نو څه دی چې د چارواکي مېرمن ده. ولې چارواکی انسان نه دی که مسلمان نه دی؟
تورن کس: قاضي صاحب اصلي خبره دا ده، چې دې چارواکي د واده ټول لګښت له بیت المال څخه کړی دی؛ نو په دې حساب یې شرعا له مېړه سره زه هم شریک یم، یوازې زه نه یم ورسره شریک ټول ملت ورسره شریک دی. زه د څو جید علماوو فتوا لرم، دا دی راسره ده. علما وايي، چې د بیت المال په پيسو جوړ شوی او پېرل شوی هر جنس د پارک غوندې عامه ملکیت دی.
قاضي: (په قهر) ته څه ثبوت لرې، چې دا واده د بیت المال په پېسو شوی دی؟
تورن کس: یو د شپږم بست مامور چې نه سوداګري کوي، نه شخصي پانګه لري، نه پلرنی جایداد لري، ایا د معاش په پېسو په یوه کال کې څلور ودونه کېدای شي؟
قاضي: ته څه په خبر یې، پټې پيسې به لري.
تورن کس: پټې پېسې له کومه کېږي ها؟ اول ته راته ووایه تا خپله د څلورو ودونو پېسې له کومه کړې؟ زه دې نه پېژنم چې تر قاضي کېدو مخکې دې په پاکستان کې جوالیتوب کاوه، عجیبه وخت شو، جوالي او قاضي.
قاضي: (له ځانه سره په قهر او اندېښنې په ډول وايي) داسې نه وي، چې دا شیطان زما ښځې ته هم دغسې شرعي حیله جوړه کړي، په شرمو به مې وشرموي.
تورن: (په لوړ اواز) قاضي صاحب وبخښئ ما مو خبره وا نه ورېده، تاسې څه وویل؟
قاضي: (په قهر او لوړ اواز) رزیله له مخه مې لري شه، محافظین څه شول؟ راشئ دا خدای وهلی له محکمې څخه وباسئ او خوشې یې کړئ.